له افغانستان څخه د خلکو راايستلو په اړه مالومات

Afghanistan Info
اوسمهالیز 16.11.2022

په افغانستان کې وضعيت کړکېچن او حالات پېچلي دي. موږ هڅه کوو چې دلته، جرمني ته د راتګ په اړه ټول اړين مالومات وړاندې کړو. موږ همدا شان هڅه کوو چې نورو هېوادونو ته د تګ د اسانتياوو په اړه هم لومړني مالومات تر تاسې پورې درورسوو. که نوي‌ مالومات ترلاسه کړو، همدلته يې د هنډبوک جرمني پر وېبسایټ خپروو.

Ausführliche Informationen:

په افغانستان کې ډېر کسان تر ګواښ لاندې دي او د حالاتو له بدلون سره په وېره کې دي. د جرمني حکومت د تر ګواښ لاندې کسانو په اړه يوه ډېر سخت تعريف لري او يوازې لږ کسان جرمني ته د راتګ او ژغورلو مستحق ګڼي. دلته به هغو کسانو ته مالومات ورکړو چې جرمني ته منل شوي دي. يادونه: زموږ د مالوماتو له مخې هغه کسان چې جرمني ته د راتګ اجازه لري، د جرمني حکومت له لوري په نښه شوي دي. دوی ته په منظمه توګه خبر ورکول کيږي او يا به ښايي په راتلونکي کې خبر ورکړل شي چې څه وکړي.

موږ خپل ټول توان کاروو څو ستاسې پوښتنو ته ځوابونه ومومو او هره ورځ په دې اړه له اړونده ادارو سره اړيکه نيسو. په خواشينۍ چې د حکومتي ادارو له لوري د ځينو موضوعاتو په اړه کافي ‌مالومات نه ورکول کيږي.

که نوي‌ مالومات ترلاسه کړو، همدلته يې د هنډبوک جرمني پر وېبسایټ خپروو. د يادونې وړ ده چې ښايي حالات هره شېبه بدل شي او دا پاڼه له نويو مالوماتو سره تازه شي.

پاملرنه:

 په خواشينۍ چې هنډبوک جرمني، د خلکو په راوستلو کې کوم ځانګړی اغېز نه لري. هيله ده موږ ته خپل مالومات او سندونه مه رالېږئ او د دې پر ځای يې اړونده برېښناليکونو ته ولېږئ، ځکه يوازې دوی مو مرسته کولای شي. پام مو وي چې نارسمي پتو او خلکو ته خپل مالومات مه ورکوئ.

تر ګواښ لاندې کسانو ته مالومات

څوک اوس مهال تر ګواښ لاندې ګڼل کيږي؟

د جرمني فدرال دولت د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې اعلان کړی دی چې د محلي کارکوونکو تر څنګ لاندې کسان هم تر ځانګړي ګواښ لاندې ګڼل کيږي:

-       هغه افغانان چې له نادولتي بنسټونو يا انجيوګانو سره يې کار کړی وي؛

-       هغه افغانان چې د جرمني د ټولنيزې همکارۍ له بنسټ (GIZ) سره يې کار کړی وي؛

-       د بشر حقونو فعالان يا فعالانې؛

-       د ښځو حقونو فعالان يا فعالانې؛

-       ژورنالستان يا ژورنالستانې؛

-       د جرمني د استوګنې اجازې درلودونکي؛

مهم: د دې ټولو کسانو د کورنيو غړي (د کورنۍ په غړو کې د اړوند کس د ژوند ملګری/ملګرې او له اتلس کالونو د ټيټ عمر لرونکي مجرد بچيان شامل دي) هم تر ګواښ لاندې ګڼل کيږي او جرمني ته راوستل کيږي. د مجردو لويو بچيانو لپاره بايد د سخت حالت غوښتنه (Härtefall) ثبت کړئ او که ومنل شي، راوستل کيږي.

