په جرمني کې د زېږېدونکو ماشومانو د استوګنې اجازه

Das Bild zeigt eine Familie im Wohnzimmer. Der Vater öffnet seine Hände, um sein Kleinkind in die Arme zu nehmen.
اوسمهالیز 30.10.2023

په جرمني کې د زېږېدونکو ماشومانو او هغوی د ميندو او پلرونو د استوګنې اجازه څه ډول ده؟

نړۍ ته د ماشوم راتګ له خوښيو سره مل وي. له کډوالو او مهاجرو سره د دې خوښۍ تر څنګ د امېدوارۍ، د ماشومانو روزنې او د هغوی د استوګنې د اجازې يا قبولۍ په اړه پوښتنې وي چې ځوابونه يې ښايي ډېر مهم وي. دلته په دې اړه بشپړ مالومات درکوو.

زه کوم حقونه لرم؟

دلته زما زېږېدلي بچي ته د جرمني تابعيت ورکول کيږي؟

په جرمني کې زېږېدلو ماشومانو ته هغه وخت د جرمني تابعيت ورکول کيږي چې له والدينو يې لږ تر لږه يو په همدې وخت کې د جرمني تابعيت ولري او يا له اتو کالو راهيسې په جرمني کې په قانوني ډول (rechtmäßig) اوسيږي او د استوګنې دايمي اجازه لري. د قانوني اوسېدو مانا دا ده چې اړوند کس بايد په ټوله ياده شوې موده کې د استوګنې اجازه درلودلې وي. په دې اتو کالونو کې د پنا غوښتنې د پروسې موده هم حسابيږي خو په دې شرط چې د پروسې په پای کې قبولي يا د استوګنې اجازه ترلاسه شي.

ماشومان کولای شي د جرمني له تابعيت سره سره د خپلو والدينو د هېواد تابعيت هم ولري.

يادونه: که د ماشوم والدينو واده نه وي سره کړی او يوازې د ماشوم پلار د جرمني تابعيت ولري (يا له اتو کالو راهيسې په جرمني کې له قبولۍ سره اوسيږي او اوس د استوګنې دايمي اجازه لري)؛ دا پلار بايد په رسمي ډول د ماشوم د پلار په توګه وپېژندل شي څو ماشوم ته هم د جرمني تابعيت ورکړل شي.

که مور او پلار دواړه دا شرطونه پوره نه کړي؛ ماشوم ته به سملاسي جرمني تابعيت ورنه کړل شي.

مهم: د بې‌وطنه يا بې‌هويته ماشومانو لپاره د جرمني تابعيت ترلاسه کولو شرطونه جلا دي:

-       ماشوم بايد له زېږېدو وروسته بې‌هويته ثبت شوی وي.

-       ماشوم بايد په جرمني کې يا د جرمني اړوند په يوه الوتکه يا بېړۍ کې زېږېدلی وي.

-       ماشوم بايد لږ تر لږه له ۵ کالو راهیسې په قانوني ډول د جرمني استوګن وي.

-       ماشوم بايد له پينځو کالو زيات په بند کې نه وي پاته شوی.

-       له خپلې ۲۱ کلنۍ وړاندې د جرمني د تابعيت ترلاسه کولو غوښتنه وکړي.

په جرمني کې زما زېږېدلی ماشوم د استوګنې اجازه ترلاسه کولای شي؟

دا چې دلته زېږېدلي ماشوم ته د استوګنې اجازه ورکول کيږي او که نه؛ د هغه د مور او پلار د استوګنې له اجازې سره تړلې ده:

-       که د ماشوم د والدينو د پنا غوښتنه منل شوي وي؛ د کډوال په توګه منل شوی وي او يا يې فرعي خونديتوب ترلاسه کړی وي؛ دلته زېږېدلی ماشوم دوې لارې لري:

1- که د ماشوم لپاره د خپل هېواد پاسپورت ترلاسه کولای شئ او يا ماشوم په خپل پاسپورت کې ثبتولای شئ، ماشوم ته به د استوګنې قانون د ۳۳مې مادې له مخې د استوګنې اجازه ورکړل شي. د استوګنې اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد د خپلې سيمې د بهرنيانو چارو ادارې (Ausländerbehörde) ته ورشئ او له ځان سره خپل پاسپورت او د ماشوم د زېږېدنې سند يوسئ. په ياد مو وي چې د منل شوي کډوال يا قبول شوي پناغوښتونکي په توګه تاسې خپل هېواد يا د خپل هېواد سفارت ته د تګ اجازه نه لرئ. د ماشوم د زېږېدنې د سند په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (امېدواري) کې لوستلای شئ.

2-  کولای شئ د خپل ماشوم لپاره د پنا غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره بايد د بمف (BAMF, Referat 716, Frankenstraße 210, 90461 Nürnberg) ادارې ته يو ليک ولېږئ او په هغه کې څرګنده کړئ چې غواړئ دلته د خپل زېږېدلي ماشوم لپاره د پنا غوښتنه وکړئ. له دې ليک سره بايد خپل مالومات، له بمف سره ستاسې د ثبت شمېره او د ماشوم د زېږېدنې د سند يوه کاپي مل کړئ. په عمومي ډول په داسې حالتونو کې ماشوم تاسې ته ورته د استوګنې سند ترلاسه کوي. د بېلګې په ډول که تاسې د کډوال په توګه منل شوي ياست؛ ماشوم هم منل کيږي. وروسته له دې چې بمف د ماشوم د پنا غوښتنې په اړه پرېکړه وکړي؛ تاسې به يو ليک ترلاسه کړئ. له دې ليک، د خپل اوسېدو د ځای د ثبت له سند، د ماشوم د زېږېدنې له سند او د ماشوم د پاسپورت سايز له يوه عکس سره اړونده اوسلنډربېهورده ته ورشئ څو پاسپورت او نور اړوند سندونه ترلاسه کړئ.

-       که د پناغوښتنې پروسه مو روانه وي؛ د پنا غوښتنه مو رد شوې وي او يا مو پر ډي‍پورټ د بنديز (§25 Absatz 5 AufenthG) له مخې د استوګنې لنډمهاله اجازه ترلاسه کړې وي؛ ستاسې نوي زېږېدلي ماشوم ته به د استوګنې لنډمهالی سند (Aufenthaltsgestattung) ورکړل شي. د دې لپاره چې د پنا غوښتنې پروسه يې پیل شي؛ بايد د بهرنيانو چارو ادارې ته د ماشوم د زېږېدو په اړه خبر ورکړئ. د دې کار لپاره بايد د ماشوم د زېږېدنې سند او يا په شتندس‌امت کې د ثبتېدلو سند وړاندې کړئ. د بهرنيانو چارو اداره يا اوسلنډربېهورده بيا خپله بمف ته خبر ورکوي. کله چې د ماشوم د پناغوښتنې پروسه پیل شي؛ تاسې ته به د يوه ليک په وسيله خبر درکړل شي او له تاسې به پوښتنه وشي چې که غواړئ د ماشوم د پنا غوښتنې پروسه کنسل کړئ. په دې حالت کې ښه ده چې له يوې مشورتي ادارې يا وکيل سره سلا وکړئ؛ ځکه دا ښايي يوه مهمه پرېکړه وي. له دې کبله چې ستاسې د پنا غوښتنه رد شوې ده؛ ښايي د ماشوم د پنا غوښتنه هم رد شي. البته د ماشوم د پنا غوښتنه به په ساده ډول نه رديږي (einfache Ablehnung) بلکې په ښکاره ډول د بې‌بنسټه غوښتنې (offensichtlich unbegründet) په توګه رديږي. دا ډول ردېدل د بېرته تګ په ضرب‌الاجل او بېرته ممکنه راتګ باندې جدي اغېز کوي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د پنا غوښتنې ردېدل) کې موندلای شئ. که د ماشوم لپاره د پنا غوښتنه ونه کړئ؛ هغه ته به ډولډونګ ورکړل شي.

يادونه: که د ماشوم والدين ډولډونګ ولري؛ ماشوم ته هم ډولډونګ ورکول کيږي.

که زه يو جرمن تابعيت لرونکی ماشوم ولرم؛ د استوګنې اجازه ترلاسه کولای شم؟

که د چا ماشوم د جرمني تابعيت ترلاسه کړي؛ والدين يې کولای شي د کورنۍ له غړو سره د يوځای کېدلو يا Familiennachzug zu Deutschen ((§28 Absatz 1, Satz 1, Nr. 3 AufenthG) له مخې د استوګنې اجازه ترلاسه کړي. دا اجازه يا سند هغه کسان هم ترلاسه کولای شي چې په جرمني کې اوسيږي. البته شرط دا دی چې دوی به په رښتيا د ماشوم سرپرستي پر غاړه لري. د دې خبرې د ثبوت لپاره د ګډې سرپرستۍ (gemeinsame Sorgerechtserklärung) سند وړاندې کولای شئ. دا سند څرګندوي چې تاسې د خپل ژوند له ملګري يا ملګرې سره په ګډه د ماشوم سرپرستي کوي. هر څوک چې د سرپرستۍ حق ولري؛ د ماشوم د پاللو مسؤول دی. دا کس پرېکړه کولای شي چې ماشوم يې کوم وړکتون يا ښوونځي ته ولاړ شي؛ له چا سره وګرځي او چېرته واوسي. که د ماشوم مور او پلار په رسمي ډول واده سره کړی وي؛ په اتومات ډول د ماشوم د سرپرستۍ حق ترلاسه کوي. که چا رسمي واده نه وي کړی؛ مور په يوازې ځان د پاللو حق ترلاسه کوي. که څوک غواړي په ګډه د ماشوم پالل پر غاړه واخلي؛ مور او پلار دواړه بايد د خپلې سيمې د ماشومانو په اداره يا يوګندامت کې د (Sorgerechtserklärung) په نوم سند وړاندې کړي. د خپلې سيمې تر ټولو نږدې يوګندامت پر (jugendaemter.de) وېبسایټ موندلای شئ. که غواړئ د ماشوم لپاره د استوګنې د سند غوښتنه وکړئ؛ د پورته ياد شوي سند (Sorgerechtserklärung) تر څنګ بايد لاندې نور سندونه هم له ځان سره ولرئ:

-       يو معتبر پاسپورت

-       د ماشوم د زېږېدنې سند (Geburtsurkunde) په کوم کې چې تاسې د مور يا پلار په توګه ياد شوي ياست.

-       که ماشوم له تاسې سره نه اوسيږي؛ د ماشوم له بل سرپرست (مور يا‌ پلار) څخه داسې سند چې وښيي تاسې د ماشوم سرپرستي پر غاړه لرئ.

د استوګنې د دې ډول اجازې ترلاسه کولو لپاره د ژوند د لګښتونو د ثبوت ورکولو ته اړتيا نشته. په بله وينا که څوک له جاب‌سنټر يا سوسيال څخه مرسته ترلاسه کوي؛ هم کولای شي د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړي.

يادونه: د استوګنې د اجازې ترلاسه کولو پر مهال مو بايد پر استوګنه بنديز (Aufenthaltsverbot) نه وي (د بېلګې په ډول د پخوانيو ډيپورټ شوو کسانو لپاره).

د استوګنې له دې ډول اجازې ترلاسه کولو درې کاله وروسته د (§28 Absatz 2 AufenthG) له مخې د استوګنې د دايمي اجازې (Niederlassungserlaubnis) غوښتنه کولای شئ. په دې حالت کې شرط دا دی چې لا به هم د ماشوم پالنه کوئ او يو څه جرمني ژبه مو زده کړې ده.

که د استوګنې د دايمي اجازې ترلاسه کولو لپاره د ۲۸مې مادې شرطونه پوره نه کړئ؛ د بېلګې په ډول که د ماشوم سرپرستي مو پر غاړه نه وي؛ کولای شئ د استوګنې قانون د ۲۵مې مادې د ۵ بند له مخې د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. البته د دې کار لپاره هم بايد ځينې شرطونه پوره شي. په دې اړه لا زيات مالومات زموږ په بل څپرکي (ډولډونګ څه ډول په قبولۍ بدلولای شو؟) کې د بشري حقونو له مخې د استوګنې اجازه پارګراف کې لوستلای شئ.

که ماشوم مې د استوګنې اجازه ولري؛ زه هم ورته اجازه ترلاسه کولای شم؟

که ماشوم مو د والدينو له منځه د يوه له مخې د استوګنې اجازه ولري؛ تاسې هم کولای شئ د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. البته دا خبره د هر چا په اړه توپير کوي. دا چې تاسې مو د بچيانو په وسيله د استوګنې اجازه ترلاسه کولای شئ او که نه؛ ښه به وي چې په اړه يې له يوه وکيل يا مشورتي مرکز سره مشوره وکړئ. په خپله سيمه کې وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې پلټلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وکاروئ.

د ماشوم په وسيله د استوګنې اجازې ترلاسه کولو اساسي شرط د ماشوم سرپرستي او پالنه ده. د دې تر څنګ، د پلار په توګه مو بايد پلارولي (Vaterschaft) په رسميت يېژندل شوې وي او د ګډې سرپرستۍ (gemeinsame Sorgerechtserklärung) لاسليک شوی سند ولرئ. د ګډې سرپرستۍ په دې سند کې څرګنده شوې وي چې تاسې د ژوند له بل ملګري يا ملګرې سره په ګډه د ماشوم سرپرستي پر غاړه لرئ. هر څوک چې د سرپرستۍ حق ولري؛ د ماشوم د پاللو مسؤول دی. دا کس پرېکړه کولای شي چې ماشوم يې کوم وړکتون يا ښوونځي ته ولاړ شي؛ له چا سره وګرځي او چېرته واوسي. که د ماشوم مور او پلار په رسمي ډول واده سره کړی وي؛ په اتومات ډول د ماشوم د سرپرستۍ حق ترلاسه کوي. که چا رسمي واده نه وي کړی؛ مور په يوازې ځان د پاللو حق ترلاسه کوي. که څوک غواړي په ګډه د ماشوم پالل پر غاړه واخلي؛ مور او پلار دواړه بايد د خپلې سيمې د ماشومانو په اداره يا يوګندامت کې د (Sorgerechtserklärung) په نوم سند وړاندې کړي. د خپلې سيمې تر ټولو نږدې يوګندامت پر (jugendaemter.de) وېبسایټ موندلای شئ. د ماشوم د زېږېدنې د سند په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (امېدواري) کې لوستلای شئ.

يادونه: که ماشوم مو د پناغوښتونکي يا کډوال په توګه قبول شوی وي؛ تاسې هم د کورنۍ د غړو په توګه ورسره يوځای کېدلای شئ. په دې اړه لا زيات مالومات زموږ په بل څپرکي (د کورنۍ له غړو سره یوځای کېدل) کې لوستلای شئ.

د پلارولۍ په رسميت پېژندل څه ته وايي؟

که د ماشوم مور او پلار رسمي واده نه وي سره کړی؛ پلار کولای شي په رسمي ډول ځان د ماشوم د پلار په توګه ثبت کړي. پلار يوازې هغه وخت د ماشوم مسؤول ګڼل کيږي چې د پلارولۍ رسمي سند ولري. همدا شان د دې سند له ترلاسه کولو وروسته ماشوم کولای شي د پلار په شان تابعيت خپل کړي. د پلارولۍ د سند ترلاسه کولو لپاره بايد د ماشوم مور او پلار دواړه په خ‍پل سيمه کې د ماشومانو ادارې يا (Jugendamt) ته ورشي. د خپلې سيمې تر ټولو نږدې يوګندامت پر (jugendaemter.de) وېبسایټ موندلای شئ. د پلارولۍ د سند ترلاسه کول وړيا دي. مور بايد پر دې مهال له ځان سره موټاپاس، اوسوایس او د زېږېدنې سند يا تذکره ولري. پلار هم بايد له ځان سره اوسوایس او د زېږېدنې سند يا تذکره ولري. البته دا تذکره يا له بهره د زېږون راوړل شوي سندونه بايد په رسمي ډول ترجمه شوي وي. که د ماشوم له زېږېدو وروسته د پلارولۍ سند ترلاسه کول غواړئ؛ بايد له ځان سره د ماشوم د زېږېدو سند هم يوسئ. که ياد شوي سندونه له ځان سره ونه لرئ؛ د اصولو له مخې د پلارولۍ سند ترلاسه کول ناشوني دي. په داسې حالتونو کې له يوه وکيل يا مشورتي مرکز سره مشوره وکړئ.  په خپله سيمه کې وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې پلټلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وکاروئ.

يادونه: د ماشومانو اداره يا يوګندامت ښايي د پلارولۍ د سند (Vaterschaftsanerkennung) ترلاسه کولو لپاره ستاسې غوښتنه د بهرنيانو چارو ادارې يا اوسلنډربېهورده ته وليږي. البته دا کار هغه وخت کيږي چې که د اړونده ادارې مامورين فکر وکړي چې تاسې د پلارولۍ سند يوازې د قبولۍ ترلاسه کولو لپاره غواړئ. د بهرنيانو چارو اداره به ستاسې کېس وڅېړي خو دا کار يوازې هغه وخت کولای شي چې د ماشوم پلار د هغه اصلي پلار (بيولوژيکي) پلار نه وي. په دې حالت کې ښه ده چې له يوه وکيل يا مشورتي ادارې څخه سلا واخستل شي.

که د پلار پلارولي په رسميت ونه پېژندل شي؛ څه وکړم؟

که د ماشوم د پلار پلارولي په رسميت ونه پېژندل شي؛ کولای شئ په کورنۍ محکمه کې د پلارولۍ د سند ترلاسه کولو غوښتنه (Feststellung der Vaterschaft) وکړئ. دا محکمه به د پلارولۍ د ازموينې حکم وکړي. په دې ازموينه کې د ماشوم او د هغه د پلار DAN پرتله کيږي. په دې ډول به مالومه شي چې اړوند کس د ماشوم اصلي پلار دی او که نه. په خپله سيمه کې يوه کورنۍ محکمه پر (gerichtsverzeichnis.de) وېبسایټ موندلای شئ.

مهم

د قانوني اوسېدو مانا دا ده چې اړوند کس بايد په ټوله ياده شوې موده کې د استوګنې اجازه درلودلې وي. په دې اتو کالونو کې د پنا غوښتنې د پروسې موده هم حسابيږي خو په دې شرط چې د پروسې په پای کې قبولي يا د استوګنې اجازه ترلاسه شي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: