له افغانستان څخه د خلکو راايستلو په اړه مالومات

په افغانستان کې وضعيت کړکېچن او حالات پېچلي دي. موږ هڅه کوو چې دلته، جرمني ته د راتګ په اړه ټول اړين مالومات وړاندې کړو. موږ همدا شان هڅه کوو چې نورو هېوادونو ته د تګ د اسانتياوو په اړه هم لومړني مالومات تر تاسې پورې درورسوو. که نوي‌ مالومات ترلاسه کړو، همدلته يې د هنډبوک جرمني پر وېبسایټ خپروو.

موږ خپل ټول توان کاروو څو ستاسې پوښتنو ته ځوابونه ومومو او هره ورځ په دې اړه له اړونده ادارو سره اړيکه نيسو. په خواشينۍ چې د حکومتي ادارو له لوري د ځينو موضوعاتو په اړه کافي ‌مالومات نه ورکول کيږي. د يادونې وړ ده چې ښايي حالات هره شېبه بدل شي او دا پاڼه له نويو مالوماتو سره تازه شي.

مهم:

  • جرمني له افغانستان څخه د خلکو د راايستلو نظامي پروسه بشپړه کې ده. اوس مهال جرمن چارواکي له طالبانو او د سيمې له هېوادونو سره خبرې کوي څو پاته کسانو ته له افغانستان څخه د وتلو خوندي لاره برابره کړي.
  • د ځينو راپورونو له مخې، په بين‌المللي هوټلونو، د سفارتونو په مېلمستونونو، امن کورونو او دې ته ورته ځايونو کې پاته کېدل خطرناک دي. تر ګواښ لاندې کسانو ته ښايي په خپل کور کې پاته کېدل هم ګواښ رامنځته کړي.
  • په ټولنيزو رسنيو کې له بهرنيانو سره ګډ انځورونه او يا د ښځو د حقونو په اړه د کمپاين عکسونه ښايي خطرناک وي او بايد پاک کړل شي. په دې اړه مالومات پر (chayn.gitbook.io) وېبسایټ موندلای شئ.
  • پام مو وي چې دوکه کوونکو ته د بهرنيو ويزو لپاره پیسې ورنه کړئ. د برېښناليکونو لېږلو پر مهال پام وکړئ او بېرته د ځواب ورکولو پر مهال ځان د مقابل کس يا ادارې په رښتينوالي ډاډه کړئ.