دوهګونې وظيفوي حرفوي زدکړې يا Duale Berufsausbildung: دا پروګرام عملي او نظري زدکړې دواړه په بر کې نیسي او د کاري روزنې او تجربې لپاره غوره فرصتونه له ځان سره لري. دا پروګرام نظر هرې څانګې ته له دوو تر درېنيمو کالو دوام کوي. تاسې په اونۍ کې يوه، دوې يا ډېرې ورځې په مسلکي ښوونځي (Berufsschule) تېرې کړئ چېرې چې د خپلې راتلونکې دندې لپاره نظري زدکړې تر لاسه کوئ. د اونۍ پاته ورځې بايد په يوه شرکت کې عملي کار وکړئ. په دې ځای کې به خپل نوي زده شوي درسونه په عمل کې پلي کوئ. دا چې دا پروګرام د دندې او زدهکړو دوې برخې لري؛ ځکه ورته دوهګونې حرفوي زدهکړې وايي.
دوهګونې وظيفوي حرفوي زدکړې يا Duale Ausbildung
آيا زه حرفوي زدکړې يا Ausbildung ترسره کولای شم؟
که غواړئ په جرمني کې دنده ومومئ؛ ضرور نه ده چې يوازې لوړې زدهکړې ولرئ. تاسې کولای شئ په يوه مسلک کې د حرفوي روزنې يا اوسبيلډونګ دوره بشپړه کړئ. په جرمني کې په شاوخوا ۳۳۰ بېلابېلو څانګو کې حرفوي زدهکړې کيږي. په دې برخو کې زدهکړې له يوه تر درېنيمو کالو وخت نيسي. په ځينو برخو کې اوسبيلډونګ يوازې په ښوونځي کې ترسره کيږي (Schulische Ausbildung) خو په ځينو نورو کې د ښوونځي د درسونو تر څنګ په شرکتونو کې عملي کار هم ورکول کيږي (Duale Ausbildung). په دې څپرکي کې د دوهګوني اوسبیلډونګ په اړه مالومات درکوو. د ښوونځيو د اوسبیلډونګ په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي کې ولولئ. اوسبيلډونګ په افغانستان کې له مسلکي ښوونځيو، تخنيکم او سوريه کې له منځنيو انستيتيوتونو سره د پرتلې وړ دی خو په جرمني کې دا سيستم د لوړو تدريسي تخنيکونو او زياتو علمي معيارونو درلودونکی دی. د اوسبيلډونګ له بشيړولو سره تاسې د هماغې څانګې مسلکي کس ګڼل کېږئ او په جرمني کې دې ډول کسانو ته زياته اړتيا ده او له فراغت وروسته د عادي کارګرو په پرتله، ډېرې پیسې ګټلای شي. ځکه نو ښايي په دې برخه کې زدهکړې ستاسې د راتلونکي مسلکي ژوند جوړولو لپاره مهمې وي.
په څه بايد وپوهېږم؟
مهم
که په پوهنتون کې تحصيل نه کوئ؛ حرفوي زدهکړې هم د مسلک، کار او دندې لپاره يو فرصت دی. د اوسبیلډونګ ګټې په دې ويډيو کې (په انګليسي، جرمني، عربي او پارسي ژبو) ښوول شوې دي. همدا شان پر (www.make-it-in-germany.com) وېبسایټ هم د اوسبیلډونګ د غورهوالي په اړه مالومات موندلای شئ.