په جرمني کې د دايمي استوګنې اجازه

کولای شم په جرمني کې د دايمي استوګنې اجازه ترلاسه کړم؟
د دايمي استوګنې اجازه (Niederlassungserlaubnis) يا (unbefristete Aufenthaltserlaubnis) په جرمني کې د نامحدودې مودې لپاره د ژوند کولو اجازه ده. د استوګنې د اجازې د نورو ډولونو پر خلاف، دا اجازه د تل لپاره معتبره ده او نوي کولو ته اړتيا نه لري. د دې اجازې په وسيله کولای شئ په جرمني کې له محدوديت پرته کار وکړئ.
د دايمي استوګنې د اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد لاندې شرطونه پوره کړئ:
- له لږ تر لږه ۵ کالونو راهیسې په جرمني کې د ژوند کولو اجازه لرئ.
- د خپل ځان او کورنۍ د ژوند لګښتونه خپله برابرولای شئ. په بله وينا، له جابسنټر يا سوسيال څخه مرسته نه ترلاسه کوئ.
- د جرمني ژبې د B1 په کچه خبرې کول او د اړوند سند درلودل بل شرط دی.
- د لږ تر لږه ۶۰ مياشتو لپاره مو د تقاعد د بيمې ونډه ورکړې وي. د دې ونډې اندازه مهمه نه ده. د تقاعد د بيمې په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (په جرمني کې د تقاعد بيمه) کې ولولئ.
- د ځان او کورنۍ د غړو لپاره د اوسېدو د کافي ځای درلودل بل شرط دی. د کور د مساحت اندازه هم په هر ايالت کې توپير کوي. د ډېرو مالوماتو لپاره د خپلې سيمې اوسلنډربېهورده ادارې يا يوه نږدې مشورتي مرکز ته ورشئ.
- د کار اجازه لرئ.
- په برياليتوب د بلدتيا (Orientierungskurs) کورس بشپړول هم له دې شرطونو يو دی. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (انټګراڅيون کورسونه) کې لوستلای شئ.
- بايد کومه جرمي سابقه ونه لرئ. د وړو جرمونو لپاره د ۹۰ ورځو د عايد په اندازه جريمه او تر درېيو مياشتو ځنډول شوې جزاوې ستاسې حالت نه اغېزمنوي.
البته د ځينو کسانو لپاره ښايي د دايمي استوګنې اجازې ترلاسه کول اسانه وي.
د چا لپاره د دايمي استوګنې اجازې ترلاسه کول اسانه دي؟
د پناغوښتونکو، منل شوو کډوالو، فرعي خونديتوب يا پر ډيپورټ بنديز لرونکو سندونو او ورته نورو کسانو لپاره د جرمني د دايمي استوګنې اجازې ترلاسه کولو په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (د کډوالو لپاره د جرمني د دايمي استوګنې اجازه) کې موندلای شئ.
ماهر کارکوونکي (Fachkräfte) هغه کسان دي چې د يوه کار لپاره د اوسبيلډونګ يا پوهنتون د فراغت اړين سند ولري. ماهر کارکوونکي او څېړونکي په جرمني کې له ۴ کاله ژوند کولو وروسته د دايمي استوګنې اجازه ترلاسه کولای شئ. دوی بايد يوازې ۴۸ مياشتې د تقاعد بيمه ورکړې وي او اوس مهال کار ولري. د دوی بايد د B1 په کچه جرمني ژبه زده وي. له دې پرته لاندې شرطونه هم بايد پوره شي:
- د خپل ځان او کورنۍ د ژوند لګښتونه خپله برابرولای شئ. په بله وينا، له جابسنټر يا سوسيال څخه مرسته نه ترلاسه کوئ.
- د ځان او کورنۍ د غړو لپاره د اوسېدو د کافي ځای درلودل بل شرط دی. د کور د مساحت اندازه هم په هر ايالت کې توپير کوي. د ډېرو مالوماتو لپاره د خپلې سيمې اوسلنډربېهورده ادارې يا يوه مشورتي مرکز ته ورشئ.
- د کار اجازه لرئ.
- په برياليتوب د بلدتيا (Orientierungskurs) کورس بشپړول هم له دې شرطونو يو دی. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (انټګراڅيون کورسونه) کې لوستلای شئ.
- بايد کومه جرمي سابقه ونه لرئ. د وړو جرمونو لپاره د ۹۰ ورځو د عايد په اندازه جريمه او تر درېيو مياشتو ځنډول شوې جزاوې ستاسې حالت نه اغېزمنوي.
که په جرمني کې مو پوهنتون يا حرفوي زدهکړې بشپړې کړې وي او د ماهر کارکوونکي يا څېړونکي په توګه د استوګنې اجازه ولرئ، کولای شئ د دايمي استوګنې اجازه په اسانه شرايطو ترلاسه کړئ. د څېړونکي يا ماهر کارکوونکي په توګه د استوګنې اجازې له درلودلو سره، دوه کاله وروسته کولای شئ د دايمي استوګنې د اجازې غوښتنه کړئ. د تقاعد د بيمې ورکړه د ۲۴ مياشتو لپاره کافي ده. د دوی بايد د B1 په کچه جرمني ژبه زده وي او اوس مهال کار ولري. له دې پرته لاندې شرطونه هم بايد پوره شي:
- د خپل ځان او کورنۍ د ژوند لګښتونه خپله برابرولای شئ. په بله وينا، له جابسنټر يا سوسيال څخه مرسته نه ترلاسه کوئ.
- د ځان او کورنۍ د غړو لپاره د اوسېدو د کافي ځای درلودل بل شرط دی. د کور د مساحت اندازه هم په هر ايالت کې توپير کوي. د ډېرو مالوماتو لپاره د خپلې سيمې اوسلنډربېهورده ادارې يا يوه مشورتي مرکز ته ورشئ.
- د کار اجازه لرئ.
- په برياليتوب د بلدتيا (Orientierungskurs) کورس بشپړول هم له دې شرطونو يو دی. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (انټګراڅيون کورسونه) کې لوستلای شئ.
- بايد کومه جرمي سابقه ونه لرئ. د وړو جرمونو لپاره د ۹۰ ورځو د عايد په اندازه جريمه او تر درېيو مياشتو ځنډول شوې جزاوې ستاسې حالت نه اغېزمنوي.
که څوک په جرمني کې بريالی کاروبار ولري او د خپل ځان او کورنۍ لګښتونه خپله پوره کړای شي، کولای شي په جرمني کې له درې کاله ژوند وروسته د دايمي استوګنې اجازې غوښتنه وکړي. البته دوی بايد په همدې وخت کې له جابسنټر يا سوسيال څخه مرسته ترلاسه نه کړي. دا کسان بايد د دایمي استوګنې اجازې ترلاسه کولو پر مهال روغتيايي بيمه ولري او د تقاعد د بيمي کافي ونډه ورکړي. دوی بايد کومه جرمي سابقه هم ونه لري.
هغه کسان چې د جرمني په ملکي دولتي ادارو کې کار کوي، کولای شي درې کاله وروسته د جرمني د دايمي استوګنې اجازه ترلاسه کړي. دوی اړ نه دي چې د تقاعد بيمې د ونډې د ورکړې شرط پوره کړي. له دې پرته لاندې شرطونه هم بايد پوره شي:
- د خپل ځان او کورنۍ د ژوند لګښتونه خپله برابرولای شئ. په بله وينا، له جابسنټر يا سوسيال څخه مرسته نه ترلاسه کوئ.
- کولای شئ تر B1 کچې په جرمني ژبه خبرې وکړئ او د زدهکړې سند يې لرئ.
- د ځان او کورنۍ د غړو لپاره د اوسېدو د کافي ځای درلودل بل شرط دی. د کور د مساحت اندازه هم په هر ايالت کې توپير کوي. د ډېرو مالوماتو لپاره د خپلې سيمې اوسلنډربېهورده ادارې يا يوه مشورتي مرکز ته ورشئ.
- د کار اجازه لرئ.
- په برياليتوب د بلدتيا (Orientierungskurs) کورس بشپړول هم له دې شرطونو يو دی. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (انټګراڅيون کورسونه) کې لوستلای شئ.
- بايد کومه جرمي سابقه ونه لرئ. د وړو جرمونو لپاره د ۹۰ ورځو د عايد په اندازه جريمه او تر درېيو مياشتو ځنډول شوې جزاوې ستاسې حالت نه اغېزمنوي.
که څوک د اروپايي ټولنې شين کارت ولري، د دې کارت له ترلاسه کولو ۳۳ مياشتې وروسته د جرمني د دايمي استوګنې د اجازې غوښتنi کولای شي. البته دوی بايد په دې ۳۳ مياشتو کې د تقاعد د بيمې ونډه ورکړې وي؛ کار ولري او جرمني ژبه يې لږ تر لږه تر A1 کچې پورې زده وي. که څوک د جرمني ژبې د B1 سند ولري، دا موده ورته ۲۱ مياشتې کيږي. له دې پرته لاندې شرطونه هم بايد پوره شي:
- د خپل ځان او کورنۍ د ژوند لګښتونه خپله برابرولای شئ. په بله وينا، له جابسنټر يا سوسيال څخه مرسته نه ترلاسه کوئ.
