په جرمني کې له ۱۰۰ ډېر روغتيايي شرکتونه شته. له دې ډلې ځينې دولتي او ځينې نور شخصي دي. دا دواړه ډوله د لاسرسي په شرطونو، غوښتل کېدونکې ونډې او ګټو کې يو له بله توپير لري. د اصولو له مخې تاسې کولای شئ د خپل ځان لپاره په خپله خوښه د بيمې يو شرکت غوره کړئ. البته د شخصي بيمې اخستلو پر مهال ځينې محدوديتونه شته: د شخصي بيمې شرکتونه ځينې ځانګړي کسان (ملکي کارکوونکي، د شخصي کاروبار درلودونکي او زدهکوونکي) او د لوړ عايد ترلاسه کوونکي کارکوونکي تر پوښښ لاندې نيسي. البته دولتي بيمه بيا د خلکو له دندې، ډلبندۍ يا عايد په پام کې نيولو پرته ټول کسان مني.
په دولتي بيمه کې ستاسې ونډه ستاسې له معاش يا عايد سره اړه لري. د ډېر عايد لرونکي کسان ډېره ونډه او د لږ عايد لرونکي کسان لږ پیسې ورکوي. د دې کار لامل دا دی چې د ټولنې ټول غړي وکړای شي په مساوي ډول له روغتيايي بيمې برخمن شي. د دولتي بيمې يو ستر امتياز دا دی چې تر ځانګړو شرطونو لاندې کولای شئ خپل بچيان يا د ژوند ملګرې/ملګری هم له ځان سره په وړيا ډول په بيمه کې شامل کړئ.
په شخصي بيمه کې د بيمې د ونډې کچه د معاش له اندازې سره اړه نه لري او د هر کس د بيمې ګواښ مهم ګڼل کيږي. د هر چا د بيمې ګواښ د هغه د عمر، جنس، له مخکې شته شرطونو او د ژوند د ډول له مخې محاسبه کيږي. په معمول ډول د شخصي بيمې شرکتونه د دولتي بيمې د شرکتونو په پرتله ډېره ونډه غواړي. ځکه خو د شخصي بيمې درلودونکي ناروغان ځينې وخت په آسانۍ له ډاکټر سره وخت اخستلای شي او غوره چلند ورسره کوي. دوی همدا شان ځينې نور امتيازونه هم لري. البته د شخصي بيمې درلودونکي بايد ډاکټر ته د تګ پر مهال د فيس او درملو ټولې پیسې خپلې ورکړي او بيا يې د بيمې له شرکته بېرته واخلي.
که څوک په رسنيو يا هنري برخه کې کار کوي؛ کولای شي د جرمني د هنرمندانو د ټولنيز خونديتوب صندوق (Künstlersozialkasse", a.k.a KSK) کې د ګډون غوښتنه وکړي. که غوښتنه مو ومنل شي؛ د بيمې نيمې پیسې به مو دا صندوق ورکړي.
په جرمني کې ډېر خلک دولتي بيمه لري. که نه پوهېږئ چې کومه بيمه ستاسې لپاره غوره ده؛ کولای شئ د کاروونکو د خونديتوب سازمان (Verbraucherzentrale) له کارکوونکو مشوره واخلئ. همدا شان کولای شئ په (www.krankenkassen.de) کې د بېلابېلو شرکتونو د تګلارو او امتيازونو پرتله وکړئ.
يادونه: له شخصي بيمې څخه دولتي بيمې ته ځان بدلول ځينې وخت ډېر ستونزمن او يا ناشوني وي. ځکه نو د بيمې شرکتونو د بدلولو پر مهال له شونو پایلو څخه ځان ډاډه کړئ او ځان ښه وپوهوئ.