د لاندې شرطونو په پوره کولو له الټرنڅایټ څه ګټه اخستلای شئ:
- کار يا دنده لرئ؛
- له خپل ماشوم سره يوځای ژوند کوئ؛
- په خپله د خپل ماشوم پالنه کوئ.
د دندې يا کار درلودونکي هغه کسان دي چې له يوه شرکت، ادارې يا سازمان سره دنده ولري. د الټرنڅایټ قوانين د هغه چا لپاره هم دي چې نيمه وخته (Teilzeit) کار کوي؛ مينجاب لري او يا اوسبيلډونګ يا وايټربيلډونګ (Weiterbildung) ترسره کوي. د خپلواک کار ترسره کوونکي، بېکاره شوي، د کورونو مېرمنې او نارينه، زدهکوونکي او محصلين د الټرنڅایټ د کارولو فرصت نه لري. په ياد مو وي چې د دولت د رسمي کارکوونکو، قاضيانو او عسکرو لپاره بېل قوانين پلي کيږي. په دې اړه د مالوماتو لپاره له مامورينو يا ټولنيزو خدمتونو له څانګې پوښتنه وکړئ.
د الټرنڅایټ قوانين ستاسې د خپلو بچيانو، ستاسې د ژوند د ملګرې يا ملګري د بچيانو، رضاعي بچيانو او په زویولۍ يا لورولۍ نيول شوو ماشومانو لپاره د پلي کېدو وړ دي. په استثناييحالتونو کې دا قوانين د لمسيانو، خوريونو، خورځو، ورېرونو او ورېرو لپاره هم الټرنڅایټ اخستلای شئ. دا کار يوازې هغه وخت کيږي چې د ماشوم خپل مور او پلار په خپله د ماشوم پالنه ونه شي کړای.
يادونه: که بچيان مو وړکتون ته ولاړ شي او يا يې کومه بله مېرمن (Tagesmutter) د ورځې له خوا وساتي؛ بيا هم کولای شئ الټرنڅایټ واخلئ. د ماشومانو د روزنې په اړه نور مالومات د ماشومانو د پالنې په څپرکي کې کتلای شئ.