منځپانګې ته لاړ شئ

زده‌کړې

ژبه، ښوونځی، لوړې زده‌کړې، حرفوي زده‌کړې او نور

ټولو سکالوګانو ته کتنه

په فورم کې د „د زده‌کړو د سندونو تاییدول“ په اړه پوسټونه

اسناد چيرته رسمي کړم

سلامونه مي ومني 

ورور دوه مياشتي مو کيږي راغلي او دسيول انجينري څخه فارغ يم اسناد را سره شته څنګه يي رسمي کړم

1 څرګندونې
0خوښول
blife.cc

په جرمني کي اسناد رسمي کول

سلام، خدايی دی وکړي چي وخت به مو په خير وي!

ما خپلي زده کړي تر ليسانس تر کچي کړي دی اوس غواړم چي خپل د مکتب او ليسانس اسنادونه په جرمني کي رسمي کړم خو نه پوهيږم چي څرنګه يی پيل او په جرمني کي اسنادونه رسمي کړم تر سو په راتلوونکي کي هوسايی راته جوړه کړي.

مننه

3 څرګندونې
0خوښول
qaderitajuddin

Leben in Deutschland

سلامونه خداي دې وکړي چې روغ او جوړ به يي٫ زه غواړم دلته المان کي اوسبلډونک وکړم نو له ما څخه د مکتب شهادت نامه غواړي نو زه بايد هغه هلته ترجمه کړم بيا يي راوغواړم کنه دلته يي دوي ترجمه کوي څه بايد وکړم؟ د وزارت نه مي تاييد کړي 

1 څرګندونې
0خوښول
open12

په فورم کې د „اوسبیلډونګ“ په اړه پوسټونه

د اوسبیلدونگ معلومات

سلام علیکم 

ښاغليه تر هر څه وړاندې خو د بار بار مزاحمت بښنه غواړم خو دا چي نه پوهيږم له چا څخه يي وپوښتم 

سترګې مو صرف تاته در اوړی 

زما پوښتنه داده چي 

زما د قبولی پروسه لا جريان لري 

کار هم لرم خو 

غواړم چی اوسبیلډونګ وکړم البته ياده دی وي چي په افغانستان کي د زراعت له پوهنځي څخه هم فارغ شوي يم

نو 

لطفاً ماته داسي مسلک را په ګوتي کړي چی د اوسبیلډونګ له فراغت وروسته يي هم کار پاک ،اسان او هم يي معاش لوړ وي.

وسلام 

1 څرګندونې
0خوښول
stanikzaisayedrahman

کار او زده کړه

اسلام علیکم

محترم ما پوهنتون په افغانستان کي په اقتصاد پوهنځي کي کړي او ترڅنګ يي د انګليسي استاد يم چي 10 کاله کيږي د انګليسي تدريسي کوم اوس غواړم جرمني ته د کار او زده کړې په موخه راشم. زه څنګه کولاې شم درشم. ماسره مرسته کولاې شې . او همدارنګه ماته د پاره ترټولو ارزانه او اسانه طريقه څه ده. ډيره مننه 

ستاسو د ځواب په طمعه 

1 څرګندونې
0خوښول
sirajuddin__Arabzada

اوسبيلدونګ

سلام 

ښاغلي خدای ج دي وکري چي د صحت جامی مو په تن وي.

زه دوي پوښتنې لرم

اول : کله چي يو نفر اوسبيلدونګ کوي هغه موده چي دوه  يا دري کاله ده ايا دا موده يا وخت د دايمي اسنادو لپاره چي پنځه کاله ایښودل شوي ده په هغه کي شميرل کيږي که يا؟

دوهم : د اوسبيلدونګ په جريان يو نفر کولای شي چې خپله ميرمن د افغانستان څخه راولي که يا؟

 

1 څرګندونې
0خوښول
Nasiri

په فورم کې د „د جرمني ژبې زده‌‌کړه“ په اړه پوسټونه

میاشتنی حقوق

hi brother

I have just started a new full-time eight-hour formal job and am living at home

When can I own a house?

If I get home and learn the language, then I want to do Osbeldong

If I have rented a house and I am also Osbildong, does the government help me with the house rent or job center money or not?

