منځپانګې ته لاړ شئ

برانډبنورګ

په دې پاڼه کې تاسې هغه ګټور لټونګر ماشینونه پیدا کولی شئ، چې له لارې یې کولای شئ په خپل فدرالي ایالت کې اړوند دولتي اداره یا بنسټ ژر پیدا کړئ. همداراز، د مهمو مشورتي او اړيکو مرکزونو لټونګر ماشینونه هم دلته موندلی شئ.
 

د اړيکو لومړني مرکزونه / مهمې پتې

د ښه راغلاست مرکزونه په لومړيو ورځو کې په جرمني کې ستاسې ملاتړ کوي. هلته تاسې ته په ډېرو مهمو موضوعاتو کې وړیا مشوره درکول کېږي. د بېلګې په توګه د راتګ، استوګنې، ټولنیزو مرستو یا د بهرنیو زده‌کړو د تصدیق په اړه مشورې ترلاسه کولی شئ. همداراز، د جرمني ژبې کورس، کار، روزنې یا پوهنتون د لټون په برخه کې مرسته ترلاسه کولی شئ. د دې مرکزونو کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي. دلته ګورئ چې کوم مرکز ستاسې د سيمې اړوند دی.

    د بهرنيانو چارو اداره يا اوسلنډربېهورده د استوګنې اجازو، ویزو، تابعیت اخیستو او نورو استوګنیزو موضوعاتو مسؤولیت لري.

    لاندې د "خپله د بهرنیانو اداره پیدا کړه" تر عنوان لاندې، کولی شې خپله اړونده اداره پیدا کړې. یوازې خپل پوستي کوډ، ځای یا پته ولیکئ. وېب‌پاڼه په جرمني او انګلیسي ژبو ده.

      د برلین د وګړو اداره ستاسې د ډېرو چارو اصلي مرجع ده؛ د بېلګې په توګه د استوګنې تصدیق، پېژندپاڼه، یا د پته بدلول.

      د "خپله د وګړو اداره پیدا کړه" تر عنوان لاندې، کولی شې نږدې اداره پیدا کړې. وېب‌پاڼه په جرمني ژبه ده.

      تاسې کولی شئ په هره دې ډول اداره کې وخت ونیسئ، مهمه نه ده چې په کومه ناحیه کې اوسېږئ. د "وګړو اداره: د خالي وختونو لټون" تر عنوان لاندې، کولی شئ وګورئ چې دا مهال کوم ځای کې خالي وختونه شته. وېب‌پاڼه په جرمني ژبه ده.

        ټولنیز، کار او مالیات

        تاسې ته نږدې د کار اداره د کار د فدرال‍ي ادارې استازولي ده. که کار لټوئ، مشوره غواړئ یا د بیکاری مرستې (ALG I) غوښتنه کوئ، دا اداره له تاسې سره مرسته کوي.

        د "خپله د کار اداره پیدا کړه" تر عنوان لاندې، کولی شئ د خپل پوستي کوډ یا ښار پر له مخې، اړوند اداره پیدا کړئ. وېب‌پاڼه په جرمني او انګلیسي ژبو ده.

          غواړئ خ‍‍پل نږدې جاب‌سنټر پیدا کړئ؟ د "خپل کار مرکز پیدا کړه" تر عنوان لاندې، کولی شئ د Bürgergeld او مشورې لپاره اړوند مرکز ومومئ. هلته یوازې خپله پته یا کوډ ولیکئ. وېب‌پاڼه په جرمني او انګلیسي ژبو ده.

            که کار نه شې کولی یا ستاسې عاید ژوند ته بسنه نه کوي او له جابسنټر یا د کار له ادارې څخه مرسته نه ترلاسه کوئ، نو د ټولنیزو چارو اداره درسره مرسته کولی شي. د لاندې لېنک له لارې خپله اړونده اداره موندلی شئ. وېبسایټ په جرمني ژبه دی.

