د استوګنځيو او کورونو ډولونه
Welche Wohnarten gibt es?
په جرمني کې د استوګنې بېلابېل ډولونه شته چې د ژوند له مختلفو حالتونو سره سمون لري. دلته به د استوګنې ځينو ډولونو ته عمومي کتنه وکړو، کوم چې کیدای شي ستاسې د ځانګړې اړتیا له مخې مهم وي.
په څه بايد پوه شم؟
د معلولیت لرونکو کسانو استوګنه
د خپلواک ژوند لپاره، معلولیت لرونکو کسانو ته د استوګنې شرایط لوی ارزښت لري. په جرمني کې د معلولو کسانو لپاره ښه بېلګه هغه کورونه دي چې بېخنډه جوړ شوي دي او د معلولیت لرونکو کسانو اړتیاوو ته برابر شوي دي. دغه کورونه اکثره پراخه دروازې، ټيټ شاورونه، او اړين لېفټونه لري. په نويو جوړو شوو کورونو کې اوس بېخنډه کورونه نور هم زیات شوي دي.
د معلولیت لرونکو کسانو لپاره داسې کورونه هم شته چې د پاملرنې او ملاتړ خدمتونه لري. په همدې حال کې اوسېدونکي کولی شي خپلواک ژوند وکړي. بل غوراوی د ګډ ژوند ټولنې (inklusive Wohngemeinschaften) او استوګنيزې پروژې دي، چې ځینې وختونه معلول او غیر معلول کسان یو ځای ژوند پکې کوي.
د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د مختلفو استوګنځايونو په اړه عمومي معلومات، دلته په (Aktion Mensch) کې کتلای شئ. همدارنګه (Verein Lebenshilfe) اداره د استوګنې او د معلولیت لرونکو کسانو د حقونو په اړه مالومات ورکوي.
ځینې نور مشورتي دفترونه هم شته چې معلولیت لرونکو کسانو ته د استوګنځې په لټون، موندلو او مالي ملاتړ (Zuschüsse) کې مرسته کوي. د بېلګې په توګه، ځايي دولتي دفترونه دا ډول مشورتي مرکزونه لري.
د نورو عمومي مالوماتو لپاره زموږ د معلولیت لرونکي کسان څپرکیوګورئ.
د ګډې استوګنې کورونه (WG) Wohngemeinschaft
په ګډو استوګنځايونو (WG) کې تاسې له نورو کسانو سره يو کور يا اپارتمان شريکوئ. هر کس خپل ځان ته يوه کوټه لري، خو تشناب، پخلنځی او کله کله د ناستې کوټه په شريکه کاروي. په عمومي توګه د WG موندل د خپل کور موندلو په پرتله اسانه دي، ځکه تاسې بايد د کور مالک/مالکې پرځای هلته اوسېدونکي قانع کړئ. همدارنګه، د یوې کوټې کرايه اکثراً د يو بشپړ کور په پرتله ارزانه وي.
په ګډو استوګنځايونو (WG) کې تاسې ژر دوستان پیدا کولای شئ او ټولنيزې اړيکې جوړولی شئ، کوم چې په ځانګړې توګه د نويو راغليو کسانو لپاره ګټورې ثابتېدلای شي. د (WG) کوټو لپاره ځانګړي انټرنېټي پاڼې شته، لکه (WG-gesucht)، همدارنګه په (ImmoScout24)، (Immowelt) او نورو پاڼو کې هم کله ناکله د (WG) کوټې اعلانونه موندل کېږي. په هر ښار کې د فېسبوک ګروپونه هم شته چې غړیتوب یې ترلاسه کولای شئ. په دې فېسبوک ګروپونو کې خصوصي اعلانونه په ورځني ډول شريکېږي.
پاملرنه:
متاسفانه، په مشهورو پاڼو لکه (Immoscout)، (Immowelt) او (WG-gesucht) او همدارنګه په فېسبوک ګروپونو کې د ناسمو او درغلګرو اعلانونو شونتيا شته. مهرباني وکړئ خپل شخصي مالومات، لکه د پېژندپاڼې کاپي، پرته له دې چې د اعلان رښتينولي ښه وڅېړئ، مه شريکوئ. تر څو چې تاسې د کور يا کوټې ليدنه نه وي کړې او لاسليک شوی کرايې قرارداد مو نه وي ترلاسه کړی، پيسې مه لېږئ او مه ورکوئ. تل محتاط اوسئ او د درغليو څخه ځان ساتلو لپاره پلټنه وکړئ.