Thank you in advance for your cooperation and services

1 څرګندونې
0خوښول
almas_

د کورس یا د کورس د وخت انتخاب زما حق دی؟

ایا زه د دې حق لرم چې د انتګراسیون کورس وخت او کورس خپله انتخاب کړم او که نه؟  

موضوع داسې ده چې زه د ماسپښین کلاس سره علاقه نلرم او همدارنګه مې ماشومانو ته وخت ورکول غواړم د سهار لخوا کورس زر نه شروع کیږي خو جاب سنټر مې تنګوي چې زر کورس شروع کړه وایي ماشومان دې شخصي مسله ده او کورس باید دې مياشت کې شروع کړې کنه پیسې دې قطع کوو 

3 څرګندونې
0خوښول
khanlalatechnology

Mentorship program

سنگه کولی شم مینتورشیپ کی ونډه واخلم 

1 څرګندونې
0خوښول
imranzazai

په فورم کې د „ښوونځی او وړکتون“ په اړه پوسټونه

زده کری

سلامونه نیکی هیلی او احترامات می ومنی

زه کیهان الله کمین یم

د لسو میاشتو راهیسی د Ravensburg وولسوالی په Kissleg کی اوسیږم 

په ژبه نه پوهیږم او زما لپاره د دولت هیڅ کوم د کورس او یا هم د مکتب لپاره کومه مزسته نه ده شوی د کورس یا د مکتب د پیلولو لپاره ماسره مرسته وکړی څنکه کولای شم د کورس یا د مکتب لپاره کډون وکړم 

مننه کوم 

 

1 څرګندونې
0خوښول
kaihanullah__kameen

Pflege

سلامونه زما نوم عبدالوارث   دى زه اوس يوه مياشت کيږى راغلى يم جرمنى شپاير کې يم څنګه نرسنګ برخه کې زده کړى وکړم حال داچې د افغانستان کې فارمسى نه فارغ يم څوارلسم

1 څرګندونې
0خوښول
Abdul__waris_nasari

زده کړه

سلام ورور جانه زه دا يوه مياشت کيږی چي  هم

جرمنی ته راغلی يم او يوه انټرويو مي ورکړی ده غواړم درس وايم نو تاسو مشهوری ته ضرورت لرم چي سه وکړم

1 څرګندونې
0خوښول
خان

په فورم کې د „پوهنتون“ په اړه پوسټونه

زده کړی لاری چاری

السلام علیكم 

هيله لرم چې روغ اوصحت مند اؤسي 

زه فعل د افغانستان اوسيدونکي یم 

د اقتصاد په برخه د لیسانس تر کچې زده کړی لرم

غواړم چی ماسټری هم وکړم 

د جرمنی اړوند هغه لاري چاري چی زه یی د تحصیل لپاره تللی شم راته ښودلی شي

یوه مهمه خبره چی د انګلیسي ژبي کوم سند نلرم خو په انګليسي ژبه پوهیږم

د ځواب په تمه یم تاسي نه منندوی یم 


 

1 څرګندونې
0خوښول
Mohammadi.5252

ماسټری ترلاسه کول

السلام علیکم ... 

د جوړتیا په هیله. 

زه په افغانستان کی فعلاً اوسیږم، غواړم چی د ماسټري زده کړو په بهانه په جرمنی کی د کار زمینه برابره کړم او هلته د ماسټری تر لاسه کولو تر څنګ د اوسیدلو لپاره دایمی استوګني سند هم تر لاسه کړم، ستاسو په خیال کومه لار شته؟ 

او دوهمه پوښتنه داده. چی که غیر قانونی جرمنی ته درسو موږ به د کومو ننګوونو سره مخ یو؟ 

دریمه پوښتنه داده چی جرمنی ته در ورسیږو، ایا هلته به موږ ته موقتی ویزه تر څو وروځو پوری پیدا شی، او موږ به څنګه وکولای سو چی هلته کار پیدا کړو. 

څلورمه پوښتنه داده چی کومه لار غوره ده چی لیسانس سند لروونکی جرمنی ته د رسیدو لپاره هلی ځلی وکړي . 

مننه ، ستاسو د ځواب په هیله  

1 څرګندونې
0خوښول
fazalrabi__haqyar

څنګه کولای شو چې تحصيلي ويزه ترلاسه کړو؟

 

سلامونه او نیکی هیلې مي ومني

زه د الماني ژبې د ای ۱ سند هم لرم کوم چې مي له ګويته انستيتوت څخه ترلاسه کړې دي ما د جرمني ژبې ادبيات لوستلي دی یعني تر ليسانس کچې پورې ذده کړې مي د جرمني ژبې کې کړي په افغانستان کې اوس غواړم چې خپله ماسټري په المان هېواد کې بشپړه کړم څنګه کولاي شم چې د المان هېواد تحصيلي ويزه ترلاسه کړم.

که ستاسو لارښود وي او يا هم کوم مشورتي دفتر ادرس وي په المان کې که راته يي په ګوته کړي ښه به شي.

مخکې له مخکې مننه

​​​

1 څرګندونې
0خوښول
king__Sam

په فورم کې د „نور“ په اړه پوسټونه

Arbeite und Ausbildung

سلام وروره یوه پوښتنه بله هم لرم، زه د انتیکراسیون کورس کی یم چی دا خلاص شی او زه کار شروع کړم او راتلونکی کی یو څه وخت وروسته وغواړم اوسبلډونک وکړم بیا هم زما لپاره اوسبلډونک فری دی؟

1 څرګندونې
0خوښول
open12

د زده کړو لپاره مالي مرسته

ښاغلي رضوان پوښتنه کړې. 

 

 

سلامونه او نیکی هیلی

زما نوم رضوان دی. زه په ۲۰۲۲ د فیبروری کی المان ته راغلم او سیاسی دری کلنه قبولی لرم. ما په ۲۰۲۰ په اکتوبر میاشت کی په Saarland University  کی یوه ماستری شروع کړه چی د درس میتود یی حضوری او غیرحضوری دی. ددی ډګیری نوم دی Master of (blended learning) of Evaluation. د کرونا ویروس له وجی ما ونشوای کولی چی المان ته د حضوری درسونو لپاره هغه وخت راشم. ما د سمیستر فیس ۱۵۰۰ جمع ۱۱۳ یورو اجتماعی ګډون لپاره پوهنتون ته ورکولی. ما د ۲ سمیسترو فیس پوهنتون ته لیږلی دی مګر د دو سمیسترو راباندی پاتی دی چی اوس د وظیفی د نشتون له امله نشوم کولی دا پسسی ورته برابری کړم. 

ما د پوهنتون نه ددی فیس د معاف کولو غوښتنه وکړه چی بدبختانه رد شوه. بیا می BAföG  ته اپلای وکړ چی هغه غوښتنه می هم رد شوه. ددی په خاطر چی زه اوس برحاله محصل نه یم. څکه زما څلورم سمیستر بایدی په سیپتمبر ۲۰۲۲ کی خلاص کړی وای چی ما د فیس د نشتون له امله ونشوای کولای. 

بیا می جاب سسنتر نه غوښتنه وکړه چی هغه هم راته وویل چی مونږ لوړی زده ګړی نشوو تمویل کولی.
تیر کال کی DAAD  او یو بل بورس چی خاص د افغانانو مهاجرو لپاره وو هغه دواړه غوښتنلیکونه می رد شول. د DAAD دلیل دا وه چی مونږ له مخکی شروع شوی ماستری/ډیګیری نه تمویل کوو. هغه بل بورس چی نوم یی فکر کوم Germany 4 Afghan regugee ورته څه شی وو چی هغه هم ورته دلیل لیکلی وو. 

زما یوازی منوګراف پاتی دی چی ددی په لیکلو سره زه فارغیږم مګر زه تقربیآ ۳۳۰۰ یورو ته ضرورت لرم چی دا فیس ورکړم او ځلورم سمیستر شروع کړم. زه اوس جرمنی ژبه وایم. تیره میاشت می B1 خلاص کړه او نتیجه یی مثبت وه او اوس غواړم B2  شروع کړم. 

زمونږ راتلونکی سمیستر تقریبا دوه میاشتی وروسته په اکتوبر ۲۰۲۳ کی شروع کیږی او زه باید دا فیس تر ۳ د سیپتمبر پوری پوهنتون ته ورکړم ترڅو راتلونکی سمیستر کی راجیستر شم. زه ډير کم وخت لرم چی دا پیسی پیدا کړم. B2  انشالله په راتلونکی کال مارچ کی خلاصیږی او ډیر کوشش کوم چی پدی دوره کی می مونوګراف هم ولیکم چی بیا به د وظیفی لپاره ډير ښه اماده وم.

نو مهربانی وکړی که راسره مرسته وکړی چی څنکه کولای شم مرسته د کوم نهاد څخه تر لاسه کړم. که قرضه بدون د سود نه هم پیدا شی اخلم یی او راتلونکی کال کی د کار شروع په اولو میاشتو کی یی بیرته ورته ادا کوم.