              که د کورنۍ په برخه کې مرسته غواړئ؛ لکه د ماشومانو د روزنې، شخړو یا ستونزو پر مهال؛ یا که ته ماشوم یا ځوان یې، دا اداره مرسته درسره کولی شي. نور مالومات زموږ د "د ځوانانو او ماشومانو ادارهپه پاڼه کې شته. د لاندې لېنک له لارې خپله اړونده اداره موندلی شئ. وېبسایټ په جرمني ژبه دی.

                د مالیاتو اداره ستاسې د مالیو (لکه د مالیاتي شمېرې، د مالي حسابونو تصفيېاو يا هم شخصي کاروبار پر مهال مسؤله ده. د لاندې لېنک له لارې خپله اړونده اداره موندلی شئ. وېبسایټ په جرمني ژبه دی.

                  د روزنې، مسلک، او کار غوښتنلیک په اړه وړیا مالومات د BiZ په مرکز کې ترلاسه کولی شئ. ډېری خدمات انلاین هم شته. د لاندې لېنک له لارې خپله اړونده اداره موندلی شئ. هلته خپله پوستي پته يا د ښار نوم وليکئ او لټون وکړئ. په دې ډول د هغوی د کار وختونه او پته يا هم د اړيکو شمېره موندلی شئ. وېبسایټ په جرمني او انګلیسي ژبو دی.

                    د صنایعو او سوداګرۍ خونه (IHK) له تاسې سره د روزنې، مسلک او کاروبار په پیل کې اړه مرسته کوي. د لاندې لېنک له لارې خپله اړونده اداره موندلی شئ. وېبسایټ په جرمني ژبه دی.

                      دا اداره  له تاسې سره د لاسي صنايعو د روزنو، اوسبيلډونګ، او ماهر کسبګر سند ترلاسه کولو او همدا شان شخصي کار په پيلولو کې مرسته کوي. د لاندې لېنک له لارې خپله اړونده اداره موندلی شئ. وېبسایټ په جرمني ژبه دی.

                        روغتیا

                        په جرمني کې د روغتیايي برخو لپاره ګڼ شمېر ډاکټران شته. د عمومي روغتیايي ستونزو لپاره باید کورني ډاکټر ته ورشئ. که ځانګړې ستونزه لرئ، یو متخصص ډاکټر به مرسته درسره وکړي.

                        د "ډاکټر پیدا کړئ" تر لېنک لاندې، کولای شئ نږدې ډاکټران او رواني معالجه کوونکي ولټوئ. یواځې اړوند تخصص، پوستي کوډ، ښار یا پته ولیکئ. وېب‌پاڼه په جرمني ژبه ده.

                        د "د غاښونو ډاکټر پیدا کړئ" تر لېنک لاندې، کولای شئ خپل ځای ته نږدې د غاښونو ډاکټر پیدا کړئ. دا وېب‌پاڼه هم په جرمني ژبه ده.

                          که د درملنې لپاره راجع شوي یاست یا بیړنی حالت وي،کولای شئ روغتون ته لاړ شئکه حالت عاجل وي، د ژغورنې خدماتو ته د ۱۱۲ شمېرې له لارې زنګ ووهئ.

                          د "روغتون پیدا کړئ" تر لېنک لاندې، کولای شئ نږدې روغتون ومومئ. خپل ښار یا پوستي کوډ ولیکئ. وېب‌پاڼه په جرمني او انګلیسي ژبو ده.

                            زده‌کړه او ژبني کورسونه

                            په جرمني کې ډېر پوهنتونونه او بېلابېل تحصیلي پروګرامونه شته. د Hochschulkompass وېب‌پاڼه تاسې ته په دې اړه عمومي لید درکوي. هلته د زده‌کړې پر مهال د مالي ملاتړ (لکه بورس بافوګپه اړه هم مالومات ترلاسه کولی شئ. نور مالومات زموږ د "زده‌کړهپر پاڼه هم شته.

                              د زده‌کړو دا مرکزونه ډېر کورسونه وړاندې کوي، لکه د ژبې، کمپیوټر، مسلک یا روغتیا اړوند. دا کورسونه اکثره ارزانه وي او ټولو ته پرانستي دي.

                              د "د VHS کورس پیدا کړئ" تر لېنک لاندې،  کولای شئ په برلین کې د VHS کورسونه ولټوئ. یوازې موضوع، ناحیه یا اړوند ټکی ولیکئ او لټون وکړئ.

                                د BAMF-Navi له لارې کولای شئ د بېلابېلو ادارو د ادغام کورسونه پیدا کړئ. هلته خپله پته، ښار یا کوډ ولیکئ او لټون وکړئ. وېب‌پاڼه په جرمني او انګلیسي ژبو ده. نور معلومات زموږ د "ادغام کورسونه" پاڼې کې هم شته.

                                همداراز، د "د VHS کورس پیدا کړئ" تر لېنک لاندې کولای شئ خپل نږدې کورس پیدا کړئ. مثلاً "Integrationskurs" او ناحیه يا د سيمې يا ښار نوم ولیکئ.

                                يادونه: که غواړئ د جرمني ژبې یا ادغام کورس ته لاړ شئ، لومړی باید مشوره (Beratungsgespräch) وکړئ. د دې کار لپاره د خپلې خوښې VHS ادارې د مشورې وختونه وکاروئ. نور مالومات زموږ د "د جرمني ژبې زده‌کړه" برخې کې موندلی شئ.

                                  ژوند او تفریح

                                  په کتابتون کې کولای شئ کتابونه، فلمونه، ورځپاڼې او نور شیان پور واخلئ؛ دا کار اکثره وخت وړیا یا د لږ فیس په بدل کې کولی شئ. کتابتونونه، د زده‌کړې ځایونه، انټرنټ او پروګرامونه هم وړاندې کوي.

                                  د "کتابتون پیدا کړئ" تر لېنک لاندې، کولای شئ په برلین کې کتابتونونه پیدا کړئ. وېب‌پاڼه په جرمني ژبه ده.

                                    غواړئ نږدې يو د لامبو حوض پیدا کړئ؟ د "لامبو حوض پیدا کړئ" تر لېنک لاندې، کولای شئ د ناحیې او د حوض ډول ته په کتو لټون وکړئډېر یې د ماشومانو او لویانو لپاره کورسونه هم لري. ډېری حوضونه د ننوتو فیس لري، خو تخفیف هم شته؛ مثلاً د ماشومانو، زده‌کوونکو یا لږ عاید لرونکو لپاره ځانګړي تخفيفونه شته.

                                      په جرمني کې ډېر ورزشي کلبونه دي، چې مختلف ورزشونه لکه فوټبال، لامبو یا نڅا وړاندې کوي. تاسې کولای شئ د دې کلبونو غړي شئ او فعال ګډون وکړئ. نور مالومات زموږ د "د سپورتي کلبونو غړيتوبپاڼه کې لوستلی شئ.

                                      د "ورزشي کلب پیدا کړئ" تر لېنک لاندې کې  خپل ورزش او ناحیه ولټوئ. وېب‌پاڼه په جرمني ژبه ده.

                                        د شبکې شریکانو لټونګر ماشینونه

                                        په دې سیستم کې، کولی شئ ځايي معلومات او وړاندیزونه پیدا کړئ چې له تاسې سره ستاسې په ښار یا سیمه کې د ځای پر ځای کیدو لپاره مرسته وکړي. یوازې د خپل ښار نوم  ورکړئ او وګورئ چې که هغه ځای په سیستم کې موجود وي. دا مالومات په څو ژبو وړاندې کیږي

                                          په فورم کې زموږ ټولنه

                                          هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.

                                          فورم ته دوام ورکړئ

                                          ځای پر ځای ملاتړ

                                          د مشورتي ادارو، ملاقات ځايونو او نورو وړانديزونو په لټه کې ياست؟ نو زموږ لټونګر ماشين. وکاروئ.

                                          سيمه‌ييز لټون ته ورشئ
                                          یو پروژه د
                                          • medienmacher
                                          • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
                                          • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
                                          • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
                                          تميلوونکي:
                                          • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو