له افغانستان څخه د خلکو راايستلو په اړه مالومات

Afghanistan
اوسمهالیز 22.01.2024

په افغانستان کې وضعيت کړکېچن او حالات پېچلي دي. موږ هڅه کوو چې دلته، جرمني ته د راتګ په اړه ټول اړين مالومات وړاندې کړو. موږ همدا شان هڅه کوو چې نورو هېوادونو ته د تګ د اسانتياوو په اړه هم لومړني مالومات تر تاسې پورې درورسوو. که نوي‌ مالومات ترلاسه کړو، همدلته يې د هنډبوک جرمني پر وېبسایټ خپروو.

Ausführliche Informationen:

د جرمنيانو پخواني محلي همکاران او هغه تر ګواښ لاندې کسان چې جرمني ته د منلو د تاييد (Aufnahmezusage) له لارې راغلي دي، د استوګنې قانون د ۲۲مې مادې د دوهم بند له مخې د جرمني د استوګنې اجازه ترلاسه کوي. له دې تاييد پرته نور کسان بايد د پنا غوښتنه وکړي. دلته په دې اړه نور مهم مالومات درکوو.

د استوګنې قانون د ۲۲مې مادې له مخې د ويزې ترلاسه کوونکو لپاره مهم مالومات

د استوګنې قانون د ۲۲مې مادې له مخې ورکول شوې ويزه د څومره وخت لپاره معتبره ده؟

د استوګنې قانون د ۲۲مې مادې له مخې ورکول شوې ويزه د درې مياشتو لپاره معتبره ده. د دې درې مياشتو په موده کې بايد د همدې مادې د دوهم بند له مخې د استوګنې اجازې غوښتنه وشي. دا غوښتنه جرمني ته له رارسېدو وروسته د خپلې سيمې د بهرنيانو چارو په اداره يا اوسلېنډربېهورده (Ausländerbehörde) کې کولای شئ. د خپلې سيمې د بهرنيانو چارو اداره پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ. د دې کار لپاره بايد خپله هغه ويزه وړاندې کړئ چې جرمني ته له راتګ وړاندې يا وروسته مو ترلاسه کړې ده.

د استوګنې قانون د ۲۲مې مادې له مخې له ترلاسه کړې ويزې سره بايد د پنا غوښتنه وکړم؟

د استوګنې قانون د ۲۲مې مادې د دوهم بند له مخې د ويزې ترلاسه کوونکي اړ نه دي چې په جرمني کې د پنا غوښتنه وکړي. که څوک د پنا غوښتنه وکړي، د ويزې اعتبار يې ختميږي. د استوګنې قانون د ۲۲مې مادې دوهم بند له مخې د استوګنې اجازه ډېرې ښېګڼې لري. که بيا هم غواړئ د پنا غوښتنه وکړئ، ښه به وي چې له دې کار مخکې له يوې مشورتي ادارې سره اړيکه ونيسئ. زموږ د لټونګر ماشين په مرسته او يا هم پر (proasyl.de) يا (adressen.asyl.net) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې مشورتي ادارې موندلای شئ.

د استوګنې قانون د ۲۲مې مادې له مخې د استوګنې اجازه د څومره وخت لپاره معتبره ده؟

د استوګنې قانون د ۲۲مې مادې د دوهم بند له مخې د استوګنې اجازه د تر ټولو ډېر، درې کالونو لپاره ده. البته دا موده ښايي په ځينو ايالتونو کې توپير ولري. د دې مودې له پوره کېدو وروسته يې وخت غځول کيږي او له ۵ کالونو وروسته د ځانګړو شرطونو له پوره کولو سره په جرمني کې د استوګنې دايمي اجازه درکول کيږي.

د کار اجازه لرم؟

د استوګنې قانون د ۲۲مې مادې د دوهم بند له مخې له ترلاسه شوې لنډمهاله ويزې سره په جرمني کې سملاسي د کار اجازه نه لرئ خو د استوګنې قانون د ۲۲مې مادې د لومړي بند له مخې د استوګنې د اوږدمهاله اجازې ترلاسه کولو حق لرئ. وروسته بيا د استوګنې قانون د ۲۲مې مادې د دوهم بند له مخې د استوګنې له اجازې او يا هم د دې اجازې له مثنی (Fiktionsbescheinigung)  سره په جرمني کې د کار لوړو زده‌کړو يا حرفوي زده‌کړو (Ausbildung) پيلولو اجازه لرئ. د کار او زده‌کړو په اړه نور مالومات زموږ پر وېبسایټ د کار او زده‌کړو په څانګو کې لوستلای شئ.

د دولت له لوري پیسې راکول کيږي؟

تر هغه وخته چې کار مومئ، د جاب‌سنټر له لوري د اړمنو کسانو پیسې (Bürgergeld) درکول کيږي. دا د ژوند د لومړنيو لګښتونو مرسته ده چې د دولت له لوري ورکول کيږي او د خوړو، جامو يا نورو اړتيا وړ شيانو لپاره کارول کيږي. اوس مهال يو بالغ کس ته هره مياشت ۵۰۲ يورو ورکول کيږي. ماشومانو ته هم د هغوی له عمر سره سم له ۳۱۸ تر ۴۲۰ پورې يورو ورکول کيږي. د دې تر څنګ د کور يا په هايم کې د کوټې کرايه او د برق او اوبو يا ګاز پیسې هم درکول کيږي. 

د جا‌سنټر د مرستو په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (جابسنټر) کې ولولئ.

مهم: جرمني ته له رارسېدو سملاسي وروسته د اړمنو کسانو پیسې (Bürgergeld) ترلاسه کولو حق لرئ.

کولای شم خپله وټاکم چې په کوم ښار کې ژوند کوم؟

په جرمني کې د استوګنې ځای په خپله خوښه نه شئ ټاکلای. که په کومه بله سيمه کې د کورنۍ نږدې غړي لرئ، دا خبره سملاسي له اړونده مسؤولينو سره شريکه کړئ. ښايي بيا په هماغه سيمه کې مېشته شئ. له دې پرته په لومړي سر کې په يوه ځانګړې ناحيه کې مېشته کېږئ.

وروسته بلې سيمې ته کډه کولو (Umverteilung) لپاره کمو کسانو ته اجازه ورکول کيږي‌. د دې کار لپاره بايد خپلې اړونده اوسلنډربېهورده ته د لېږدېدنې عريضه (Umverteilungsantrag) وکړئ. په دې کار کې د بريا لپاره بايد ښه دليلونه ولرئ. د بېلګې په توګه د کورنۍ د غړو درلودل، يا هم د زده‌کړو پيلول او يا د داسې ناروغۍ درلودل چې په دې سيمه کې يې درملنه نه کيږي. که په بل ښار کې داسې دنده ومومئ چې د ټولنيزو بيمو ونډه يې هم له معاش څخه ګرځول کيږي او په اونۍ کې لږ تر لږه ۱۵ ساعته وي، کولای شئ، کډه وکړئ.

زموږ د لټونګر ماشين په مرسته او يا هم پر (proasyl.de) يا (adressen.asyl.net) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې مشورتي ادارې موندلای شئ.

چېرته او څنګه جرمني ژبه زده‌ کولای شم؟

د ادغام (Integrationskurs) په کورسونو کې د ګډون غوښتنه کولای شئ. د ګډون لپاره له جاب‌سنټر يا اوسلنډربېهورده ادارو له لوري د ګډون الزام (Teilnahme-Verpflichtung) په نوم سند ته اړتيا لرئ. که څوک دا سند نه لري، يوازې هغه وخت ګډون کولای شي چې هلته خالي ځای موجود وي. د دې کورسونو په اړه نور مالومات د انټګراڅيون کورسونه پر پاڼه موندلای شئ.

د کار لپاره د جرمني ژبې د زده‌کړې په کورسونو کې هم ګډون کولای شئ. په دې اړه نور مالومات د کار لپاره جرمني ژبه پر پاڼه لوستلای شئ. د دې تر څنګ د انلاين يا شخصي جرمني ژبې د زده‌کړې نور فرصتونه هم شته. زموږ په نورو مالوماتو څپرکيو کې په دې اړه نور مالومات هم موندلای شئ.

ما ته پاسپورت راکول کيږي؟

که پاسپورت نه لرئ او د افغانستان له سفارت څخه هم پاسپورت نه شئ ترلاسه کولای، جرمني به د پاسپورت بديل سند درکړي. د يادونې وړ ده چې دا د جرمني پاسپورت نه دی او د بهرنيانو لپاره د پاسپورت يا سفر د سند ځانګړی ډول دی.

کولای شم د کورنۍ غړي جرمني ته راولم؟

د استوګنې قانون د ۲۲مې مادې دوهم بند له مخې د استوګنې اجازې ترلاسه کوونکو ته د کورنۍ غړو راوستل يو څه سخت دي. اوس مهال په دې اړه خبرې کيږي چې د دې کسانو د کورنۍ غړو راوستلو لپاره لارې چارې پيدا شي. که په دې اړه تازه مالومات راشي، موږ به خامخا تاسې ته پر خپل فېسبوک پاڼه خبر درکړو. د کورنۍ غړو راوستلو لپاره بله لار د پناغوښتونکي په توګه قبلېلد دي. که غواړئ د پنا غوښتنه وکړئ، خامخا مخکې له مخکې مشوره ترلاسه کړئ. زموږ د لټونګر ماشين په مرسته او يا هم پر (proasyl.de) يا (adressen.asyl.net) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې مشورتي ادارې موندلای شئ.

له کومه ځايه مرسته ترلاسه کولای شم؟

د جرمنيانو پخواني همکاران کولای شي د افغانستان د محلي همکارانو شبکې (Patenschaftsnetzwerk Afghanische Ortskräfte) سره اړيکه ونيسي. دوی ته پر (alex@patenschaftsnetzwerk.de) پته برېښناليک لېږلای شئ. همدا شان د بامف پر وېبسایټ هم د ژوند لومړيو اونيو په اړه مالومات موندلای شئ. دا مالومات په جرمني، انګليسي او دري ژبو دي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: