منځپانګې ته لاړ شئ

کډوال او جرمني ته د کورنۍ د غړو راوستل

کوم کډوال کولای شي د خپلې کورنۍ غړي جرمني ته راولي؟

که غواړئ د کورنۍ غړي مو جرمني ته راولی، نو باید ځینې شرایط پوره کړئ. تر ټولو مهم شرط ستاسو د استوګنې اجازه ده. که تاسو د پناه غوښتونکي (Asylberechtigte*r) یا د "کډوال" (Flüchtling) په توګه پېژندل شوي یاست، نو د کورنۍ د یوځای کېدو قانوني حق لرئ. خو هغو کسانو ته چې د فرعي خوندیتوب (subsidiärer Schutz) یا پر ډیپورټ باندې د بندیز (Abschiebeverbot)  د استوګنې اجازه ورکړل شوې وي، پر هغوی ځانګړي مقررات پلي کېږي.

مهم: د فرعي خوندیتوب لرونکو لپاره د کورنۍ یوځای کېدو بهیر د ۲۰۲۵ کال د جولای له ۲۴مې نېټې څخه ځنډول شوی دي. دا قانون د اوس لپاره د دوو کلونو لپاره پلې کېږي. یوازې په ځانګړو او استثنایي حالاتو (Härtefälle) کې به د کورنۍ د غړیو راوستل ورته ممکن وي. نور استثناوې او معلومات به تاسو په "ایا زه کولی شم د کورنۍ یوځای کېدو لپاره غوښتنه وکړم؟" برخه کې ولولئ.

په دې څپرکي کې به تاسو ټول هغه څه ولولئ چې د کډوالو لپاره د کورنۍ یوځای کېدو په موضوع پورې اړوندېږی. د نورو هېوادونو وګړو لپاره بیا جلا قوانین پلي کېږي، چې توضیحات یې د "کورنۍ یوځای کېدل" په برخه کې موندلای شئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

که غواړئ چې د کورنۍ غړي مو جرمني ته راولئ، باید د کورنۍ د یوځای کېدو (Familiennachzug) رسمي غوښتنه وکړئ. د دې لپاره، لږ تر لږه د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubnis) باید ولرئهمدارنګه، ځینې نور شرایط هم باید پوره کړئ، چې په "زه باید کوم شرایط پوره کړم؟" برخه کې یې بشپړ معلومات لوستلی شئ.

  • زه قبول شوی یا د پناه غوښتونکی یم: که تاسو د جینوا د کډوالو کنوانسیون له مخې د پناه غوښتونکي په توګه پېژندل شوي یاست، نو کولی شئ خپله کورنۍ جرمني ته راوستل.
  • زما د استوګنې اجازه فرعي خوندیتوب ده: د ۲۰۲۵ کال د جولای له ۲۴مې وروسته، د فرعي خوندیتوب لرونکو لپاره د کورنۍ د غړیو راوستل ځنډول شوي دي. دا قانون د دوه کلونو لپاره دی. یوازې په ځانګړو او استثنایي حالاتو کې، کله چې د مېرمن، مېړه یا ماشومانو ژوند او روغتیا له جدي ګواښ سره مخ وي، د کورنۍ د غړیو راوستل ممکن دي.که  له دغه نېټې مو مخکې هم غوښتنه کړې وي همدا قانون درباندې پلي کېږي.خو په ځینې حالتونو کې ممکن استثنا وشمېرل شئ.

 ‌‌مهم: ‌دا نوی قانون پر هغه کسانو د پلي وړ نه دی،‌ چې د ۲۰۲۴ز کال د جولای میاشتې له ۲۴مې نېټې څخه یې مخکې سفارت ته غوښتل شوي وي او همدارنګه دا قانون په هغو کسانو هم د پلي کېدو وړ نه دی چې د همدې نېټې څخه یې مخکې د بهرنیو چارو د ادارې او یا هم محکمې څخه د ویزې د اخیستلو وعده تر لاسه کړې وي، دا کسان باید ویزه تر لاسه کړي. 

  • زه په ډیپورټ باندې د بندیز (Abschiebeverbot) د استوګنې اجازه لرم:دا ډول کسان یوازې هغه مهال کولی شي د کورنۍ د یوځای کېدو غوښتنه وکړي، چې د استوګنې د اجازې موده یې تر یوه کال زیاته ويهمدارنګه باید داسې بشري دلایل ولري چې له مخې یې باید د کورنۍ غړي جرمني ته راولئ. یا مو هم د کورنۍ غړي سخت ناروغه وي او له جدي ګواښ سره مخامخ وي. که دا شرایط پوره کړئ د بهرنیو چارو اداره باید ستاسو غوښتنه ومني خو قانوني حق نه لرئ.‌ 

    د کورنۍ پناغوښتنې (Family Asylum) د قانون له مخې د کورنۍ هغه غړي چې تاسې يې جرمني ته راغوښتلای شئ، په لاندې ډول دي:

    • ستاسې خاوند، مېرمن يا ثبت شوی د ژوند ملګری/ملګرې چې د واده پر وخت يې عمر له ۱۸ لوړ وي؛
    • له اتلس کالو ټيټ بچيان؛
    • که ستاسې عمر له اتلس کالو ټيټ وي او یوازې ياست؛ ميندې او پلرونه يا نور مشران چې ستاسې په وطن کې يې ستاسې سرپرستي پر غاړه وه. واړه وروڼه او خويندې يوزې هغه وخت راوستلای شئ چې د هغوی د لګښتونو لپاره بشپړ عايد او د اوسېدو لپاره کافي ځای ولرئ.

    ستاسې هغه خويندې او وروڼه چې له اتلس کالو کم عمر ولري  او د کورنۍ د نورو غړو  راوستل يوازې په ډېرو فوق‌العاده سختو حالاتو (außergewöhnliche Härte) کې ممکن دي. په داسې حالاتو کې د استوګنې قانون د ۳۶مې او ۲۲مې مادې له مخې د ویزې غوښتنه کولای شئ. البته د دې قانون له مخې د ویزې ترلاسه کول ډېر ستونزمن دي. دا سخت حالت ښايي ستاسې د کورنۍ د غړو ژوند ته مخامخ ګواښ يا د بدن اعضاوو د له لاسه ورکولو وېره وي. د دوی د راوستلو لپاره بايد ډېر شرايط پوره کړئ. د ډېرو مالومات لپاره يو مشورتي مرکز يا تجربه‌لرونکي وکيل ته ورشئ. زموږ د پلټونکي ماشين په مرسته په خپل شاوخوا کې مشورتي مرکز موندلای شئ.

      د کورنۍ د غړو راوستلو لپاره اړين شرطونه ستاسې د استوګنې د اجازې له ډول سره تړلي دي.

      که چا په جرمني کې پنا يا د جينوا کنوانسيون د مقرراتو له مخې د مهاجرت د خونديتوب حق ترلاسه کړی وي او په جرمني کې د اوسېدو قانوني اجازه ولري.،کولای شي د کورنۍ د غړو راوستلو د امتيازي حق (privilegierten Familiennachzug) له مخې د کورنۍ غړي جرمني ته راوغواړي. که که له قبولۍ وروسته د درې مياشتو په د ننه موده کې د کورنۍ د غړو راوستلو غوښتنه وکړئ، تاسې ته به د کورنۍ د غړو د راوستلو امتيازي حق در کړل شي. د دې حق له مخې اړتيا نشته چې د کورنۍ د غړو لګښتونه خپله برابر کړئ او يا د دوی لپاره په کور کې کافي ځای ولرئ. د امتيازې حق له مخې ستاسې عايد په پام کې نه نيول کيږي. په دې توګه د هغوی لګښتونه دولت ورکوي. که څوک له درې مياشتو وروسته دا کار وکړي، پر ډيپورټ د بنديز لرونکو  (Abschiebungsverbot)کسانو په شان شرطونه بايد پوره کړي.

      پر ډيپورټ د بنديز لرونکي  سند کسان بايد پر دې د پاسه، لاندې شرطونه هم پوره کړي:

      • د ځان او کورنۍ د غړو د ژوند لګښتونه بايد خپله پوره کړئ. د دې کار لپاره بايد بايد‌ په جرمني کې د کور د کرايې کافي پیسې او د ځان او کورنۍ د غړو د ژوند د اړتياوو پوره کولو لپاره کافي لوړ عايد ولرئ او له جاب‌سنټر يا سوسيال څخه پیسې ترلاسه نه کړئ. دا چې څومره عايد بايد ولرئ، ستاسې د کورنۍ د غړو له شمېر سره اړه لري. دا ټول د کورنۍ د غړو له راوستلو مخکې د اړوندې مسؤولې ادارې له لوري کتل کيږي.
        • د کورنۍ د ټولو غړو لپاره بايد کور ولرئ. دا کور بايد د کورنۍ د ټولو غړو لپاره کافي وي. د اصولو له مخې له ۶ کالونو د زيات عمر لرونکي هر کس پر سر بايد د کور ‍۱۲ متر مربع ساحه ولرئ. له ۶ کالونو د ټيټو ماشومانو لپاره دا اندازه ۱۰ متر مربع او له ۲ کالونو ټيټ ماشومان په دې لړ کې نه راځي. په استثنايي حالتونو کې کوچنی کور هم منل کيږي.
        • همدا شان تاسې او د کورنۍ ټول غړي مو بايد روغتيايي بيمه ولرئ. د اصولو له مخې تاسې د خپلې کورنۍ غړي له ځان سره بيمه کولای شئ. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (روغتيايي بيمه) کې ولولئ.
        • که د چا د ژوند ملګرې يا ملګری جرمني ته راځي، بايد د جرمني ژبې د A1 سند ولري. دا سند بايد د جرمني ژبې له يوه معتبر کورس څخه ترلاسه شوی وي.
        • له ۱۶ کالونو د ټيټو ماشومانو لپاره د ژبې د زده‌کړې شرط نشته. که ۱۶ کلن يا له دې عمر لوړ ماشومان جرمني ته راغواړئ، بايد دوی د جرمني ژبې د زدکړې شرط پوره کړي. که د ماشوم عمر د ۱۶ او اتلس کالونو تر منځ وي او يوازې راځي، بايد جرمني ژبه يې تر C1 کچې پورې زده وي.

       يادونه: که د چا د کورنۍ غړي نه شي کولای په خپل هېواد کې د جرمني ژبې سند ترلاسه کړي او يا ناروغ يا معلول وي، ښايي اوسلنډربېهورده يې له دې شرط څخه معاف کړي.

        جرمني ته د کورنۍ د غړو د راتلو لپاره بايد د کورنۍ غړي په اړوند هېواد يا سيمه کې د جرمني سفارت يا کونسلګرۍ ته په خپله د کورنۍ له غړو سره د يوځای کېدو غوښتنه وړاندې کړي. دوی بايد هلته وخت ونيسي او ټول اسناد له ځان سره ولري.

         تاسې په خپله هم بايد د بهرنيانو ادارې (Ausländerbehörde) ته د کورنۍ د غړو راوستلو په اړه خبر ورکړئ. دا کار د فکس يا انلاين وېبسایټ په وسيله کېدای شي. دې پيغام ته د مهلت خبرتيا (fristwahrende Anzeige) وايي. په ياد مو وي چې د فکس يا انلاين خبرتيا له ځوابه ځان ډاډه کړئ او له قبولۍ وروسته د دريو مياشتو په دننه کې اقدام وکړئ.

        هغه کسان چې د پنا له ترلاسه کولو وروسته د درې مياشتو په دننه کې غوښتنه وړاندې کړي؛ دوی به د کورنۍ له امتيازي يوځای کېدلو (privilegierter Familiennachzug) برخمن شي. هغه کسان چې د پنا له ترلاسه کولو وروسته د درې مياشتو په دننه کې غوښتنه وړاندې کړي؛ دوی به د کورنۍ له امتيازي يوځای کېدلو (privilegierter Familiennachzug) برخمن شي. ښه به وي چې په دې اړه مخکې له مخې مشوره ترلاسه کړئ. زموږ د پلټونکي ماشين په مرسته په خپل شاوخوا کې مشورتي مرکز موندلای شئ. هلته د خپل ښار نوم او د (Familiennachzug, Familienzusammenführung, Migrationsberatung oder Aufenthaltsrecht) يو وليکئ او يو مشورتي‌ مرکز ومومئ.

        د کورنۍ له غړو سره د يوځای کېدنې له غوښتنې له ترلاسه کولو وروسته به د جرمني سفارت دا غوښتنليک په جرمني کې د بهرنيانو د تنظيم اړونده ادارې (Ausländerbehörde) ته ولېږي. دا اداره به غوښتنليک وارزوي او بېرته به ځواب ورکړي. دا پروسه ډېر وخت څو مياشتې او کله ناکله له يوه کال زيات وخت نيسي. که ځواب مثبت وي؛ دوی به ويزا ترلاسه کړي او ستاسې سره به په جرمني کې يوځای شي. البته په ياد مو وي چې دلته له رارسېدو وروسته سملاسي بايد د کورنۍ پنا (Familienasyl) او اوسېدو د اجازې غوښتنه وکړي.

        د فرعي خونديتوب لرونکو لپاره مهم مالومات: د استوګنې د دې ډول اجازې درلودونکي کولای شي پر (familienlebenfueralle.net) وېبسایټ د کورنۍ د غړو راوستلو په اړه لا ډېر مالومات ترلاسه کړي.

         

          که څوک د جرمني تابعيت ولري، د کورنۍ غړي مو جرمني ته په اسانه شرايطو راتلای شي. په داسې حالت کې تاسې اړ نه ياست چې د ځان او کورنۍ د غړو د ژوند لګښتونو پوره کولو ثبوت وړاندې کړئ. همدا شان ستاسې د کور اندازه هم په دې حالت کې مهمه نه ده. البته د کورنۍ غړي مو بايد د جرمني د زده‌کړې شرط پوره کړي.

          که د جرمني تابعيت لرونکي خپل واړه ماشومان راولي او يا جرمني ماشوم خپل مور يا پلار راولي؛ له راوستل کېدونکي کس څخه د جرمني ژبې سند هم نه غوښتل کيږي.

          هغه کسان چې د جرمني د استوګنې دايمي اجازه ولري او د کورنۍ غړي جرمني ته راولي، لويان يې بايد د جرمني ژبې سند ړوړاندې کړي او دوی بايد دلته د هغوی لپاره کور ولري او د ژوند لګښتونه يې ورکړای شي.

            ستاسې د کورنۍ غړي بايد لږ تر لږه لاندې سندونه د جرمني سفارت ته له ځان سره يوسي:

            • د جرمني د سفارت له لوري د وخت ورکولو د تاييدي ايميل کاپي
            • د مهلت يا پر وخت خبرتيا (fristwahrende Anzeige) کاپي
            • د کورنۍ د ټولو غړو لپاره د ويزا غوښتنه
            • د کورنۍ د ثبت سند (په ځينو هېوادونو کې شته)
            • د کورنۍ د ټولو غړو د زېږېدنې سندونه
            • د واده سند يا نکاح‌خط
            • په جرمني کې ستاسې د استوګنې د اجازې کاپي
            • د مهاجرت او کډوالو د فدرالي ادارې (BAMF) له لوري ستاسې د قبولۍ د پرېکړه‌ليک (Bescheid) کاپي

            دا سندونه بايد د جرمني د سفارت له لوري په قانوني ډول تاييد شي. دا تاييد ښايي هلته ستاسې د کورنۍ د غړو د ورتګ پر مهال ترسره شي.

            د سفارت له لوري ښايي د نورو سندونو غوښتنه هم وشي. ځکه خو ښه ده چې له ورتګ وړاندې د اړوند سفارت وېبسایټ وګورئ. په کابل کې د جرمني د سفارت پر پاڼه اړوند لېنکونه او نور ګڼ مالومات موندلای شئ. 

              که د بهرنيانو د تنظيم اداره (Ausländerbehörde) ستاسې د کورنۍ د غړو د راوستلو غوښتنه رد کړي؛ دوی اړ دي‌ چې تاسې ته په دې اړه ليک وليږي او د خپلې پرېکړې په اړه روښانتيا درکړي. دوی ښايي دا کار هغه مهال وکړي چې د چا د واده يا اسنادو په اړه شک ولري. د جرمني ديپلوماتيک سفارتونه او کنسولګرۍ به په دې صورت کې ستاسې خپلوانو ته د راتګ لپاره ويزه ورنه کړي. که داسې وشي؛ تاسې دوې ټاکنې لرئ:

               

              • تاسې کولای شئ د دې پرېکړ په اړه په يوه مياشت کې د ننه اعتراض وکړئ. د دې کار لپاره بايد ستاسې د کورنۍ غړي د جرمني اړوند سفارت ته يو شکايت‌ليک ولېږي. په دې ليک کې بايد روښانه شوې وي چې ستاسې د غوښتنې ردېدل عادلانه نه دي. د دې ليک له ترلاسه کولو وروسته به ستاسې غوښتنه بيا وارزول شي. له دې وروسته به بيا ويزا يا يو ځل بيا د رد ځواب ورکړل شي. له دې ځواب سره به سفارت له لوري يو ليک (Remonstrationsbescheid) هم درکړل شي‌ چې د رد دلايل به په جزياتو پکې ذکر شوي وي. ستاسې د کورنۍ غړي کولای شي د دې پرېکړې پر وړاندې د يوې مياشتې په موده کې دعوا وکړي. دا کار د سيمې اداري محکمې ته د عريضې په وړاندې کولو کولای شئ او د ترسره کولو لپاره يې وکيل ته اړتيا ده. د يادونې وړ ده چې که د سفارت په ليک کې د يوې مياشتې محدوديت نه وي ذکر شوی، تر يوه کال پورې د اعتراض حق لرئ.
              • ستاسې د کورنۍ غړي کولای شي په مخامخ ډول د يوې مياشتې په موده کې د برلين په ادراي محکمه کې خپل اعتراض ثبت کړي. په دې اړه د زياتو مالوماتو لپاره له يوه وکيل سره مشوره وکړئ. 

                په لومړي سر کې بايد د خپلې کورنۍ ټول غړي د ښار په اداره (Bürgeramt / Einwohnermeldeamt registrieren) او بيا د بهرنيانو چارو (Ausländerbehörde) يا مهاجرت او کډوالۍ په فدرالي ادراو (BAMF) کې ثبت کړئ. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي کې لوستلای شئ. دا چې د کورنۍ غړي مو په ويزا راغلي؛ د دايمي استوګنې د اجازې لپاره دوې لارې لري:

                • د کورنۍ غړي مو د بهرنيانو چارو ادارې (Ausländerbehörde) ته ځي او هلته د کورنۍ له غړو سره د يوځای کېدو د ويزې غوښتنه کوي (§§27-36a AufenthG). دا چې دې ادارې د ويزې ترلاسه کولو لپاره ټول سندونه له وړاندې کتلي دي؛ پروسه چټکه پر مخ ځي. تاسې کولای شئ د کورنۍ د غړو له رارسېدو وړاندې د هغوی لپاره وخت ونيسئ.
                • د کورنۍ غړي مو د مهاجرت او کډوالۍ په فدرالي کې د کورنۍ پنا غوښتنه کوي (§26 AsylG). د دې ډول پنا غوښتلو مانا دا ده چې دوی کټ مټ هماغه حقونه او د استوګنې اجازه ترلاسه کوي؛ کومه چې تاسې لرئ.

                دا چې ستاسې د کورنۍ د غړو لپاره کومه ټاکنه غوره ده؛ په هره قضيه کې له بلې سره توپير لري. د دې ډولونو د ګټو او زيانونو د پرتله کولو لپاره زموږ بل مالوماتي څپرکی (د کورنۍ پناغوښتنه) وګورئ.

                 

                  د کورنۍ یوځای کېدو (Familiennachzug) لپاره شرایط د استوګنې اجازې له ډول سره توپير لري. موږ دا شرایط دلته په دې پاڼه کې ستاسې لپاره روښانه کړي دي.

                  همداراز، تاسې کولی شئ وړیا مشوره تر لاسه کړئ. ستاسې د اوسېدو ځای ته نږدې د مشورې مرکزونه زموږ د "سيمه‌ييزو مالوماتو" په پاڼه کې موندلای شئ. هلته د لټونګر په کړکۍ کې د هغه ښار نوم ولیکئ چې پکې اوسیږئ، او د "استوګنې قانون" یا "حقوقي مشورې" په نومونو لټون وکړئ.

                   

                    که جرمني ته د راتګ پرمهال مو د کورنۍ غړي ورک شوي وي؛ کولای شئ په لاندې وېبسایټونو کې يې په اړه پلټنه وکړئ:

                    • د جرمني سره صليب (drk.de) د لټون خدمتونه په جرمني او ټوله نړۍ کې د کورنيو غړي پيدا او سره يو ځای کوي.
                    • په انلاين توګه پر (REFUNITE) وېبسايټ هم کولای شئ خپل ورک شوي خپلوان وپلټئ. د ثبت لپاره يوازې ستاسې د ټليفون شمېرې ته اړتيا ده.
                    • د (familylinks.icrc.org) وېبسايت په مرسته کولای شئ یوازې له یوه انځور سره پلټنه پیل کړئ. که د کورنۍ کوم غړی وپېژنئ؛ دوی يې په مخامخ توګه له تاسې سره په اړيکه کولای شي.

                      کله مو چې د کورنۍ غړي جرمني ته راشي، لاندې کارونه وکړئ:

                       ·       د کورنۍ غړي مو بايد له روغتيايي بيمې سره ثبت کړئ.

                      ·       که تاسې دولتي مرسته ترلاسه کوئ؛ د کورنۍ غړي مو هم بايد له جاب‌سنټر يا سوسيال سره ثبت کړئ.

                      ·       که د ښوونځي د عمر واړه ماشومان لرئ؛ بايد په يوه ښوونځي کې يې ثبت کړئ. د ثبتولو په اړه زيات مالومات د ښوونځي په څپرکې کوګورئ.

                        مهم

                        که ستاسې د پناغوښتنې پروسه لا روانه وي او د کورنۍ غړي مو په همدې وخت کې د اروپايي ټولنې په بل هېواد او يا ناروې، ایسلنډ، سويس يا لخشتن‌شتاين کې وي، تاسې په جرمني يا هماغه بل هېواد کې د کورنۍ له غړو سره د یوځای کېدلو حق لرئ. د کورنۍ په دې غړو کې مېړه، ښځه او کم‌عمره ماشومان راځي. البته د دې کار اړوند پروسه ډېره پېچلې ده. که غواړئ دا کار وکړئ، له يوې مشورتي ادارې سره اړيکه ونيسئ.

                        سره ورته سکالوګانې

                        په فورم کې زموږ ټولنه

                        هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.

                        فورم ته دوام ورکړئ

                        ځای پر ځای ملاتړ

                        د مشورتي ادارو، ملاقات ځايونو او نورو وړانديزونو په لټه کې ياست؟ نو زموږ لټونګر ماشين. وکاروئ.

                        سيمه‌ييز لټون ته ورشئ
                        یو پروژه د
                        • medienmacher
                        • intb