په جرمني کې وړې دندې يا ميني‌جاب (Minijob)

Minijob
اوسمهالیز 02.02.2024

د ۵۳۸ یورو دنده څه ده؟

ځينې زده‌کوونکي، متقاعد کسان، د کورونو مېرمنې يا نارينه او نور کسان يوازې او يا د بلې دندې تر څنګ ميني‌جاب يا وړه نده هم ترسره کوي او په دې توګه په خپل عايد هره مياشت يو څه پیسې ورزياتوي. دلته د دې ډول دندو په اړه بشپړ مالومات درکوو.

په څه بايد وپوهېږم؟

م‍يني‌جاب څه ته وايي؟

ميني‌جاب يوه جانبي دنده ده چې په وسيله يې هره مياشت له ۵۳۸ يورو د زياتو پیسو ګټلو اجازه نه لرئ. ميني‌جاب هغو دندو ته هم وايي چې د لنډ مهال لپاره وي او له څو اونيو يا مياشتو وروسته ختميږي. په دې توګه ميني‌جاب دوه ډوله دی:

  • د معاش له مخې په ميني‌جاب کې هره مياشت له  ۵۳۸ يورو او يا په ټول کال کې له ۶٫۴۵۶ يورو د زيات معاش ترلاسه کولو  اجازه نه لرئ. په دې ډول ښايي په يوه مياشت کې له ۴۵۰ یورو زياتې يورو واخلئ خو په بله کې بيا بېرته دا کچه راکمه شي څو پورته ياد شوی بېلانس برابر شي. په دې معاش کې د رخصتۍ يا نوي کال د ډاليو په شان په يوه ځل اخيستل کېدونکې پیسې هم شاملې دي.
  • د لنډمهاله دندې (kurzfristigen Beschäftigung) له مخې په ميني‌جاب کې له درې مياشتو د لږ وخت لپاره کار کوئ. يا هم په اونۍ کې له ۵ ساعته او يا هم په ټول کال کې ۷۰ ورځې داسې کار چې په اونۍ کې له پينځو ورځو کم وي. په دې موده کې د معاش اندازه مهمه نه ده خو بايد اړوند کس يوازې د لنډ مهال لپاره کار وکړي.
چېرته ميني‌جاب ترسره کولای شم؟

تاسې کولای شئ له شرکتونو او يا شخصي کسانو سره ميني‌جاب ترسره کړئ. د ميني‌جاب ډېرې دندې په رستورانتونو يا د خوړو لېږلو په مرکزونو، پرچون پلورنځيو، سوداګريزو مارکېټونو او دې ته ورته برخو کې دي. همدا شان په شخصي کورونو کې هم ډېر کسان د کورونو پاکوونکو، ماشوم پالونکو يا د کور په کارونو کې مرسته کوونکو کسانو په توګه ميني‌جاب دندې ترسره کوي.

د ميني‌جاب درلودونکي کوم حقونه لري؟

د ميني‌جاب ترسره کوونکو حقونه هم د نورو عادي کارکوونکو په څېر دي. دا کسان هم د تر ټولو کم ټاکل شوي معاش او رخصتۍ په شان حقونه لري. د کارکوونکو د حقونو په اړه نور مالومات زموږ په نورو څپرکيو (د کارکوونکو حقونه) او (د کار تړون) کې لوستلای شئ.

ميني‌جاب ترسره کوونکي بايد د ټولنيز خونديتوب ونډه ورکړي؟

د ميني‌جاب ترسره کوونکي اړ نه دي‌ چې د ټولنيزو خونديتوب ونډه (Sozialabgaben) ورکړي. په بله وينا، دوی د بېکارۍ او پرستارۍ د بيمو (Pflege- und Arbeitslosenversicherung) ورکولو مکلفيت نه لري. همدا شان دوی کولای شي ځان د تقاعد له بيمو خلاص کړي. د دې کار لپاره بايد له خپل کارورکوونکي سره د تقاعد له د بيمې له مکلفيت (Rentenversicherungspflicht) څخه د خلاصون تړون لاسليک کړي. که دا کار ونه شي؛ ستاسې د معاش يوه برخه به سيده د تقاعد بيمې ته ولاړه شي. که د تقاعد بيمه ته برخه ورکړئ؛ معاش مو ښايي يو څه لږ شي خو وروسته ستاسې د تقاعد په معاش کې ډېروالی راځي. د تقاعد د بيمې په اړه زموږ بل څپرکی لوستلای شئ.

 

پاملرنه: په جرمني کې بايد هر کس روغتيايي بيمه ولري. په دې ډله کې د ميني‌جاب ترسره کوونکي هم راځي. دا چې د ميني‌جاب ترسره کوونکي د ټولنيز خونديتوب ونډه نه ورکوي؛ بايد د ځان لپاره د روغتيايي بيمي بل ډول پيدا کړي. د بېلګې په توګه دوی کولای شي د کورنۍ له کوم غړي سره ځان بيمه کړي او يا د محصلانو د بيمې په شان کومه بيمه واخلي. که دا کار ناشونی وي؛ بايد د روغتيايي بيمې ونډه له خپله جېبه ورکړئ. د روغتيايي بيمې په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي کې لوستلای شئ.

د ميني‌جاب ترسره کوونکي ماليه ورکوي؟

د ميني‌جاب له ترسره‌کوونکو هم ماليه اخستل کيږي.

د عايد له حد سره د ميني جاب‌ دندې لپاره د يوځايي ماليې (pauschale Versteuerung) په نوم قانون پلی کيږي او د کار ورکوونکی مو له ناخالص معاش څخه هره مياشت دوه سلنه ماليه بېلوي او د ماليې ادارې ته يې ليږي. په دې ډول د نورو ماليو ورکولو اړتيا نشته.

 

د لنډمهالې دندې (kurzfristigen Beschäftigung) له مخې د ميني‌جاب پر مهال دوې ټاکنې شته: لومړی هغه يې د ۲۵٪ په اندازه ټوليزه ماليه (د يووالي Solidaritätszuschlag او که اړتيا وي  د کليسا ماليو په ګډون) ده او دوهم ډول يې بېله ماليه ورکول ده چې د (Lohnsteuerkarte) له مخې ورکول کيږي. په عمومي ډول د (Versteuerung über die Lohnsteuerkarte) له مخې د ماليې ورکول ستاسې په ګټه دي، ځکه که د ماليې وړ عايد له کچې کم عايد ترلاسه کړئ؛ له ماليې ورکولو خلاصېږئ. د ماليو په اړه نور مالومات زموږ په نورو څپرکيو  (د جرمني د ماليو سيستم) او (د ماليو حساب تصفيه کول) کې لوستلای شئ.

کولای شم څو ځايه ميني‌جاب ترسره کړم؟

هو. تاسې کولای شئ څو ځايه ميني‌جاب‌ ترسره کړئ. البته په ياد مو وي چې که له ۵۳۸ يورو زياتې ترلاسه کړئ او يا په کال کې له درېيو مياشتو يا ۷۰ ورځو زيات کار وکړئ؛ د ميني‌جاب له چوکاټ نه وزئ او بايد د ټولنيز خونديتوب ونډه ورکړئ.

کولای شم د خپلې اصلي دندې تر څنګ ميني‌جاب ترسره کړم؟

هو. البته د اصلي کار ورکوونکې اداره يا شرکت مو بايد موافق وي. که څوک يوه ميني‌جاب ولري؛ ټولنيزې بيمې نه ورکوي. که څوک د اصلي بشپړ وخت دندې تر څنګ له يوزې زياتې ميني‌جاب دندې ولري؛ له اصلي دندې سره يوځای حسابيږي. له همدې کبله بايد د دې اضافي ميني‌جاب دندو لپاره هم ټولنيزې بيمې يا ونډه (Sozialabgaben) ورکړي.

څو ساعته ميني‌جاب کولای شم؟

د ميني‌جاب لپاره تر ټولو لږ يا زيات محدود ساعتونه نه دي ټاکل شوي. مهمه دا ده چې د ۵۳۸ يورو معاش حد مات نه کړئ او يا هم د لنډمهالي کار په چوکاټ کې، په کال کې له درې مياشتو يا ۷۰ ورځو زيات کار ونه کړئ.

که په مياشت کې له ۵۳۸ یورو زيات معاش واخلم؛ څه پېښيږي؟

که په منظم ډول له ۵۳۸  يورو زيات معاش واخلئ؛ دنده مو ميني‌جاب نه حسابيږي او منځنۍ دنده يا (Midijob) بلل کيږي. په دې حالت کې بايد ټولنيزې بيمې ورکړئ. که په ناڅاپي ډول او بې پلانه مو عايد لوړ شي؛ د بېلګې په توګه د بل ناروغ همکار پر ځای کار وکړئ او دا کار په کال کې له درې ځلو زيات تکرار نه شي؛ پروا نه لري او لا مو هم دنده ميني‌جاب حسابيږي (په کال کې تر ټولو ډېرې ۷۵۳۲ یورو).

کولای شم له جاب‌سنټر يا کار ادارې څخه د پیسو ترلاسه کولو پر مهال ميني‌جاب وکړم؟

هو. که له جاب‌سنټر پیسې ترلاسه کوئ او يا هم د بېکارۍ لومړی ډول پیسې (Arbeitslosengeld I) اخلئ؛ کولای شئ تر څنګ يې ميني‌جاب هم ترسره کړئ. البته ځينو مهمو خبرو ته بايد پام وکړئ:

 

له جاب‌سنټر څخه د پیسو اخستلو (د اړمنو کسانو پیسې يا هېوادوالو پیسې (Bürgergeld) پر مهال:

 

  • جاب‌سنتر ته بايد خامخا د خپلې دندې د پیلېدو په اړه مخکې له مخکې خبر ورکړئ. که دا کار ونه کړئ؛ درکول کېدونکې پیسې کميږي.
  • د ترلاسه کېدونکي عايد له مخې د جاب‌سنټر مرسته کميږي. تاسې کولای شئ هره مياشت په سل یورو د پاسه، ۳۰ سلنه پیسې وساتئ. له دې زياتې ګتل کېدونکې پیسې له هغو پیسو کميږي، کومې چې د جاب‌سنټر له خوا درکول کيږي. د بېلګې په‌‌ ډول که تاسې ۵۳۸ یورو وګټئ؛ له دې سل يورو کميږي او د پاته ۴۳۸ یورو دېرش سلنه چې ۱۳۱،۴ يورو کيږي؛ له هغو سره یوځای کيږي. دا پیسې مو له عايده کميږي او د جاب‌سنټر په پیسو اغېز نه لري. پاته پیسې ۵۳۸-۲۳۱،۴=۳۰۶ يورو مو د جاب‌سنټر له پیسو کميږي.

 

د کار له ادارې څخه د بېکارۍ لومړی ډول پیسو ترلاسه کولو پر مهال:

 

  • تاسې بايد خامخا د کار ادارې يا اربايتزاګنتور ته د کار له‌ پیلولو مخکې خبر ورکړئ.
  • تاسې کولای شئ په اونۍ کې تر ټولو ډېر ۱۴ ساعته او ۵۹ دقيقې کار وکړئ. که ۱۵ ساعته کار وکړئ؛ بېکاره نه ګڼل کېږئ او د بېکارۍ لومړی ډول پیسې مو بنديږي.
  • د بېکارۍ پیسې مو د عايد په کچه کميږي. التبه تر ۱۶۵ یورو پورې هره مياشت معافيږي او پاته عايد مو د بېکارۍ له ترلاسه کېدونکو پیسو کميږي.
منځنۍ دنده (Midijob) څه ته وايي؟

که څوک هره مياشت د ۵۳۸٬۱ او ۲زره یورو تر منځ عايد ولري؛ د منځنۍ دندې ترسره کوونکی يا ميډي‌جابر ګڼل کيږي. د ميني‌جاب پر خلاف د دې دندې ترسره کوونکي بايد ټولنيزې بيمې ورکړي. البته دوی د تقاعد، ناروغۍ، پالنې او بېکارۍ بيمو تر د عادي دندو ترسره‌کوونکو په پرتله لږ پیسې ورکوي. دا کسان هم د تقاعد اخستلو مستحق دي. د تقاعد بيمو په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي کې ولولئ.

 

پاملرنه: که څوک ډېرې منځنۍ دندې ولري؛ د ټولو عايد يې يوځای حسابيږي. که د ټولو عايد له ۲زره یورو وانه وړي؛ لا هم د ميډي‌جاب امتيازونه لري خو که زيات شي، عادي دنده حسابيږي. که څوک يوه ميني‌جاب او ميډي‌جاب پر يوه وخت ترسره کړي؛ ميني‌جاب يې له ټولنيزو بيمو معاف دی. که څوک له یوه ډېر ميني‌جابونه ولري؛ د اضافه هغو عايد د ميډي‌جاب له عايد سره یوځای حسابيږي.

مهم

د ميني‌جاب او ميډي‌جاب ترسره‌کوونکي لږ تر لږه د ترټولو لږ معاش ترلاسه کولو مستحق دي. دا معاش هر کال له بل سره توپير کوي. په دې اړه لا زيات مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د کار تړون) کې لوستلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: