په جرمني کې بېړنی حالت

Notfall
اوسمهالیز 09.10.2023

په بېړنيو حالتونو کې له چا سره اړيکه نيولای شم؟

بېړني حالتونه هر وخت او په هر ځای کې رامنځته کېدای شي. که چېرې خلک، ژوي او يا بل څه له ګواښ سره مخ وي، بېړنی حالت (Notfall) ورته ويل کيږي. خو پوښتنه دا ده چې په بېړنيو حالتونو کې له چا سره اړيکه نيولای شم؟ څوک له موږ سره مرسته کوي؟ دلته په دې اړه مالومات درکوو. د يادونې وړ ده چې د بېړنيو حالتونو د اړيکو څانګې کارکوونکي په جرمني ژبه خبرې کوي خو ځينې په انګليسي او نورو ژبو هم خپله ستونزه حلولای شئ. البته د دې خبرې ضمانت نشته او ښايي مقابل کس يوازې په جرمني ژبه خبرې وکړي. که په خپله په جرمني ژبه نه پوهېږئ، په شاوخوا کې له بل داسې چا مرسته وغواړئ چې په جرمني ژبه پوهيږي او وکړای شي د بېړنيو حالتونو مرکزونو ته زنګ ووهي.

د بېړنيو حالتونو پر مهال بايد د د دې مرکزونو کارکوونکو ته لاندې مالومات ورکړل شي:

-       بېړنی حالت چېرته رامنځته شوی دی؟

-       څه پېښ شوي دي؟

-       څو کسان ټپي شوي يا خوږ شوي دي؟

-       ټپونه څه ډول دي؟

-       چا د بېړنيو حالتونو مرکز ته  زنګ وهلی دی؟

څوک له ما سره مرسته کوي؟

پولیس

که تاسې خپله يا بل څوک له ګواښ سره مخ وي، کولای شئ د پوليسو ۱۱۰ شمېرې ته زنګ ووهئ. دې شمېرې ته زنګ وهل وړيا دي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (پوليس) کې لوستلای شئ.

د ژغورنې او اوروژنې خدمتونه

په سختو روغتيايي حالتونو کې که تاسې خپله يا بل څوک بېړنۍ مرستې ته اړتيا ولرئ او يا هم له اورلګېدنې يا طبيعي پېښو سره مخ کېږئ، کولا شئ د د ژغورنې او اوروژنې (Rettungsdienst-Feuerwehr) له خدمتونو سره اړيکه ونيسئ. له دې ادارې سره په ۱۱۲ شمېره وړيا اړيکه نيولای شئ. بېړنيو روغتيايي حالتونو کې له دې پرته د روغتونو بېړنيو څانګو (Rettungsstelle) ته هم ورتللای شئ. که روغتيايي حالت ډېر بېړنی نه وي او د مرګ ګواښ نه وي خو بيا هم سملاسي مرستې ته اړتيا ولرئ، کولای شئ د تیارسۍ طبي خدمتونو (Ärztlichen Bereitschaftsdienst) شمېرې (۱۱۶۱۱۷) ته زنګ ووهئ. دې ادارې ته د شپې او ورځې هر وخت زنګ وهلای شئ او د وړو ټپونو يا ناڅاپي ستونزو (د بېلګې په شان شدیده تبه) پر مهال مرسته ترې غوښتلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په ټليفون کې تاسې ته طبي لارښوونې کوي، له پر ليکه ډاکټرانو سره مو په اړيکه کې نښلوي او يا هم يو ډاکټر يا ډاکټره کور ته درليږي.  

د مسموميت بيړني مرکزونه

که تاسې خپله يا کوم بل څوک مسموم (vergiftet) شوي وي، کولای شئ په خپل شاوخوا کې د مسمويت يوه نږدې بېړني مرکز (Giftnotrufzentrale) ته زنګ ووهئ. دا مرکزونه شپه او ورځ کار کوي او ستاسې اړيکو ته ځواب درکوي. په خپله سيمه کې د دې مرکزونو يوه څانګه پر (bvl.bund.de) وېبسایټ موندلای شئ.

نوکريوال درملتونونه

که د درمتلونونو د پرانستل کېدو له نورمالو وختونو پرته په بل وخت کې درملو ته اړتيا پيدا کړئ، کولای شئ يوه نوکريوال درمتلونو ته ورشئ. د جرمني په هره سيمه کې شپه او ورځ په نوبتي ډول ځينې درمتلونونه فعال وي. په خپل شاوخوا کې د دې درمتلونونو پتې پر (www.apotheken.de) او (www.aponet.de) وېبسایتونو موندلای شئ. دلته د خپلې سيمې نوم يا پوستي پته ورکړئ او اړوند درملتون ومومئ.

له روغتيايي بيمې پرته درملنه

روغتونونه اجازه نه لري چې د چا پته او شخصي مالومات بل چا ته ورکړي. له همدې کبله په بېړنيو حالتونو کې له دې مه وېرېږئ چې روغتونو ته ولاړ شئ او يا د بېړنيو حالتونو ډاکټر ته زنګ ووهئ. که حالت بېړنی نه وي، کولای شئ له هغو ادارو سره اړيکه ونيسئ چې د سندونو نه لرونک کسانو درملنه کوي. د دې ادارو مرسته وړيا ده. ستاسې د استوګنې سندونه او مالومات له سوسيال يا اوسلنډربېهورده سره نه شريکيږي. د دې ډول ادارو پتې پر (gesundheit-ein-menschenrecht.de) وېبسایټ موندلای شئ. له دې پرته پر (Malteser) او (Medibüros) وېبسایتونو هم د ناپېژانده روغتيايي مرستې لټون کولای شئ.

نور بايد په څه وپوهېږم؟

څنګه مرسته کولای شم؟

که چېرته بېړنی حالت ووينئ، مهمه دا ده چې سملاسي مرسته وکړئ. د پېښې سيمه امن کړئ او ځان ډاډه کړئ چې تاسې يا نورو کسانو ته ګواښ نشته. وروسته بيا ۱۱۰ يا ۱۱۲ شمېرې ته زنګ ووهئ. که څوک ټپي وي، لومړنی مرسته ورسره وکړئ. ډېرې ساده کړنې او مرسته هم د نورو کسانو ژوند ژغورلای شي. د بېړنيو مرکزونو کارکوونکي هم کولای شي تاسې ته د ټليفون له لارې لارښوونه وکړي چې څه ترسره کړئ.

په بېرنيو حالتونو کې مرسته کول مکلفيت دی؟

هو. که بېړنی حالت ووينئ او مرسته ونه کړئ، ښايي د مرستې نه کولو په تور جزا درکړل شي. دا خبره د جزا قانون په ۳۲۳مه (§323c Strafgesetzbuch) ماده کې کې شوې ده. په داسې حالتونو کې اړوند کس نغدي جريمه او يا زنداني کېدای شي. البته د مرستې مکلفيت يوازې هغه مهال دی چې تاسې ته شخصي خطر نه وي. که خطر ډېر وي، د پوليسو ۱۱۰ او يا د ژغورنې ۱۱۲ شمېرو ته زنګ وهل بسنه کوي.

که څوک په لومړنۍ مرسته کې غلطي وکړي، څه به کيږي؟

د لومړنۍ مرستې (Erste Hilfe) پر مهال د غلطيو، ټپونو يا زيانونو رامنځته کېدلو مسؤوليت ستاسې پر غاړه نه دی. البته دا حالت يوازې هغه مهال دی چې اړوند کس له قصده يا په ډېره بې‌فکرۍ د زيان اړولو لامل نه شي.

که د مرستې پر مهال ما ته زيان ورسي، څه به کيږي؟

مرسته کوونکي د زيان د جبران غوښتلو غوښتنه کولای شي. که څوک د لومړنيو مرستو ترسره کولو پر مهال ټپي شي، د پېښو دولتي بيمه (gesetzliche Unfallversicherung) يې مسؤوليت لري. پر (Deutschen Gesetzlichen Unfallversicherung) وېبسای‍ټ د خپل ايالت اړوند د پېښو بيمې دفتر (Unfallkasse) موندلای شئ. که وسايلو يا د جامو په شان نورو توکو ته مو زيان رسېدلی وي، د شخصي مسؤوليت بيمه (Haftpflichtversicherung) يې د جبران مسؤوليت لري.

څنګه د بېړنيو حالتونو لپاره تيارېدای شم؟

بېړنيو حالتونو ته د تيارۍ لپاره کولای شئ د لومړنيو مرستو يو کورس (Erste-Hilfe-Kurs) ووايئ. هلته دا زده کوئ چې په کوم بېړني حالت کې څه کولای شئ؟ د جرمني سور صليب (Deutsche Rote KreuzJohanniter او Malteser Hilfsdienst په منظم ډول دا ډول کورسونه وړاندې کوي. د دې کورسونو لګښت په عمومي ډول له ۲۰ تر ۴۰ يورو دی او څو ساعتونه دوام کوي. په دې توګه دا کورسونه په يوه ورځ کې پای ته رسولای شئ.

د دې تر څنګ د لومړنيو مرستو په اړه ډېر ټليفوني اپليکېشنونه او زيات مالومات هم شته. دا مالومات د کورس ځای نه شي نيولای خو بيا هم تاسې ته په دې اړه يو ښه لرليد درکوي. د لومړنيو مرستو يو وړيا اپليکېشن له (DRK) وېبسایټ څخه ترلاسه کولای شئ.

د ټکر او پېښو د ويډيو خستلو اجازه شته؟

نه. که څوک د ټکرونو او او پېښو ويډيوګانې اخلي، ښايي جزا ورکړل شي. دا جزا ښايي نغدي يا هم تر ۲ کالونو پورې زندان وي.

مهم

د پېښو او بېړنيو حالتونو پر مهال پوليسو او د ژغورنې خدمتونو ته له ټليفون کولو مه وېرېږئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: