له افغانستان څخه د خلکو راايستلو په اړه مالومات

Afghanistan
اوسمهالیز 22.01.2024

په افغانستان کې وضعيت کړکېچن او حالات پېچلي دي. موږ هڅه کوو چې دلته، جرمني ته د راتګ په اړه ټول اړين مالومات وړاندې کړو. موږ همدا شان هڅه کوو چې نورو هېوادونو ته د تګ د اسانتياوو په اړه هم لومړني مالومات تر تاسې پورې درورسوو. که نوي‌ مالومات ترلاسه کړو، همدلته يې د هنډبوک جرمني پر وېبسایټ خپروو.

Ausführliche Informationen:

په جرمني کې ډېر افغانان له کالونو راهيسې د خپلو کورنيو د غړو راوستلو ته منتظر دي. د ۲۰۲۱ کال له اګست راهيسې د دې کسانو شمېر لوړ شوی دی. 

موږ خپل ټول توان کاروو څو ستاسې پوښتنو ته ځوابونه ومومو او هره ورځ په دې اړه له اړونده ادارو سره اړيکه نيسو. په خواشينۍ چې د حکومتي ادارو له لوري د ځينو موضوعاتو په اړه کافي ‌مالومات نه ورکول کيږي.

که نوي‌ مالومات ترلاسه کړو، همدلته يې د هنډبوک جرمني پر وېبسایټ خپروو. د يادونې وړ ده چې ښايي حالات هره شېبه بدل شي او دا پاڼه له نويو مالوماتو سره تازه شي.

د کورنۍ غړو د راوستلو د ويزو غوښتونکو ته مهم مالومات

ما د کورنۍ غړو راوستلو غوښتنه کړې ده، اوس به څه کيږي؟

په افغانستان کې د جرمني سفارت لا هم د امنيتي دلايلو له کبله تړلی دی. هغه کسان چې د کورنۍ د غړو راوستلو لپاره يې د ويزې غوښتنه کړې وي، کولای شي اوس هم په ګاونډيو هېوادونو کې د جرمني له سفارتونو سره اړيکه ونيسي. سفارتونه به ستاسې په قضيو کار وکړي او د ويزو په درکولو کې به مرسته وکړي. البته په ياد مو وي چې د غوښتنو ارزونه ډېر وخت نيسي او بايد صبر ولرئ.

چېرته او څنګه د کورنۍ غړو راوستلو غوښتنه کولای شم؟

اوس مهال په تهران، تاشکند، دوحه، دوشنبه، استانبول او اسلام‌آباد کې د جرمني په سفارتونو کې د کورنۍ غړو راوستلو لپاره غوښتنې ثبتولای شئ. د کارونو د چټکتيا لپاره اوس مهال په تهران کې د ويزا متريک (Visametric) په نوم شرکت غوښتنليکونه ازوي.

د کورنۍ د غړو راوستلو لپاره د وخت اخستل، د استوګنې له اجازې او د راتلونکو کسانو د اوسېدو له ځای سره اړه لري.

په افغانستان کې کسان:

په افغانستان کې اوسېدونکي کسان په تهران او اسلام‌آباد دواړو کې وخت اخستلای شي.

مهم: د وخت اخستلو پر مهال خامخا يو داسې برېښناليک پته او د ټليفون شمېره ورکړئ چې هر وخت فعال وي او تاسې يې هر وخت وکاروئ.

د يوې کورنۍ د غړو لپاره يو وخت (Termin) کافي دي. د ثبت پر مهال د ټولو کسانو شمېر، نومونه او د پاسپورت شمېرې هم اړينې دي. زموږ د مالوماتو له مخې هغه کسان چې پاسپورت نه لري، اوس کولای شي د تذکرې په وسيله هم خپل هويت ثابت کړي. له ثبت شاوخوا ۳۰ دقيقې وروسته يو تاييد او د ثبت نمبر يا (Termin-ID) ترلاسه کوئ. پام مو وي چې ښايي ډېر وروسته وخت درکړل شي. اوس مهال دا موده په منځنۍ توګه ۱۲ مياشتې ده خو په ځينو حالاتو کې ښايي له دې هم زياته شي. د يادونې وړ ده چې د يو چا لپاره وخت اخستل د بل کس په وسيله هم شوني دي.

په دې اړه نور مالومات په افغانستان کې د جرمني سفارت له وېبسایټ څخه هم ترلاسه کولای شئ.

په نوي ډهلي کې د وخت درلودونکي څه کولای شي؟

که چا له وړاندې په نوي ډهلي کې د کورنۍ د غړو راوستلو لپاره وخت اخستی وي، اوس به د دوی کارونه په تهران کې د جرمني سفارت له لارې مخته ولاړ شي او د ويزامتريک شرکت له لوري به اړيکه ورسره ونيول شي. ويزامتريک شرکت اوس مهال د غوښتنليکونو د ارزولو مسؤوليت لري. که څوک لا هم په هندوستان کې وي، همالته د جرمني له سفارت څخه ويزه ترلاسه کولای شي.

تر ګواښ لاندې قبول شوي کسان په استانبول، تهران او تاشکند کې هم د ويزې لپاره وخت ترلاسه کولای شي. هلته د کورنۍ غړو راوستلو په اړه له IOM څخه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شئ. که په دې اړه پوښتنې لرئ، کولای شئ د کورنيو له مرستندوی پروګرام سره پر (info.fap.af@iom.int) پته يا ۰۰۹۳۷۰۱۱۰۴۰۰۰ شمېره اړيکه ونيسئ. د برېښناليک سملاسي ځواب به ښايي اتومات وي خو د دوی په وينا وروسته هر چا بېل ځواب ورکول کيږي.

له اتلس‌کالونو د ټيټ عمر لرونکو کسانو د راوستلو غوښتنه څه ډول کيږي؟

که د کورنۍ د داسې غړو د راوستلو غوښتنه کوئ چې عمر يې ۱۸ کالونو ته نږدې وي، او يا له تاسې پرته په سخت حالت کې وي، په اسلام‌آباد يا تهران کې د جرمني له سفارت سره مخامخ اړيکه ونيسئ. په ايران کې د جرمني سفارت د افغانانو لپاره يو ځانګړی ايميل او د اړيکې په فورم کې دوې نوې ټاکنې زياتې کړې دي.

له دې پرته د جرمني د بهرنيو چارو وزارت سره هم اړيکه نيولای شئ. د اړيکې پر مهال د نورو مالوماتو تر څنګ، دوی ته له بامف (BAMF) څخه د خپلې قبولۍ د ترلاسه شوي سند (Bescheid) کاپي ورولېږئ. په دې توګه ښايي يو څه ژر وخت درکړل شي.

په سيمه کې د جرمني د سفارتونو پتې او د اړيکو شمېرې د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) موندلای شئ.

که څوک له سخت ګواښ سره مخ وي، کولای شي په سفارت کې د کورنۍ غړو راوستلو لپاره ژر وخت ونيسي؟

هغه کسان چې د کورنۍ غړي يې تر ځانګړي ګواښ لاندې وي او ژوند ته يې خطر وي، کولای شي په تهران او اسلام‌آباد کې د جرمني له سفارتونو سره دا خبره شريکه کړي. په داسې حالت کې ښايي سفارت ستاسې غوښتنه په چټکۍ پر مخ بوځي. د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې عمومي حالت سخت ګواښ نه بلل کيږي. هر کس بايد ثابته کړي چې دوی ته ځانګړی ګواښ دی او ژوند ته يې تر نورو کسانو زيات خطر دی. د دې کار لپاره بايد اړين ثبوتونه او مالومات وړاندې شي.

په سيمه کې د جرمني د سفارتونو پتې او د اړيکو شمېرې د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) موندلای شئ.

جرمني ته د کورنۍ غړو راوستلو د ويزې لپاره د جرمني ژبې د زده‌کړې سند غوښتل کيږي؟

د اصولو له مخې هغه کسان چې غواړي د کورنۍ غړي جرمني ته راولي، بايد د کورنۍ لويان غړي يې له ګويته انستيتيوت څخه د جرمني ژبې A1 سند ولري. يوازې د هغو کسانو د کورنۍ له غړو را سند نه غوښتل کيږي چې د پنا غوښتنو يا مهاجرو په توګه قبول شوي وي او کورنۍ د غړو راوستلو له امتياز (privilegierte Familiennachzug) څخه ګټه اخستلای شي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (جرمني ته د کورنۍ د غړو راوستل) کې لوستلای شئ.

اوس مهال په افغانستان کې د کړکېچن حالت له کبله دا شرط معاف شوی دی او له ټولو کسانو د جرمني ژبې د زده‌کړې سند نه غوښتل کيږي. اوس دوی اړ نه دي چې د جرمني د ويزې ترلاسه کولو لپاره د جرمني ژبې د زده‌کړې سند وړاندې کړي. البته له دوی به غوښتنه وشي چې په بله وسيله د جرمني ژبې د زده‌کړې ثبوت وړاندې کړي. دا ثبوت ښايي د جرمني ژبې د انلاين کورس د فراغت سند وي او يا به هم همالته په سفارت کې له اړوند کس څخه د جرمني ژبې څو اسانه پوښتنې وشي. البته په اوسنيو حالاتو کې د جرمني ژبې انلاين زده‌کړه هم اسانه نه ده. زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د جرمني ژبې زده‌کړه) کې په دې اړه اړوند لېنکونه او مالومات موندلای شئ.

د کورنۍ غړو راوستلو په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي‌ کې هم لوستلای شئ.

له کومه ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

اوس مهال د کورنۍ غړو راوستلو په اړه له IOM څخه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شئ. که په دې اړه پوښتنې لرئ، کولای شئ د کورنيو له مرستندوی پروګرام سره پر (info.fap.af@iom.int) پته يا ۰۰۹۳۷۰۱۱۰۴۰۰۰ شمېره اړيکه ونيسئ. د برېښناليک سملاسي ځواب به ښايي اتومات وي خو د دوی په وينا وروسته هر چا بېل ځواب ورکول کيږي.

د سفر لپاره له کوم ځايه مرسته ترلاسه کولای شم؟

اوس مهال يوازې له هغو کسانو سره مرسته کيږي چې د منلو تاييدليک او يا ويزه ولري. په دې حالتونو کې ښايي GIZ هم له تاسې سره مرسته وکړي. که د منلو تاييدليک ولرئ خو پاسپورت ونه لرئ او يا يې تمديد نه شئ کړای، له GIZ سره په (AFG-GC-staff-support@giz.de) برېښناليک اړيکه نيولای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: