د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله استوګنې اجازه

Erlaubnis zum Daueraufenthalt-EU

کولای شم د اروپايي‌ ټولنې د اوږدمهاله استوګنې اجازه ترلاسه کړم؟

د استوګنې د دايمي اجازې تر څنګ د استوګنې د اجازې يو بل ډول هم شته چې د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله استوګنې اجازه (Daueraufenthalt – EU) ورته وايي او د دايمي استوګنې د اجازې يو ځانګړی ډول دی. د دې اجازې په درلودلو او د ځينو ځانګړو شرطونو په پوره کولو سره په نورو اروپايي هېوادونو کې هم د استوګنې او کار اجازه ترلاسه کولای شئ. دا اجازه هم نامحدوده ده او د جرمني د دايمي استوګنې د اجازې تر څنګ يې ترلاسه کولای شئ. د جرمني د دايمي استوګنې اجازې په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي کې ترلاسه کولای شئ.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

کولای شم د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله استوګنې اجازه ترلاسه کړم؟

د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله استوګنې اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد لاندې شرايط پوره شي:

·       اړوند کسان بايد د خپل ورځني ژوند لګښتونه خپله پوره کړي. په دې مانا چې دوی بايد له جاب‌سنټر يا سوسيال څخه مرسته ترلاسه نه کړي.

·       دوی بايد په جرمني ژبه خبرې وکړای شي او لږ تر لږه د جرمني ژبې B1 سند ولري.

·       د ځان او کورنۍ د غړو لپاره د اوسېدو د کافي ځای درلودل بل شرط دی. د کور د مساحت اندازه هم په هر ايالت کې توپير کوي. د ډېرو مالوماتو لپاره د خپلې سيمې اوسلنډربېهورده ادارې يا يوه مشورتي مرکز ته ورشئ.

·       په برياليتوب د بلدتيا (Orientierungskurs) کورس بشپړول هم له دې شرطونو يو دی. په دې کورس کې د جرمني د تاريخ او ټولنې په اړه مالومات ترلاسه کيږي.

·       بايد د سترو جرمونو جرمي سابقه ونه لرئ.

·       لږ تر لږه د تېرو پينځو کالو لپاره د استوګنې اجازې درلودل بل لازمي شرط دی. د کډوالو لپاره د هغوی د پناغوښتنې د پروسې موده هم دې ۵ کالونو کې حسابيږي.

مهم: هغه کسان چې د ډيپورټ د ملي بنديز له مخې د استوګنې اجازه لري؛ نه شي کولای د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله استوګنې د اجازې غوښتنه وکړي.

څه ډول د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله استوګنې اجازه ترلاسه کړم؟

د دې اجازې ترلاسه کولو لپاره د بهرنيانو د تنظيم له ادارې (Ausländerbehörde) سره وخت واخلئ او ټول سندونه له ځان سره يوسئ. د دې اجازې او د جرمني د دایمي استوګنې اجازې ترلاسه کولو طريقه يو ډول ده. د جرمني د دايمي استوګنې اجازې په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي کې ترلاسه کولای شئ.

د بل اروپايي هېواد د استوګنې اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد کوم شرايط پوره کړم؟

کله چې د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله استوګنې اجازه ترلاسه کړئ او وغواړئ په بل اروپايي هېواد کې ژوند وکړئ؛ بايد د هماغه هېواد د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. د دې کار لپاره د هماغه هېواد د مهاجرت په اداره کې د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ.

د بل هېواد د استوګنې د اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد لاندې شرطونه پوره کړئ:

·      د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله استوګنې د اجازې درلودل؛

·      د دولت له لوري د مالي مرستې نه ترلاسه کول؛

·      په هغه هېواد کې چې د اوسېدو د اجازې غوښتنه کوئ؛ د کار قرارداد يا پوهنتون د داخلې يا دې ته ورته سندونو درلودل؛

·      د روغتيايي بيمي درلودل؛

کله چې د بل هېواد د مهاجرو اداره ستاسې غوښتنه ومني؛ بايد د هغه هېواد د ګمارنې له ادارې څخه د کار اجازه هم ترلاسه کړئ.

په ياد مو وي چې: په ډنمارک او آیرلنډ کې د اروپايي ټولنې اړوند لارښود نه پلی کيږي. په دې هېوادونو کې د اروپايي ټولنې د استوګنې د اوږدمهاله اجازې له مخې د اوسېدلو د اجازې غوښتنه نه شئ کولای.

ښايي د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله استوګنې اجازه له لاسه ورکړم؟

هو. په لاندې حالتونو کې د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله استوګنې اجازه (Daueraufenthalt-EU) له لاسه ورکولای شئ.

-        که چا د خپلې استوګنې يا دايمي ژوند اجازه د ناسمو مالوماتو يا جعلي سندونو پر بنسټ ترلاسه کړې وي؛ د رښتيا مالومېدو په صورت کې به دا اجازه له لاسه ورکړي.

-        که څوک عامه نظم او امنيت ته ګواښ وګڼل شي؛ ښايي خپل هېواد ته ولېږل شي. په داسې حالاتو کې به د استوګنې اجازه هم له لاسه ورکړي.

-        هغه کسان چې له اروپايي ټولنې (يا په ډنمارک او آيرلنډ کې) د باندې له ۱۲ مياشتو زيات وخت پاته شي؛ د اصولو له مخې د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله استوګنې اجازه له لاسه ورکوي.

-        هغه کسان چې د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله استوګنې اجازه ولري او له جرمني بهر شپږ کالونه يا زيات تېر کړي؛ د اصولو له مخې د استوګنې دا اجازه له لاسه ورکوي.

-        که څوک له کوم بل اروپايي هېواد څخه د اوږدمهاله استوګنې اجازه ترلاسه کړي؛ د اروپايي ټولنې د استوګنې اجازه به له لاسه ورکړي.

-        هغه کسان چې د مهاجر يا‌ پناغوښتونکي په توګه پېژندل شوي وي او يا يې د فرعي خونديتوب يا په ډيپورټ له ملي بنديز وروسته د اروپايي ټولنې د استوګنې دايمي اجازه ترلاسه کړې وي؛ ښايي خپل هېواد ته د تلو په صورت کې يې د پنا يا مهاجرت د خونديتوب حق او د استوګنې اجازه لغوه شي. که ستاسې د پنا يا مهاجرت حق نور د باور ونه ګڼل شي؛ د بهرنيانو د تنظيم اداره به دوې ټاکنې ولري:  الف: دوی ښايي ستاسې د دايمي استوګنې اجازه لغوه کړي. ب: ښايي د استوګنې دايمي اجازه مو په خپل حال پرېږدي. هغه کسان چې په جرمني يا اروپايي ټولنه کې يې ډېر وخت تېر شوی وي؛ ژبه يې ښه زده وي؛ دنده ولري‌ او دولتي مرسته ترلاسه نه کړي؛ ښايي په اړه يې دوهمه ټاکنه غوره شي (د استوګن قانون ۵۲مه ماده).

مهم

د اروپايي ټولنې د اوسېدو اجازه په نورو اروپايي هېوادونو کې د اوسېدو لپاره يوازينۍ لار نه ده. ماهر او متخصص کارکوونکي کولای شي د استوګنې نورې اجازې هم ترلاسه کړي. په دې اړه د زياتو مالوماتو لپاره په اړوند هېواد کې له مشورتي دفترونو سره اړيکه ونيسئ. د جرمني د استوګنې اجازې ترلاسه کولو لپاره زموږ نور مالوماتي څپرکي کتلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: