د کورنۍ د غړو راوستل (Familiennachzug)

په جرمني کې ډېر افغانان له کالونو راهيسې د خپلو کورنيو د غړو راوستلو ته منتظر دي. د ۲۰۲۱ کال له اګست راهيسې د دې کسانو شمېر لوړ شوی دی. د بهرنيو چارو فدرالي وزارت وعده کړې ده ده چې د کورنۍ د غړو راوستلو پر قضيو به کار چټکوي. دلته په دې اړه نور مالومات هم درکوو.

موږ خپل ټول توان کاروو څو ستاسې پوښتنو ته ځوابونه ومومو او هره ورځ په دې اړه له اړونده ادارو سره اړيکه نيسو. په خواشينۍ چې د حکومتي ادارو له لوري د ځينو موضوعاتو په اړه کافي ‌مالومات نه ورکول کيږي.

که نوي‌ مالومات ترلاسه کړو، همدلته يې د هنډبوک جرمني پر وېبسایټ خپروو. د يادونې وړ ده چې ښايي حالات هره شېبه بدل شي او دا پاڼه له نويو مالوماتو سره تازه شي.

د کورنۍ غړو د راوستلو د ويزو غوښتونکو ته مهم مالومات

ما د کورنۍ غړو راوستلو غوښتنه کړې ده، اوس به څه کيږي؟

چېرته او څنګه د کورنۍ غړو راوستلو غوښتنه کولای شم؟

جرمني ته د کورنۍ غړو راوستلو د ويزې لپاره د جرمني ژبې د زده‌کړې سند غوښتل کيږي؟

خبرداری!

موږ له ځينو وېبسایټونو او خلکو خبر شوي يو چې ځينې کسان د جرمني جعلي ويزاوې پلوري. پام مو وي چې دوکه کوونکو ته د بهرنيو ويزو لپاره پیسې ورنه کړئ. د برېښناليکونو لېږلو پر مهال پام وکړئ او بېرته د ځواب ورکولو پر مهال ځان د مقابل کس يا ادارې په رښتينوالي ډاډه کړئ. د جرمني ويزې نه پلورل کيږي او يوازې هغو کسانو ته ورکول کيږي چې د جرمني د جکومت له لوري ټاکل شوي شرطونه پوره کړي.