د جرمني پوليس څه ډول کار کوي؟

اوسمهالیز 22.03.2024

د پوليسو دندې او مسؤوليتونه

د پوليسو اصلي دنده له ګواښونو زموږ ژغورنه او له جرمونو سره مبارزه ده. له همدې کبله په جرمني کې د پوليسو شعار (پوليس ستاسې ملګري او دوستان دي) دی. د جرمني پوليس له استخباراتي ادارو او سياست څخه بېله دنده لري. په بېړنيو حالاتو کې هر وخت د پوليسو د مرستې ۱۱۰ شمېرې ته په وړيا‌ ډول زنګ وهلای شئ.

هغه څه چې پوليس يې بايد وکړي يا ونه کړي؛ د جرمني په قوانينو کې په نښه شوي دي. د بېلګې په ډول له يوه ستر خطره د يو چا د ژغورلو له اړتيا پرته، د يو چا شخصي کور پلټل د قاضي اجازې ته اړتيا لري. که څوک پوليسو ته د رشوت ورکولو هڅه وکړي؛ قانوني سزا ورکول کيږي. 
يادونه: هېڅ وخت هڅه مه کوئ چې پوليسو ته بډې ورکړئ. په تېرو وختونو کې ځينې بډې ورکوونکي نيول شوي او سزا ورکول شوې ده.

د پوليسو د ځواک جوړښت او دندې

په جرمني کې څو ډوله پوليس شته؟

د نورو ګڼو بنسټونو په شان، پوليس هم د فدرالي قوانينو له مخې اداره کيږي. په ټول جرمني کې د پوليسو ۱۶ ايالتي مرکزونه شته چې د فدرالي پوليسو او جنايي فدرالي پوليسو له مرکزي ادارو سره تړلي دي. همدا شان د جرمني د فدرالي وسله‌والو قواوو په چوکاټ کې د ګمرک پوليسو افسران او اجنټان هم شته. د جنايي پوليسو افسران دريشي نه اغوندي. نور ټول هغه پوليسان چې د خونديتوب مسؤوليت لري؛ د موټرو او درېشيانو لپاره شين يا اسماني رنګ کاروي. دا ځواکونه هره ورځ د ګزمې په حال کې وينئ او هر وخت مرسته ترې غوښتلای شئ.

څنګه کولای شو پوليسان وپېژنو؟

پوليسان د هغوی د زرغونو يا اسماني‌رنګه دريشيانو او موټرو له مخې پېژندلای شئ. له ۲۰۰۴ کال راهيسې هڅه کيږي چې په ټوله اروپا کې د پوليسو د جامو او موټرونو رنګونه يو ډول کړي. دا چې دا پروسه لا روانه ده؛ ښايي د مختلفو ايالتونو رنګونو ته په کتو، په دواړه رنګه جامو يا موټرونو کې پوليس ووينئ. البته اوس ډېر پولیس اسماني‌رنګ کاروي. ښايي د موټرسایکل چلوونکو، بايسکل چلوونکو يا آس ځغلوونکو پوليسو په ځان نور ځانګړې رنګه جامې هم ووينئ. حالت ته په کتو ښايي د قانون پلي کوونکي پوليس خوندي کوونکي واسکټونه، خولۍ، ډنډې يا بېلابېلې وسلې هم له ځان سره ولري.

پوليس څه دندې لري؟

پوليس د ترافيکي پېښو، غلاوو او نورو جرمونو د پلټنې او مخنيوي مسؤوليت لري. د دې تر څنګ پوليس په‌ لومړنيو ښوونځيو کې له خطرونو او ټکرونو څخه د ژغورنې په موخه ماشومانو ته مالوماتي ترافيکي کورسونه برابروي. د پوليسو افسران همدا ډول د سپورتي غونډو او لاريونونو امنيت ساتي او د خونديتوب په اړه مشورې ورکوي. دوی همدا شان د کورني تاوتريخوالي، قاچاق او انټرنېټي جرمونو په اړه د پلټنې دنده هم پر غاړه لري. که تاسې د کورني تاوتريخوالي قرباني ياست؛ کولای شئ د پوليسو د مرستې شمېرې (۰۸۰۰۰۱۱۶۰۱۶) ته ټليفون وکړئ. دا شمېره ۲۴ ساعته کار کوي او تاسې ته په اوولس ژبو لارښوونې او مالومات درکوي. د کورني زورزياتي په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (کورنی زورزياتی) کې ولولئ.

د ۱۶ ايالتو د جنايي پوليسو ادارې او فدرالي جنايي پوليس (Bundeskriminalamt) په ملي کچه د جرمونو د مخنيوي دنده پر غاړه لري. دا ادارې ځينې وخت ښايي په بهر کې هم د جنايي جرمونو څېړنې وکړي خو دا کار يوازې د سترو او تنظيم شوو جرمونو پر مهال کيږي.

د ټولو دولتي ادارو او کارکوونکو ساتنه، د جنايي مجرمانو څارنه، د سرحدونو ساتنه او له نړيوال ترويزم سره مبارزه د فدرالي پوليسو دنده ده. دلته د فدرالي پوليسو د ځانګړې ډلګۍ (GSG 9) د دندو په اړه په انګليسي ژبه يو مالوماتي فلم کتلای شئ.

د جرمني پوليس له استخباراتي ادارو سره ګډ کار نه کوي. د فدرالي استخباراتو اداره (Bundesnachrichtendienst) په جرمني کې د استخباراتي مسلو مسؤوليت لري. د جرمني پوليس همدا شان د سياسي مخالفينو د ګواښلو يا ځورولو اجازه نه لري. تاسې کولای شئ خپل نظر په‌ آزاد ډول بيان کړئ. د بيان آزادي د يوه اساسي حق په توګه د جرمني په اساسي قانون کې روښانه شوې ده. د بيان او نظر د ازادۍ په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د جرمني اساسي قانون) کې لوستلای شئ.

په کومو حالاتو کې له پوليسو سره اړيکه ونيسم؟

که د بريد، لاره نيول، کور وهل کېدل، غلا، اورلګېدنه، اور اچول، په ودانيو بريد، زورزياتی، په حقوقو تېری، کورني تاوتريخوالی، تښتونه، جنسي ځورونه يا ناوړه ګټه اخيستل، فزيکي ټپ او نورو په شان له جنايي جرمونو يا ګواښ سره مخ کېږئ او يا يې وينئ. له پوليسو سره اړيکه ونيسئ. د دې ډول ستونزو د پېښېدلو پر مهال بايد د ۱۱۰ بېړنۍ شمېرې ته زنګ ووهئ. پوليس به هر څومره زر تاسې ته ځان درورسوي.

مهم: که ځوک د ښي‌اړخو افراطيانو، راسستانو، يهود ضدو يا اسلام ضدو کسانو له بريد او زورزياتي سره مخ شي، هر وخت کولای شي له پولیسو سره اړيکه ونيسي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (تبعيض) کې هم لوستلای شئ.

تاسې همدا شان کولای شئ په نور غيرجنايي مواردو کې هم له پوليسو سره اړيکه ونيسئ. د بېلګې په ډول که کوم ګاونډی مو د آرامۍ او چوپتيا په ساعتونو په لوړ غږ شور او ځوږ جوړ کړي؛ تاسې کولای شئ په اړه يې پوليسو ته شکايت وکړئ.

 

پوليس همدا ډول د امنيت په خونديتوب کې د عامو وګړو په ونډه، لېوالتيا او زړورتيا تکيه کوي. که چېرې کوم جرم وينئ او يا کوم څوک له خطر سره مخ وي؛ بايد پوليسو ته خبر ورکړئ. د بېلګې په ډول که په خپل شاوخوا کې د يوه بالغ ځوان له لوري سياسي يا مذهبي تندلاريتوب ووينئ؛ کولای شئ په اړه يې پوليسو ته خبر ورکړئ. په دې برخه کې همدا شان کولای شئ د مهاجرت او کډوالو د فدرالي ادارې اړوند له بنسټ‌پالنې سره د مبارزې د سلا مشورو له دفتر سره په ۰۹۱۱۹۴۳۴۳۴۳ شمېره اړيکه ونيسي. د دې دفتر کارکوونکي په څو بېلابېلو ژبو مشورې ورکوي. که تاسې د تبعيض، راست‌پلوه افراطيت، يهودي ضد يا له اسلام څخه د وېرې اړوند زورزياتي قرباني ياست؛ کولای شئ د مشورې دې دفترونو سره اړيکه ونيسئ.

د بېړنۍ اړيکې پر مهال پوليسو ته څه ووایم؟

په بېړني حالت کې له پوليسو سره د اړيکې پر مهال بايد دا مالومات له ځان سره ولرئ:

  • دا چې څوک خبرې کوي؟ (ستاسې نوم او پته)
  • څه پېښ شوي؟
  • چېرته پېښ شوي؟
  • څه وخت پېښ شوي؟

له دې وروسته نورو پوښتنو ته هم انتظار وکړئ او د پوليسو له سپارښتنې وړاندې ټليفون مه بندوئ. د ګواښ کچې ته په کتو به پوليس هر څومره زر د پېښې سيمې ته ځان درورسوي. مهم: د اصولو له مخې دا پوليسو د ټليفوني اړيکې کارکوونکي يوازې په جرمني ژبه خبرې کوي او ځينې يې ښايي په انګليسي ژبه هم خبرې وکړي.

څنګه کولای شم د يوه مجرم خلاف شکايت ثبت کړم؟

تاسې کولای شئ د يوه جرم خلاف د‌ پوليسو په يوه دفتر يا په انلاين ډول پر (online-strafanzeige.de) وېبسایټ خپل شکايت ثبت کړئ. په سترو ښارونو کې ښايي د ډېرو بيروکراتيکو جنجالونو، زياتو شکايتونو، يا د کافي کارکوونکو نه شتون له کبله د شکايت د ارزونې پروسه زيات وخت ونيسي. له دې سره سره پوليس اړ دي چې په ټولو عريضو غور وکړي. که ډېر وخت وروسته هم د خپل شکايت په اړه ځواب تر لاسه نه کړئ؛ په دې مانا نه ده چې ستاسې عريضه په لاسي ډول له پامه غورځول شوې.

بې يونيفورمه پوليس او (جعلي پوليس)

پوليسان تل يونيفورم يا دريشي نه اغوندي. په ځانګړې توګه جنايي پوليس تل په شخصي جامو کې ګرځي او د څوک نه يې د پوليس په توګه نه شي پېژندلای. دوی ډېر وخت خپل هويت پټوي څو خلک ښه وڅارلای شي يا د نيولو حکم په آسانۍ پر ځای کړي. که کوم پوليس شخصي جامې ولري؛ په دې مانا نه ده چې له استخباراتو سره کار کوي. د فدرالي استخباراتو اداره (BND) په جرمني کې د استخباراتي موضوعاتو د څارلو مسؤوليت لري.

ځينې درغلګر هم شته چې ښايي ځان د پوليسو افسر معرفي کړي. که په چا د درواغو پوليس شک لرئ او ښايي خطر پېښ کړي؛ د پوليس بېړنۍ شمېرې ۱۱۰ ته زنګ ووهئ. که ګواښ نه وي خو تاسې د پوليسو د فدرالي افسر د خدمت په ثبوت (Dienstausweis) شک لرئ؛ کولای شئ د فدرالي پوليسو ادارې ته د هغه د هويت د مالوملو لپاره په ۰۸۰۰۶۸۸۸۰۰۰ شمېره زنګ ووهئ.

که يوه پوليس ته سپکاوی وکړئ؛ څه پېښيږي؟

افسرانو ته سپکاوی (Beamtenbeleidigung) اصطلاح مو ښايي اورېدلې وي خو دا کومه ځانګړې قانوني اصطلاح نه ده. د هرې سپکې خبرې او بدو ردو په اړه ځانګړې سزا نشته. د جزا قانون ۱۸۵مې مادې له مخې پوليسو ته سپکاوی د نورو عادي خلکو په شان دی او په دواړو حالاتو کې یو ډول چلند کيږي. د سپکاوي د جريمې مقدار د محکمې له هغې پرېکړې سره تړلی دی چې له دې پخوا يې د ورته سپکاوي په اړه کړې وي.

که پوليس له ما سره تبعيضي چلند وکړي؛ څه وکړم؟

ځينې وخت ښايي د پول‍یسو له لوري‌ هم له تبعيضي چلند سره مخ شئ. که پوليس څوک د هغوی د پوست د رنګ يا د مهاجرت اړوند د نورو ځانګړنو له کبله وپلټي، دا کړنه د توکميز تعصب په کتار کې راځي او توکميزه پلټنه (Racial Profiling) ګڼل کيږي. د پوليسو د زورزياتي يا تبعيضي چلند قربانيان کولای شئ له دوی شکايت وکړي. که د کومې پلټنې پر مهال له توکميز تبعيض يا ځورونې سره مخ کېږئ؛ کولای شئ د سلا مشورې له مرکزونو سره اړيکه ونيسئ.

پوليس د کومو کړنو ترسره کولو اجازه لري؟

د پوليسو افسران له قانون څخه پورته نه دي. دا چې پوليس د څه ترسره کولو او څه نه ترسره کولو اجازه لري، د جزا په قانون، د جزا د پروسې په مقرره او د پوليسو په قانون کې تنظيميږي.

که تاسې په لاره روان ياست، پوليس حق لري چې ستاسې د هويت سندونه وګوري. البته که څوک د ځانګړي جرم له کبله تر شک لاندې نه وي او يا د بل تر شک لاندې کس اړوند ثبوتونه يا شواهد له ځان سره ونه لري، پوليس حق نه لري چې د هغه پلټنه وکړي. دا خبره د کورونو په اړه هم صدق کوي. پولیس يوازې هغه وخت ستاسې د کور پلټلو اجازه لري چې د کور په اوسېدونکي د مجرم شک وکړي او يا داسې ګمان موجود وي چې په دې کور کې کوم تر شک لاندې کس پټ دی. که دوی بيا هم ستاسې يا ستاسې د کورپه پلټنه ټينګار کوي، تاسې کولای شئ هغوی ته اجازه ورنه کړئ. که څه ونه واياست او چوپ پاته شئ، ستاسې په توافق دلالت کوي. که پوليس ستاسې له مخالفت سره سره بې دليله ستاسې پلټنه وکړي، کولای شئ پوليس محکمې ته کش کړئ. که له داسې حالت سره مخ شوي ياست، له يوه وکيل يا مشورتي مرکز سره سلا وکړئ.

مهم: که نارينه پوليس پلټنه کوي او ښځې هم پلټل کيږي، ښځې حق لري چې د پلټنې لپاره د ښځينه‌ پوليس افسرانو غوښتنه وکړي.

 

که په موټر کې روان ياست، پوليس اجازه لري چې ستاسې د هويت سندونو، د ډرېورۍ سند او موټر د سندونو پوښتنه وکړي. دوی همدا شان کولای شي له تاسې وغواړي موټر ودروئ او ترې کوز شئ. دوی همدا شان کولای شي د خبرداري د مثلث او لومړنيو مرستو د بستې پوښتنه وکړي او ويې ګوري چې په موټر کې شته او که نه. البته دوی نه شي کولای چې ستاسې موټر بې‌دليله وپلټي او که د الکولو څښلو شک نه وي، ستاسې د ډرېورۍ د مهارتونو ازموينه واخلي (د بېلګې په توګه په سيخه ليکه تګ کول). که دوی بيا هم ټينګار کوي، تاسې کولای شئ هغوی ته اجازه ورنه کړئ. که څه ونه واياست او چوپ پاته شئ، ستاسې په توافق دلالت کوي. که پوليس ستاسې له مخالفت سره سره بې دا کړنې ترسره کړي، کولای شئ پوليس محکمې ته کش کړئ.

 

پوليس يوازې هغه وخت د يوه کس د وينې يا يورينو ازموينه يوازې کولای شي، چې کوم جرم يې ترسره کړی وي. د اصولو له مخې پوليس بايد د دې کار لپاره د قاضي حکم ولري. البته په‌ ځينو بېړنيو حالاتو کې (کله چې ناوخته بيا د الکولو اغېز له منځه ځي) پوليس د قاضي له حکم پرته هم دا کار کولای شي. البته د نشه‌يي توکو يا الکولو د کارونې څرګندې نښې بايد موجودې وي. پوليس نه شي کولای بې‌دليله او په خپل سر دا ټېسټونه ترسره کړي. که پوليس له کوم څرګند ثبوت يا دليل پرته دا ټېسټونه ترسره کول غواړي، تاسې کولای شئ خپل مخالفت ښکاره کړئ.

 

  پوليس نه شي کولای له يوه معقول دليل پرته تاسې د پوليسو مرکز ته بوزي. که کوم پوليس د دې کار غوښتنه وکړي، تاسې کولای شئ هغه رد کړئ او که بيا هم يووړل شئ، پوليس له قانون نه په سرغړاوي تورنيږي او بايد له يوه وکيل سره اړيکه ونيسئ. که خپله کوم وکيل نه پېژنئ، کولای شئ د برلين د مدافع وکيلانو له بېړنيو خدمتونو سره د (۰۱۷۲۳۲۵۵۵۵۳) له لارې اړيکه ونيسئ او د مرستې غوښتنه وکړئ. د دې ادارې کارکوونکي شپه او ورځ ستاسې په خدمت کې دي.

 

که پوليس له تاسې پوښتنې ګروېږنې وکړي، کولای شئ د شهادت له ورکولو انکار وکړئ. په بله وينا، کولای شئ د هغه پوښتنو ته ځواب ورنه کړئ. که له پوليسو څخه ليکلی دعوت‌ليک ترلاسه کړئ، اړ نه ياست چې هلته ورشئ. تاسې بايد يوازې د څارنوالۍ يا محکمې غوښتنې ومنئ. البته لومړی بايد له يوه وکيل سره خبرې وکړئ او سلا ترلاسه کړئ.

 

تاسې حق لرئ چې د پوليسو د پېژندنې د کارت غوښتنه وکړئ او جزئيات يې وليکئ. که وروسته شکايت کول غواړئ، دا کار مهم دی. له شاوخوا خلکو هم غوښتنه کولای شئ چې تاسې وڅاري څو وروسته بيا د صحنې شاهدان ولرئ. مهم: تاسې بايد له پېښې وروسته د درېيو مياشتو په دننه کې شکايت ثبت کړئ. دا کار د سيمې په څارنوالۍ کې کولای شئ او اړتيا نشته چې پوليسو ته ورشئ.

که ونيول شئ، د وکيل نيولو حق لرئ. که خپله کوم وکيل نه پېژنئ، کولای شئ د برلين د مدافع وکيلانو له بېړنيو خدمتونو سره د (۰۱۷۲۳۲۵۵۵۵۳) له لارې اړيکه ونيسئ او د مرستې غوښتنه وکړئ. د دې ادارې کارکوونکي شپه او ورځ ستاسې په خدمت کې دي.

کولای شم د پوليسو افسر شم؟

د اصولو له مخې د پوليس د افسر په توګه د دندې اجرا کولو لپاره د جرمني تابعيت اړين دی ځکه پوليسان د دولتي کارکوونکو په ډلبندۍ کې راځي او د يوه عمومي اصل په توګه يوازې د جرمني تابعيت لرونکي کسان د دولتي مامورينو په توګه کار کولای شي. په هر فدرالي ايالت د دولتي مامورينو په ګمارنه کې مختلف قوانين پلي کيږي. ځينې وخت د ځانګړو شرطونو پوره کولو له مخې کېدای شي د جرمني له تابعيت پرته هم د پوليسو له ليکو سره يوځای شئ. په دې اړه د نورو مالوماتو لپاره د (Gewerkschaft der Polizei) او (www.polizeitest.de) وېبسایټونه وګورئ. هلته کولای شئ دا هم ومومئ چې د زده‌کړو سند یا سپورت په شان کومو مهارتونو ته اړتيا ده.

مهم

په جرمني کې د پوليسو شمېره ۱۱۰ او د اطفائې يا اوروژنې او عاجل ډاکټر يا امبولانس شمېره ۱۱۲ ده. دې شمېرو ته زنګ وهل وړيا دي‌ او هر وخت ستاسې اړيکو ته ځواب درکوي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: