که څوک لاندې شرطونه پوره کړي؛ کولای شي کاري ډولډونګ ترلاسه کړي:
- لږ تر لږه له ۱۲ مياشتو راهيسې ډولډونګ ولري. په ياد مو وي چې د استوګنې قانون د ۶۰ ب مادې له مخې (نه پېژندل شوو کسانو ډولډونګ) په دې برخه کې نه منل کيږي.
- لږ تر لږه له اتلس مياشتو راهيسې يې هره اونۍ ۳۵ ساعته د ټولنيزې بيمې ورکوونکی کار کړی وي. يوازې مور يا يوازې پلار ته د دې ساعتونو شمېر ۲۰ دی.
- له تېرو ۱۲ مياشتو راهيسې يې له جابسنټر يا سوسيال څخه مرسته نه وي اخيستې.
- تر A2 کچې پورې يې جرمني ژبه زده وي.
- جرمني ته د ۲۰۱۸ کال د اګست مياشتې له لومړۍ نېټې وړاندې راغلی وي.
- خپله (او د ژوند ملګرې/ملګری) يې د تذکرې، پاسپورت يا لایسنس په شان د هويت د ثابتېدو سند ولري. يا هم ثابته کړي چې د سند ترلاسه کولو هڅه يې کړې ده خو توانېدلي نه دي.
- که خپله (يا يې د ژوند ملګری/ملګرې) په انټګراڅيون کورس کې ګډون کړی وي؛ بايد هغه يې په برياليتوب پای ته رسولی وي.
- که د ښوونځي په عمر ماشومان ولري؛ بايد هغوی ښوونځي ته ولاړ شي.
- په خپله (يا يې د ژوند ملګری/ملګرې يا بچيان) يې کوم جرم نه وي کړی.
- خپله (د ژوند ملګری/ملګرې) يې له ترهګريزو او توندلارو بنسټونو سره تړاو ونه لري.