د والدينو بېړنۍ شمېرې (Elternhotline) ته وړيا او په ناپېژانده توګه زنګ وهلای او د ماشومانو د پالنې په اړه ترې پوښتنې کولای شئ. تاسې کولای شئ د دې ادارې مامورينو ته د خپلو ستونزو او اندېښنو په اړه ووايئ. دوی به ستاسې خبرې واوري او له تاسې سره په ګډه به د يوه حل لټون وکړي. د دوی شمېرې (۰۸۰۰۷۷۷۱۸۷۷) ته هره ورځ د سهار له نهو بيا د مازديګر تر ۵ بجو زنګ وهلای او په انګليسي او جرمني ژبو خپله ستونزه شريکولای شئ. همدا شان (fraguns@elternhotline.de) پتې ته په جرمني، انګليسي، فارسي او نورو ګڼو ژبو برېښناليک لېږلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي به تاسې ته په ۲۴ ساعتونو کې ځواب درکړي.
په جرمني کې د ماشومانو پالنه
څوک له والدينو سره د ماشومانو په پالنه کې مرسته کوي؟

ميندې او پلرونه يوازې د ماشومانو د لويولو دنده نه لري، بلکې د هغوی د روزنې او پالنې دنده هم پر غاړه لري. دا چې خپل اولادونه څه ډول روزئ، ټاکنه ستاسې په لاس کې ده. په ډېرو کورنيو کې له ماشومانو او ځوانانو سره جنجالونه او دعوې د ورځني ژوند برخه وي. په ورځني ژوند، وړکتون او ښوونځيو کې د ماشومانو غوښتنې زياتې وي او دوی ډېر وخت له فشار او سټرېس سره مخ کيږي.
آیا ماشوم مو ټوله شپه ژاړي؟ ماشوم مو ملګري نه شي موندلای؟ نوي ځوان شوي بچيان نور ستاسې خبرو ته غوږ نه ږدي او د شپې ډېر ناوخته کور ته راځي؟ ماشوم مو ډېر وخت شخړې کوي او په خپله کوټه کې يوازې پاته کيږي؟ ماشوم مو ټول وخت له کمپيوټر او موبایل سره تېروي؟ ماشوم مو په ښوونځي کې او يا له پوليسو سره جنجال کړی دی؟...اندېښنه مه کوئ. تاسې له خپلو ستونزو سره یوازې نه ياست. په جرمني کې د مشورتي ادارو او مرستندويو بنسټونو يوه پراخه شبکه د ماشومانو په روزنه او پالنه کې له والدينو سره مرسته کوي.
مهم: په جرمني کې څوک د ماشومانو د وهلو او رټلو اجازه نه لري. د مدني قانون د ۱۶۳۱ بند له مخې ماشومانو ته بدني يا روحي سزا او شکنجه ورکول منعه دي. په دې بنديز کې د بېلګې په شان په څپېړه وهل، نتل، بندي کول، له وېښتو کشول، پوستکی چيچل، غاښ لګول، تهديدول او دې ته ورته نورې ناوړه کارونه شامل دي. که يوګندامت د وړکتون، ګاونډيانو يا ښوونځي له لارې په دې کړنو خبر شي، قانوني ګامونه به واخلي او په دې اړه به پلټنې وکړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د ځوانانو او ماشومانو اداره يا يوګندامت) کې لوستلای شئ.
له کوم ځايه مرسته ترلاسه کولای شم؟
مهم
که له ماشومانو سره ستونزه لرئ او يا د هغوی په پاللو کې سربداله ياست، کولای شئ د خپل ماشوم په وړکتون او يا ښوونځي کې له ښوونکو او روزونکو مرسته وغواړئ. دوی کولای شئ تاسې ټولنيزو کارکوونکو او د ماشومانو تخصصي مشورتي مرکزونو ته معرفي کړي.