تر ګواښ لاندې کسان

په افغانستان کې ډېر کسان تر ګواښ لاندې دي او د حالاتو له بدلون سره په وېره کې دي. د جرمني حکومت د تر ګواښ لاندې کسانو په اړه يوه ډېر سخت تعريف لري او يوازې لږ کسان جرمني ته د راتګ او ژغورلو مستحق ګڼي. دلته به هغو کسانو ته مالومات ورکړو چې جرمني ته منل شوي دي. يادونه: زموږ د مالوماتو له مخې هغه کسان چې جرمني ته د راتګ اجازه لري، د جرمني حکومت له لوري په نښه شوي دي. دوی ته په منظمه توګه خبر ورکول کيږي او يا به ښايي په راتلونکي کې خبر ورکړل شي چې څه وکړي.

موږ خپل ټول توان کاروو څو ستاسې پوښتنو ته ځوابونه ومومو او هره ورځ په دې اړه له اړونده ادارو سره اړيکه نيسو. په خواشينۍ چې د حکومتي ادارو له لوري د ځينو موضوعاتو په اړه کافي ‌مالومات نه ورکول کيږي.

که نوي‌ مالومات ترلاسه کړو، همدلته يې د هنډبوک جرمني پر وېبسایټ خپروو. د يادونې وړ ده چې ښايي حالات هره شېبه بدل شي او دا پاڼه له نويو مالوماتو سره تازه شي.

پاملرنه:

 په خواشينۍ چې هنډبوک جرمني، د خلکو په راوستلو کې کوم ځانګړی اغېز نه لري. هيله ده موږ ته خپل مالومات او سندونه مه رالېږئ او د دې پر ځای يې اړونده برېښناليکونو ته ولېږئ، ځکه يوازې دوی مو مرسته کولای شي. پام مو وي چې نارسمي پتو او خلکو ته خپل مالومات مه ورکوئ.

تر ګواښ لاندې کسانو ته مالومات

څوک تر ګواښ لاندې ګڼل کيږي؟

زه د ايستلو په يوه رسمي لېست (Evakuierungsliste) کې يم!

زما نوم په هېڅ لېست کې نشته!

نورو هېوادونو ته د تګ چانسونه شته؟

له کومه ځايه مرسته ترلاسه کولای شم؟

خبرداری!

موږ له ځينو وېبسایټونو او خلکو خبر شوي يو چې ځينې کسان د جرمني جعلي ويزاوې پلوري. پام مو وي چې دوکه کوونکو ته د بهرنيو ويزو لپاره پیسې ورنه کړئ. د برېښناليکونو لېږلو پر مهال پام وکړئ او بېرته د ځواب ورکولو پر مهال ځان د مقابل کس يا ادارې په رښتينوالي ډاډه کړئ. د جرمني ويزې نه پلورل کيږي او يوازې هغو کسانو ته ورکول کيږي چې د جرمني د جکومت له لوري ټاکل شوي شرطونه پوره کړي.

مهم

په ټولنيزو رسنيو کې له بهرنيانو سره ګډ انځورونه او يا د ښځو د حقونو په اړه د کمپاين عکسونه ښايي خطرناک وي او بايد پاک کړل شي. په دې اړه مالومات پر (chayn.gitbook.io) وېبسایټ موندلای شئ.