منځپانګې ته لاړ شئ

مهاجرت

د ويزې، استوګنې اجازې او تابعيت په اړه هر څه

ټولو سکالوګانو ته کتنه

په فورم کې د „ویزه او د استوګنې اجازه“ په اړه پوسټونه

زه جرمنی تابعیت لرم مېرمن مې افغانستان کې ده د راوستلو انتراګ مې هم ورته کړی ۱۹ میاشتې وشوي ځواب ندی راغلی

زه جرمن تابعیت لرم غواړم میرمن مې جرمنی ته راولم له افغانستانه تهران کې مې ورته انتراګ کړی شل میاشتې وشوی ترمین یې ندی ورکړی څه وکړم؟

1 څرګندونې
0خوښول
GMAfghan

فراګراف بدلوال

زه غواړم خپل ۲۴ فراګرانه ۱۹c ته بدله کړم.


 

3 څرګندونې
0خوښول
mehrab

Aubildung

زه غواړم جرمنی ته ولاړ شم او هلته اوزبیلدونګ وکړم جرمنی ژبه کی ذده ده

3 څرګندونې
0خوښول
Akmalyar

په فورم کې د „د جرمني تابعیت“ په اړه پوسټونه

تابیعت


سلامونه،

خدای دی وکی جوړ او روغ به یاست.


 

اول ستاسو د همیشه همکاری او چټک جوابونو څخه ډیره مننه.


 

زما سوال دغه دی چی د المانی تابیعت اخستولو لپاره ۳۶ میاشتی کار کول آړین دی؟

او که یوازی ۵ کاله قانونی په المان کی پاته کیدل، د B1 سند درلودل او پاسپورټ ته د درخواست په وخت کی په جاب سنتر باندی نه مربوط کیدل کافی دی.


 

ستاسو د جواب په هیله.

مننه


 


 


 


 

3 څرګندونې
1خوښول
khanan

د جرمني د تابعيت لپاره اپلای

سلامونه او درنښت

غواړم چې د جرمني تابعيت ته اپلای وکړم، ايا د اپلای لپاره کوم ځانګړی فورم شته؟ که وي، څنګه او چېرته يې تر لاسه کولی شم؟ 

که نه وي، د اپلای لپاره د متن يوه نمونه راسره شريکولی شئ؟

له وړاندې مننه

2 څرګندونې
0خوښول
Sial__Tasal

د محکمې راتلل

زما پوښتنه دادې چي ما په لومړی ځل په BAMF کې انټروي ورکړه ، له هغې وروسته زما جواب منفي شو يعني يو کلن اسناد يي راکړل ، بيا ما وکيل ونيوه ، او د محکمی غوښتنه مي وکړه ، وروسته له يو نيم کال بعد راته اوس وکيل خبر راکړ چي زما محکمه راغلي دي . زه اوس دوه کالن اسناد لرم چي Aufenthaltstitel 25 ABS.3 دي او دوه کالن يعني د سفر لپاره حړ رنک پاسپورټ هم لرم ، زه اوس مکتب وايم عمر مي نولسه کاله دي دغه کال کي Hauptschulabschluss کوم او دري کاله مي په جرمنی کی وشول . ژبه باندې هم يو څه پوهېږم. اوس زه دغه محکمه ورکړم او کنه ؟ که چرته محکمه ناکامه شي نو زما په اوسني قبولي او ژوند باندې څه منفي اغيزه لرلي شي ؟ او که چرته محکمه رد کړم ووايم چې نه غواړم محکمه ورکړم بيا يي اغيزي زما په اوسني حالت باندې څه کيداشي ؟ 

مننه ، ستاسو د جواب په هيله!

نيکې هيلې او غوره اخترامات 

1 څرګندونې
1خوښول
Ismail__Khan_

په فورم کې د „متخصص کارکوونکي“ په اړه پوسټونه

زما جواب منفی راغلی دی

د 2025 کال جنوری د میاشتی په 31 تاریخ ما ته منفی جواب راغلی وه او ما هم د فبروری په څلورم باندی وکیل ونیوه او محکمی ته می شکایت وکه اوس پوښتنه دلته ده چی ددوی له خوانه ماته دوه هفتی وخت راکړل شوی وه او ما هم محکمی ته شکایت وکه اوس خو به ماته د پولیسو لخوا نه کوم خطر نه وی ترڅو دوی ما په زوره سره ډیپورټ کړی. 

مننه کوم د جواب په هیله مو!

1 څرګندونې
0خوښول
ikramullah

لینک

سلام هیله کوم چې د صحت جامې به مو په تن وي .زه د کار متخصص لپاره د لينک ثبت نام لپاره غوښتنه کوم نو کولای شئ چې ما سره په دې اړه مرسته وکړئ نو مهرباني به مو وي

1 څرګندونې
0خوښول
Imran__Khan

د فرصت کارت

زه غواړم پوه شم د المان داخل کې یو شخص څنګه کولۍ شی چه د فرصت کارت لپاره اپلای وکړی، ایا امکان یې شته دی او کنه؟ زما د پنا غوښتنه هم تر پروسس لاندې ده که چیرې د فرصت کارت لپاره زه وړ وم زه کولۍ شم د پنا غوښتنه مې بیرته واخلم!

زده کړې : په ودانیزه انجینری کې د ماستری تر کچې

د اسنادو رسمی کول په جرمنی کې : هو 

د جرمنی ژبې سند: B1

انګلیسی هم تر څه ناڅه خبرې کولۍ شم

عمر :۳۲ کلن

زه فعلا د جرمنی نارت راین وستفالن ایالت د بوخوم ښار کې ژوند کوم 

1 څرګندونې
0خوښول
Abdurrahman__Farhar

په فورم کې د „نور“ په اړه پوسټونه

د Ausland سفر (ترکیې ته د رخصتی لپاره) د ۵ کلن پلان سره څه تاثیر لري

سلامونه، خدای دی وکی جوړ او روغ به یاست.


 

زه دوه سوالونه لرم او هیله لرم چی جوابونه یی راته راکړی.


 

۱: زه په کال ۲۰۲۲ د ډسمبر په میاشت کی المان ته راغلم د ۲۲ مادی په اساس، او ماته د ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کی Fiktionsbescheinigung راکړل سو او په اکتوبر کی AUFENTHALTSTITEL راکړل سو.

زما سوال دغه دی چی هغه موده چی د ډسمبر ۲۰۲۲ څخه تر اکتوبر ۲۰۲۳ پوری بغیر AUFENTHALTSTITEL تیره سوی ده هغه د پاسپورټ د اخیستلو په ۵ کلن پلان کی حسابیږی او که نه.


 

۲: هغه وخت چی د آلمان څخه بهر تیریږی لکه یوه یا دوی میاشتی په urlaub باندی ترکیه ته سفر کول. ۵ کاله بعده چی پاسپورټ ته اپلای کوی آیا دغه د urlaub میاشتی منفی کیږی او که په دغه ۵ کلن پلان کی حسابیږی.


 

ډیره مننه.

2 څرګندونې
0خوښول
khanan

ښه راغلاست!

سلام ټولو ته!

زما نوم فدا الله دی او دلته به له ښاغلي شبیر سلیمي سره په همکارۍ ستاسې پوښتنو ته په پښتو ژبه ځوابونه درکوم. تاسې کولی شئ هر ډول پوښتنې په همدې فورم راته ولیکئ او په لنډ وخت کې یې ځوابونه ترلاسه کړئ. مننه.

0 څرګندونې
2خوښول
FidaYam_volunteer

نوی پاسپورت

سلامونه، 

په دوبۍ کې په انلاین بڼه نوی جوړ شوی د افغانستان پاسپورت په المان کې قابل د قبول دی کنه؟

ما یوه میاشت مخکې خپل پاسپورت اوسنلدیبیهورده ته ورکړی هغوي ماته هاغه مهال وویل چې دا به کنټرول شي ، خو تراوسه پوری راته معلومات ندی راکړ. 

مهرباني وکړئ په دې اړه معلومات راکړئ.

1 څرګندونې
0خوښول
FAIZI0

په فورم کې زموږ ټولنه

هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.

فورم ته دوام ورکړئ

ځای پر ځای ملاتړ

د مشورتي ادارو، ملاقات ځايونو او نورو وړانديزونو په لټه کې ياست؟ نو زموږ لټونګر ماشين. وکاروئ.

سيمه‌ييز لټون ته ورشئ
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو