په جرمني کې د بهرنيو اسنادو رسمي کول

اوسمهالیز 02.01.2024

څنګه کولای شم د خپلو زدکړو اسناد په جرمني کې رسمي کړم؟

که څوک د خپل هېواد د پوهنتون يا ښوونځي د فراغت سندونه ولري؛ کولای شي په جرمني کې يې رسمي کړي. د رسمي کولو په پروسه کې به ستاسې سندونه په جرمني کې له ورته سندونو سره پرتله شي او که معادل وګڼل شي نو هماغه شان رسميت به ومومي. په بله وينا، د مسلکي سندونو د رسمي کولو مانا ارزونه ده او که پايله مثبت وه؛ ستاسې سندونه به تاييد شي او په جرمني کې به له اړوند سند سره معادل وبلل شي. په دې ډول به تاسې په جرمني کې د کار لپاره ډېر چانسونه ولرئ.

د بهرنيو سندونو ټول درلودونکي په جرمني کې د خپلو سندونو رسمي کولو حق لري. په دې برخه کې ستاسې د استوګنې د اجازې حالت او تابعيت هېڅ رول نه لري.

د سندونو د رسمي کولو پروسه

آيا په جرمني کې زما مسلک تخصصي دی؟

 ‌‌ډېر وخت ستاسې د فراغت سندونو رسمي کولو ته اړتيا نشته خو د ځينو دندو لپاره د خپلو تحصيلي سندونو رسمي کولو ته اړتيا لرئ. د بېلګې په ډول ډاکټران، وکيلان، نرسان او انجينيران بايد خپل سندونه رسمي کړي. دې ډول دندو ته تخصصي دندې يا تنظيم شوې دندې (reglementierte Berufe) وايي. که غواړئ په تخصصي دندو کې کار وکړئ؛ بايد د خپل فراغت سندونه رسمي کړئ.

که غواړئ په تخصصي صنايعو او مسلکونو (zulassungspflichtigen Handwerk) کې ازاد کار وکړئ؛ بايد د خپلو زده‌کړو د فراغت سند رسمي کړئ. د دې ډول کارونو يو لست پر (Handwerksordnung) موندلای شئ.

 

 که دنده مو تخصصي يا تنظيم شوې نه وي؛ اړتيا نشته چې د زده‌کړو سندونه مو رسمي کړئ. البته له رسمي کولو سره يې د جرمني د کار په بازار کې د دندې موندلو چانس لوړيږي.

د (Arbeitsagentur) پر وېبسایټ جرمني ژبه او پر (ec.europa.eu) وېبسایټ په انګليسي ژبه کتلای شئ چې د فراغت سند يا د کار څانګه مو په تنظيم شوو دندو کې راځي او که نه.

يادونه: که غواړئ جرمني ته د کار موندلو لپاره په ويزه راشئ او يا مو دلته کار موندلی وي او په ويزه راتلل غواړئ؛ بايد خپل تحصيلي سندونه مو مخکې له مخکې رسمي کړي وي.

څه ډول کولای شم ځان د سندونو رسمي کولو پروسې ته تيار کړم؟

تر ټولو د مخه مشوره کول غوره دي. په مشورتي ادارو کې کارکوونکي کولای شي تاسې ته روښانه کړي چې د سندونو رسمي کولو لپاره بايد څه وکړئ؛ راتلونکی ګام بايد څه وي او د رسمي کولو د پروسې لګښتونه څومره دي.

په خپله سيمې کې د (Netzwerks IQ) يوه مشورتي څانګه موندلای او سلا ورسره کولای شئ. د دې ادارې کارکوونکي مو د سندونو رسمي کولو په ټولو پروسو کې ملګرتيا کوي. په خپل شاوخوا کې د دې ادارې يوه څانګه پر (netzwerk-iq.de) وېبسایټ موندلای شئ. هلته په مينو کلېک وکړئ او خپل ايالت وټاکئ.

همدا شان د  (Arbeiten und Leben in Deutschland) ادارې څخه د ټليفون له لارې هم په دې اړه مالومات او مشوره ترلاسه کولای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په انګليسي او جرمني ژبو خبرې کوي او له جرمني بهر اړيکو ته هم ځواب وايي. د دوی د ټليفون شمېره (+49 30 1815 1111) ده. د دې ادارې مشوره وړيا ده خو د ټليفوني اړيکې لګښت به تاسې ورکوئ. دوی ته د اړيکو فورمې له لوري هم خپل پيغام لېږلای شئ.

