له افغانستان څخه د خلکو راايستلو په اړه مالومات

Afghanistan Info
اوسمهالیز 16.11.2022

په افغانستان کې وضعيت کړکېچن او حالات پېچلي دي. موږ هڅه کوو چې دلته، جرمني ته د راتګ په اړه ټول اړين مالومات وړاندې کړو. موږ همدا شان هڅه کوو چې نورو هېوادونو ته د تګ د اسانتياوو په اړه هم لومړني مالومات تر تاسې پورې درورسوو. که نوي‌ مالومات ترلاسه کړو، همدلته يې د هنډبوک جرمني پر وېبسایټ خپروو.

Ausführliche Informationen:

د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې د جرمني ځينې تابعيت لرونکي او نور هغه افغانان چې د جرمني د استوګنې اجازه لري، په افغانستان کې بند پاته شول او له هغه ځايه يې د پر وخت وتلو فرصت ونه موند. دلته دوی ته له افغانستان څخه د وتلو په اړه مالومات ورکوو.

موږ خپل ټول توان کاروو څو ستاسې پوښتنو ته ځوابونه ومومو او هره ورځ په دې اړه له اړونده ادارو سره اړيکه نيسو. په خواشينۍ چې د حکومتي ادارو له لوري د ځينو موضوعاتو په اړه کافي ‌مالومات نه ورکول کيږي.

که نوي‌ مالومات ترلاسه کړو، همدلته يې د هنډبوک جرمني پر وېبسایټ خپروو. د يادونې وړ ده چې ښايي حالات هره شېبه بدل شي او دا پاڼه له نويو مالوماتو سره تازه شي.

د جرمني پاسپورت يا استوګنې اجازه لرونکو کسانو لپاره مهم مالومات

زه د جرمني د استوګنې اجازه لرم او اوس په افغانستان کې يم!

که څوک د جرمني د استوګنې معتبره اجازه او يا د جرمني معتبره ‌ويزه ولري، کولای شي د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې د جرمني له سفارتونو سره اړيکه ونیسي. سفارتونه به بيا له تاسې سره مرسته وکړي څو جرمني ته راشئ. د يادونې وړ ده چې د افغانستان په د ننه کې جرمني له تاسې سره مرسته نه شي کولای. د جرمني د سفارتونو پتې او د اړيکو شمېرې د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) موندلای شئ.

که غواړئ له افغانستان څخه ګاونډيو هېوادونو ته ولاړ شئ، تر سرحدونو پورې پر لار يوازې ياست او دا مالومه نه ده چې پر پوله به د تېرېدو اجازه درکړل شي او که نه. ښه به وي چې دې اړه بشپړ مالومات ترلاسه کړئ.

په بېړنيو حالتونو کې د جرمني له بهرنيو چارو له وزارت سره پر (۰۰۴۹۳۰۵۰۰۰۱۰۰۰) شمېره اړیکه ونیسئ او يا پر (040-krise19@diplo.de) پته برېښناليک ورولېږئ.

مهم: که د استوګنې اجازې وخت مو مخ پر ختمېدو وي، بايد سملاسي خپلې اړونده اوسلنډربېهورده ادارې ته يو برېښناليک وليکئ او خپل حالت ورته روښانه کړئ. دوی ته څرګنده کړئ چې اوس مهال په افغانستان کې بند پاته ياست او د خپلې استوګنې اجازې د وخت غځولو غوښتنه ورنه وکړئ. که دا کار ونه کړئ، د استوګنې اجازې وخت او اعتبار مو ختميږي.

زه جرمني پاسپورت لرم او اوس په افغانستان کې يم!

د جرمني پاسپورت لرونکي کسان بايد پر (http://afg.diplo.de/) وېبسایټ ځانونه ثبت کړي. که پر (elefand.diplo.de) مو له مخکې ځانونه ثبت کړي وي، بيا هم پر (http://afg.diplo.de/) وېبسایټ ځانونه ثبت کړئ. د بهرنيو چارو وزارت له دې کسانو سره اړيکه نيسي او هڅه کوي چې خوندي ځای ته يې ورسوي. البته دا کار ښايي ډېر وخت وغواړي. که ګاونډيو هېوادونو ته د تګ چانس لرئ، دا کار وکړئ. هلته له پولې اوښتلو وروسته د جرمني سفارتونه له تاسې سره مرسته کوي. په افغانستان کې د ننه د بهرنيو چارو وزرات له تاسې سره مرسته نه شي کولای. په ياد مو وي چې ګاونډيو هېوادونو ته پر لار مو مسؤوليت پر خپله غاړه دی. سرحدونو ته په رسېدلو غور ورکړئ  او دا مالومه کړئ چې له پولو تېرېدلای شئ او که نه.

که پوښتنې لرئ، د بهرنيو چارو له وزارت سره پر (۰۰۴۹۳۰۵۰۰۰۱۰۰۰) شمېره اړیکه ونیسئ او يا پر (040-krise19@diplo.de) پته برېښناليک ورولېږئ.

Partner-Logos PS

يوه پروژه د:
تمويل: