اوس مهال له افغانستان څخه مخامخ اروپا ته الوتنې نشته. هغه کسان چې پخوا يې د جرمني د داخله وزارت، دفاع وزارت او يا پرمختيايي وزارت په شان له يوې جرمن ادارې سره کار کړی وي او اوس د جرمني ويزه او معتبر پاسپورت ولري، کولای شي له ګاونډيو هېوادونو څخه جرمني ته د راتلو هڅه وکړي. البته تر سرحدونو پورې پر لار به يوازې ياست او دا مالومه نه ده چې پر پوله به د تېرېدو اجازه درکړل شي او که نه. که بيا هم غواړئ دا کار وکړئ، ښه به وي چې له خپل پخواني دفتر سره اړيکه ونيسئ. د پاکستان له لارې د تګ په اړه نور مالومات د کابل هوايي پل پر وېبسایټ لوستلای شئ.
که د پخواني رييس يا دفتر برېښناليک نه لرئ، لاندې پتې وکاروئ:
- د بهرنيو چارو وزارت: okv@kabu.auswaertiges-amt.de
- GIZ: okv-afghanistan@giz.de
- د پرمختيايي چارو اداره: okv@bmz.bund.de
- د جرمني دفاع وزارت / پوځ: RSMESEinsWVStOKV@bundeswehr.org
اوس مهال له ځينو هغو کسانو سره هم اړيکه نيول کيږي چې پاسپورتونه نه لري او بيا د ځانګړو سندونو په وسيله پاکستان ته بېول کيږي. هلته بيا دوی ته د سفارت له لارې د سفر سندونه چمتو کيږي او وروسته جرمني ته راوستل کيږي.
که قبول شوي څوک ګاونډيو هېوادونو ته وتلي وي، سملاسي دې د جرمني له سفارتونو سره اړيکه ونيسي. دوی به بيا جرمني ته ستاسې په استولو کې مرسته وکړي. د جرمني د سفارتونو پتې او د اړيکو شمېرې د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) موندلای شئ.