د عمومي برابرۍ قانون (AGG) له مخې په جرمني کې ښځې او نارينه يو برابر ګڼل کيږي. که څه هم د ښځو يوه ستره برخه له له نرانو سره مساوي يا تر هغو لوړ تحصيلي مدارک لري؛ بيا هم د جرمني په اجرائيه څوکيو کمې ښځې کار کوي.
د دې لپاره چې د رهبرۍ په څوکيو کې د ښځو ونډه زياته شي؛ په اجرايي منصبونو کې د ښځو او نارينهوو د برابر ګډون قانون (FüPoG) د ۲۰۱۵ کال د مارچ له مياشتې پلی کيږي. د دې قانون له مخې سترې شخصي او دولتي کمپنۍ بايد د دوی په څارونکو کمېټو، د رييسانو په بورډونو او د عالي مديريت په پوسټونو کې د ښځو نسبت زيات کړي. دا قانون د ۲۰۲۱ کال د اګست په مياشت کې پراخ شو. د ښځو د ونډې په نامه دا هدف له بېلابېلو لارو ترلاسه کيږي او لا يې هم په اړه ګرم بحثونه کيږي. د دې قانون له معرفي کېدو وروسته په اړونده برخو کې د ښځو نسبت يو څه لوړ شوی دی.
په سياسي ډګر کې هم دې ته ورته حالت دی. په دې برخه کې هم د ښځو ونډه کمه ده. که څه په جرمني کې ښځينه وزيرانې او چارواکې شته او انګلا مرکل ۱۶ کاله لومړۍ وزيره وه، خو په ټوليز ډول په سياسي ډګر کې، په ځانګړې توګه په سيمهييزه کچه ښځې د نارينهوو په پرتله لږ برخه لري. د جرمني سياسي ګوندونه د ښځو د ونډې د موضوع په اړه بېلابېلې کړنلارې لري. ځينې ګوندونه د ښځو لپاره ثابتې ونډې لري. په ټوليز ډول په سياسي ډګر کې هڅه کيږي څو د ښځو او په ټولنيزو او اقتصادي برخو کې د هغوی د ګډون ملاتړ وشي.
که څوک د له جنسيتي تبعيض سره مخ شي؛ کولای شي د تبعيض ضد ادارې سره د ۰۳۰۱۸۵۵۵۱۸۵۵ شمېرې له لارې مشوره تر لاسه کړي او يا په خپله سيمه کې د دې ادارې د وېبسایټ له لارې مشورتي دفتر ومومي.