تاسې کولای شئ چې له نورو کسانو سره يو ځای يو کرايې کور ومومئ او د نوې (WG) بنسټ کېږدئ. په دې حالت کې، تاسې ټول يوځای د کور اصلي کرايهکوونکي ياست، نو په ګډه د کرايې په قرارداد کې شاملیږئ او ټول مساوي حقوق او مسؤولیتونه لرئ. په دې مانا چې ټول په ګډه مسؤول ياست: که يو کس خپله برخه کرايه ور نه کړي، نو نور اوسېدونکي د کور مالک پر وړاندې مسؤول دي.
بله طریقه دا ده چې يو کس اصلي کرايه کوونکی وي او نور د (WG) یا فرعي کرايه کوونکو په توګه ژوند کوي. دا ډېری وخت داسې وي لکه چې تاسې له يوې موجودې (WG) سره يوځای شئ. په دې حالت کې، اصلي کرايه کوونکی يوازې د کرایي په ادا کولو کې مسؤول وي. د فرعي کرايه کوونکي په توګه تاسې باید حتماً د فرعي کرايې سم قرارداد وغواړئ، چې په دې قرارداد کې د کرايې اندازه، د کرایې مودې، د ختمولو موده او نور حقوق او مسؤولیتونه په دقيق ډول بيان شوي وي.
په ګډو استوګنځايونو کې داسې هم شته چې هر کس د خپلې کوټې او د ګډو ځایونو (پخلنځی، تشناب، ناستې کوټه) لپاره د کور له مالک سره خپل ځانګړی قرارداد ولري. دا غوره ده ځکه چې هر کرايه کوونکی يوازې د خپل قرارداد لپاره مسؤل وي. که يو ګډ اوسېدونکی خپله کرايه ور نه کړي، نو نورو ته زيان نه رسېږي.
دا چې له يادو شوو درې بڼو کومه يوه عملي کیږي، د کور مالک پرېکړه کوي.
که چېرې د (WG) موندلو په اړه مشوره غواړئ، (Zusammenleben Willkommen) د ځايي، ټېليفوني او ډيجيټلي لارې شخصي مرسته وړاندې کوي او د کرایې لګښتونو او نورو موضوعاتو په اړه مالومات ورکوي.
يادونه: که چېرې تاسې له جابسنتر یا سوسيال ادارې څخه مالي مرسته ترلاسه کوئ، نو اړينه ده چې ادارې ته د خپلې فرعي کرايې قرارداد او د اصلي کرايه کوونکي قرارداد دواړه وړاندې کړئ. ډېری وخت مامورين د مالک له خوا د تایید غوښتنه هم کوي چې اصلي کرايه کوونکي ته اجازه ورکړل شوې چې کوټه فرعي کرايه کوونکي ته ورکړي.
د لنډمهالې استوګنې کورونه (Unter-/Zwischenmiete)
د لنډمهالې استوګنې کورونه يوه د استوګنې يوه بله بڼه ده، چېرې چې تاسې يو کور يا کوټه د لنډ وخت لپاره کرايه کوئ. دا بڼه په ځانګړې توګه هغه وخت ګټوره ده کله چې تاسې يوازې د لنډ وخت لپاره په يو ځای کې اوسېدل غواړئ يا د لنډ مهال لپاره استوګنځای لټوئ. دا کوروونه دوه اصلي ډولونه لري:
- فرعي کرايه (Untermiete): تاسې له يو چا څخه چې خپله اصلي کرايهکوونکی وي، يوه کوټه يا کور کرايه کوئ.
- مقطعي کرايه (Zwischenmiete): دا يوه لنډمهالې فرعي کرايه ده او اکثراً کله چې اصلي کرايهکوونکی په لنډمهاله توګه نه وي (لکه په بهر کې د پاتې کېدو په وخت کې).
دواړه ډولونه ښه دي او د اوږدمهاله استوګنې د نشتوالي په صورت کې يو ښه انتخاب دی. سربېره پردې، زياتره وخت موقت استوګنځایونه يا کوټې فرنيچر لري؛ نو د فرنيچر د موندلو او لېږدولو اړتيا نه لري.
مهم: په لنډمهالي استوګنځې کې دا ضروري ده چې اصلي کرايهکوونکي د کور له مالک څخه د فرعي يا لنډمهالې کرايې اجازه ترلاسه کړې وي. پرته له دې اجازې، ښايي په غيرعادي ډول او حتي بې له اخطار څخه قرارداد لغوه شي. همدارنګه، په موقت استوګنځي کې هم باید د کرايې ډول د ليکلي تړون (Mietvertrag) له لارې تنظیم شي.
پاملرنه: که تاسې يو لنډمهالی کرايې قرارداد کړی وي، يعنې د کور له مالک سره مو د کرايې د يوې ثابتې مودې لپاره توافق کړی وي، نو تاسې عموماً د هغې مودې تر بشپړېدو مخکې قرارداد نه شئ لغوه کولی. ډېر لنډمهالي قراردادونه قانوني اعتبار نه لري. په داسې حالت کې، تاسې کولی شئ د قانوني ټاکل شوې درې میاشتنۍ مودې په چوکاټ کې قرارداد لغوه کړئ. دا چې ستاسې لنډمهالی قرارداد قانوني اعتبار لري که نه، د (Verbraucherzentrale) يا د کرايه کوونکو د ملاتړ له دفتر سره مشوره کولای شئ. په ځينو دفترونو کې باید د غړيتوب لپاره يو څه کلنی فیس ورکړئ. په mieterbund.de کې کولای شئ خپل استوګنځي ته نږدې د کرايه کوونکو د ملاتړ دفتر ومومئ.
د لږ عايد لرونکو کسانو لپاره سوسيالي کورونه
سوسيالي کورونه د منل شوو کډوالو او بېدندې خلکو په شان د هغو کسانو لپاره دي چې عايد يې کم وي يا هېڅ عايد ونه لري. د دې کورونو کرايه کمه ده، ځکه دولت يې د جوړولو پر مهال له اړونده شرکتونو سره مرسته کړې ده. د دې کورونو د تر لاسه کولو لپاره د Wohnberechtigungsschein يا WBS په نامه اجازې ته اړتيا لرئ. دا اجازه د خپلې ښاروالۍ له اړونده چارواکو تر لاسه کولای شئ او هغوی تصديقوي چې ستاسې عايد له ټاکل شوې اندازې کم دی. دا تصديق بايد د کور د کتلو پر مهال د کور خاوند يا د شرکت مسؤولينو ته ښکاره کړئ. د وې بي اېس په اړه زيات مالومات د WBS په څپرکې کې ترلاسه کولای شئ.
د زړو کسانو لپاره استوګنځايونه
په جرمني کې د مشرانو او زړو کسانو لپاره د استوګنې بېلابېلې بڼې شته چې د دوی اړتیاوو ته برابرې شوي دي. د خپل کور په څېر د استوګنې تر څنګ، داسې کورونه هم شته چې د زړښت لپاره برابر شوي، بېخنډه دي او د خونديتوب په اسانتياوو سمبال دي. همدارنګه، د زړو کسانو استوګنځي يا مرستندوی استوګنځي شته چې د استوګنې ترڅنګ د پاملرنې او ملاتړ خدمتونه هم وړاندې کوي. خو ډېری مشران غواړي چې تر ډېره په خپل عادي چاپېريال کې پاتې شي، کوم چې د کورنۍ پالنې د خدماتو له لارې ممکن دی.
بله بڼه د زړو خلکو ګډه استوګنه ده، لکه د زړو کسانو لپاره په يو ګډ کور (Wohngemeinschaft) کې. د کورنۍ، ښځو، مشرانو او ځوانانو فدرالي وزارت (Zuhause im Alter) وېبسایټ د دې ډول استوګنځيو ګټې او زیانونه تشریح کړي دي. د زړو خلکو د استوګنې په اړه نور معلومات دلته د (Caritas) پر پاڼه ترلاسه کولای شئ.
مهم
په جرمني کې د استوګنې بېلابېل ډولونه شته چې د ژوند له مختلفو حالتونو سره سمون لري. د شخصي اړتیاوو، کورني حالت او مالي امکاناتو ته په کتو سره بايد ښه مالومات ترلاسه کړئ او وګورئ چې کوم ډول استوګنځی ستاسې لپاره تر ټولو ښه ټاکنه ده. ښه به وي چې له مشورتي دفترونو او انلاين پاڼو سره اړيکه ونيسئ ترڅو وړ استوګنځی پيدا کړئ.
په فورم کې زموږ ټولنه
هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.
فورم ته دوام ورکړئ