- د ځان او کورنۍ د غړو لپاره د اوسېدو د کافي ځای درلودل بل شرط دی. د کور د مساحت اندازه هم په هر ايالت کې توپير کوي. د ډېرو مالوماتو لپاره د خپلې سيمې اوسلنډربېهورده ادارې يا يوه مشورتي مرکز ته ورشئ.
- بايد د کار اجازه ولرئ.
- په برياليتوب د بلدتيا (Orientierungskurs) کورس بشپړول هم له دې شرطونو يو دی. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (انټګراڅيون کورسونه) کې لوستلای شئ.
- بايد کومه جرمي سابقه ونه لرئ. د وړو جرمونو لپاره د ۹۰ ورځو د عايد په اندازه جريمه او تر درېيو مياشتو ځنډول شوې جزاوې ستاسې حالت نه اغېزمنوي.
که د چا د کورنۍ غړی د جرمني تابعيت ولري، دوی ته د جرمني د دايمي استوګنې د اجازې ترلاسه کول اسان دي. دوی بايد د دې کار لپاره له درې کالونو راهيسې په جرمني کې د استوګنې اجازه درلودلې وي او تر B1 کچې پورې يې جرمني ژبه زده وي. دوی بايد دا ثبوت هم وړاندې کړي چې تر اوسه د جرمني تابعيت لرونکي کس سره یوځای اوسي. له دې پرته لاندې شرطونه هم بايد پوره شي:
- د خپل ځان او کورنۍ د ژوند لګښتونه خپله برابرولای شئ. په بله وينا، له جابسنټر يا سوسيال څخه مرسته نه ترلاسه کوئ.
- د لږ تر لږه ۶۰ مياشتو لپاره مو د تقاعد د بيمې ونډه ورکړې وي. د دې ونډې اندازه مهمه نه ده. د تقاعد د بيمې په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (په جرمني کې د تقاعد بيمه) کې ولولئ.
- بايد د کار اجازه ولرئ.
- بايد کومه جرمي سابقه ونه لرئ. د وړو جرمونو لپاره د ۹۰ ورځو د عايد په اندازه جريمه او تر درېيو مياشتو ځنډول شوې جزاوې ستاسې حالت نه اغېزمنوي.
که چا له داسې کس سره واده کړی وي چې د جرمني د استوګنې دايمي اجازه ولري، کولای شي خپله هم د جرمني د استوګنې دايمي اجازه ترلاسه کړي. شرط دا دی چې د خپل لګښتونه بايد خپله پوره کړئ او له جابسنټر يا سوسيال څخه مرسته ترلاسه نه کړئ. له دې پرته لاندې شرطونه هم بايد پوره شي:
- کولای شئ تر A1 کچې په جرمني ژبه خبرې وکړئ او د زدهکړې سند يې لرئ.
- د ځان او کورنۍ د غړو لپاره د اوسېدو د کافي ځای درلودل بل شرط دی. د کور د مساحت اندازه هم په هر ايالت کې توپير کوي. د ډېرو مالوماتو لپاره د خپلې سيمې اوسلنډربېهورده ادارې يا يوه مشورتي مرکز ته ورشئ.
- په برياليتوب د بلدتيا (Orientierungskurs) کورس بشپړول هم له دې شرطونو يو دی. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (انټګراڅيون کورسونه) کې لوستلای شئ.
- بايد کومه جرمي سابقه ونه لرئ. د وړو جرمونو لپاره د ۹۰ ورځو د عايد په اندازه جريمه او تر درېيو مياشتو ځنډول شوې جزاوې ستاسې حالت نه اغېزمنوي.
د بهرنيو کسانو هغه ماشومان چې د خپل عمر په ۱۶کلنۍ کې يې له تېرو ۵ کالونو د استوګنې اجازه درلودلې وي، کولای شي د جرمني د دايمي استوګنې اجازه ترلاسه کړي. د ماشوم له ۱۸کلنۍ وروسته بايد ځينې نور شرطونه هم پوره شي: ماشوم بايد لږ تر لږه تر B1 کچه په جرمني ژبه خبرې وکړي او د خپل ژوند لګښتونه د سوسيال يا جابسنتر له مرستې پرته پوره کړي. هغه کسان چې حرفوي زدهکړې ترسره کوي او يا پوهنتون ته ځي، د ژوند د لګښتونو پوره کولو شرط ته اړتيا نشته. دا ماشوم بايد د سترو جرمونو ترسره کولو سابقه ونه لري.
نور په څه بايد وپوهېږم؟
د دايمي استوګنې د اجازې ترلاسه کولو لپاره د بهرنيانو چارو خپلې اړونده ادارې (Ausländerbehörde) ته په ليکلې بڼه غوښتنه وړاندې کړئ. خپله اړوند اوسلنډربېهورده پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ. د دې کار لپاره اړوند غوښتنليک يا (Antrag auf Erteilung der Niederlassungserlaubnis) د بهرنيانو چارو د ادارې پر وېبسایټ موندلای شئ. دا غوښتنليک کښته، چاپ، ډک او لاسليک کړئ او له يوه پاسپورتي عکس او لاندې يادو شوو سندونو سره يې دې ادارې ته د پوست له لارې ولېږئ. ځينې ادارې د خپلو ادارو مخې ته هم د پوست بکسونه لري. کولای شئ هلته يې خپله هم واچوئ:
نور مل سندونه:
- د اوسني پاسپورت کاپي.
- د کار د قرارداد کاپي، د تېرو شپږو مياشتو د معاش د ترلاسه کولو سندونه او داسې يو سند چې وښيي تاسې به راتلونکې نورې شپږ مياشتې هم کار ولرئ. د کار د دوام دا سند بايد له ۱۴ ورځو ډېر زوړ نه وي. که څوک آزاد کار کوي: د ماليې د ارزونې يا تصفيې سند (Steuerbescheid) چې د مالي مشاور له لوري تيار شوی وي.
- د روغتيايي بيمي د شرکت يو تاييدليک چې وښيي تاسې هلته بيمه شوي ياست.
- د کور د کرايې د قرارداد يوه کاپي.
- د جرمني ژبې د زدهکړې د بريليک يا سرټيفیکېټ يوه کاپي.
- د جرمني د تقاعد د بيمي مالومات.
- که د ماشومانو پیسې (Kindergeld) يا میندو او پلرونو پیسې (Elterngeld) يا نورې ورته مرستې ترلاسه کوئ؛ د هغو اړوند سندونه.
- د اوسېدنې د ځای د ثبت سند.
له ځينو کسانو ښايي د لږ سندونو غوښتنه وشي. دا چې له تاسې کوم سندونه غوښتل کيږي، پر غوښتنليک يې کتلای شئ.
په ياد مو وي چې د استوګنې د دايمي ويزې ترلاسه کول لګښتونه هم لري. کله چې د بهرنيانو چارو اداره ستاسې غوښتنليک ترلاسه کړي؛ ستاسې سره د خپلې پرېکړې په اړه اړيکه ونيسي. که کوم سند مو کم يا ناسم وي؛ ښايي د سمولو يا بشپړولو غوښتنه يې وشي.
هو. په لاندې حالتونو کې د دايمي استوګنې اجازې ترلاسه کولو چانس شته:
- که څوک د شپږ پرلهپسې مياشتو لپاره له جرمني بهر پاته شي، د استوګنې قانو د ۵۱مې مادې له مخې د استوګنې اجازه له لاسه ورکوي. دا قانون د شنه پاسپورت درلودونکو لپاره نه دی.
- که چا چارواکو ته د خپل ځان په اړه ناسم مالومات ورکړي وي، ښايي د استوګنې اجازه له لاسه ورکړي.
- که څوک عامه خونديتوب ته ګواښ وګڼل شي، ښايي ډيپورټ شي او د استوګنې اجازه له لاسه ورکړي.
که څوک د خپلې استوګنې اجازې د لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ وي، کولا شي له مشورتي ادارو يا وکيل سره خبرې وکړي. په داسې حالتونو کې د لويانو مهاجرو لپاره مشورتي مرکزونه او د ځوانو مهاجرو خدمتونه مشوره درکولای شي.
د اړتيا پر مهال د لويانو مهاجرو لپاره مشورتي مرکزونه او د ځوانو مهاجرو خدمتونه مشوره درکولای شي. د ځوانو مهاجرو خدمتونه د هغو کسانو لپاره دي چې له ۲۷ کالونو کم عمر ولري. د دې ادارو کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي او مشوره يې وړيا ده.
نه. د دې لپاره چې د اروپايي ټولنې په نورو هېوادونو کې ژوند او کار وکړئ، بايد د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله استوګنې اجازه (Daueraufenthalt-EU) ترلاسه کړئ. له دې اجازې سره د نورو هېوادونو د استوګنې اجازې ترلاسه کولو چانس شته. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د اروپايي تولنې د دايمي استوګنې اجازه) کې موندلای شئ.
مهم
ماشومان کولای شي له ۱۶ کلنۍ وروسته د دايمي استوګنې اجازه ترلاسه کړي. غوښتنليک بايد د مور، پلار او يا کوم سرپرست له لوري وړاندې کړل شي.