د جرمني د تابعيت وړ کېدلو (Anspruchseinbürgerung) لپاره بايد لاندې شرطونه پوره کړئ:
- بايد د استوګنې دايمي اجازه (Niederlassungserlaubnis) ولرئ او يا داسې قبولي او د استوګنې اجازه ولرئ چې وروسته يې په دايمي اجازه بدلولای شئ (لکه درېکلنه قبولي).
- په جرمني کې له شاوخوا اتو کالو راهيسې په قانوني ډول ژوند کوئ (دا وخت له ايالتونو او د هر کس له حالت سره په تړاو تر اوو يا شپږو کالو هم راټيټېدلای شي).
- له جابسنټر او سوسيال څخه مرسته نه ترلاسه کوئ او ادعا يې هم نه لرئ.
- لږ تر لږه د جرمني ژبې B1 يا په لوړه کچه خبرې کولای شئ.
- د جرمني د تاريخ او حقونو په اړه مو د هېوادوال جوړېدو ازموينه (Einbürgerungstest) ورکړې ده او يا د جرمني د ښوونځيو د فراغت سند لرئ.
- کوم جدي جرم مو نه وي کړی.
- د تابعيت ورکولو ادارې ته مو (په ليکلې او شفاهي بڼه) د جرمني د اساسي قانون منلو اقرار کړی وي.
- له يوه واده زيات مو نه وي کړي.
- د تذکرې يا لایسنس په شان داسې سند ولرئ چې ستاسې هويت تاييد کړي. يا هم داسې سند ولرئ چې وښيي له خپل هېواده د پېژندنې سندونه نه شئ ترلاسه کولای.
- خپل پخوانی تابعيت مو له لاسه ورکړی وي او يا اوس ترې لاس په سر شئ (د افغانستان په ګډون د ځينو هېوادونو تابعيت ساتل کېدلای شي. په دې اړه نور مالومات لاندې لوستلای شئ.)
که دا ټول شرطونه پوره کړئ؛ د اصولو له مخې مو بايد غوښتنه ومنل شي. البته په استثنايي حالتونو کې ښايي د تابعيت غوښتنه د دې شرطونو له نه شپړېدو سره سره هم ومنل شي. د بېګې په ډول:
- که څوک د اداري شرايطو له کبله يو ناڅاپه بېکاره شي.
- يو څوک د ماشومانو د ساتنې يا زدهکړو له کبله کار ونه کړای شي.
په داسې حالتونو کې د بېکارۍ ۲ پیسو يا د سوسيال له مرستې ترلاسه کولو سره سره تابعيت ترلاسه کولای شئ.
يادونه: په عمومي ډول د بېکارۍ ۱ (Arbeitslosengeld I)، د کور لپاره ترلاسه کېدونکې پیسې (Wohngeld)، بافوګ يا نورې ورته مرستې ترلاسه کول د تابعيت ترلاسه کولو خنډ نه جوړيږي.