منځپانګې ته لاړ شئ

خوندي هېوادونه

Sichere Herkunftsländer

خوندي هېوادونه کومو هېوادونو ته وايي؟

په جرمني کې د پناغوښتنې د اصطلاحاتو په لړ کې ځينې ادارې يا رسنۍ د امن هېوادونو (sicheren Herkunftsländern) يا خوندي دولتونو (sicheren Herkunftsstaaten) اصطلاح کاروي. دلته تاسې ته د دې اصطلاح په اړه مالومات درکوو او روښانه کوو چې د دې هېوادونو د اوسېدونکو لپاره د پناغوښتنې پروسه څه ډول ترسره کيږي.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

په جرمني کې هر هغه هېواد ته خوندي يا امن هېواد وايي چې څوک پکې په عام ډول د دولت له لوري تر څار لاندې نه نيول کيږي او دولت وکړای شي خپل وګړي د نادولتي څارنې او ځورونې له ګواښ څخه خوندي کړي. که څوک خوندي هېوادونو آلمان ته راغلی وي؛ د مهاجرت او کډوالو فدرالي اداره (BAMF) انګيري چې هغه په جرمني کې خونديتوب ته اړتيا نه لري. دا کس وروسته بيا د پناغوښتنې په پروسه کې بايد ثابته کړي چې دا خبره ناسمه ده او بايد پنا ورکړل شي.

په عمومي ډول لاندې هېوادونه په جرمني کې خوندي هېوادونه ګڼل کيږي: البانيا، بوسنياهرزګوينا، ګانا، کوسوو، مقدونيا، مونتنيګرو، سنيګال، سربيا، جورجيا ، مولدووا او د اروپايي ټولنې ټول غړي هېوادونه.

د نايجريا، مراکش او تونس په اړه هم همدا اوس بحثونه روان دي او ښايي د خوندي هېوادونو په توګه ونومول شي. البته تر اوسه د خوندي هېوادونو په لړ کې نه دي.

    د جرمني په اساسي قانون کې د د خوندي هېواد (Herkunftsland) او درېيم خوندي هېواد (sicheren Drittstaat) دواړو يادونه شوې ده. يو کس کېدای شي له يادو شوو هېوادونو راغلی وي. د درېيم هېواد مانا دا ده چې يو څوک د يوه خوندي هېواد له لارې راغلی وي. په دې حالت کې، ستاسې د پنا‌ غوښتنلیک د نا منلو وړ (unzulässig) په توګه رد کیدی شي. په هر حال، دا ممکنه ده چې د خوندیتوب بله بڼه ترلاسه کړئ. د BAMF (د مهاجرت او کډوالو فدرالي دفتر) اداره په دې اړه څو ژبني مالومات وړاندې کوي.

      مهم

      که د خپلو حقونو او فرصتونو په اړه پوښتنې لرئ؛ په خپل شاوخوا کې له مشورتي مرکزونو سره اړيکه ونيسئ. د پرو ازول پر وېبسیایټ له دې مرکزونو يو موندلای شئ. د هنډبوک جرمني د سيمه‌ييزو مالوماتو پر پلټونکي ماشين هم، په خپل ښار يا سيمه کې وکيلان او مشورتي مرکزونه موندلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) يا ورته نور توري ورکړئ او پلټنه وکړئ.

      په فورم کې زموږ ټولنه

      هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.

      فورم ته دوام ورکړئ
      یو پروژه د
      • medienmacher
      • intb