د اروپايي ټولنې شين کارت

د اروپايي ټولنې شين کارت څه ډول ترلاسه کولای شو
د اروپايي ټولنې شين يا آسماني کارت (Blaue Karte EU) د امريکا د متحده ايالتونو زرغون کارت ته ورته دی. د دې کارت ترلاسه کوونکي د کارت د ترلاسه کولو له نېټې څخه په جرمني کې د لږ تر لږه څلورو کالونو ژوند کولو اجازه لري (د استوګنې قانون ۱۹مه ماده).
په څه بايد وپوهېږم؟
لاندې کسان د اروپايي ټولنې شين کارت ترلاسه کولای شي:
· د جرمني له پوهنتونونو د فراغت سند او يا د هغه معادل ولري او
· ثبوت کړای شي چې په جرمني کې له لږ تر لږه ۵۶٬۸۰۰ يورو ناخالص کلني معاش (۲۰۲۱ کال) سره د دندې وړانديز لري. د يادونې وړ ده چې د ساينسپوهانو، رياضيپوهانو، انجينرانو، ډاکټرانو او آیټي متخصصينو لپاره د معاش دا اندازه (يا ۴۴٬۳۰۴ يورو ده. البته په دې حالت د کار ادارې تاييد ته اړتيا لرئ.
که د جرمني ويزې ته اړتيا لرئ، بايد خپل هېواد يا سيمه کې د جرمني سفارت يا کنسولګرۍ سره وخت واخلئ او د ورتګ پر مهال اړين سندونه له ځان سره يوسئ. په ياد مو وي چې د ويزې ترلاسه کول ښايي ډېر وخت ونيسي.
که ويزې ته اړتيا نه لرئ، جرمني ته له راتګ وروسته بايد د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې د شنه کارت لپاره د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ.
دا چې د کومو هېوادونو وګړي جرمني ته د تګ لپاره ويزې ته اړتيا لري، د جرمني د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) يې کتلای شئ.
زموږ په بل څپرکي (د جرمني اوږدمهاله ويزه) کې د ټولو هغو سندونو لړ موندلای شئ چې د جرمني د ويزې ترلاسه کولو لپاره ورته اړتيا ده.
د اروپايي تولنې د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره لاندې اضافي سندونه هم بايد ولرئ:
- له خپل هېواد څخه د ښوونځيو د فراغت داسې سند ولرئ چې په وسيله يې پوهنتون ته تلای شئ (لکه د دوولسم ټولګي شهادتنامه)؛
- په جرمني کې د کار تړون او يا هم د کار وړانديز.
جرمني ته له راتګ وروسته بايد د دريو مياشتو په موده کې د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې ځان ثبت کړئ او د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره بايد د پورته يادو شوو سندونو تر څنګ، په جرمني کې د ثبت او کرايي کور د سندونو په ګډون ټول سندونه له ځان سره ولرئ. په ياد مو وي چې د دې ادارې کارکوونکي ستاسې غوښتنه ارزوي او دا ارزونه ښايي څو مياشتې وخت ونيسي.
د اروپايي ټولنې شين کارت، د اصولو له مخې د يوه کال لپاره ورکول کيږي. که کاري تړون مو له دې د لنډې مودې لپاره وي، کارت به هم د هماغه مودې لپاره درکړل شي.
کولای شئ د کار په لومړيو دوو کالونو کې د خپل کار سيمه بدله کړئ خو د دې کار لپاره بايد له اړونده اوسلنډربېهورده ادارې اجازه واخلئ.
مهم
د اروپايي ټولنې د شنه کارت درلودونکي کولای شي ۳۳ مياشتې وروسته د دايمي استوګنې اجازه (Niederlassungserlaubnis) ترلاسه کړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د دايمي استوګنې اجازه) کې لوستلای شئ.