آیا داسی کومه طریقه شته چی د جاب سنتر څخه قرضه بدون د سود ترلاسه کړم؟ ځنګه او شرایط؟

په درنښت
رضوان

1 څرګندونې
0خوښول
Shabir__Salimi

د څلورم سمیستر لپاره څنګه مالی مرسته یا قرضه ترلاسه کړم

سلامونه او نیکی هیلی

زما نوم رضوان دی. زه په ۲۰۲۲ د فیبروری کی المان ته راغلم او سیاسی دری کلنه قبولی لرم. ما په ۲۰۲۰ په اکتوبر میاشت کی په Saarland University  کی یوه ماستری شروع کړه چی د درس میتود یی حضوری او غیرحضوری دی. ددی ډګیری نوم دی Master of (blended learning) of Evaluation. د کرونا ویروس له وجی ما ونشوای کولی چی المان ته د حضوری درسونو لپاره هغه وخت راشم. ما د سمیستر فیس ۱۵۰۰ جمع ۱۱۳ یورو اجتماعی ګډون لپاره پوهنتون ته ورکولی. ما د ۲ سمیسترو فیس پوهنتون ته لیږلی دی مګر د دو سمیسترو راباندی پاتی دی چی اوس د وظیفی د نشتون له امله نشوم کولی دا پسسی ورته برابری کړم.

ما د پوهنتون نه ددی فیس د معاف کولو غوښتنه وکړه چی بدبختانه رد شوه. بیا می BAföG  ته اپلای وکړ چی هغه غوښتنه می هم رد شوه. ددی په خاطر چی زه اوس برحاله محصل نه یم. څکه زما څلورم سمیستر بایدی په سیپتمبر ۲۰۲۲ کی خلاص کړی وای چی ما د فیس د نشتون له امله ونشوای کولای.

بیا می جاب سسنتر نه غوښتنه وکړه چی هغه هم راته وویل چی مونږ لوړی زده ګړی نشوو تمویل کولی.
تیر کال کی DAAD  او یو بل بورس چی خاص د افغانانو مهاجرو لپاره وو هغه دواړه غوښتنلیکونه می رد شول. د DAAD دلیل دا وه چی مونږ له مخکی شروع شوی ماستری/ډیګیری نه تمویل کوو. هغه بل بورس چی نوم یی فکر کوم Germany 4 Afghan refugee ورته څه شی وو چی هغه هم ورته دلیل لیکلی وو. 

ما دری سمیستره بشپړ کړی یوازی ځلورم سمیستر پاتی دی چی  د منوګراف په لیکلو سره زه فارغیږم مګر زه تقربیآ ۳۳۰۰ یورو ته ضرورت لرم چی دا فیس ورکړم او ځلورم سمیستر شروع کړم. زه اوس جرمنی ژبه وایم. تیره میاشت می B1 خلاص کړه او نتیجه یی مثبت وه او اوس غواړم B2  شروع کړم.

زمونږ راتلونکی سمیستر تقریبا دوه میاشتی وروسته په اکتوبر ۲۰۲۳ کی شروع کیږی او زه باید دا فیس تر ۳ د سیپتمبر پوری پوهنتون ته ورکړم ترڅو راتلونکی سمیستر کی راجیستر شم. زه ډير کم وخت لرم چی دا پیسی پیدا کړم. B2  انشالله په راتلونکی کال مارچ کی خلاصیږی او ډیر کوشش کوم چی پدی دوره کی می مونوګراف هم ولیکم چی ددواړو نه یو ځای فارغ شم او بیا به د وظیفی لپاره ډير ښه اماده وم.

نو مهربانی وکړی که راسره مرسته وکړی چی څنکه کولای شم مرسته د کوم نهاد څخه تر لاسه کړم. که قرضه بدون د سود نه هم پیدا شی اخلم یی او راتلونکی کال کی د کار شروع په اولو میاشتو کی یی بیرته ورته ادا کوم.

 آیا داسی کومه طریقه شته چی د جاب سنتر څخه قرضه بدون د سود ترلاسه کړم؟ ځنګه او شرایط؟

ما مخکی هم ستاسو د همکارانو سره لیکنی زما د مشکل په هکله په انګلسی ژبه شریکی کړی دی. دلته می بیا د پښتو بخش سره وغوښتل چی شریک کړم کیداشی تاسو ته هغه نهادونه چی د افغانانو سره همکاری کوی معلومات وی. 

په درنښت
رضوان

2 څرګندونې
0خوښول
Rizwan__Khan

په فورم کې زموږ ټولنه

هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.

فورم ته دوام ورکړئ

ځای پر ځای ملاتړ

د مشورتي ادارو، ملاقات ځايونو او نورو وړانديزونو په لټه کې ياست؟ نو زموږ لټونګر ماشين. وکاروئ.

سيمه‌ييز لټون ته ورشئ
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو