له اروپايي ټولنې پرته د نورو ډېری هېوادونو وګړي د جرمني د ويزې غوښتنه کوي، بايد د خپل سفر او په جرمني کې د پاته کېدو پر مهال د خپل ژوند د لګښتونو پوره کولو د وړتيا لپاره د کافي پیسو يا شتمنۍ ثبوت وړاندې کړي. که څوک خپله کافي پیسې ونه لري، په جرمني کې يو بل څوک کولای شي د هغه د ژوند د لګښتونو ورکولو ژمنليک (Verpflichtungserklärung) وړاندې کړي. له دې ژمنليک سره بيا دا کس اړ دی چې د اړتيا پر مهال د اړوند کس د ژوند ټول لګښتونه پر غاړه واخلي. د دې تر څنګ بايد دا کس د درملنې او د شونتيا پر مهال د ډيپورټ لګښتونه هم ورکړي.
د بېلګې په توګه که ستاسې د کورنۍ غړي يا دوستان غواړي د جرمني د ليدلو ويزه ترلاسه کړي او خپله د سفر او دلته د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره د کافي عايد ثبوت ونه لري، تاسې کولای شئ د دوی د لګښتونو پوره کولو لپاره يو ژمنليک وړاندې کړئ. په دې ډول ښايي دوی ته ويزه ورکړل شي او جرمني ته راشي.