له افغانستان څخه د خلکو راايستلو په اړه مالومات
![Afghanistan](/sites/default/files/styles/1280x720/public/2022-07/afghanistan-slider-new-website.jpg?itok=GDJWU5U-)
په افغانستان کې لا هم حالات پېچلي دي. موږ هڅه کوو چې دلته، جرمني ته د راتګ په اړه ټول اړين مالومات وړاندې کړو. موږ همدا شان هڅه کوو چې نورو هېوادونو ته د تګ د اسانتياوو په اړه هم لومړني مالومات تر تاسې پورې درورسوو. که نوي مالومات ترلاسه کړو، همدلته يې د هنډبوک جرمني پر وېبسایټ خپروو.