د هامبورګ د ښوونځيو سيستم
په هامبورګ ايالت کې له لومړني ښوونځي وروسته له دوه ډوله ښوونځيو يو ټاکلای شئ: شتدتایليښشوله (Stadtteilschule) او ګېمنازيوم (Gymnasium).
د ښوونځيو سيستم
ومړنی ښوونځی (Grundschule)
په هامبورګ کې د لومړني ښوونځي بشپړول څلور کاله وخت نيسي. له لومړني ښوونځي وروسته د ماشومانو ميندې او پلرونه پرېکړه کوي چې ماشومان يې له درې ډوله ښوونځيو کوم يوه ته ولاړ شي. په معمول ډول د لومړنيو ښوونځيو د مسؤولينو له لوري هم د وړ ښوونځي د ټاکلو په اړه مشوره ورکول کيږي. په هامبورګ کې د درېډوله منځنيو ښوونځيو ډولونه دا دي:
- شتدتایليښشوله (Stadtteilschule)
- ګېمنازيوم (Gymnasium)
Stadtteilschule
دا ښوونځي له پينځم ټولګي پیل کيږي او د فراغت لپاره يې څو ټاکنې شته. له نهم ټولګي تر فراغت وروسته (Ersten Allgemeinbildenden Abschluss) سند، له لسم ټولګي وروسته (Mittleren Schulabschluss) او له ديارلسم ټولګي وروسته د ابيتور په شان د (Allgemeine Hochschulreife) سند ورکول کيږي. په دې ښوونځيو کې په حرفوي زدهکړو تمرکز کيږي. د دې ښوونځي د درې واړو سندونو په ترلاسه کولو زدهکوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي خو د ابيتور سند په درلودلو د پوهنتون او حرفوي زدهکړو تر منځ يو ټاکلای شئ.
Gymnasium
په ګېمنازيوم کې له دوولسم ټولګي وروسته ستاسې بچيان د ابيتور سند ترلاسه کوي. په دې ښوونځي کې شاملېدونکي زدهکوونکي بايد ډېر زيارکښ وي او سخت کوښښ وکړي. په ګېمنازيوم کې بايد زدهکوونکي دوې بهرنۍ ژبې زده کړي. ډېر ګېمنازيمونه د ساينس، موزيک، هنر، ژبو او سپورت په شان په مشخصو څانګو تمرکز کوي. هر ګمنازيوم د داخلې لپاره خپل معيارونه لري. هغه ماشومان چې د دې ښوونځي له نهم يا لسم ټولګي نه فارغيږي؛ په اتومات ډول د (Mittleren Schulabschluss) يا (Allgemeinbildenden Abschluss) سند ترلاسه ګوي. زدهکوونکي د ابيتور سند په ترلاسه کولو د پوهنتون او حرفوي زدهکړو تر منځ يو ټاکلای شئ.
څنګه کولای شم خپل بچيان په ښوونځي کې شامل کړم؟
د مهاجرو ماشومان په کوم عمر کې ښوونځيو ته په تللو مکلف دي؟
هامبورګ ته له رارسېدو سره سملاسي بايد ستاسې ماشومان ښوونځيو ته ولاړ شي. د منلو په لومړنيو مرکزونو کې د اوسېدونکو کډوالو بچيانو ته به همالته زدهکړې ورکړل شي. هغه ماشومان چې په جرمني ژبه نه پوهيږي؛ لومړی د جرمني ژبې په کورسونو کې اچول کيږي.
ستاسې د اوسېدو د ځای يا کمپ کارکوونکي به له تاسې سره د شاملولو په پروسه کې مرسته وکړي.
څنګه کولای شم خپل بچيان په ښوونځي کې شامل کړم؟
په هامبورګ کې به تاسې د مسؤولينو له لوري يو دعوتليک ترلاسه کړئ. دا ليک بايد د خپلې خوښې ښوونځي ته وروړئ او خپل ماشوم هلته ثبت کړئ. ماشوم به په ښوونځي کې د شاملېدو پر مهال د يوه ډاکټر له لوري وکتل شي او د جرمني ژبې مهارتونه به يې وارزول شي.
که ماشوم مو تر اوسه په وړکتون کې و؛ د همدې وړکتون مسؤولين به له تاسې سره د ښوونځي په نومليکنه کې مرسته وکړي.
په دې اړه لا ډېر مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (ْښوونځي ته شاملېدل) کې ولولئ.
د ښوونځو په اړه عمومي مالومات
دا مالومات او مقرارت په ټولي فدرالي ایالتونو کې یو شان پلي کېږي.
په فورم کې زموږ ټولنه
هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.
فورم ته دوام ورکړئ