چېرته خپل سندونه رسمي کولای شم؟

په جرمني کې د ښوونځيو، اکاډميکو زدکړو او حرفوي روزنې د اسنادو رسمي کول ممکن دي او د هرې څانګې لپاره د سندونو د رسمي کولو لارې بېلې دي:

·       د ښوونځيو د فراغت سندونه: په ځينو ايالتونو کې د ښوونځي د فراغت سندونه د سندونو د رسمي کولو د سيمه‌ييزو ادارو (Zeugnisanerkennungsstellen) له لوري رسمي کيږي. د دې ادارو د څانګو موندلو لپاره په انلاين بڼه د (anabin) په نوم د مالوماتو بانک ته ورشئ. که غواړئ په جرمني کې لوړې زده‌کړې وکړئ؛ په اړوند پوهنتون کې هم د خپلو سندونو د رسمي کولو غوښتنه کولای شئ.

·       د اکاډميکو اسنادو تاييد د بهرنيو زدکړو مرکزي اداره (Zentralstelle für ausländisches Bildungswesen) کوي. دا اداره د (anabin) په نامه د مالوماتو بانک لري چې په مرسته يې کولای شئ خپل پوهنتون يا د لوړو زدکړو مرکز د جرمني له معيارونو سره پرتله کړئ. دې ادارې ته د سندونو د رسمي کولو لپاره په مخامخ ډول ورشئ او غوښتنه وکړئ. د زياتو مالوماتو لپاره د دوی پر وېبسایټ د (Zeugnisbewertung) برخه ولولئ.

·       د حرفوي روزنې د اسنادو د رسمي کولو لپاره د (Anerkennungs-Finder) پر وېبسایټ د خپل مسلک اړوند د سندونو رسمي کولو يوه څانګه ومومئ. هلته کولای شئ په مخامخ ډول د خپل مسلک نوم ورکړئ او يا له الف څخه تر يا پورې د مسلکونو له کته‌ګوريو څخه يوه غوره کړئ. وروسته به تاسې ستاسې اړوند د سندونو د رسمي کولو څانګه وښودل شي.

که نه پوهېږئ چې په جرمني ژبه کې ستاسې مسلک ته څه وايي؛ کولای شئ پر (BQ-Portals) وېبسایټ د دقيق نوم لټون وکړئ.

يادونه: که لا هم له جرمني بهر ياست؛ بيا هم پورته يادې شوې ادارې ستاسې د سندونو رسمي کولو مسؤوليت لري. په داسې حالت کې د هغه ښار يوه څانګه وټاکئ چې غواړئ جرمني ته له راتګ وروسته ژوند پکې غوره کړئ.

څه ډول د سندونو رسمي کولو غوښتنه کولای شم؟

وروسته له دې چې د سندونو رسمي کولو سمه اداره ومومئ؛ کولای شئ هلته د خپلو سندونو رسمي کولو غوښتنه وکړئ. البته لومړی بايد دوه نور کارونه وکړئ:

1-  د سندونو رسمي کولو د پروسې په لګښتونو ځان پوه کړئ.په دې اړه نور مالومات لاندې لوستلای شئ.

2-  ټول هغه سندونه او مدرکونه راټول کړئ چې ستاسې په بهر کې ستاسې فراغت تاييدوي. د اصولو له مخې بايد د سندونو اصل او يوه تاييد شوې کاپي وړاندې کړئ. په معمول ډول ټول سندونه بايد د يوه رسمي دولتي ژباړن له لوري ژباړل شوي وي. په دې اړه غوره ده چې له مشورتي ادارې او يا له رسمي کوونکې ادارې پوښتنه وشي چې کوم سندونه ژباړې ته اړتيا لري. دا کارکوونکي همدا شان کولای شي د رسمي ژباړونکو پتې درکړي. که د خپل فراغت سندونه ونه لرئ؛ له يوې مشورتي ادارې سره اړيکه ونيسئ.

کله چې ستاسې د فراغت سند وارزول شي؛ تاسې ته يې په اړه پرېکړه يا ځواب لېږل کيږي. په دې پرېکړه کې ويل شوي وي چې سندونه مو رسمي شوي دي او که نه.

که سندونه مو رسمي شوي وي؛ د (Gleichwertigkeitsbescheinigung) په نوم سند ترلاسه کوئ. د دې سند مانا دا ده چې تاسې له تخنيکي يا مسلکي اړخه په هماغه څانګه کې د جرمني له يوه فارغ شوي‌کس سره معادل امتياز او حقونه لرئ.

که سندونه مې رسمي نه شي او يا نيمه رسمي شي؛ څه وکړم؟

که د زده‌کړو يا مسلک سندونه مو رسمي او معادل ونه ګڼل شي؛ غوښتنه به مو رد شي. البته پر دې مهال کولای شئ پر (myskills.de) وېبسایټ وپلټئ چې په جرمني کې کومه دنده ستاسې له مهارتونو او تجربې سره جوړه راځي. د دې وېبسایټ په اړه نور مالومات د جاب‌سنټر يا کار ادارې مامورينو هم ترلاسه کولای شئ. د دې ازموينو پايلې کولای شي له تاسې سره د مسلک په غوره کولو او يا د د زده‌کړو د اړتيا وړ څانګې په موندلو کې مرسته وکړي. همدا شان پر (www.meine-berufserfahrung.de) وېبسایټ هم د ځان سرسري ازموينه کولای شئ. پورته يادې شوې دواړه ازموينې په څو ژبو جرمني، روسي، عربي، انګلیسي، ترکي او فارسي ترسره کولای کولای شئ.

که د زده‌کړو سندونه مو نيمه معادل وګڼل شي؛ کولای شئ له ځانګړو شرطونو لاندې يو څه نورې زده‌کړې (Weiterbildung) وکړئ او يا له يوې ازموينې وروسته نيمه رسمي سندونه په پوره رسمي بدل کړئ. د (IQ Netzwerk) په څانګو کې د دې ډول فرصتونو په اړه نور مالومات هم ترلاسه کولای شئ. په خپل شاوخوا کې د دې ادارې يوه څانګه پر (netzwerk-iq.de) وېبسایټ موندلای شئ. هلته په مينو کلېک وکړئ او خپل ايالت وټاکئ.

د سندونو رسمي کولو پروسه څومره وخت غواړي؟

په نورمال ډول د سندونو رسمي کولو پروسه شاوخوا درې مياشتې وخت نيسي. دا موده له هغې ورځې پيليږي چې د رسمي کولو اړونده اداره ټول اړين سندونه ترلاسه کړي. په سخت حالت کې ښايي دا موده يو څه نوره هم وغځيږي.

د سندونو رسمي کولو څومره لکښت لري؟

د سندونو د رسمي کولو لګښتونه يو له بله توپير کوي. په معمول ډول د پروسې لګښتونه له ۱۰۰ تر ۶۰۰ يوره دي خو تر څنګ يې بايد د سندونو د ژباړې او ځينې نور جانبي لګښتونه هم ورکړئ.

د سندونو رسمي کولو لپاره له کوم ځايه مالي مرسته ترلاسه کولای شم؟

که له جاب‌سنټر يا کار ادارې سره ثبت ياست؛ کولای شئ هلته له خپل اړوند مامور څخه د دې سندونو ورکولو غوښتنه وکړئ. دا ادارې کولای شي ستاسې د سندونو رسمي کولو او همدا شان د اضافي زده‌کړو يا وايټربیلډونګ لګښتونه درکړي. که دا ادارې مو غوښتنه رد کړي؛ د سندونو رسمي کولو د پروسې درولو لپاره په ليکلې بڼه خبر ورکړئ.

که يادې شوې ادارې مو د سندونو رسمي کولو لپاره ملاتړ ونه کړي؛ کولای شئ د سندونو رسمي کولو مرستې (Anerkennungszuschuss) غوښتنه وکړئ. دا مرسته له هغه چا سره کيږي چې لږ عايد لري. د دې مرستې د غوښتنې لپاره د (IQ Netzwerk) يوې څانګې ته ورشئ. له دې وړاندې کولای شئ د يادې شوې ادارې له مامورينو څخه د ټليفون (+49 371 4 33 11 222) يا برېښناليک (anerkennungszuschuss@f-bb.de) له لارې په دې اړه پوښتنه وکړئ او مالومات ترلاسه کړئ. 

هغه کسان چې په برلين او هامبورګ کې اوسي؛ د سندونو رسمي کولو لپاره د مالي مرستې ترلاسه کولو يو بل فرصت هم لري. په دې اړه لا ډېر مالومات پر (berlin.de) وېبسایت موندلای شئ. د هامبورګ اړوند د مرستو مالومات پر (diakonie-hamburg.de) وېبسایت ومومئ.

يادونه: د مالي مرسته غوښتنه بايد د سندونو د رسمي کولو له پروسې پیل کېدو وړاندې وکړئ. که وروسته دا کار وکړئ؛ ښايي مرسته درسره ونه شي.

مهم

په ځينې مسلکونو کې د کار لپاره د اسنادو رسمي کول ضروري دي څو د هغو پر بنسټ د کار اجازه تر لاسه کړئ. د بېلګې په توګه د ډاکټر په توګه کار کول د اسنادو له رسمي کولو او تاييد پرته منع دي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: