د کورنۍ د غړو په راوستلو کې د استوګنې اجازې درلودل مهم دي. د دې تر څنګ ځينې نور مقررات هم پلي کيږي.
- که د مهاجرو د خونديتوب يا پناغوښتنې حق (د جينوا کنوانسيون له مخې) مو ترلاسه کړی وي، کولای شئ خپله کورنۍ يا د کورنۍ غړي جرمني ته راوغواړئ. په بله وينا، د درې کالونو لپاره قبول شوي کسان کولای شي د خپلې کورنۍ غړي جرمني ته راوغواړي.
- که فرعي خونديتوب (subsidiär Schutz) مو ترلاسه کړی وي؛ کولای شئ د کورنۍ د غړو د راوستلو لپاره غوښتنليک وړاندې کړئ، خو د قبلېدلو لپاره يې پرېکړه د چارواکو په لاس کې ده او نه منلو په صورت کې د دعوې حق نه لرئ. اوس مهال له دې ډلې هره مياشت يوازې زر کسان د کورنۍ د غړو د يوځای کېدلو د پروګرام له مخې جرمني ته راتللی شي. هغه کورنۍ چې د ډېر وخت لپاره يو له بله جلا شوې وي؛ واړه ماشومان ولري او يا يې کوم غړی ناروغ وي؛ د ويزې لپاره لومړيتوب ورکول کيږي. البته که د کورنۍ غړي په جرمني ژبه خبرې وکړای شي او په جرمني کې د خپل ژوند لګښتونه خپله ورکړي، ښايي په اړه يې مثبته پرېکړه وشي.
- که چا پر ډيپورټ د بنديز له مخې د استوګنې اجازه ترلاسه کړې وي، يوازې هغه وخت کولای شي د کورنۍ د غړو راوستلو غوښتنه وکړي چې د استوګنې اجازه يې له يوه کال زياته وي او واده يې جرمني ته له راتګ وړاندې کړی وي. له دې پرته بايد بل داسې دليل هم موجود وي چې له مخې يې د دوی د غوښتنې منل توجیه شي؛ د بېلګې په توګه په کورنۍ کې يې څوک سخت ناروغ وي او يا له ځانګړي ګواښ سره مخ وي. البته بيا هم اوسلنډربېهورده کولای شي ستاسې غوښتنه رد کړي.