د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله استوګنې اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد لاندې شرايط پوره شي:
· اړوند کسان بايد د خپل ورځني ژوند لګښتونه خپله پوره کړي. په دې مانا چې دوی بايد له جابسنټر يا سوسيال څخه مرسته ترلاسه نه کړي.
· دوی بايد په جرمني ژبه خبرې وکړای شي او لږ تر لږه د جرمني ژبې B1 سند ولري.
· د ځان او کورنۍ د غړو لپاره د اوسېدو د کافي ځای درلودل بل شرط دی. د کور د مساحت اندازه هم په هر ايالت کې توپير کوي. د ډېرو مالوماتو لپاره د خپلې سيمې اوسلنډربېهورده ادارې يا يوه مشورتي مرکز ته ورشئ.
· په برياليتوب د بلدتيا (Orientierungskurs) کورس بشپړول هم له دې شرطونو يو دی. په دې کورس کې د جرمني د تاريخ او ټولنې په اړه مالومات ترلاسه کيږي.
· بايد د سترو جرمونو جرمي سابقه ونه لرئ.
· لږ تر لږه د تېرو پينځو کالو لپاره د استوګنې اجازې درلودل بل لازمي شرط دی. د کډوالو لپاره د هغوی د پناغوښتنې د پروسې موده هم دې ۵ کالونو کې حسابيږي.
مهم: هغه کسان چې د ډيپورټ د ملي بنديز له مخې د استوګنې اجازه لري؛ نه شي کولای د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله استوګنې د اجازې غوښتنه وکړي.