امېدواري، مورولي او پلارولي او شخصي کاروبار (Selbständigkeit)

Bekomme ich finanzielle Hilfe?
که تاسې د شخصي کاروبار پر مهال امیدواره شئ، نو ډېر شیان باید په پام کې ونیسئ. د "د مور د خونديتوب په موده" (Mutterschutz-Zeit) کې تاسې لږ یا هېڅ کار نه کوئ. خو:
د "د مور د خونديتوب قانون" (Mutterschutzgesetz – MuSchG) یوازې د کارکوونکو لپاره دی، نه شخصي کاروباريانو لپاره. ځکه نو باید خپله دا موده تنظیم کړئ. هر کاروباري باید فکر وکړي چې امېدواري به د کار، عاید او شخصي سوداګرۍ پر فعالیت څه اغېز وکړي. په حقیقت کې د کاروباري امېدواره مېرمنو لپاره د دولت له لوري ډېر لږ مالي ملاتړ وړاندې کيږي.
په دې برخه کې به تاسې ته وښیو چې څنګه د "د مور د خونديتوب موده" کې ځان له مالي اړخه بسيا کړئ، او همدارنګه دا چې ایا تاسې ته د ماشوم لرونکي کاروباري په توګه له دولت څخه د مالي مرستې ترلاسه کولو شونتيا شته او که نه.
څنګه د "مور د خونديتوب موده" کې خپل لګښتونه پوره کړم؟
د "مور د خونديتوب قانون" څه دی او زما لپاره هم دی؟
دا قانون د شخصي کاروباری امېدوارو مېرمنو لپاره نه تطبیقېږي. د دې مودې د مالي خوندیتوب لپاره باید اضافي بیمه واخلئ. دا چې تاسې مخکې او وروسته له زېږون څخه څومره کار کولی شئ، هېڅ قانوني محدودیت نشته.
که غواړئ یا اړ یاست چې په دې موده کې لږ یا هېڅ کار ونه کړئ، کولای شئ د " ميندو د خونديتوب پیسې " (Mutterschaftsgeld) ترلاسه کړئ، خو یوازې هغه وخت چې مخکې له مخکې مو ځان بیمه کړی وي؛ په ځانګړي ډول که عاید مو ټیټ وي. دا چې کاروباريان دا پیسې څه ډول ترلاسه کولی شي، لاندې په بله برخه کې ولولئ.
يادونه: د مور د خونديتوب قانون" (Mutterschutzgesetz – MuSchG) یو داسې قانون دی چې عموماً کارکوونکو ته له زېږون ۶ او له زېږون وروسته ۸ اوونۍ د کار له ځایه د رخصتۍ حق ورکوي. دا قانون د هغو امېدوارو مېرمنو لپاره هم تطبیقېږي چې د سقط یا د مړ شوي ماشوم د زېږون تجربه ولري، خو هلته وختونه لنډ وي. دا قانون همدارنګه د عاید د له منځه تلو په صورت کې د مالي جبران طریقه تنظیموي، چې پکې د "ميندو د خونديتوب پیسې " هم شامليږي. دا یوازې د کارکوونکو لپاره دی. نور معلومات د "امېدواري" په څپرکي کې ترلاسه کولی شئ.
ايا زه د "د مور د خونديتوب پیسې" ترلاسه کولی شم؟
د "مور د خونديتوب په موده" کې چې عموماً له زېږون مخکې ۶ او وروسته ۸ اوونۍ ده؛ کارکوونکي لږ یا هېڅ کار نه کوي. په دې وخت کې دوی ته " ميندو د خونديتوب پیسې " (Mutterschaftsgeld) ورکول کېږي. دا پیسې د روغتیايي بیمې صندوق یا د ټولنیز خوندیتوب د فدرالي ادارې لخوا ورکول کېږي. که د امېدوارو کارکوونکو په اړه نور معلومات غواړئ، د "امېدواري" برخه وګورئ.
خو دا "کلاسيکي" د مور د خونديتوب پیسې، چې کارکوونکي یې پرته له اضافي بیمې ترلاسه کوي، د شخصي کاروباری امېدوارو لپاره نشته. هغوی پخپله پرېکړه کوي چې مخکې او وروسته له زېږون څومره وخت کار وکړي. د همدې مودې لپاره (۶ اوونۍ مخکې او ۸ وروسته) کولای شئ د خپلې روغتیايي بیمې له لارې ځان د اضافه بیمه په مرسته خوندي کړئ تر څو مالي جبران يا پیسې ترلاسه کړئ:
دا کار د روغتیايي بیمې په واسطه د اضافي بیمې له لارې کېږي. په دې ډول د قانوني بیمې "د ناروغۍ پیسې" (Krankengeld) یا د خصوصي بیمې "د ناروغۍ ورځنۍ پیسې" (Krankentagegeld) ترلاسه کوئ. دا دواړه د " ميندو د خونديتوب پیسې" په مانا دي.
پام مو وي چې د ډاکټر له لوري د تصدیق په وړاندې کولو يا ورته نورو ثبوتونو باید د "مور د خونديتوب موده" ثابته کړئ. نور معلومات "زه څنګه د ميندو د خونديتوب پیسې ترلاسه کوم؟" په برخه کې شته.
زه څنګه د " ميندو د خونديتوب پیسې " ترلاسه کولی شم؟
په جرمني کې هر کاروباري باید روغتیايي بیمه ولري. البته یوازې د بیمې لرل بسنه نه کوي چې د "مور د خونديتوب په موده" کې خوندي شئ. دې لپاره باید اضافه بیمه واخلئ. د دې کار لپاره بېلابېلې لارې شته خو دا له دې سره اړه لري چې تاسې چېرته بیمه شوي یاست:
- که خصوصي بیمه لرئ، باید د "د ناروغۍ ورځنۍ پیسې" (Krankentagegeld-Versicherung) اضافه بیمه ولرئ. کله چې د ناروغۍ له امله کار نه شئ کولی، دا پیسې تاسې ته ورکول کېږي. دا خبره د "مور د خونديتوب" پر مهال هم تطبیقېږي. د دې پیسو د ورکړې نېټه په قرارداد کې ټاکل کېږي. مهمه ده چې د امېدوارۍ او د مور د خونديتوب خدمات په قرارداد کې جلا ذکر شوي وي.
- که په خپله خوښه د قانوني يا دولتي بیمې غړی یاست، باید د "ناروغۍ پیسو(Krankentagegeld-Versicherung) لپاره اضافه بیمه ولرئ. یوازې په دې صورت کې د ناروغۍ پیسې او د " ميندو د خونديتوب پیسې " ورکول کېږي. خو دا خوندیتوب اکثره کافي نه وي: ځکه د ناروغۍ پیسې یوازې له ۴۳مې ورځې (۶ اوونۍ وروسته) ورکول کېږي. تر هغه وړاندې بيمه هېڅ نه ورکوي.
- د ناروغۍ پیسو لپاره باید لوړه ونډه ورکړئ. دا ونډه ستاسې د ناخالص عاید پر بنسټ ټاکل کېږي. البته د دې ونډې اندازه یوه ټاکلې يا محدوده کچه لري. په ۲۰۲۵ کال کې دا اندازه په میاشت کې ۳۳,۰۴ یورو په میاشت کې ده.
- که غواړئ د ۶ اوونیو د انتظار موده کمه شي، کولای شئ په خپله بیمه کې "د انتخاب تعرفه" (Wahltarif) وټاکئ. په دې ډول کېدای شي له ۸ یا ۱۵ ورځو وروسته پیسې ترلاسه کړئ. دا تعرفه قیمته ده، خو ښه خوندیتوب برابروي.
مهمه دا ده چې دا اضافه بیمه پر وخت واخلئ. د خپلې بیمې له دفتر څخه پوښتنه وکړئ چې کوم مهلتونه مهم دي.
يادونه: که اصلي مسلک مو شخصي کاروبار وي، نو د مېړه/ښځې په بیمه کې وړیا نه شاملیږئ. برعکس، ستاسې مېړه/ښځه او ماشومان کولای شي ستاسې په بیمه کې د کورنۍ د غړیو په توګه بیمه شي. د کورنۍ د بیمې په اړه نور مالومات د "روغتیايي بیمه" په برخه کې شته.
زه څومره د " ميندو د خونديتوب پیسې " ترلاسه کولی شم؟
- د "ميندو د خونديتوب پیسې" یا Mutterschaftsgeld د قانوني بیمې لرونکو کاروباریانو لپاره د ناروغۍ د پیسو (Krankengeld) په مانا دي: تاسې د خپل ناخالص عاید ۷۰٪ یا د خالص عاید ۹۰٪ ترلاسه کوئ – هر یو چې ټیټ وي، هماغه حسابېږي. عاید مو د مالیې په خبرپاڼه کې د " Einkünfte aus selbständiger Arbeit " تر عنوان لاندې ثبت وي. که دا سند موجود نه وي، د روغتیايي بیمې صندوق ستاسې عاید محاسبه کوي. د ميندو د خونديتوب د پیسو اعظمي اندازه د ونډې د محاسبې له حد سره تړاو لري. په ۲۰۲۵ کال کې د ورځې اعظمي اندازه ۱۸۳,۷۵ یورو ده.
- د " ميندو د خونديتوب پیسې " د خصوصي بیمې لرونکو کاروباریانو لپاره د ناروغۍ د ورځنۍ پیسو په مانا دي: تاسې د ناروغۍ د ورځنۍ پیسو اندازه د بیمې د تړون پر وخت خپله ټاکلای شئ. خو یوه اعظمي اندازه شته چې ستاسې د خالص عاید پر بنسټ حسابېږي. د دې لپاره د تېرو ۱۲ میاشتو د ورځني خالص عاید منځنی حساب کېږي. برسېره پر دې، د ناروغۍ ورځنۍ پیسې له نورو مرستو سره په ګډه، لکه د والدینو پیسې، باید له خالص عاید څخه زیاتې نه وي.
زه کومې پرېکړې باید وکړم؟
ه زېږون مخکې او وروسته له ډېر څه په پام کې نیول په کار دي. دا ځکه چې د "د مور د خونديتوب قانون" د کاروباریانو لپاره نه دی، نو باید خپله پرېکړه وکړئ:
- له زېږون مخکې تر کومه وخته کار کوم؟
- له زېږون وروسته کله بېرته کار پیل کوم؟
- څومره کار کوم؟
- کوم ډول کارونه کولی شم؟
په دې پرېکړو کې باید لاندې ټکي په پام کې ونیسئ:
- زما او د ماشوم روغتیایي حالت څنګه دی؟
- زما د غیاب پر مهال څوک زما استازیتوب کولی شي؟
- زه هره میاشت څومره بیلونه ورکوم؟
- ابا کارکوونکي او زدهکوونکي لرم چې معاشونه ورکوم؟
- ایا داسې قراردادونه لرم چې د "ميندو د خونديتوب په موده" کې باید بشپړ شي؟
مالي حالت مې څنګه دی؟ څومره پیسې لرم؟
تاسې کولای شئ په دې اړه له مشورتي ادارو مرسته واخلئ. د مشورتي ادارو پتې د "چېرته نور مالومات او مشوره ترلاسه کولی شم؟" په برخه کې دي.
چیرته نور مالومات او مشوره ترلاسه کولی شم؟
د دولتي بیمې د ناروغۍ د پیسو په اړه لاندې مالومات ترلاسه کولی شئ:
- د فدرالي روغتیا وزارت په ویبپاڼه کې
- د فدرالي روغتیا وزارت د خلکو ټليفون له لارې
- په خپله د روغتیايي بیمې په صندوق کې
د خصوصي بیمې د ناروغۍ پیسو په اړه معلومات ترلاسه کولی شئ:
- د خصوصي روغتیايي بیمې خدمتونو په پورټال کې
- په خپله د خصوصي بیمې په دفترونو کې
دا چې څنګه ځان خوندي کولی شئ، لومړني مالومات دلته ترلاسه کولی شئ:
- د سوداګرۍ د خونو او مسلکي اتحادیو له لارې
- د کوچني کاروبار او د سوداګرۍ د پیل د ټیلفون له لارې
نور معلومات ترلاسه کولی شئ:
- د سوداګرۍ د پیل په پلاتفورم کې یا ورته بل ځای کې
- د کورنیو، ښځو، زړو او ماشومانو فدرالي وزارت په پورټال کې
- د اقتصاد او اقلیم وزارت د سوداګرۍ په پورټال کې
- د کورنیو، ښځو، زړو او ماشومانو فدرالي وزارت په لارښود کې
- د "Mutterschutz für Alle!" پر وېبسایټ
- د "Mutterschutz für Selbstständige" پر وېبسایټ
- د ver.di پر وېبسایټ
د کاروباري ميندو او پلرونو لپاره کورنۍ مرستې
ایا زه د والدینو پیسې (Elterngeld) ترلاسه کولی شم؟
د کاروباري په توګه، د ماشوم له زېږون وروسته د والدینو د پیسو (Elterngeld) ترلاسه کولو حق لرئ. په دې اړه نور مالومات د "ميندو او پلرونو پیسې" په برخه کې شته. په ياد مو وي چې د والدینو د رخصتۍ (Elternzeit) اخستلو شونتيا نه لرئ، ځکه چې کار درکوونکی نه لرئ او کار مو خپل دی.
ایا زما ماشوم د ماشومانو پیسې (Kindergeld) ترلاسه کولی شي؟
هو، ستاسې ماشوم د ماشومانو پیسې ترلاسه کوي. دا ستاسې له کاروبار سره اړه نه لري. په دې اړه نور مالومات د "د ماشومانو پیسې يا کينډرګېلډ" په برخه کې دي.
يادونه: د ماشوم د اضافي مرستې (Kinderzuschlag) حق د KiZ-لوټس له لارې وازمایئ. نور مالومات د "Kinderzuschlag څه دی؟" په برخه کې شته.
ایا نورې کورنۍ مرستې شته چې زه یې ترلاسه کولی شم؟
د کارکوونکو ميندو او پلرونو په شان، د کاروباریانو لپاره هم مالیاتي اسانتیاوې شته. په دې اړه نور مالومات د "مالي حسابونو تصفيه" په برخه کې دي.
که ماشوم مو یوازې یا جلا روزئ او بل مور یا پلار هیڅ نفقه ور نه کړي، کېدای شي له نفقې مخکې له مخکې پیسې (Unterhaltsvorschuss) ترلاسه کړئ. نور مالومات د ماشومانو نفقه په څپرکي کې لوستلی شئ.
که عاید مو ټیټ وي، ماشوم مو کېدای شي د زده کړې او ګډون د مرستو ترلاسه کولو حق ولري. په دې اړه نور مالومات د "د زده کړې او ګډون کڅوړه" برخه کې دي.
مهم
تاسې باید پر وخت د خپلې روغتیايي بیمې له لارې اضافه بیمه واخلئ. د خپلې بیمې له ادارې پوښتنه وکړئ چې کوم مهلتونه مهم دي او کوم اسناد باید وړاندې کړئ څو د "مور د خونديتوب په موده" کې خوندي اوسئ.
سره ورته سکالوګانې
اضافي لینکونه
د کاروباري ميندو لپاره خونديتوب
دلته د کاروباري ميندو لپاره اړين مالومات موندلی شئ.
د امېدوارو میندو لپاره شخصي بيمه
دلته د امېدوارو میندو لپاره شخصي بيمې په اړه مالومات ترلاسه کولی شئ.
د دولتي بيمو لړ
دلته د دولتي بيمو د شرکتونو لړ موندلی شئ.
د کورنيو لپاره مرستو ته کتنه
دلته په جرمني کې د کورنيو لپاره د مرستو او خدمتونو يو لړ کتلی شئ،.
په فورم کې زموږ ټولنه
هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.
ځای پر ځای ملاتړ
د مشورتي ادارو، ملاقات ځايونو او نورو وړانديزونو په لټه کې ياست؟ نو زموږ لټونګر ماشين. وکاروئ.