د جرمني پاسپورت يا استوګنې اجازه لرونکي

د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې د جرمني ځينې تابعيت لرونکي او نور هغه افغانان چې د جرمني د استوګنې اجازه لري، په افغانستان کې بند پاته شول او له هغه ځايه يې د پر وخت وتلو فرصت ونه موند. دلته دوی ته له افغانستان څخه د وتلو په اړه مالومات ورکوو.

موږ خپل ټول توان کاروو څو ستاسې پوښتنو ته ځوابونه ومومو او هره ورځ په دې اړه له اړونده ادارو سره اړيکه نيسو. په خواشينۍ چې د حکومتي ادارو له لوري د ځينو موضوعاتو په اړه کافي ‌مالومات نه ورکول کيږي.

که نوي‌ مالومات ترلاسه کړو، همدلته يې د هنډبوک جرمني پر وېبسایټ خپروو. د يادونې وړ ده چې ښايي حالات هره شېبه بدل شي او دا پاڼه له نويو مالوماتو سره تازه شي.

د جرمني پاسپورت يا استوګنې اجازه لرونکو کسانو لپاره مهم مالومات

زه د جرمني د استوګنې اجازه لرم او اوس په افغانستان کې يم!

زه جرمني پاسپورت لرم او اوس په افغانستان کې يم!

مهم

په سيمه کې د جرمني د سفارتونو پتې او د اړيکو شمېرې د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) موندلای شئ