په جرمني کې د کډوالو لپاره لومړني ګامونه

Opening door with keys on it
اوسمهالیز 16.09.2024

له کوم ځایه پیل وکړم؟

جرمني ته تازه راغلي ياست او يا په نږدې راتلونکي کې راتلل غواړئ او پلان لرئ چې دلته د اوږده مهال لپاره پاتې شئ؟ نو دا غوره ده چې په جرمني کې د لومړنیو ګامونو په اړه مالومات ترلاسه کړئسملاسي له راتګ وروسته څه ته اړتيا لرئ؟ دلته به تاسې ته د کور موندلو، د بانکي حساب پرانستلو او د روغتیايي بیمې ترلاسه کولو او ورته نورو موضوعاتو په اړه مالومات درکړل شي. که له خپلو ماشومانو سره یوځای راځئ، د ښوونیز سیستم په اړه به هم مالومات ترلاسه کړئ. موږ دلته ټول هغه مهم ټکي راټول کړي دي چې جرمني ته ستاسې راتګ او دلته ستاسې اوږدمهاله پاتې کیدل اسانه کوي.

که تاسې غواړئ په جرمني کې د کار او ژوند، زدهکړو یا کورنۍ په اړه نور مالومات ترلاسه کړئ، د اړوند کته‌ګورۍ پاڼه وګورئ. هلته به تاسې ته د ډیرو پوښتنو ځوابونه درکړل شي. که نورې مرستې ته اړتیا لرئ او غواړئ چې د نورو نوو راغلو يا راتلونکو کسانو سره خبرې وکړئ، زموږ په ټولنیز فورم کې وړیا ګډون وکړئ.

یادونه: دلته موږ د هغو نویو کډوالو لپاره د لومړنيو ګامونو اړوند مالومات راټول کړي دي چې په ځانګړي توګه د ماهرو کارکوونکو په توګه جرمني ته په ویزه راځي. د پناه غوښتونکو لپاره مالومات دلته موندلی شئ.

په جرمني کې بانکي حساب

لکه څنګه چې ډېری مالي چارې په جرمني کې د بانکونو په وسيله سر ته رسېږي، له همدې کبله موږ د خپلو معاشاتو او مالي مرستو د تر لاسه کولو يا هم کرايې، بېلونو او ورته نورو اداينو د ترسره کولو لپاره بانکي حساب ته اړتيا لرو.

په جرمني کې د کرايي کور موندل

په وړو ښارونو او کليو کې حالت ښه دی خو د جرمني په لويو ښارونو کې د وړ کور پيدا کول يو څه ستونزمن دي او د معاملو د رهنما دفترونو د فيس تر څنګ کرايې لوړې دي. د کورونو د موندلو لپاره معمول لاره په انټرنېټ کې پلټنه ده. 

په جرمني کې روغتيايي بيمه

کله چې په جرمني کې د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ؛ بايد د روغتيايي بيمې په يوه چوکاټ کې هم ځان شامل کړئ. د جرمنيانو په ګډون هر هغه څوک چې په جرمني کې اوسيږي؛ اړ دي چې روغتيايي بيمه ولري.

په جرمني کې د موبایل ټليفون او انټرنټ قراردادونه

. په جرمني کې د موبایل ټليفونونو مارکېټ ډېر ستر دی. دلته د ټليفوني او انټرنېټي خدمتونو ډېر زيات وړاندې کوونکي او شبکې شته چې په بېلابېلو بڼو او بيو خدمتونه وړاندې کوي.

د جرمني ژبې زده‌کړه

د جرمني ژبې د زده‌کړې يا ځواکمنولو ل‍پاره ګڼ فرصتونه شته. که انټګراڅيون کورس يا د دندې لپاره د جرمني ژبې کورس مو هم نه وي ترسره کړی؛ کولای شئ جرمني ژبه زده يا پياوړې کړئ. دلته د جرمني ژبې د وړيا يا ارزانه کورسونو او فرصتونو په اړه مالومات درکوو.

په جرمني کې د بهرنيو سندونو رسمي کول

په ځينې مسلکونو کې د کار لپاره د اسنادو رسمي کول ضروري دي څو د هغو پر بنسټ د کار اجازه تر لاسه کړئ. د بېلګې په توګه د ډاکټر په توګه کار کول د اسنادو له رسمي کولو او تاييد پرته منع دي. دلته په دې اړه ټول مالومات ولولئ.

په جرمني کې د ښوونځيو سيستم

د جرمني په ټولو فدرالي ايالتونو کې د ښوونځيو سيستم يو له بل سره توپير لري. له دې سره سره د جبري زدکړو سيستم په هر چا پلی کيږي او د درجو سيستم يو شان دی. د هر ايالت د ښوونځي د فراغت سندونه په ټول جرمني کې منل کيږي.

په جرمني کې بېړنی حالت

بېړني حالتونه هر وخت او په هر ځای کې رامنځته کېدای شي. که چېرې خلک، ژوي او يا بل څه له ګواښ سره مخ وي، بېړنی حالت ورته ويل کيږي. خو پوښتنه دا ده چې په بېړنيو حالتونو کې له چا سره اړيکه نيولای شم؟ څوک له موږ سره مرسته کوي؟ 

Ein Projekt von:

Gefördert durch: