واکسيناسيون

زما او زما د بچيانو لپاره کوم واکسينونه ضروري دي؟

دلته موږ د {videoservice} د منځپانګې لرونکي يو. د نورو مالوماتو لپاره {socialhintlink_end}(دلته){socialhintlink_begin} کلېک وکړئ.

په جرمني کې واکسين کول جبري نه دي. خپل ځان او ماشومانو ته واکسين ورکول ستاسې په خوښه پورې اړه لري. ښه دا ده چې په دې اړه له خپل ډاکټر څخه مرسته وغواړئ او يا د جرمني د واکسين سيستم له ځانګړو وړانديزونو ګټه واخلئ.

هغه هېواد ته په کتو چې تاسې پکې لوی شوي ياست؛ ښايي مخکې له مخکې د ځينو ځانګړو ناروغيو پر وړاندې واکسين شوي ياست. له دې سره سره چې په جرمني کې دا ناروغۍ وجود ونه لري خو جرمني ډاکټران ښايي د نورو ناروغيو پر وړاندې د واکسين کولو سپارښتنه وکړي. ځکه نو لويان هم ښايي بيا ځلې واکسين شي. که په دې اړه ډاډه نه ياست؛ له خپل ډاکټر نه د لويانو د واکسين په اړه وپوښتئ.

د واکسينو په اړه بايد په کومو شیانو وپوهېږم؟

د جرمني د واکسينو سيستم

وړانديز شوي واکسينونه

د واکسينو مرحلې

(Impfpass) د واکسينو ريکارډ

لګښتونه

په عمومي ځايونو کې د ناروغيدو ګواښ

په جرمني کې د معمول ناروغيو په اړه په بېلابېلو ژبو د مالوماتو ترلاسه کولو لپاره دلته کلېک وکړئ. د دې تر څنګ د رابرټ کوخ انستيتيوت په بېلابېلو ژبو زيات مالومات وړاندې کوي. که په جرمني ژبه پوهېږئ؛ د روغتيايي زدکړو د فدرالي ادارې مالوماتي وېبسایټ وګورئ.

مهم

د واکسينو تر څنګ سمه وقايه هم د ناروغنيو د ساري ناروغيو په مخنيوي کې مرسته کوي. که غواړئ ځان او خپل شاوخوا خلک له ناروغيو وژغورئ؛ لاسونو مينځلو، ټوخي، په کور، تشناب او پخلنځي کې چلند، د خوړو سمبالولو او له کورنيو حيواناتو سره اړيکو ته پاملرنه وکړئ.