په جرمني کې هر هغه هېواد ته خوندي يا امن هېواد وايي چې څوک پکې په عام ډول د دولت له لوري تر څار لاندې نه نيول کيږي او دولت وکړای شي خپل وګړي د نادولتي څارنې او ځورونې له ګواښ څخه خوندي کړي. که څوک خوندي هېوادونو آلمان ته راغلی وي؛ د مهاجرت او کډوالو فدرالي اداره (BAMF) انګيري چې هغه په جرمني کې خونديتوب ته اړتيا نه لري. دا کس وروسته بيا د پناغوښتنې په پروسه کې بايد ثابته کړي چې دا خبره ناسمه ده او بايد پنا ورکړل شي.
په عمومي ډول لاندې هېوادونه په جرمني کې خوندي هېوادونه ګڼل کيږي: البانيا، بوسنياهرزګوينا، ګانا، کوسوو، مقدونيا، مونتنيګرو، سنيګال، سربيا، د اروپايي ټولنې ټول غړي هېوادونه.
د نايجريا، جورجيا، مراکش او تونس په اړه هم همدا اوس بحثونه روان دي او ښايي د خوندي هېوادونو په توګه ونومول شي.
که په دې اړه نوی پرمختګ وشي؛ موږ به پر خپل فېسبوک پاڼه تاسې ته خبر درکړو.