په جرمني کې د کورونو خاوندان له کرايه کوونکو څخه ډېر سندونه غواړي. ځکه نو تاسې بايد ټول اړين اسناد مخکې له مخکې برابر کړئ. له اړينو سندونو پرته په جرمني کې د کور کرايه کولو لپاره ډېر کم چانس لرئ. په معمول ډول لاندې سندونه اړين دي:
- د کرايه نيوونکي د نوم، اړيکې (ټليفون، برېښناليک)، دندې، اوسنۍ پتې او نورو په شان د شخصي مالوماتو پوښتنپاڼه. د کورونو ډېر خاوندان او د کورونو شرکتونه خپلې فورمې لري چې کرايه نيوونکو ته يې د ډکولو لپاره ورکوي او له ډکېدو وروسته بېرته بايد له نورو سندونو سره يوځای دوی ته وسپارل شي. دلته د شخصي پوښتنپاڼې يوه بېلګه کتلای شئ.
- د شوفا د مالوماتو يوه پاڼه. په دې اړه ډېر مالومات زموږ د شوفا په څپرکي کې موندلای شئ.
- د وروستيو دريو مياشتو د عايد سند (د مامورينو او کارکوونکو لپاره) او يا د ماليې د ورکړې وروستی سند (د شخصي کاروباريانو لپاره). که څوک د جابسنټر يا سوسيال مرسته ترلاسه کوي، بايد له دې ادارو څخه د کرايې د ورکړې تصديقپاڼه ترلاسه کړي. دا پاڼه په جابسنټر يا سوسيال کې له خپل مسؤول کس څخه ترلاسه کولای شئ.
- د کرايې د صفايۍ د پاڼې (Mietschuldenfreiheitsbescheinigung) يوه کاپي. د صفايۍ په پاڼه کې ستاسې د استوګنې د اوسني کور خاوند تصديقوي چې تاسې تل کرايه پر خپل وخت ورکړې ده. که څوک په کمپونو کې اوسي، کولای شي د کمپ يا سوسيال له مامورينو څخه د دې پاڼې غوښتنه وکړي.
- د پاسپورت او د استوګنې د اجازې د سند کاپي.
- که اړتيا وي، د ارزانه کورونو اجازهليک (Wohnberechtigungsscheins). په دې اړه زيات مالومات د WBS په څپرکې کې ترلاسه کولای شئ.
دا ټول سندونه بايد په پرنټ شوي ډول او همدا شان يې سافټ بڼه په يوه فولډر کې وساتئ څو يې د اړتيا پر مهال په برېښناليک کې ولېږلای شئ. د کورونو ځينې خاوندان دا سندونه سملاسي د کور له ليدلو (Besichtigung) وروسته غواړي خو ځينې نور يې ښايي په برېښناليک د ورلېږلو غوښتنه وکړي. په داسې حالت کې هر څومره زر چې کولای شئ؛ سندونه ورته ولېږئ ځکه د کور خاوندان ډېر وخت د کرايه نيوونکو په اړه چټکه پرېکړه کوي.
لارښوونه: که د کور د کرايه کولو لپاره له اړينو سندونو سره يو بل داسې ليک هم ملګری کړئ چې د ځان او د کورنۍ د غړو پېژندنه، په جرمني کې مو د اوسېدو حالت او د راتلونکي لپاره پلانونه (د بېلګې له دول د پرکتيکوم يا پوهنتون پیلول) پکې ليکل شوي وي؛ ښايي د کور نيولو لپاره مو چانس لوړ کړي. که په جرمني ژبه ښې خبرې نه شئ کولای او جرمن ژبي ملګري لرئ؛ غوره ده چې له ځان سره يې بوزئ او د قرارداد جزئیات پرې ولولئ. د کورونو ډېر خاوندان له ناجرمن وګړو سره د ستونزې پر مهال په خبره د نه پوهېدلو وېره لري. يو جرمن ژبی ملګری او مرستندوی ډېر ګټور دی.