په ښوونځي کې د ماشومانو ستونزې عاديخبره ده او ډېر يې کله ناکله له يوه يا ډېرو مضمونونو سره ستونزې لري. ځينې وخت اضافي زدهکړه (Nachhilfe) ګټوره وي. په داسې حالت کې به يو ښوونکی يا ښوونکې د ښوونځيو له رسمي وخت وروسته د اړوند مضمون په زدهکړه کې له ماشوم سره مرسته وکړي. ځينې داسې نخهيلفه ښوونځي شته چې ډېر زدهکوونکي پر يوه مهال زدهکړه پکې کوي. دا ډول ښوونځي له شخصي ښوونځيو ارزانه دي. همدا شان ځينې پخوني ښوونکي، محصلان، ګاونډيان او ورته نور کسان هم په لږ بيه يا وړيا ستاسې بچيانو ته زدهکړه ورکولای شئ. د دې کار لپاره د ښوونځي له ښوونکو يا د نورو ماشومانو له ميندو او پلرونو پوښتنه وکړئ.
ستاسې ماشومان همدا شان په انلاين زدهکړه کې هم مرسته ترلاسه کولای شي؟
- پر (stayschool.de) وېبسایټ، له پينځم ټولګي پورته زدهکوونکي په وړيا ډول انلاين مرسته ترلاسه کولای شي. رضاکار ښوونکي په ګڼو ژبو له زدهکوونکو سره د ويډيويي چټ له لارې په درسونو کې مرسته کوي.
- پر (corona-school.de) وېبسایټ هم له لومړي ټولګي پورته ماشومان وړيا زدهکړه کولای شي. دلته هم محصلان د ښوونځيو د بندېدو په موده کې له ماشومانو سره مرسته کوي. دا ډول زدهکړه په جرمني ژبه د ويډيويي چټ له لارې کيږي.