په جرمني کې د کډوالو لپاره د کار اجازه
څنګه کولای شم په جرمني کې کار پیل کړم؟
په جرمني کې د کار اجازې په تر لاسه کولو کې ستاسې د اوسېدنې او پناغوښتنې حالت پرېکړه کوونکی دی. په اصل کې جرمني ته له راتګ وروسته په لومړيو دريو مياشتو کې د کار اجازه نه لرئ خو که د پناغوښتونکي په توګه مخکې له مخکې په رسميت پېژندل شوي ياست؛ دا شرايط تغيير کوي. دلته په دې اړه بشپړ مالومات موندلای شئ.
هغه کسان چې د کډوال په توګه نه بلکې په ويزه جرمني ته راغلي وي او يا راځي، د کار د اجازې په اړه بشپړ مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو (مهاجرت)کې موندلای شي.
د کار اجازه اخیستلی شم؟
د قبولو شوو کسانو لپاره د کار اجازه
که د چا د پنا غوښتنې ځواب مثبت وي، هغوی ته د مهاجر يا پناغوښتونکي په توګه د درې کالو لپاره او د فرعي خونديتوب لرونکو ته د يوه کال لپاره د استوګنې اجازه ورکول کيږي. د دې اجازې له مخې تاسې په جرمني کې له محدوديت پرته له بل چا سره يا د آزاد کار کولو اجازه لرئ. په دې ډول تاسې د کار په بازار کې کټ مټ هماغه حقونه لرئ، کوم چې د جرمني نور کارکوونکي يې لري.
که د چا د پنا غوښتنه رد شي او ډيپورټ د ملي بنديز له مخې د استوګنې اجازه ترلاسه کړي، د بهرنيانو د چارو اداره (Ausländerbehörde) يې د کار د اجازې په اړه پرېکړه کوي چې د کار اجازه ورکړي او که نه. البته دا خبره به د دوی د استوګنې د اجازې په پاڼه هم وليکل شي.
د ډولډونګ لرونکو کسانو لپاره د کار اجازه
که تاسو دنده ولرئ، کولای شئ د ځانګړو شرایطو پر بنسټ د "Beschäftigungsduldung" په نوم د زغملو تر نامه لاندې د استوګنې اجازه تر لاسه کړئ. دا چاره تاسو ته دا فرصت درکوي چې وروسته د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. د "Beschäftigungsduldung" په اړه نور معلومات زموږ په ځانګړې معلوماتي څپرکې کې لوستلی شئ.
خو، که یوازې ډولډونګ لرئ، نو دا مو د کار بازار ته لاسرسی محدودوي.. د شخصي کار اجازه نه لرئ، خو که غواړئ چې د یوه کارکوونکي په توګه کار وکړئ باید د خپل ښار د کډوالو چارو له ادارې څخه باید د کار اجازه واخلئ.
هغه کسان چې ډولډونګ لري، که چېرې یې دری میاشتې په جرمني کې ژوند کړئ وي او د کډوالو په استوګن ځاینونو کې نه اوسېږي کولی شي د کار اجازه تر لاسه کړي. که لا هم د کډوالو په استوګن ځاینونو کې ژوند کوئ بیا کولی شئ له شپږو میاشتو وروسته د کار اجازه تر لاسه کړئ. هغه کسان چې د خپل ډیپورټ پر وړاندې د خڼدونو په رامنځته کولو تورن وي او له دولت سره همکاري نه کوي، د کار اجازه نه ورکول کيږي. همدا شان هغه کسان چې له درېيمو خوندي هېوادونو راغلي وي او د ۲۰۱۵ کال د اګست مياشتې له ۳۱مې نېټې وروسته يې د پنا غوښتنه رد شوې وي، د کار اجازه نه ورکول کيږي. د خوندي هېوادونو په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (خوندي هېوادونه) کې لوستلای شئ.
مهم: د پناغوښتنې د پروسې په جريان کې د کار اجازه يوازې د يوه ځانګړي کار يا دندې لپاره ده او د هر کار لپاره نه شي کارېدای. ستاسې راتلونکی رييس يا د کار ورکوونکی بايد د دې دندې لپاره يوه فورمه ډکه کړي او تاسې خپله بايد له دې فورم سره د کار د اجازې غوښتنه وکړئ. د دې فورمو له ورکولو وروسته د بهرنيانو چارو يا اوسلنډربېهورده اداره اړه ده چې په دوو اونيو کې تاسې ته ځواب درکړي. که ځواب ترلاسه نه کړئ؛ له يوه مشورتي مرکز سره اړيکه ونيسئ. همدا شان کولای شئ په سيمهييزه محکمه کې هم يوه بېړنۍ عريضه وکړئ. په خپل شاوخوا کې يو مشورتي مرکز د (proasyl.de) پر وېبسایټ موندلای شئ.
مهم
د پخواني قانون له مخې ډولډونګ لرونکو يا هغو کسانو ته چې د پناغوښتنې پروسې يې جريان درلود، د چارواکو له لوري یوازې په هغو برخو کې د کار اجازه ورکول کېده چې د جرمني د کار په مارکېټ کې يې ډېر غوښتونکي نه لرل او يا د جرمني يا اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو نورو اوسېدونکو يې غوښتنه نه کوله. دا قانون (Vorrangsprüfung) نومېده او اوس له لغوه شوی دی.
اضافي لینکونه
د مهاجرو فدرالي شوار
د قانوني مشورې لپاره په خپل شاوخوا کې د مهاجرو له فدرالي ادارې سره اړيکه نيولای شئ.
HR integrate
دلته د بشري سرچينو له ماهرينو سره د اړيکې له لارې په جرمني کې کار موندلای شئ.
Recognition Dictionary
د اسنادو د رسمي کولو په اړه (په جرمني، انګليسي، پارسي، کوردي او عربي ژبو) د Netwerk IQ پر وېبسایټ يوه ډکشنري موندلای شئ.
په فورم کې زموږ ټولنه
هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.
فورم ته دوام ورکړئ