زه د ايستلو په يوه رسمي لېست (Evakuierungsliste) کې يم!

که تاسې تر ګواښ لاندې کس بلل کېږئ او نوم مو په يوه لېست کې شامل وي، اوس به مو کېس وارزول شي. دا چې څوک په کوم لېست کې دي، په خواشينۍ روښانه نه ده او موږ هم دې لېستونو ته لاسرسی نه لرو. که تاسې له يوې انجيو، بنسټ يا کوم بلې ادارې سره په اړيکه کې ياست، له دوی د اړوند لېست‌ په اړه پوښتنه کولای شئ.

که د چا کېس ومنل شي، د جرمني د بهرنيو چارو وزارت په استازيتوب د يوه بل بنسټ (د بېلګې په توګه IOM) له لوري به اړيکه ورسره ونيول او د منل کېدو تاييدليک (Aufnahmezusage) به ورولېږل شي. دا اړيکه په معمول ډول د (notification@vaoffice.org) برېښناليک له لارې نيول کيږي. د منل کېدو تاييدليک دا تاييدوي چې تاسې جرمني ته تلای شئ. ځينې کسانو دا تاييد ترلاسه کړی دی او ځينې نورو ته په راتلونکو ورځو يا اونيو کې واستول شي. له دې تاييد سره ښايي له تاسې د پاسپورت، تذکرې، نکاح‌خط او انځور غوښتنه وشي. له دې وروسته د (info@vaoffice.org) برېښناليک له لارې اړيکه دوام وکړي.

د يادونې وړ ده چې تر سرحدونو پورې پر لار به يوازې ياست او دا مالومه نه ده چې پر پوله به د تېرېدو اجازه درکړل شي او که نه.  د پاکستان سره پر کرښه د وضعيت په اړه مالومات د (Kabul Luftbrücke) پر وېبسایټ موندلای شئ. په ياد مو وي چې اوس د تذکرې په وسيله پاکستان ته تګ ناشونی دی. د دې کار لپاره بايد معتبر پاسپورت او ويزه ولرئ. له اتو کالونو د ټيټو کسانو لپاره برېښنايي تذکره هم بسنه کوي. په استثنايي حالتونو کې ښايي له ځينو کسانو سره پر کرښه د تېرېدلو لپاره مرسته وشي.

که قبول شوي څوک ګاونډيو هېوادونو ته وتلي وي، سملاسي دې د جرمني له سفارتونو سره اړيکه ونيسي. دوی به بيا جرمني ته ستاسې په استولو کې مرسته وکړي. د جرمني د سفارتونو پتې او د اړيکو شمېرې د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) موندلای شئ. که په سفارت کې د وخت نيولو ستونزه لرئ، کولای شئ له GIZ سره په (AFG-GC-staff-support@giz.de) برېښناليک اړيکه ونيسئ.

زه د قبلېدو تاييد يا ويزه لرم خو د کورنۍ غړي مې يې نه لري، څه وکړم؟

که د جرمنيانو د پخواني همکار يا تر ګواښ لاندې کس په توګه د قبلېدو تاييد يا ويزه ولرئ، د اصولو له مخې د خپلې کورنۍ نږدې غړي هم جرمني ته درسره راوستلای شئ. په دې غړو کې ستاسې مېړه/ښځه او له اتلس کالونو د ټيټ عمر لرونکي بچيان په ځانګړو حالاتو کې ستاسې له اتلس کالونو لوړ عمر لرونکي مجرد اولادونه هم راوستلای شئ.  زموږ د مالوماتو له مخې د ځينو کسانو بچيانو ته ويزې نه دي ورکول شوې او يا يې هم د کورنۍ يو څو غړو ويزې يا تاييدليکونه ترلاسه کړي دي. که تاسې هم له دې حالت سره مخ ياست، کولای شئ د جرمني له بهرنيو چارو وزارت څخه د کورنۍ د ټولو غړو لپاره د تاييدليک غوښتنه وکړئ. په ياد مو وي چې په غوښتنليک کې د ټولو اړونده کسانو نومونه، د زېږېدنې نېټې، د زېږېدنې ځای، د پاسپورت شمېرې او ستاسې د خپلوۍ نسبت (لکه: لور، زوی او ...) وليکئ.

دا غوښتنليک خپلې پخوانۍ ادارې او هغه برېښناليک ته ولېږئ چې تاييدليک مو ورڅخه ترلاسه کړی دی. 

پاملرنه!

که تاسې غواړئ د کورنۍ نور غړي لکه مور او پلار، له اتلس کالونو پورته خور او ورور جرمني ته راولئ،  تاسې باید د استوګنې قانون د ۳۶ مادې د دوهم بند له مخې ځانګړۍ غوښتنه (Härtefallantrag )  وکړئ. ددې غوښتنلیک شرایط ډېر لوړ،  او پوره کول یې سخت دي.

په دې اړه لا ډېر مالومات د (کورنۍ د غړو راوستلو) څپرکي کې ولولئ.

ما د قبلېدو یو تایید تر لاسته کړئ، د( BMI-Nummer) شمېره له کومه کړم؟

کله چې تاسې د قبلېدو یو تایید تر لاسه کړ، له دې سره سم تاسې ته ستاسې د دوسيې شمېره هم لېړل کیږي. دا شمېره ( BMI-Nummer) او يا (BAMF-Nummer) نوميږي. دا شمېره بيا د وتلو پر مهال په نورو پروسو کې په کاريږي. د يادونې وړ ده چې ستاسې د کورنۍ هغه غړي چې له تاسې سره يې د منل کېدو تاييد ترلاسه کړی وي، ستاسې په شان د دوسيې شمېره لري.

مهم: دا شمېره هیڅکله هم بل کس ته مه ورکوئ. یواځې هغه وخت کله چې غواړئ د جرمني اړوندو ادارو او سازمانو او یا  هغه ادارو سره چې  د جرمني اړوندو ادارو  ته کار کوي، اړبکه ونیسئ  دا شمېره د خپلې پېژندګلوۍ لپاره وکاروئ.

له ما د (vaokabul@iom.int) یا (notification@vaoffice.org) برېښنالیک له لارې غوښتل شوي تر څو خپل سندونه بيا ولېږم.

هغه په ځانګړي توګه ګواښ لاندې افغانان چې د جرمني دولت غواړي جرمني ته يې راولي، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په استازیتوب د (IOM) له لوري د (vaokabul@iom.int) یا (notification@vaoffice.org) برېښنالیک له لارې او یا له ترکيې څخه د ټليفون شمېرې په وسيله ورسره  اړیکه نیول کیږي. کیدای شي له دوی يو ځل د سندونو د لېږلو غوښتنه وشي یا هم ځینې نور اړین مالومات وغوښتل شي.

له (IOM) سره د نورو اړوندو اړیکو لپاره دا برېښنالیک (info@vaoffice.org ) کارول کیږي.

پاملرنه! ستاسې د مالوماتو د خوندیتوب لپاره د (IOM) په برېښنالیکونو کې ستاسې د نوم او یا ستاسې د کورنۍ د نورو غړو د نومونه له لیکلو ډډه کیږي.

زه د رسېدو پر مهال د ويزې (visa upon arrival) تاييدي لرم، له سفارت څخه څه ډول ويزه ترلاسه کولای شو؟

ځينو کسانو د (visa upon arrival) له لارې د درسېدو ويزې (datacollection-afghanistan@giz.de) تاييد ترلاسه کړی دی خو په ګاونډيو هېوادونو کې د جرمني د سفارتونو له لوري ويزه نه ورکول کيږي. تر اوسه دا کسان د تر ګواښ لاندې کسانو يا محلي همکارانو په لړ کې نشته او دا هم مالومه نه ده چې جرمني ته به راوستل شي او که نه.

دا کسان لاندې کارونه کولای شي:

-       کولای شئ د افغانستان د محلي همکارانو شبکې فورمه (Formular des Patenschaftsnetzwerk Afghanische Ortskräfte) ډکه کړئ. دا شبکه هڅه کوي چې له اړونده کسانو سره مرسته وکړي. د يادونې وړ ده چې دا يوه نادولتي شبکه ده او دا پرېکړه نه شي کولای چې څوک بايد جرمني ته راشي. د شبکې همکاران رضاکارانه او وړيا کار کوي.

-       د کابل لوفټبروکه فورمه هم ډکولای شئ. که پخوا مو ډکه کړې وي، اوس يې يو ځل بيا ډکه کړئ، ځکه دا تازه فورمه ده او بيا ارزول کيږي. دوی به ستاسې لپاره اړوند فرصتونه وګوري او که شونتيا وي، خبر درکوي. البته دې ځواب ته ښايي ډېر وخت انتظار شئ. د دې ضمانت نشته چې د دې فورمونو ډکوونکي به د منلو تاييدليک ترلاسه کړي. کابل هوايي پل يو نادولتي بنسټ دی او د حکومت برخه نه دی.

-       کولای شئ د کډوالو او پناغوښتونکو متخصص وکيل وګمارئ. البته دا کار ښايي لګښت ولري. د دې وکيلانو لړ پر (rechtsberaterkonferenz.de) وېبسایټ موندلای شئ.

د بېلابېلو جنسيتونو لرونکي کسان هم د جرمني د منلو تاييدليک ترلاسه کولای شي؟

اوس مهال جرمني ته د منلو لپاره کوم ځانګړی پروګرام نشته. هر کس کولای شي د خپل ځان لپاره د ګواښ راپور ثبت کړي. په دې اړه نور مالومات (زما نوم په هېڅ لېست کې نشته!) برخه کې ولولئ. له دې پرته د (afghanlgbt.com) پر وېبسایټ هم ځان ثبتولای شئ. دا بنسټ مرسته کوي څو د بېلابېلو جنسيتونو لرونکو سره مرسته وکړي. البته دوی دا کار رضاکارانه کوي او د تاييدليک ورکولو پرېکړه نه شي کولای.

پخواني افغان پوځيان يا د قضائيه قوې پخواني کارکوونکي څه کولای شي؟

اوس مهال جرمني ته د منلو لپاره کوم ځانګړی پروګرام نشته. هر کس کولای شي د خپل ځان لپاره د ګواښ راپور ثبت کړي. په دې اړه نور مالومات (زما نوم په هېڅ لېست کې نشته!) برخه کې ولولئ.

زما نوم په هېڅ لېست کې نشته!

اوس مهال د جرمني حکومت د تر ګواښ لاندې کسانو لپاره کوم ځانګړی پلان نه لري. البته نوی حکومت غواړي په راتلونکي کې دا ډول پروګرامونه پيل کړي خو لا يې هم جزئيات نشته. په رسنيو کې د ۲۰زره کسانو منلو په اړه مالومات خپاره شوي‌ دي خو لا يې هم په اړه جزئيات نشته.

اوس مهال اندې کارونه ترسره کولای شئ:

-       که چا له نورو جرمني بنسټونو، ورځپاڼو يا نورو موسسو سره کار کړی وي، بايد له هماغه ادارې سره مخامخ اړيکه ونيسي. د اړيکې پر مهال بايد ټول مالومات وړاندې کړئ او د مرستې غوښتنه وکړئ.

-       د کابل لوفټبروکه فورمه هم ډکولای شئ. که پخوا مو ډکه کړې وي، اوس يې يو ځل بيا ډکه کړئ، ځکه دا تازه فورمه ده او بيا ارزول کيږي. دوی به ستاسې لپاره اړوند فرصتونه وګوري او که شونتيا وي، خبر درکوي. البته دې ځواب ته ښايي ډېر وخت انتظار شئ. د دې ضمانت نشته چې د دې فورمونو ډکوونکي به د منلو تاييدليک ترلاسه کړي. کابل هوايي پل يو نادولتي بنسټ دی او د حکومت برخه نه دی.

-       ژورنالستان کولای شي د بې‌سرحده ژورنالستانو نادولتي سازمان (Reporter ohne Grenzen) سره په لاندې پته اړيکه ونيسي:

nothilfe@reporter-ohne-grenzen.de

د دې تر څنګ د امريکا متحده ايالتونو کې د نړيوال تحقيقاتي ژورنالېزم له شبکې (Global Investigative Journalism Network) سره هم اړيکه نيولای شئ. دوی ته په لاندې پته خپل ټړل مالومات ولېږئ:

saftey@womeninjournalism.org       او      emergencies@cpj.org

يا هم کولای شئ په (۰۰۱۲۱۲۴۶۵۱۰۰۴) شمېره ټليفون ورته وکړئ.

د سفر لپاره له کوم ځايه مرسته ترلاسه کولای شم؟

اوس مهال يوازې له هغو کسانو سره مرسته کيږي چې د منلو تاييدليک او يا ويزه ولري. که تاسې هم د منلو تاييد لرئ او د وتلو لپاره مرسته غواړئ، کولای شئ د کابل هوايي پل (Kabul Luftbrücke) په نوم له مرستندوی بنسټ سره اړيکه ونيسئ. که تر اوسه هم د منلو تاييدليک نه لرئ، بيا هم له دې ادارې سره اړيکه نيولای شئ او د دوی اړوند فورمه ډکولای شئ. که پخوا مو ډکه کړې وي، اوس يې يو ځل بيا ډکه کړئ، ځکه دا تازه فورمه ده او بيا ارزول کيږي. دوی به ستاسې لپاره اړوند فرصتونه وګوري او که شونتيا وي، خبر درکوي. البته دې ځواب ته ښايي ډېر وخت انتظار شئ.

مهم: د دې ضمانت نشته چې د دې فورمونو ډکوونکي به د منلو تاييدليک ترلاسه کړي. کابل هوايي پل يو نادولتي بنسټ دی او د حکومت برخه نه دی. د دې بنسټ کارکوونکي نه شي کولای ستاسې لپاره د منلو تاييدليک صادر کړي.

په استثنايي حالتونو کې ښايي GIZ هم له تاسې سره مرسته وکړي. شرط دا دی چې د منلو تاييدليک ولرئ خو پاسپورت ونه لرئ او يا يې تمديد نه شئ کړای. له GIZ سره په (AFG-GC-staff-support@giz.de) برېښناليک اړيکه نيولای شئ.

په ګاونډيو هېوادونو کې کومه ځايه مرسته ترلاسه کولای شم؟

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (UNHCR) هڅه کوي څو په ګاونډيو هېوادونو کې له کډوالو افغانانو سره مرسته وکړي. که مرستې ته اړتيا لرئ، کولای شئ په هماغه هېواد کې له دې ادارې سره اړيکه (help.unhcr.org) ونيسئ. د يادونې وړ ده چې ښايي د دوی ځواب ډېر وخت ونيسي.

په افغانستان کې له کومه ځايه مرسته ترلاسه کولای شم؟

د (بپرسېد) وېبسایټ پر (Service Map) په افغانستان کې اړينه مرسته ترلاسه کولای شئ. دا وېبسایټ په پښتو، دري او انګليسي ژبو کارولای شئ. هلته د مالي مرستې، وړيا خوړو، درملو، زده‌کړو، د مرکزونو يا امن خونو په اړه مالومات ترلاسه کولای شئ.

Partner-Logos PS

يوه پروژه د:
تمويل: