په جرمني کې د سرپرستۍ حق (Sorgerecht)

Parents holding children's hands
اوسمهالیز 10.05.2023

په جرمني کې ميندې او پلرونه کوم مسؤوليتونه او حقونه لري؟

مورولي او پلارولي ستره دنده ده او له ډېرو مسؤوليتونو سره تړلې ده. په جرمني کې د دې مسؤوليتونو ډېره برخه د سرپرستۍ په حق يا قانون (Sorgerect) کې ځای پرځای شوې ده. د دې قانون لپاره د مدني قانون ۱۶۲۶ ماده (§ 1626 des Bürgerlichen Gesetzbuches) ډېره مهمه ده. په دې ماده کې روښانه شوې ده چې والدين بايد د ماشومانو ښه ساتنه وکړي او له زورزياتي پرته يې پالنه وکړي. په دې ډول د جرمني دولت د سرپرستۍ د قانون په مرسته غواړي د ماشومانو له ښې ساتنې او پالنې ډاډ ترلاسه کړي. په همدې حال کې والدين کولای شي د ماشومانو لپاره په ځانګړو مسلو کې خپله پرېکړه وکړي خو د دې تر څنګ بايد د ماشوم خوښه هم په پام کې ونيسي. له همدې کبله په سرپرستۍ کې د ماشوم رضا هم ډېره مهمه ده.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

د سرپرستۍ حق څه ته وايي؟

د جرمني په قوانينو کې د ماشومانو قانون (Kindschaftsrecht) د ماشوم او والدينو تر منځ اړيکې تنظيموي. د سرپرستۍ حق د ماشومانو د قانون يوه برخه ده او په ډاګه کوي‌ چې والدين بايد د ماشومانو روغتيا، پالنې او اړتياوو ته پاملرنه وکړي. له همدې کبله وکيلان والدينو ته د ماشومانو قانوني سرپرستان (Erziehungsberechtigte) وايي. د سرپرستۍ قانون والدينو ته مسؤوليتونه او حقونه ورکوي. تاسې حق لرئ د خپل ماشوم د اوسېدو د ځای وټاکئ او اجازه ورکړئ چې له چا سره وګوري. والدين همدا شان د ماشومانو قانوني استازولي هم کوي. په دې مانا چې کولای شئ د خپلو ماشومانو لپاره قانوني پرېکړې وکړئ. د بېلګې په توګه کولای شئ د ماشوم لپاره ځيني تړونونه لاسليک کړئ. دا ځکه چې ماشوم له اتلس کلنۍ مخکې تړونونه نه شي لاسليکولای.

د ماشومانو د سرپرستۍ قانون ماشومانو ته کوم حقونه ورکوي؟

ماشومان د سرپرستۍ په قانون کې خپل حقونه لري. د بېلګې په توګه دوی حق لري چې له زورزياتي پرته يې پالنه وشي. د ماشوم عمر او ودې ته په کتو، والدين بايد خپل ماشوم په پرېکړو کې شامل کړي. د بېلګې په توګه ماشومان کولای شي له ۱۵کلنۍ وروسته په خپله د خپل دين ټاکلو پرېکړه وکړي. د سرپرستۍ په قانون کې مقررات په ډاګه کوي چې له ماشوم سره ښه چلند کيږي او والدين يې ښه پالنه کوي.

که والدين په محکمه کې د ماشوم د سرپرستۍ پر سر شخړه ولري، ماشومان په دې مسله کې خپل حقونه لري. په دې اړه نور مالومات لاندې په بله برخه کې ولولئ.

څوک د سرپرستۍ حق لري؟

د سرپرستۍ قانون له اتلس کالونو د ټيټ عمر لرونکو ماشومانو او د هغوی د والدينو لپاره دی. د قانون له مخې والدين د ماشوم مور او پلار ګڼل کيږي. په دې کې سرپرست والدين هم راځي. مور هغه چا ته وايي چې ماشوم يې نړۍ ته راوړی وي. پلار بيا هغه څوک دی چې له لاندې شرطونو یو پوره کړي:

  • هغه کس چې د ماشوم د زېږېدو پر مهال يې د ماشوم له مور سره واده کړی وي.
  • هغه کس چې د ماشوم د پلار په توګه پېژندل شوی وي او د ماشوم مور هم د پلارولۍ دا پېژند (Vaterschaftsanerkennung) تاييد کړی وي. په دې اړه نور مالومات لاندې ولولئ.
  • کورنۍ محکمه پرېکړه وکړي چې دا کس د ماشوم پلار دی.

يادونه: د همجنسبازانو او نورو جنسيتونو لرونکو لپاره د مورولۍ يا پلارولۍ تاييدول اسانه نه دي. د جرمني د قوانينو له مخې تر اوسه يوازې مور او پلار په رسميت پېرندل کيږي. د ليزبين لپاره قانون دا دی چې هغه ښځه چې ماشوم يې نړۍ ته نه دی راوړی، بايد ماشوم په زوی‌ولۍ يا لورولۍ ومني. يوازې په دې توګه هغه هم د ماشوم د مور په توګه پېژندل کيږي. ګې يا نارينه جوړه دواړه بايد ماشوم په زوی‌ولۍ يا لورولۍ ومني څو د ماشوم د پلرونو په توګه وپېژندل شي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (بېلابېل جنسي‌ هويتونه) کې ولولئ.

که چا واده نه وي سره کړی، د پلارولۍ اړيکه څه ډول تاييدولی شي؟

که د ماشوم مور او پلار واده نه وي سره کړی، پلار کولی شي پلارولي ثبت او په رسمي ډول تاييد کړي. یوازې له دې وروسته دا کس د ماشوم رسمي پلار ګڼل کيږي. البته د ماشوم مور بايد دا خبره تاييد کړي. دا تاييد د ماشوم له زېږېدو وړاندې هم کولای شئ. په دې ډول د ماشوم د زېږېدو په سند کې د پلار نوم ليکل کيږي. که د ماشوم له زېږېدو وروسته پلارولي رسمي کوئ، بايد ماشوم لپاره د زېږېدو د نوي سند غوښتنه وکړئ.

د پلارولۍ اړيکه (Vaterschaft) د ماشومانو په ادره يا يوګندامت، د ثبت اداره يا شتندس‌امت، سيمه‌ييزه محکمه او يا د رسمي سندونو په اداره (Notarbüro) کې رسمي کولای شئ. په یوګندامت کې د دې سند رسمي کول وړيا دي. په شتندس‌امت، نوتار يا محکمه کې بيا دا کار د اصولو له مخې لګښت لري. د پلارولۍ د رسمي کولو لپاره بايد په پورته يادو شوو ادارو کې وخت واخلئ. دې ترمين لپاره بايد مور او پلار دواړه ورشي. د خپلې سيمي يوګندامت پر (jugendaemter.com) وېبسایټ موندلای شئ. شتندس‌امت او يا محکمه بيا د خپلې سيمې، ښار يا ناحيې پر وېبسایټ موندلای شئ. پر ګوګل هم د دې ادارو پلټنه کولای شئ. تر ټولو نږدې نوتار پر (notar.de) وېبسایټ موندلا شئ.

د ماشوم مور بايد دې ترمين ته د مورولۍ سند (Mutterpass)، د پېژندنې کارت يا اوسوايس او د زېږېدنې سند (Geburtsurkunde) له ځان سره ولري. پلار بايد د پېژندنې او زېږېدنې سندونه له ځان سره ولري. د زېږېدنې بهرني سندونه بايد د معتبر ژباړن له لوري ژباړل شوي وي. که د ماشوم له زېږېدو وروسته د پلارولۍ سند تاييدوئ، بايد د ماشوم د زېږېدنې سند هم له ځان سره ولرئ. که دا سندونه نه وي او يا کم وي، د اصولو له مخې د پلارولۍ تاييدول ناشوني دي. په داسې حالت کې له يوه مشورتي مرکز يا وکيل څخه مرسته وغواړئ. مشورتي ادارې د پروازول پر وېبسایت موندلای شئ. پر (www.rechtsberaterkonferenz.de) وېبسایټ هغه وکيلان موندلای شئ چې د مهاجرت او کډوالۍ به چارو کې تخصص لري. ځينې ادارې ښايي نور سندونه هم وغواړي. ښه به وي چې په دې اړه د وخت اخستلو پر مهال مالومات ترلاسه کړئ.

يادونه: که کارکوونکي فکر وکړي چې د پلارولۍ سند يوازې د ځان يا ماشوم د استوګنې اجازې ترلاسه کولو لپاره غوښتل کيږي، ښايي اوسلنډربېهورده ته په دې اړه خبر ورکړي. په داسې حالت کې بيا اوسلنډربېهورده ستاسې قضيه ارزوي. په دې اړه نور مالومات لاندې په بله برخه کې ولولئ.

مهم: د پلارولۍ له سمي کېدو سملاسي وروسته د ماشوم سرپرستي نه درکول کيږي. د دې کار لپاره بايد د ماشوم له مور سره یوځای د ماشوم د سرپرستۍ سند (Sorgerechtserklärung) ترلاسه کړئ. په دې اړه نور مالومات لاندې ولولئ.

که د ادارو له لوري د پلارولۍ اړيکه په رسميت ونه پېژندل شي، څه کيږي؟

په جرمني کې يوازې د ماشوم يا والدينو د استوګنې اجازې ترلاسه کولو لپاره له پردي ماشوم سره د پلارولۍ اړيکه جوړول منعه دي. دې کار ته د پلارولۍ د اړيکې ناسمه کارونه (missbräuchliche Vaterschaft) وايي. که دولتي ادارې يا نوتار د پلارولۍ د اړيکې تاييدولو پر مهال شک ولري، د قانون له مخې اړ دي چې اوسلنډربېهورده ته خبر ورکړي. دا کار ښايي هغه وخت ډېر وشي چې والدين د جرمني د استوګنې ډاډمنه اجازه ونه لري‌او يا بايد جرمنی پرېږدي. پر دې مهال د دې ادارو کارکوونکي فکر کوي چې د پلارولۍ تاييد يوازې په جرمني کې د پاته کېدلو لپاره دی او اړوند کس د ماشوم اصلي پلار نه دی. همدا شان که د ماشوم او پلار تر منځ شخصي اړيکه ونه ليدل شي، ښايي پلارولي په رسميت ونه پېژندل شي. له اوسلنډربېهورده سره د قضيې ثبتېدلو پر مهال بيا دا قضيه ارزول کيږي. البته دا کار یوازې هغه وخت کيږي چې کس د ماشوم بيولوژيکي پلار نه وي. که اوسلنډربېهورده ستاسې کېس ارزوي، ښه به وي چې له يوه وکيل يا مشورتي ادارې سره اړيکه ونيسئ. مشورتي ادارې د پروازول پر وېبسایت موندلای شئ. پر (www.rechtsberaterkonferenz.de) وېبسایټ هغه وکيلان موندلای شئ چې د مهاجرت او کډوالۍ به چارو کې تخصص لري.

يادونه: د قضيې د ارزونې تر پايه د پلارولۍ اړيکه په رسميت نه پېژندل کيږي.

ګډه سرپرستي څه ته وايي؟

والدين کولای شي په ګډه د ماشوم سرپرسي ولري. دې ته د ګډې سرپرستۍ حق (gemeinsames Sorgerecht) وايي. که د ماشوم د زېږېدو پر مهال مو واده سره کړی وي، په اتومات ډول د ماشوم د ګډې سرپرستۍ حق ترلاسه کوئ. په دې ډول بيا ځلې د دې حق د غوښتلو اړتيا نشته.

که د ماشوم د زېږېدلو پر مهال مو واده نه وي سره کړی او غواړئ په ګډه د ماشوم سرپرستي پر غاړه ولرئ، کولای شئ د ماشوم د سرپرستۍ د سند (Sorgerechtserklärung) غوښتنه وکړئ. په دې سند کې مور او پلار دواړه روښانوي چې په ګډه د ماشوم سرپرستي پر غاړه اخلي. که دا کار ونه کړئ، یوازې مور د ماشوم د سرپرستۍ حق لري.

که په ګډه د سرپرستۍ حق لرئ، کولای شئ دواړه د ماشوم پالنه وکړئ او د هغه لپاره مهمې پرېکړې په ګډه وکړئ. دې مهمو پرېکړو ته د پام وړ مهمې چارې (Angelegenheiten von erheblicher Bedeutung) وايي. دا پرېکړې ځکه مهمې دي چې د ماشوم په ژوند ژور اغېز لري. په دې پرېکړو کې د بېلګې په شان د اوسېدو ځای، ښوونځي او مذهب ټاکل راتلای شي. د ورځنيو خوړو او خوب د وختونو په شان پرېکړو ته ورځنۍ پرېکړې (alltägliche Entscheidungen) وايي. که تاسې سره بېل شئ او بيا هم ګډې سرپرستۍ ته ادامه ورکړئ، بايد مهمې پرېکړې په ګډه وکړئ. له ماشوم سره اوسېدونکی پلار يا مور بيا کولای شي ورځنۍ پرېکړه یوازې وکړي. د شخړې او ستونزو د مخنيوي لپاره به ښه وي چې په دې اړه يوه توافق ته ورسېږئ.

د يوازې سرپرستۍ حق څه ته وايي؟

د يوازې سرپرستۍ حق (alleinige Sorgerecht) په دې مانا دی چې يوازې يو کس د ماشوم سرپرستي پر غاړه اخلي. ناواده شوې مور د ماشوم له زېږېدلو وروسته يوازې د ماشوم د سرپرستۍ حق لري. د يوازې سرپرستۍ حق درلودونکی مور يا پلار کولای شي په يوازې ځان د ماشوم لپاره مهمې او ورځنۍ پرېکړې وکړي. البته د ماشوم بل مور يا پلار کولای شي د دې پرېکړو پر وړاندې اعتراض وکړي. په دې اړه نور مالومات لاندې په بله برخه کې ولولئ.

د سرپرستۍ سند (Sorgerechtserklärung) څه ته وايي؟

د سرپرستۍ سند یو رسمي سند دی چې ناواده شوې جوړې پکې په ګده د ماشوم د پاللو ژمنه کوي. په دې ډول دواړه ثابتوي چې په ګډه د ماشوم د سرپرستۍ حق لري. په دې سند کې دا هم ليکل کېدای شي چې د بېلتون په صورت کې سرپرستي د چا پر غاړه ده او يا به دواړه سرپرستي او د ماشوم پالنه پر غاړه اخلي.

د سرپرستۍ سند هر وخت ترلاسه کولای شئ. دا کار په يوګندامت او يا د نوتار په يوه دفتر کې کولای شئ. دا سند يوازې هغه وخت معتبر دی چې دواړه والدين يې لاسليک کړي. البته هر کس يې په بېله توګه هم ترلاسه کولای شي. د خپلې سيمي يوګندامت پر (jugendaemter.com) وېبسایټ موندلای شئ. شتندس‌امت او يا محکمه بيا د خپلې سيمې، ښار يا ناحيې پر وېبسایټ موندلای شئ. پر ګوګل هم د دې ادارو پلټنه کولای شئ. تر ټولو نږدې نوتار پر (notar.de) وېبسایټ موندلا شئ.

د سرپرستۍ سند ترلاسه کولو لپاره بايد د خپلې پېژندنې سند او د ماشوم د زېږېدنې سند له ځان سره ولرئ. د زېږېدنې په سند کې بايد د ماشوم د پلار د نوم يادونه شوې وي. که داسې نه وي، د پلارولۍ د اړيکې د سند (Vaterschaftsanerkennung) او د دې سند لپاره د مور د تاييدليک رسمي کاپيانې هم بايد له ځان سره ولرئ. د رسمي يا تاييد شوو کاپيانو په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د سندونو تاييد شوې کاپيانې) کې ولولئ.

يادونه: په نوتار کې د سرپرستۍ سند ترلاسه کول ۸۰ يورو (۲۰۲۱) کال لګښت لري خو په يوګندامت کې بيا وړيا دی.

کولای شم له ماشوم سره یوازې له جرمني ووځم؟

دا چې له خپل ماشوم سره له جرمني بهر تلای شئ او که نه، له دې سره اړه لري چې څوک د ماشوم د سرپرستۍ حق لري او غواړئ څومره وخت له ماشوم سره بهر تېر کړئ.

زه د ماشوم د ګډې سرپرستۍ حق لرم:

که تاسې او د ماشوم بل مور يا پلار په ګډه د ماشوم سرپرستي پر غاړه لرئ، نه شئ کولای يوازې د ماشوم د اوسېدنې د ځای په اړه پرېکړه وکړئ. د دې کار لپاره د بل مور یا پلار تاييد ته اړتيا لرئ. دا خبره په جرمني کې د ځای بدلولو او‌ يا بهر ته د کډه کولو پر مهال هم صدق کوي. که مور او پلار دواړه ومني چې د تفريحي او رخصتۍ سفرونه ورځنۍ پرېکړې دي، بيا د سفر لپاره د بل اړخ تاييد ته اړتيا نشته. البته د ورځنيو پرېکړو او مهمو چارو په اړه بايد ليکلی تړون ولرئ.

که د بل مور یا پلار له اجازې پرته له ماشوم سره بل ځای کډه کوئ، بايد د محکمې تاييد حکم ترلاسه کړئ. د دې کار لپاره کورنیو محکمو ته یوازې سرپرستۍ حق ترلاسه کولو او يا په خپله د هغه د استوګنې ځای ټاکلو د حق ترلاسه کولو لپاره عريضه وکړئ.

مهم: که څوک د بل مور يا پلار له خوښې پرته له ماشوم سره بهر ته کډه شي، دې کار ته ماشوم‌تښتونه (Kindesentziehung) وايي. دا کار په جرمني کې جرم ګڼل کيږي او ښايي پايله يې د نغدي جريمې تر څنګ تر ۵ کالونو بندي کېدل وي.

يادونه: که ماشوم مو ستاسې له خوښې پرته په بل هېواد کې ژوند کوي، کولای شئ د سرپرستۍ د شخړو له نړيوال مرکزي دفتر سره اړيکه ونيسئ. دا اداره به هڅه وکړي چې ماشوم بېرته له تاسې سره یوځای کړي. البته هغه هېواد بايد د اروپايي ټولنې برخه وي او يا يې دهاګ د ماشوم تښتونې کنوانسيون لاسليک کړی وي. له دې پرته بايد تاسې او ماشوم ځينې نور ځانګړي شرطونه هم پوره کړئ. له دې ډلې د بېلګې په توګه، د ماشوم عمر بايد له ۱۶ کالونو کم وي او تاسې يې پالنه پر غاړه ولرئ. د ماشوم د بېرته راوستلو غوښتنه بايد په ليکلي ډول وکړئ. د دې کار اړوند فورمه د عدليې د فدرالي ادارې پر وېبسایټ، په (Formulare für Anträge nach HKÜ und ESÜ) موندلای شئ.

له دې پرته لاندې شيانو ته هم اړتيا ده:

  • وکالت‌ليک (Vollmachtserklärung). په دې توګه ياده شوې اداره توانيږي څو ستاسې پر ځای له اړونده محکمې او په بهر کې له ادارو سره اړيکه ونيسي.
  • د ګډې يا يوازې سرپرستۍ د حق درلودلو په اړه سند.
  • داسې يو سند چې وښيي ماشوم ستاسې له خوښې یا اجازې پرته تللی دی. د بېلګې په توګه د سرپرستۍ سند.

یوازې زه د ماشوم د سرپرستۍ حق لرم:

که يوازې تاسې د ماشوم د سرپرستۍ حق لرئ، کولای شئ د ماشوم لپاره ټولې مهمې پرېکړې يوازې وکړئ. په دې پرېکړو کې د ماشوم د اوسېدو ځای هم راځي او د ټاکلو لپاره يې د بل مور یا پلار اجازې ته اړتيا نشته. دا خبره په بهر او د ننه ټولو کې د کډه کولو یا ځای بدلولو په اړه صدق کوي.

که بل مور يا پلار ستاسې له پرېکړې سره موافق نه وي، کولای شي له محکمې څخه د ګدۍ سرپرستۍ او یا د ماشوم د استوګنې د ځای د ټاکلو لپاره د تاييد غوښتنه وکړي. که محکمه د مقابل کس غوښتنه ومني، ښايي د ماشوم د سرپرستۍ د حق پر سر شخړه جوړه شي. د سرپرستۍ د حق په اړه نور مالومات همدلته په بله برخه کې ولولئ.

په ياد مو وي چې محکمې ته له تګ وړاندې مرسته او مشوره ترلاسه کړئ. له پولو هاخوا د والدينو د شخړو او منځګړيتوب مرکزي اداره د (۰۰۴۹۳۰۶۲۹۸۰۴۰۳) ټليفون شمېرې له لارې په دې اړه وړيا مشوره او مالومات درکوي. دوی ته د دووه‌نۍ يا دوشنبې د سهار له ۹ بيا د مازديګر تر ۴ بجو زنګ وهلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په جرمني، انګليسي، فرانسوي او هسپانوي‌ ژبو خبرې کوي.

که د ماشوم مور، پلار يا دواړه مړه شي، څه کيږي؟

که له والدينو يو مړ شي، بل د ماشوم سرپرستي پر غاړه اخلي. دا کار هغه وخت کيږي چې له دې وړاندې مور او پلار دواړو د ماشوم سرپرستي پر غاړه درلوده. په داسې حالت کې د محکمې حکم ته اړتيا نشته. که هغه مور يا پلار مړه شي چې يوازې يې د ماشوم د سرپرستۍ حق درلوده، کورنۍ محکمه پرېکړه کوي چې چا له دې وروسته چا ته د ماشوم سرپرستي ورکړي. د اصولو له مخې ژوندي مور يا پلار ته د ماشوم سرپرستي ورکول کيږي. البته که قاضي فکر وکړي چې ماشوم هلته ښه نه ساتل کيږي، ښايي بل چا ته د ماشوم سرپرستي وسپاري. دا کار هغه مهال کيږي چې والدين د خپلو ماشومانو پالنه ونه کړای شي. په داسې حالت کې د سرپرست (Vormund) ټاکل دکورنۍ محکمې دنده ده او ښايي د ماشوم خپلوان او يا يوګندامت ته دا دنده وسپاري.

که د ماشوم مور او پلار دواړه مړه شي، بيا هم د ماشوم سرپرستي بل چا ته سپارل کيږي. والدين کولای شي په خپله وصيت‌ليک کې د سرپرستۍ لپاره د يو داسې چا يادونه وکړي چې عمر يې له ۱۸ کالونو لوړ وي او د ماشوم د پالنې لپاره وړ وي. کورنۍ محکمه بيا د اصولو له مخې هماغه کس ته د ماشوم سرپرستي سپاري. البته که دا کس ډېر زوړ وي او يا ماشوم ونه غواړي له هغه سره واوسي، محکمه به يې د ماشوم د سرپرستۍ لپاره وړ ونه ګني او بل چا ته به دا دنده ورترغاړه کړي. له ۱۴ کالونو د لوړ عمر ماشومان کولای شي د خپل ځان لپاره سرپرست تاييد يا رد کړي. که په وصيت‌ کې د سرپرست يادونه نه وي شوې، محکمه به په دې اړه پرېکړه وکړي.

مهم: په وصيت کې دا يادونه هم کولای شئ چې څوک بايد په هېڅ صورت کې او ولې د ماشوم سرپرستي ونه کړي.

يادونه: وصيت‌ليک بايد وخت پر وخت وازول شي او که اړتيا وي سمون پکې راوستل شي. په دې ډول ستاسې له احتمالي مړينې وروسته ستاسې له خوښې پرته پرېکړو مخنيوی کېدای شي. پام مو وي چې وصيت خپله وليکئ او خپله يې لاسليک کړئ. د وصيت ليکلو د ځای او نېټې يادونه هم مهمه ده. که دا شيان له يادوه وايستل شي، ښايي وصیت مو نامعتبر وبلل شي.

د بېلېدلو پر مهال د ماشوم سرپرستي چا ته ورکول کيږي؟

له بېلېدلو یا طلاق وروسته د ماشوم سرپرستي د هغه د مور او پلار له حالت سره اړه لري:

واده شوې جوړه:

که یوه واده شوې جوړه سره بېله شي، له بېلېدو وروسته دواړه په ګډه د ماشوم د سرپرستۍ حق ساتي. البته دا خبره بايد له کورنۍ محکمې سره شريکه شي. محکمې ته بايد څرګنده کړئ چې په ګډه د ماشوم سرپرستۍ ته ادامه ورکوئ. البته د بېلېدو په تړون کې وليکئ چې ماشوم به چېرته اوسي او څوک به يې څو ځله او چېرته ويني. که د ماشوم مور يا پلار ونه غواړي له بېل شوي کس سره د ماشوم ګډې سر پرستۍ ته ادامه ورکړي، بايد کورنۍ محکمې ته د یوازې سرپرستۍ ترلاسه کولو عريضه وکړي.

ناواده شوې جوړه:

که یوه ناواده شوې جوړه سره بېله شي، کولای شي له بېلېدو وروسته دواړه په ګډه د ماشوم د سرپرستۍ حق وساتي. البته دا خبره یوازې هغه وخت معتبره ده چې دواړو له بېلېدو وړاندې د ماشوم د ګدې سرپرستۍ حق ترلاسه کړی وي او د سرپرستۍ په سند کې مو د دې خبرې يادونه کړې وي. په دې ډول د ګډې سرپرستۍ د حق وخت له طلاق وروسته هم غځيږي. که د سرپرستۍ سند ونه لرئ، یوازې مور د ماشوم د سرپرستۍ حق ترلاسه کوي. البته د ماشوم پلار بيا هم کولای شي کورنۍ محکمې ته د ګډې سرپرستۍ د حق ترلاسه کولو عريضه وکړي. د دې کار لپاره د ماشوم د مور تاييد ته اړتيا نشته خو محکمې ته د عريضې په اړه خبر ورکول کيږي. که مور د ګډې سرپرستۍ مخالفه وي، کولای شي محکمې ته اړين دليلونه وړاندې کړي او څرګنده کړي چې ماشوم د پلار له لوري سم نه ساتل کيږي او يا يې سمه پالنه نه کيږي. د يادونې وړ ده چې محکمه د ګډې سرپرستۍ د ردولو لپاره مهلت درکوي. که مور په ټاکلې موده کې دا کار وکړي، محکمه به د سرپرستۍ حق دعوه (Sorgerechtsverfahren) پيل کړي او دواړه لوري به محکمې ته ورشي. که د ماشوم مور په ټاکلې موده کې عريضه ونه کړي، محکمه به د ګډې سرپرستۍ حکم ورکړي.

مهم: که له طلاق وروسته د ماشومانو د پالنې او ساتنې په اړه توافق ته نه رسېږئ، کولای شئ مرسته ترلاسه کړئ. د بېلګې په توګه د خپلې سيمې له یوګندامت څخه د مشورې لپاره وخت وغواړئ. د خپلې سيمې يوګندامت پر (jugendaemter.com) وېبسایټ موندلای شئ.. د (profamilia) کارکوونکي هم مشوره درکولای شي. د دې ادارې تر ټولو نږدې څانګه پر (profamilia) وېبسایټ موندلای شئ. په عمومي توګه د دې ادارو کارکوونکي په جرمني ژبه خبرې کوي او مرسته او مشوره وړيا ده. د والدينو بېړنۍ شمېرې (Elternhotline) ته هم زنګ وهلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په څو ژبو خبرې کوي او مشوره يې وړيا ده.

کورنۍ محکمه څه وخت د سرپرستۍ د حق په اړه پرېکړه کوي؟

د سرپرستۍ په حق کې د بدلولونو پر مهال بايد تل کورنۍ محکمې ته خبر ورکړئ. دا بدلون ښايي هغه مهال وي چې يو کس د بېلې سرپرستۍ يا ګډې سرپرستۍ حق وغواړي. یوازې کورنۍ محکمه دا بدلونونه الزامي‌کولای شي. وکیلان دې مسلې ته د سرپرستۍ د حق لېږدېدل (Sorgerechtsübertragung) وايي. د سرپرستۍ په حق کې د بدلون لپاره د ماشوم د اوسېدو د سيمې کورنۍ محکمې ته مراجعه وشي. دا محکمې د ګوګل په مرسته موندلای شئ. هلته د ماشوم پوستي کوډ يا د ښار نوم او د (Familiengericht) توری زيات کړئ او لټون وکړئ.

مهم: که د يوازې سرپرستۍ حق غواړئ، بايد قانع کوونکي دليلونه وړاندې کړئ. محکمه یوازې په هغه حالت کې د یوازې سرپرستۍ حق ورکوي چې په دې قانع شي چې ماشوم ته ګډه سرپرستي ښه نه ده. دا کار ښايي هغه وخت وشي چې له والدينو يو يې ماشوم په فزيکي يا اروايي توګه ځوري، ښه ډوډۍ نه ورکوئ، ښوونځي ته يې نه پرېږدي او يا په نشه‌يي توکو روږدی وي.

کورنۍ محکمه هغه مهال هم د سرپرستۍ د حق په اړه پرېکړه کوي چې يوګندامت اړيکه ورسره ونيسي. البته دا کار یوازې هغه وخت کيږي چې ماشوم تر ګواښ لاندې وي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (يوګندامت) کې لوستلای شئ.

د سرپرستۍ د حق لپاره په محکمې کې قضيه څه ډول مخته ځي؟

د سرپرستۍ د حق لپاره کورنيو محکمو د هرې عريضې لپاره محاکمه نه ترسره کيږي. که د ماشوم مور او پلار د ماشوم د سرپرستۍ په اړه توافق ته سره ورسيږي، کولای شي محکمې ته په دې اړه يو ليک وليکي او د خپلې پرېکړې په اړه خبر ورکړي. محکمه د دوی غوښتنليک له محاکمې پرته تاييد کړي.

که مور او پلار توافق هم سره ونه لري، قاضيان هڅه کوي چې د محاکمې مخنيوی وکړي. دا ځکه چې محاکمه ډېر وخت او پیسو ته اړتيا لري او د والدينو او ماشوم لپاره ستړې کوونکې ده. له همدې کبله محکمه ښايي دوی مشاورانو او يا منځګړو (Mediator*innen) ته ولېږي. منځګړي هغه مشاوران دي چې د شخړو په حلولو کې تخصص او تجربه لري. که هلته هم ستونزه حل نه شي، محاکمه به پيل شي. د محاکمې پر مهال کتل کيږي چې د ماشوم لپاره کوم حل غوره دی. د دې کار لپاره قاضيان د بېلابېلو مدعيانو او شاهدانو خبرې اوري. په دې ډله کې له ۱۴ کالونو پورته ماشوم، د هغه والدين، وکيل (Verfahrensbeistand) او د يوګندامت استازي شامل دي. وکيلان هغه متخصص وکيلان او يا پېداګوژان دي چې په محاکمه کې د ماشوم له ګټو دفاع کوي. دا ځکه چې ماشومان هم د سرپرستۍ د حق په شخړه کې د تاييد او رد حق لري. قاضيان له ماشوم څخه د هغه د خوښې د اوسېدو ځای په اړه پوښتنې کوي او همدا شان پوښتي چې غواړي له مور او يا پلار سره څنګه او څه وخت وويني. هر څومره چې ماشوم لوی وي، قاضيان يې غوښتنو ته ډېر پام کوي. ځينې وخت قاضيان له ارواپوهانو هم په دې اړه مشوره غواړي. دا کار هغه وخت کيږي چې قاضيان په ځانګړو مسلو کې پوره مالومات ونه لري. ارواپوهان محکمې ته د ماشوم او له مور او پلار سره د هغه د اړيکو او حالت په اړه راپور ورکوي.

د محکمې لپاره د وکيل نيولو ته اړتيا نه لرئ خو که وي غوره دی. که خپله د وکيلانو د فيس پیسې نه لرئ، کولای شئ د محکمې د لګښتونو مرسته ترلاسه کړئ. د دې مرستې په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د قضايي پروسې د لګښتونو مرسته) کې ولولئ. وکيلان د بېلګې په توګه پر (anwaltsauskunft.de) وېبسایټ موندلای شئ.

په محکمه کې د سرپرستۍ د حق دعوه څومره لګښت لري؟

په عمومي توګه د ماشوم والدين د قضايي پروسې لګښتونه په مساوي ډول وېشي. د هرې محاکمې لګښت له بلې سره توپير لري. ښه به وي چې د لګښتونو په اړه مخکې له مخکې له يوه وکيل يا وکيلې څخه مشوره ترلاسه کړئ. وکيلان پر (anwaltsauskunft.de) وېبسایټ موندلای شئ.

يادونه: که خپله د وکيلانو د فيس پیسې نه لرئ، کولای شئ د محکمې د لګښتونو مرسته ترلاسه کړئ. د دې مرستې په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د قضايي پروسې د لګښتونو مرسته) کې ولولئ.

که له چا د ماشوم سرپرستې واخستل شي، د استوګنې په اجازه يې څه اغېز لري؟

په جرمني کې ټول بهرنيان بايد د استوګنې اجازه ولري. ځينې کسان د خپل جرمني تابعيت يا استوګنې اجازه لرونکي ماشوم په وسيله د استوګنې اجازه يا ويزه ترلاسه کوي. که داسې کسان د ماشوم د سرپرستۍ حق له لاسه ورکړي، سملاسي له جرمني نه ايستل کيږي. په لومړي سر کې د بهرنيانو چارو اداره يا اوسلنډربېهورده ګوري چې څوک د ماشوم پالنه کوي. په پالنه کې دا هم راځي چې يو څوک په منظم ډول له خپل ماشوم سره وګوري او د ژوند د لګښتونو لپاره يې پیسې (Unterhaltszahlungen) ورکړي.

په لاندينيو حالتونو کې د استوګنې اجازې وخت نه غځول کيږي:

  • له ماشوم سره نه ګورئ.
  • د ماشوم مالي ملاتړ نه کوئ.
  • ستاسې او ماشوم تر منځ اړيکه نشته.

که د استوګنې اجازې د له لاسه ورکولو وېره وي، سملاسي له يوې مشورتي ادارې سره اړيکه ونيسئ. په جرمني کې د زېږېدلو ماشومانو او استوګنې اجازې په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (په جرمني کې د زېږېدلو ماشومانو د استوګنې اجازه) کې ولولئ.

مهم

که د سرپرستې د حق لپاره وکيل نيولو ته اړتيا وي او خپله د وکيلانو د فيس پیسې نه لرئ، کولای شئ د مشورې مرسته (Beratungshilfe) ترلاسه کړئ. په دې ډول محکمه ستاسې د لګښت زياته برخه پرې کوي. د دې مرستې غوښتنه د خپلې سيمې له محکمې (Amtsgerichts) کولای شئ. د دې مرستې په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د قضايي پروسې د لګښتونو مرسته) کې ولولئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: