منځپانګې ته لاړ شئ

له افغانستان څخه د خلکو راايستلو په اړه مالومات

Afghanistan

افغانستان - اوسني معلومات

اوسنی وضعیت:

د جرمني د کډوالو د منلو فدرالي پروګرام د اوس لپاره ځنډول شوی دی. حکومت پلان لري چې دا پروګرام پای ته ورسوي او د اوس مهال یې د دې طرحې په عملي کولو باندې کار روان دی.‌ تر هغه وخت پورې دا ټوله پروسه ځنډول شوې ده او په راتلونکي کې دا ډول کوم پروګرام په نظر کې نشته.‌ دا حالت به د ویزو په پروسیس هم خپل اغېز وکړي هغه چا چې تایید لیکونه تر لاسه کړي دي هغه به یو ځل بیا له سره و ارزول شي او ممکن ځینې یې لغوه شي. د اوس لپاره جرمني ته د راتګ هېڅ ډول پلان په نظر کې نشته، حتا هغه کسانو ته چې مخکې له مخکې یې ویزې تر لاسه کړې دي.‌

د تهران سفارت لا هم بند دی.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته

کله چې د ۲۰۲۱ز کال په اګیست میاشت کې طالبان پر افغانستان واکمن شول، د ناټو ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او خپل شل کلن حضور یې پای ته ورساوه.‌ د ناټو د ځواکونو له وتلو سره په زرګونه خلک په افغانستان کې بند پاتې شول چې کلونه یې د ډیموکراسۍ او ازادۍ لپاره مبازره کړې وه.‌ په دغه ډله کسانو کې د جرمني د پوځ پخواني همکاران، د جرمني‌ ادارو محلي همکاران، دبشري حقونو فعالان، خبریالان،‌ ښوونکي، قاضیان او نور کسان هم شامل وو.‌ د خپلو فعالیتونو له امله یې په افغانستان کې ژوند له خطر سره مخ وو او اوس هم په خطر کې دي. 

 

د افغانانو د خونديتوب لپاره د کډوالو د منلوپروګرامونه

د افغانانو د ملاتړ لپاره بېلابېلو د منلو پروګرامونه پیل شول، چې لومړی یې د محلي همکارانو ځای پر ځای کول وو، بیا د جرمني د کډوالو د منلو فدرالي پروګرام و،‌ همدارنګه ځینې ایالتي پروګرامونه هم پیل شول (ایالتي پروګرامونه اوس پای ته رسېدلي دي)‌.‌ د دې پروګرامونه موخه دا وه، چې له افغانستان څخه خلک په خوندي توګه جرمني ته راوستل شي. 

د ۲۰۲۵ز کال په جولای میاشت کې د جرمني‌ حکومت ټول د کډوالو د منلو پرورګرامونه وځنډول او پلان دا دی چې پای ته به یې رسوي او هېڅ‌ ډول نوی پروګرام په نظر کې نه لري.‌

د منلو اراده – سیاسي او ټولنیز بدلون

په پیل کې د دې خلکو د منلو لپاره سیاسي اراده ډېره او پیاوړې وه، خو له وخت سره د کډوالۍ په اړه د خبرو اترو بدلون، د سیاسي او ټولنیز ملاتړ کچه کمه شوه. نو ځکه یې ځینې پروګرامونه وځنډول او ځینې یې بند کړل او یا هم لا ځنډول شوي دي.‌

د ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ په میاشت کې د وړاندې شوي پارلماني ټاکنو او ورپسې د حکومت جوړولو له وخت راهیسې، د افغانستان څخه د خلکو د منلو موضوع ډېره سیاسي شوې ده. ځینې څرګندونې او راپورونه یوازې ادعاوې او اټکونه دي‌ چې سیاسي او ټولنیز دریځ یې د افغان کډوالو په اړه په بشپړه توګه بدل کړ.‌ 

موږ د افغانستان په اړه په خپلو ځانګړو پاڼې څه وړاندې کوو؟

د لاندې مالوماتو په مرسته غواړو چې تاسو ته د اوسني‌ وضعیت په اړه بشپړ مالومات درکړو. په ځانګړې توګه د هغو پروګرامونو په اړه د پخوانیو همکارمانو لپاره په نظر کې نیول شوي وو. د جرمني فدرالي حکومت د اوس لپاره دا ټول پروګرامونه ځنډولي دي او پلان دا دی چې پای ته به رسېږي او هېڅ ډول نوی پروګرام په پلان کې نشته. په دې اړه لا هم ډېرې زیاتې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي چې نه پخواني او نه هم اوسني حکومت تر اوسه پورې واضح ځواب کړې دي.‌ موږ ټولې هغه مالومات دلته راټول کړي د سیاسیونو او وزارتونو له خوا خپاره شوي دي تر څو د امکان تر حده تاسو له وضعیت څخه خبر کړو.‌ همدارنګه موږ هڅه کړې ده، چې د ایالتي پروګرامونو او همدارنګه د کورنۍ د غړیو سره د یو ځای کېدو په اړه هم دلته بشپړ مالومات تر تاسو دروسوو.‌ همدارنګه موږ دلته د کورنۍ د غړیو د یو ځای کېدو د پروګرامونه په اړه هم بشپړ مالومات خپاره کړي دي.‌

هر وخت چې تازه معلومات موږ تر لاسه کړو، موږ به یې دلته خپاره کړو. ټول معلومات به په فارسي/دري (فارسی/دری) او پښتو (پښتو) ژبو وي.

په یاد مو وي، چې موږ یوازې تاسو ته مالومات درکولی شو،‌ موږ د فدرالي حکومت یا هم کومې فدرالي ادارې برخه نه یوو. موږ په دې کې هېڅ ډول لاس نه لرو چې څوک باید جرمني ته راشي او څوک رانه شي.‌

په فورم کې زموږ ټولنه

هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.

فورم ته دوام ورکړئ

ځای پر ځای ملاتړ

د مشورتي ادارو، ملاقات ځايونو او نورو وړانديزونو په لټه کې ياست؟ نو زموږ لټونګر ماشين. وکاروئ.

سيمه‌ييز لټون ته ورشئ
یو پروژه د
  • medienmacher
  • intb