د جرمني د ليدلو يا شېنګن ويزه (Besuchervisum)

کولای شم له جرمني څخه ليدنه وکړم؟

د شېنګن او اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو له پرته د ډېری هېوادونو وګړي جرمني ته د تګ لپاره ويزې ته اړتيا لري. دا چې د کومو هېوادونو وګړي جرمني ته د تګ لپاره ويزې ته اړتيا لري، د جرمني د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) يې کتلای شئ.

په دې څپرکي کې د جرمني د ليدلو يا شېنګن  ويزې په اړه مالومات درکوو. په رسمي ډول د دې ويزې نوم (Schengen Visa Typ C) دی او د ګرځندوی ويزې يا توريستي ويزې په نوم هم ياديږي. که غواړئ په جرمني کې زده‌کړه يا کار وکړئ او هلته ډېر پاته کېدل غواړئ، بايد يو بل ډول ويزه ترلاسه کړئ. دې ويزې ته (Nationales Visum Typ D) وايي او په اړه يې مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي کې لوستلای شئ.

په څه بايد وپوهېږم

د شېنګن C ويزه څه ډول ويزه ده؟

د ليدلو ويزې ترلاسه کولو لپاره بايد کوم شرطونه پوره شي؟

څنګه او چېرته د جرمني د ويزې غوښتنه کولای شم؟

د سفر موخه بايد څرګنده شي؟

د شېنګن ويزې لپاره کومو سندونو ته اړتيا ده؟

د شېنګن ويزې ترلاسه کولو څومره لګښت لري؟

د ويزې اخستلو پروسه څومره وخت اخلي؟

که د ويزې ترلاسه کولو غوښتنه مې رد شي، څه وکړم؟

که د ويزې له پای ته رسېدو وروسته بيا هم په جرمني کې پاته شم، څه کيږي؟

کولای شم له اوږدمهاله ويزې سره د پنا غوښتنه وکړم؟

مهم

پر (videx.diplo.de) وېبسایټ د ويزې لپاره د غوښتنليک فورمه په انلاين ډول ډکولای شئ. له ډکولو وروسته دا فورمه چاپ کړئ او له ځان سره يې په ټاکلې ورځ سفارت يا کنسولګرۍ ته يوسئ. دا وېبسایټ په ګڼو ژبو دی.