منځپانګې ته لاړ شئ

په جرمني کې د کرايي کور موندل

څنګه کولای شم په جرمني کې د اوسېدو لپاره کور ومومم؟

په وړو ښارونو او کليو کې حالت ښه دی خو د جرمني په لويو ښارونو کې د وړ کور پيدا کول يو څه ستونزمن دي او د معاملو د رهنما دفترونو د فيس تر څنګ کرايې لوړې دي. د کورونو د موندلو لپاره معمول لاره په انټرنېټ کې پلټنه ده. ګڼ انټرنېټي وېبساټونه او پاڼې د کورونو د اعلانونو لپاره طرحه شوي او په دې اړه ډېرې خبرتياوې خپروي. بله سرچينه ښايي ورځپاڼې وي خو د دې لپاره چې وړ او له خپلو شرايطو سره سم کور ومومئ، لاندې مالومات ولولئ.

د کور موندلو لپاره څه بايد وکړم؟

په جرمني کې د کورونو خاوندان له کرايه کوونکو څخه ډېر سندونه غواړي. ځکه نو تاسې بايد ټول اړين اسناد مخکې له مخکې برابر کړئ. له اړينو سندونو پرته په جرمني کې د کور کرايه کولو لپاره ډېر کم چانس لرئ. په معمول ډول لاندې سندونه اړين دي:

 

-       د کرايه نيوونکي د نوم، اړيکې (ټليفون، برېښناليک)، دندې، اوسنۍ پتې او نورو په شان د شخصي مالوماتو پوښتنپاڼه. د کورونو ډېر خاوندان او د کورونو شرکتونه خپلې فورمې لري چې کرايه نيوونکو ته يې د ډکولو لپاره ورکوي او له ډکېدو وروسته بېرته بايد له نورو سندونو سره يوځای دوی ته وسپارل شي. دلته د شخصي پوښتنپاڼې يوه بېلګه کتلای شئ.

-       د شوفا د مالوماتو يوه پاڼه. په دې اړه ډېر مالومات زموږ د شوفا په څپرکي کې موندلای شئ.

-       د وروستيو دريو مياشتو د عايد سند (د مامورينو او کارکوونکو لپاره) او يا د ماليې د ورکړې وروستی سند (د شخصي کاروباريانو لپاره). که څوک د جاب‌سنټر يا سوسيال مرسته ترلاسه کوي، بايد له دې ادارو څخه د کرايې د ورکړې تصديق‌پاڼه ترلاسه کړي. دا پاڼه په جاب‌سنټر يا سوسيال کې له خپل مسؤول کس څخه ترلاسه کولای شئ.

-       د کرايې د صفايۍ د پاڼې (Mietschuldenfreiheitsbescheinigung) يوه کاپي. د صفايۍ په پاڼه کې ستاسې د استوګنې د اوسني کور خاوند تصديقوي چې تاسې تل کرايه پر خپل وخت ورکړې ده. که څوک په کمپونو کې اوسي، کولای شي د کمپ يا سوسيال له مامورينو څخه د دې پاڼې غوښتنه وکړي.

-       د پاسپورت او د استوګنې د اجازې د سند کاپي.

-       که اړتيا وي، د ارزانه کورونو اجازه‌ليک (Wohnberechtigungsscheins). په دې اړه زيات مالومات د WBS په څپرکې کې ترلاسه کولای شئ.

 

دا ټول سندونه بايد په پرنټ شوي ډول او همدا شان يې سافټ بڼه په يوه فولډر کې وساتئ څو يې د اړتيا پر مهال په برېښناليک کې ولېږلای شئ. د کورونو ځينې خاوندان دا سندونه سملاسي د کور له ليدلو (Besichtigung) وروسته غواړي خو ځينې نور يې ښايي په برېښناليک د ورلېږلو غوښتنه وکړي. په داسې حالت کې هر څومره زر چې کولای شئ؛ سندونه ورته ولېږئ ځکه د کور خاوندان ډېر وخت د کرايه نيوونکو په اړه چټکه پرېکړه کوي.

لارښوونه: که د کور د کرايه کولو لپاره له اړينو سندونو سره يو بل داسې ليک هم ملګری کړئ چې د ځان او د کورنۍ د غړو پېژندنه، په جرمني کې مو د اوسېدو حالت او د راتلونکي لپاره پلانونه (د بېلګې له دول د پرکتيکوم يا پوهنتون پیلول) پکې ليکل شوي وي؛ ښايي د کور نيولو لپاره مو چانس لوړ کړي. که په جرمني ژبه ښې خبرې نه شئ کولای او جرمن ژبي ملګري لرئ؛ غوره ده چې له ځان سره يې بوزئ او د قرارداد جزئیات پرې ولولئ. د کورونو ډېر خاوندان له ناجرمن وګړو سره د ستونزې پر مهال په خبره د نه پوهېدلو وېره لري. يو جرمن ژبی ملګری او مرستندوی ډېر ګټور دی.

    اوس هم ځينې ورځپاڼې او مجلې د کورونو اعلانونه خپروي خو انټرنېټي اعلانونه کرار کرار د هغو ځای نیسي. ځکه نو د کور پلټلو لپاره غوره ځای انلاين وېبسایټونه دي. د کورونو لپاره په ګڼو وېبسایټونو کې د کرايې، سيمې، کوټو او نورو ورته شيانو حدونه ټاکلای شئ او د پلټنې دقيقه پایله موندلای شئ. همدا شان ځينې وېبسایټونه د کورونو په اړه برېښناليک ته د خبرتيا لېږلو آسانتا هم لري. تاسې بيا وروسته کولای شئ هغه کور ته خپله غوښتنه ولېږئ. د (eBay KleinanzeigenImmobilienscout24  او  Immonet) په شان وېبسایټونو کې په خپلو معيارونو برابر د ډېرو کورونو اعلانونه موندلای شئ. که په کوم ګډ کور (Wohngemeinschaft (WG)) کې يوه خونه کرايه کول غواړئ؛ د (WG-gesucht) وېبسایټ وګورئ. 

    د WG لپاره ځينې اعلانونونه د پوهنتونونو د اعلانونو په تختو او ځانګړو فېسبوکي ګروپونو کې هم موندلای شئ. 

    په انلاين اعلانونو کې ډېر وخت د کورونو عکسونه او د کرايې، جانبي لګښتونو، د خالي‌کېدو وخت او د کور د خاوند د اړيکې په شان نور اړين مالومات هم کتلای شئ. په عمومي ډول د کور خاوند د وېبسایټ له لارې يوه پيغام يا برېښناليک ترلاسه کولو ته ترجیح ورکوي. 

    که د برېښناليک يا ليک له لارې د کور کتلو د وخت (Besichtigungstermin) غوښتنه کوئ، نو ښه ده چې د ځان په اړه څو جملې هم ورسره ولیکئ. په ځانګړي ډول په لویو ښارونو کې د کورونو خاوندان ډېر ژر خپل کورونه لېوالو کسانو ته ورکوي، او د کور اعلانونه هم ژر له انټرنېټ څخه ورکيږي.

    يوه بله مهمه مشوره دا ده چې د کور جوړونې له اتحاديو (Wohnungsbaugenossenschaften – WBG) سره ځان ثبت کړئ. دا اتحاديې، چې ډېر وخت د “Baugenossenschaft” يا “Wohnungsgenossenschaft” په نوم هم پېژندل کېږي، هڅه کوي چې خپلو غړو ته ارزانه استوګنځي برابر کړي. که غواړئ له دې لارې کور ترلاسه کړئ، نو بايد د اتحاديې غړی شئ.

    کله چې د اتحاديې غړی شئ، هممهاله د دې اتحاديې شریک يا برخمن هم حسابېږئ. دا اتحاديې ګټه نه کوي، بلکې خپلې مالي سرچينې د کورونو د تمويل، ترميم او ادارې لپاره کاروي. د غړيتوب لپاره بايد د ګډون ونډې ورکړئ، چې دا ونډې ممکن له څو سوه یورو څخه تر څو زره یورو پورې وي او د کور تر اندازې پورې اړه لري. دا ونډې د کور ضمانت (Kaution) ته ورته دي. کله چې تاسې له کوره وځئ او اتحاديه پرېږدئ، دغه پیسې بېرته درکول کېږي.

    د اتحاديې له لارې ترلاسه کېدونکو کورونو کرایه نسبتاً ارزانه وي. خو له دې امله چې د اتحاديې کورونو ډېره غوښتنه کيږي، کېدای شي تاسې لومړی د انتظار په لېست کې واچول شئ.

    د خپلې سيمې د کور جوړونې اتحادېې پیدا کولو لپاره کولای شئ په انټرنېټ کې د خپل ښار نوم سره دا ټکي يوځای ولیکئ: “Wohnungsbaugenossenschaft”, “Wohnungsgenossenschaft”, “Baugenossenschaft”, “Bauverein” یا “Wohnungsverein”.

      په ځينو ښارونو کې مرستندويې ادارې له خلکو سره د کورونو په موندلو کې مرسته کوي. د اړونده سيمې د ګاونډيتوب له سازمانونو يا ټولنو هم مرسته غوښتلای شئ. د لويانو مهاجرو مشورتي مرکزونه او د ځوانو مهاجرو د خدمتونو ادارې کولای شي د دې ډول ټولنو پتې درکړي. همدا شان خپل ملګري او شناخته کسان وپوښتئ څو د کور په موندلو کې مرسته درسره وکړي.

      تاسې کولای شئ د کور موندلو لپاره يو کمشن‌کار هم وګمارئ. البته پام مو وي چې کمېشن‌کار قانوني اجازه ولري او دوکه‌باز نه وي. دې ډول کسانو ته يوازې هغه وخت پیسې ورکړئ چې کور درته ومومي او قرارداد لاسليک شي. کمېشن‌کاران په معمول ډول د کور موندلو لپاره د دوو مياشتو د کرايې معادل پیسې + پر ارزښت اضافه ماليه غواړي.

        د کورونو د موندلو لپاره د پلټونکو شمېر ورځ په ورځ زياتيږي؛ ځينې کسان له دې فرصته په استفاده درغلي کوي. دا کسان په ډېرو ښو شرايطو د کورونو جعلي اعلانونه خپروي او له خلکو په درغلۍ پیسې اخلي. ځکه نو د کورونو د پلټلو پر مهال دې ټکي ته ډېر پام وکړئ. په ياد مو وي چې د قرارداد له لاسليک او د کور د کيليانو له تر لاسه کولو وړاندې چا ته پیسې ورنه کړئ. که کور ډېر ارزانه وي او يا له تاسې وغوښتل شي چې د کور له کليانو ترلاسه کولو مخکې پیسې په انلاین ډول ولېږئ؛ يا هم د کور ليدلو پر مهال سمدستي د پېشکي يا ضمانت پیسو د نغد ترلاسه کولو غوښتنه کوي؛ ښايي دا کس د دوکه کولو او دبړه‌مارۍ هڅه کوي. د انلاين پلټنې پر مهال وګورئ چې د کور اعلانوونکی شرکت قانوني دی که نه. که اعلانوونکی شخصي کس وي؛ بايد لا ډېر احتياط وکړئ او شرايط په غور ولولئ.

        که کمېشن‌کار ګمارئ؛ د کمېشن اندازه او د کور موندلو موخه مو په ليکلي ډول ورسره فيصله کړئ. څو دواړو لوريو دا تړون نه دی لاسليک کړی؛ پیسې مه ورکوئ. دې ډول کسانو ته يوازې هغه وخت پیسې ورکړئ چې کور درته ومومي او قرارداد لاسليک شي. ځينې کسان د کمېشن‌کارانو په نوم پېشکي پا مخکې له مخکې پیسې ترلاسه کوي او بيا يو مخ ورکيږي.

          که له جاب‌سنټر يا سوسيال څخه مالي مرسته ترلاسه کوئ، د کور له پلټلو وړاندې خامخا له دوی څخه د کرايې او نورو مسایلو په اړه پوښتنه وکړئ. سوسيال او جاب‌سنټر يوازې تر يوې محدودې کچې او ځانګړو شرطونو لاندې د کور کرايه پرې کوي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي د«»کور کرايه کول» کې ولولئ.

            د کورونو پیسې يا وونګلېد د کور د کرايې لپاره مرسته ده. دا مرسته هغه چا ته ورکول کيږي چې عايد يې کم وي او د کور کرايه نه شي ورکولای. له همدې کبله وونګېلډ هغه چا ته نه ورکول کيږي چې د کورونو ټوله کرايه يې دولت ورکوي. ځکه نو د وونګلېډ په ترلاسه کوونکو کې د جا‌سنټر مرسته، بافوګ او اساسي خونديتوب (Grundsicherung) ترلاسه کوونکي او يا هم د عايد د کمېدو ظرفيت (Erwerbsminderung) ترلاسه کوونکي نه شامليږي. 

            په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (وونګېلډ) کې ولولئ.

              سوسيالي کورونه د منل شوو کډوالو او بې‌دندې خلکو په شان د هغو کسانو لپاره دي چې عايد يې کم وي يا هېڅ عايد ونه لري. د دې کورونو کرايه کمه ده؛ ځکه دولت يې د جوړولو پر مهال له اړونده شرکتونو سره مرسته کړې ده. په دې اړه نور مالومات په بل څپرکي (د کورونو ډولونه) کې ولولئ.

                په WG يا (Wohngemeinschaft) کې له نورو کسانو ګډ ژوند کولای شئ. په دې ډول کورونو کې هر کس خپله خونه لري خو ښايي تشناب او پخلنځی مو شريک وي. د شريک کور موندل د شخصي کور موندلو په پرتله آسانه دي؛ ځکه دلته تاسې د کور د خاوند راضي کولو ته اړتيا نه لرئ؛ يوازې د کور له نورو اوسېدونکو سره بايد توافق ته ورسېږئ. د دې تر څنګ يوه خونه ښايي د بشپړ کور له کرايه کولو ارزانه وي.

                په دې اړه ړور مالومات د وې ګې په څپرکي کې ولولئ.

                  • په ټاکلي وخت او نېټه بايد د کتلو په ځای کې حاضر وئ.

                  • هڅه وکړئ چې د کور له خاوند سره خپله خبرې وکړئ او په هغه ښه اغېز پرېږدئ. د نږدې ښوونځي په شان شيانو په اړه پوښتنه وکړئ يا د بېلګې په ډول د برنډې يا د کور د شا د ګلانو ستاينه وکړئ. البته پام مو وي چې د کور د ترميم په شان له خبرو ځان وساتئ؛ ځکه ښايي د کور د خاوند د خوابدتيا سبب شي.

                  • له ځان سره د‌ ټولو اړينو سندونو تياره دوسيه ولرئ. يو شخصي ليک (Anschreiben) چې تاسې يې د کور خاوند ته استوئ، کولای شي ستاسې د غوښتنليک دوسيه لا پياوړې کړي. هڅه وکړئ داسې څه ولیکئ چې په نورو سندونو کې څرګند نه وي. ښايي دا کار مرسته وکړي چې تاسې د غوره شوو کسانو په نوملړ کې راواندې شئ.

                    په دې اړه ټول مالومات د (کور قرارداد) په څپرکي‌ کې ولولئ.

                      • د قرارداد له لاسليک وروسته بايد د استوګنو يا هېواوالو چارو په اداره (Bürgeramt / Einwohnermeldeamt) کې ځان ثبت کړئ. په دې اړه زيات مالومات په جرمني کې ثبتېدل څپرکي کې لوستلای شئ. په ځينو ايالتونو کې د ثبت لپاره قراداد کافي دی خو په ځينو نورو کې بيا د کور د خاوند له لوري يو بل لاسليک شوي سند (Wohnungsgeberbescheinigung) ته هم اړتيا ده.
                      • نوي کور ته له لېږدېدلو وروسته هر څومره زر چې کولای شئ؛ خپله نوې پته د بهرنيانو چارو له ادارې (Ausländerbehörde) سره ثبت کړئ. که د پناغوښتنې پروسه مو لا روانه وي؛ پر دې د پاسه بايد خپله پته له بمف BAMF سره هم ثبت کړئ څو د مهمو ليکونو له ترلاسه کولو بې‌برخې نه شئ.
                      • همدا شان نورو ټولو هغو ادارو (سوسيال، جاب‌سنټر، د ماليې اداره) ته خبر ورکړئ چې کار مو ورسره بند وي. همدا شان خپل بانک، د بيمې اداره او نور اړوند دفترونه هم په خپله نوې پته خبر کړئ.
                      • که غواړئ د پوسټونو له ترلاسه کولو ځان ښه ډاډه کړئ؛ کولای شئ ډوچ پوسټ (Deutschen Post) يا (Pin Mail AG) ته د بيا رالېږلو لارښود (Nachsendeauftrag) ولېږئ. دوی به بيا ستاسې زاړه آدرس ته راغلي ليکونه بېرته په نوې پته دروليږي. البته دا کار وړيا نه کيږي او بايد لګښت يې ورکړئ.
                      • کور مو بايد د برېښنا او ګاز له يوه برابروونکي شرکت سره راجستر کړئ. ډېر وخت برېښنا د کرايې د قرارداد برخه نه وي او بايد پیسې يې بېلې ورکړل شي. د برېښنا لپاره بايد بېل تړون وشي او د برېښنا له وړاندې کوونکو شرکتونو سره بايډ اړيکه ونيول شي. کله چې د خپلې خوښې شرکت ومومئ؛ کولای شئ له هغو سره د انټرنېټ له لارې په انلاين ډول ځان ثبت کړئ. دا شرکت به له تاسې د برېښنا مېتر د اوسنۍ شمېرې په اړه وپوښتي. په دې اړه لا زيات مالومات د (د خپرونو پیسې) څپرکي کې موندلای شئ.

                        په جرمني کې له دې سره سره چې قانوني اصول شته او د برابرۍ هڅې روانې دي، خو له بده مرغه د کور موندلو پر مهال تبعيض لا هم يوه واقعي ستونزه ده. هغه کسان چې بهرنۍ ريښه لري، د تور پوستو یا غیر اروپايي توکمونو خلک (BIPoC)، معلولین، یا LGBTQIA+ کسان ډېر وخت د کور په بازار کې له تعصب او تبعیضي چلند سره مخ کېږي.

                        توکم‌پالنه (نژادي تبعیض) د تبعیض تر ټولو عامه بڼه ده. هغه کسان چې نومونه یا بڼه یې جرمني سپین‌پوستي نه ښکارېږي، ډېر احتمال لري چې له تبعیض سره مخ شي. د کور خاوندان یا د کورونو د راکړې ورکړې کارکوونکي (Makler*innen) کله ناکله د ځينو قومي یا کلتوري کليشو پر اساس پرېکړې کوي، او دا کار د دې سبب کېږي چې له دغو خلکو سره د دوی د اصليت یا بڼې له امله تبعیضي چلند وشي.

                        همدارنګه، معلول کسان ډېر وخت د مناسب استوګنځي په موندلو کې له خنډونو سره مخ وي. داسې کورونه چې د ویلچر یا نورو ځانګړو اړتیاوو لپاره مناسب وي (barrierefrei)، کم دي، او ډېری کور خاوندان نه غواړي په خپلو کورونو کې لازم بدلونونه راولي. دا وضعیت د معلولینو د کور موندلو امکانات محدودوي.

                        د LGBTQIA+ ټولنې غړي هم د کور موندلو پر مهال له تبعیضي چلند سره مخامخ کېدلای شي. ځينې کور خاوندان د همجنسبازو، دوه‌جنسي‌توب لرونکو، ټرانس‌جندرو یا غیر دودیز جنسیت لرونکو کسانو پر وړاندې منفي نظر لري، او ښايي د هغوی جنسي هويت یا جنسیتي پېژند ته په کتو، کور ورنه ورکړي.

                        د دې ډول تبعیضونو پر وړاندې د مبارزې لپاره قانوني ګامونه، عامه پوهاوی، او د خلکو روزنه ډېره مهمه ده. د کور خاوندان او د کورونو راکړې ورکړې کسان باید دې ته وروزل شي چې له تعصبونو خلاص فکر ولري، او د تبعیض ضد قوانينو مراعات باید جدي وڅارل شي. داسې شفاف او ټول‌شموله استوګنيز سیاست اړين دی چې هر څوک – پرته له دې چې د کوم ځای، توکم، معلوليت یا جنسي هويت لرونکی وي – د برابرو حقونو پر اساس استوګنځي ته لاسرسی ولري.

                        که تاسې د تبعیض له امله د کور په موندلو کې ستونزې لرئ، نو لاندې لارې شته:

                        • مشورتي ادارې، قانوني مشاوران او مدافع سازمانونه کولای شي تاسو ته د خپلو حقونو په اړه مالومات درکړي او قانوني مرسته درسره وکړي.
                           

                        • د ښاروالۍ استوګنيزې ادارې، عامه ادارې، د ځاني مرستې ډلې (Selbsthilfegruppen ) او دا چې تاسې خپله تجربه له نورو سره شریکه کړئ، کولای شي د تبعیض پر وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي.
                           

                        زموږ په بله مالوماتي پاڼه “توپيري چلند” کې د تبعیض ډولونو او د مرستې امکاناتو په اړه نور مالومات موندلای شئ.
                         

                          ټول هغه کسان چې لا هم په د کډوالو په ګډ استوګنځای کې ژوند کوي، نه شي کولای کور ته کډه شي. خو که تاسې د “د پناه حق لرونکی”، “کډوال” یا “د فرعي خونديتوب لرونکی” په توګه پیژندل شوي یاست او د استوګنې اجازه لرئ، نو کولای شئ یو عادي کور ته کډه وکړئ. د نورو معلوماتو لپاره، او دا چې ایا بلې سيمې ته د کډې اجازه لرئ، زموږ په بله مالوماتي پاڼه “د کډوالو کمپونه” کې ولولئ.

                            د استوګنې له ستونزو او بې‌کوري سره مخ کېدل یو ډېر سخت حالت دی. د استوګنې اضطراري مرستې اداره (Wohnungsnotfallhilfe) هغو کسانو ته مرسته برابروي چې اوس بې‌کوره دي یا د بې‌کورۍ له خطر سره مخ دي. یو مشاور کولای شي له تاسو سره مرسته وکړي څو دا بحراني حالت مدیریت کړئ او د حل لارې ولټوئ.

                            له مشورتي له ادارو څخه لاندې مرستې ترلاسه کولی شئ:

                            • د کور موندلو کې مرسته

                               

                            • د کرایې د پورونو او د استوګنځي د له لاسه ورکولو پر وړاندې مشوره

                               

                            • د بیړنیو استوګنځايونو په اړه مالومات

                               

                            تاسو کولای شئ د Sozialplattform پر ویب‌پاڼه عمومي مالومات ترلاسه کړئ. دا مشورې وړیا دي او که وغواړئ، پټه (بې‌نومه) هم ترسره کېدای شي.

                            د Sozialplattform د مشورتي ادارو د موندلو پر پاڼه (Beratungsstellenfinder)  کولای شئ د خپلې سیمې یوه مناسبه مشورتي اداره پیدا کړئ. د فلټر (Filter) له لارې “Wohnungsnotfallhilfe” وټاکئ، او خپل پوسټ‌کوډ یا د اوسېدو ځای ولیکئ. ځینې ادارې د آلماني ژبې ترڅنګ په نورو ژبو کې هم مشورې وړاندې کوي.

                              مهم

                              د کور له خاوند سره له ليکلي قرارداد او د کور د کليانو له تر لاسه کولو پرته هېڅ کله چا ته پیسې مه ورکوئ. که په جرمني ژبه قرارداد نه شئ لوستلای؛ له چا د مرستې غوښتنه وکړئ او ځان ډاډه کړئ چې له لاسليک مخکې په ټولو شرايطو پوه شوي ياست.

                              سره ورته سکالوګانې

                              په فورم کې زموږ ټولنه

                              هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.

                              فورم ته دوام ورکړئ

                              ځای پر ځای ملاتړ

                              د مشورتي ادارو، ملاقات ځايونو او نورو وړانديزونو په لټه کې ياست؟ نو زموږ لټونګر ماشين. وکاروئ.

                              سيمه‌ييز لټون ته ورشئ
                              یو پروژه د
                              • medienmacher
                              • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
                              • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
                              • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
                              تميلوونکي:
                              • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو