د جرمني ملي ويزه (Nationales Visum Typ D)

Photo of a visa application form

کولای شم جرمني ته ولاړ شم او هلته د اوږدې مودې لپاره پاته شم؟

د درېيمو هېوادونو (Drittstaaten) هغه اوسېدونکي چې غواړي په جرمني کې له درې مياشتو زيات پاته شي او يا دلته کار وکړي، بايد اوږدمهاله ويزه ترلاسه کړي. د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو، لښتن‌شتاين، ناروې، ایسلنډ او سويس له اتباعو پرته د نورو ټولو هېوادونو وګړي، په جرمني کې د زيات وخت پاته کېدو لپاره اړ دي څو دا ډول ويزه ترلاسه کړي. دې اوږدمهاله ويزې ته (Nationales Visum Typ D) وايي.

هغه کسان چې غواړي جرمني‌ ته له درې مياشتو د کم وخت لپاره راشي، کولای شي يو بل د  ليدلو يا ګرځندوی ويزه ترلاسه کړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د ليدلو ويزه) کې لوستلای شئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

د جرمني اوږدمهاله ويزه څه ته وايي؟

اوږدمهاله ويزه (Nationales Visum Typ D) په جرمني‌کې د اوږدمهاله استوګنې لپاره ورکول کيږي. له دې ويزې سره کولای شئ په جرمني کې له درې مياشتو ډېر پاته شئ‌ او د ويزې له ډول سره سم کار يا زده‌کړه وکړئ او يا حرفوي زده‌کړې (Ausbildung) ترلاسه کړئ.

اوږدمهاله ويزې لاندې ډولونه لري:

-        د ماهرو کارګرو ويزه (Visum für Fachkräfte)

-        د زده‌کړو ويزه (Studentenvisum)

-        د حرفوي زده‌کړو ويزه (Ausbildungsvisum)

-        د کار د لټون ويزه (Visum zur Arbeitssuche)

-        د اوسبيلډونګ د لټون ويزه (Ausbildungsplatzsuche)

-        د بهرنيو مسلکي سندونو د رسمي کولو ويزه (Visum zur Anerkennung ausländischer Berufsabschlüsse)

-        د اروپايي ټولنې شين کارت (Blaue Karte EU)

-        د څېړنو لپاره ويزه (Visum zum Forschen)

-        د شخصي کاروبار ويزه (Visum zur Selbständigkeit)

-        د واده ويزه (Heiratsvisum)

څه ډول د ويزې غوښتنه کولای شم؟

د ويزې ترلاسه کولو لپاره بايد په خپل هېواد کې د جرمني سفارت يا يوې کنسولګرۍ ته ورشئ. که ستاسې په هېواد کې د جرمني سفارت يا کنسولګرۍ کار نه کوي، بايد په يوه ګاونډي هېواد کې د جرمني له سفارت څخه د ويزې غوښتنه وکړئ. د جرمني د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ د جرمني د سفارتونو او کنسولګريو پتې موندلای شئ. په ياد مو وي چې له غوښتنې وړاندې کولو مخکې بايد له اړوند سفارت يا کنسولګرۍ سره د هغوی د وېبسایټ له لارې په انلاين ډول وخت ونيسئ.

اړوند سفارت به ستاسې غوښتنه په جرمني کې د بهرنيانو چارو له ادارې (Ausländerbehörde) سره شريکه کړي. په جرمني کې د هغې سيمې د بهرنيانو چارو اداره ستاسې د غوښتنې ارزولو مسؤوليت لري، په کومه سيمه کې چې تاسې ژوند کول غواړئ. د اصولو له مخې دا ادارې ستاسې د غوښتنې د منلو يا رد صلاحيت لري.

د ويزې د غوښتنليک فورمه له کومه ځايه ترلاسه کولای شم؟

د ويزې د غوښتلنيک اړوند فورمه د سفارت يا کنسولګرۍ پر وېبسایټ موندلای شئ. له دې پرته دا فورمې له (auswaertiges-amt.de) وېبسایټ څخه هم کښته کولای شئ. د دې فورمو دوې کاپيانې بايد ډکې کړئ. په ځينو سفارتونو کې ښايي فورمې د هماغه سيمې په اړوند ژبه وغوښتل شي. ښه به وي چې له وړاندې ځان په هر څه پوه کړئ او د هماغه سفارت په وېبسایټ کې اړوند مالومات ولولئ.

د اوږدمهاله ويزې ترلاسه کولو لپاره کومو سندونو ته اړتيا ده؟

د اوږدمهاله ويزې لپاره بايد لږ تر لږه لاندې سندونه له ځان سره ولرئ:

-        د ويزې د غوښتنليک د ډکې شوې فورمې دوې کاپيانې؛

-        معتبر پاسپورت؛

-        تازه بايومتريک عکسونه؛

-        د مالي سرچينو ثبوت يا ژمنليک (Verpflichtungserklärung). په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د اوږدمهاله ويزې لپاره ژمنليک) کې لوستلای شئ.

-        د ويزې له ډول سره تړلي نور سندونه.

د اوږدمهاله ويزې ترلاسه کول څومره لګښت لري؟

د اوږدمهاله ويزې کاري لګښت يا فيس ۷۵ يورو دی. دا پیسې بايد د غوښتنليک وړاندې کولو پر مهال له ځان سره ولرئ. مهم: که د ويزې ترلاسه کولو غوښتنه مو رد هم شي، دا پیسې بېرته نه درکول کيږي.

يادونه: له ځانګړو کسانو څخه د ويزې فيس يا لګښت نه اخستل کيږي. لاندې کسان په دې ډله کې راځي:

-        هغه کسان چې د جرمني د عامه فنډ (öffentlichen Mitteln) له لوري يو تمويلېدونکی سکالرشيپ يې ترلاسه کړی وي. که له دوی سره يې مېړه/ښځه او واړه ماشومان هم تمويل شوي وي، هغوی هم له دې فيس څخه معاف دي.

-        په جرمني کې ګمار شوي ديپلماتان، د کنسولګريو او نړيوالو سازمانونو کارکوونکي او د هغوی مېړونه/ښځې او له ۲۵ کالونو د ټيټ عمر لرونکي ماشومان.

-        که جرمني له کوم بل هېواد سره په دې اړه دوه‌اړخيزه موافقه کړې وي.

-        د جرمني تابعيت لرونکو کسانو د ژوند ملګری/ملګرې او ټيت‌عمر لرونکي ماشومان، همدا شان د دوی د کورنيو هغه غړي چې د اروپايي ټولنې يا اروپايي اقتصادي زون هېوادونو تابعيت ولري.

د ويزې اخستلو پروسه څومره وخت اخلي؟

په عمومي ډول د ويزې ترلاسه کول شاوخوا درې مياشتې وخت ته اړتيا لري خو ځينې وخت ښايي ډېرې مودې ته اړتيا وي. د بېلګې په توګه که د چا ويزه د جرمني د کار ادارې (Bundesagentur für Arbeit) تاييد ته اړتيا ولري، ښايي ډېر وخت انتظار وکړئ. د يادونې وړ ده چې د ځينو هېوادونو د وګړو لپاره هم د انتظار موده اوږده ده.

اوږدمهاله ويزه د څومره وخت لپاره اعتبار لري؟

د اوږدمهاله ويزې د اعتبار موده ستاسې د سفر له موخې سره اړه لري. په دې اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو کې موندلای شئ.

کولای شم له اوږدمهاله ويزې سره د پنا غوښتنه وکړم؟

هو. کولای شئ د جرمني له اوږدمهاله ويزې (Nationalen Visum Typ) سره جرمني ته راشئ او دلته د پنا غوښتنه وکړئ. دا چې د پنا غوښتنه به مو ومنل شي او که نه، ستاسې له اصلي هېواد او قضيې سره اړه لري. البته ډېر وخت هغو کسانو ته له سره ويزه نه ورکول کيږي چې په جرمني کې د پنا ترلاسه کولو چانس لري. د پنا غوښتنې په اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو کې موندلای شئ.

پاملرنه: تر هغه وخته چې ستاسې د پنا غوښتنې د قضيې په اړه پرېکړه کيږي، بايد خپله او يا هغه کس مو ټول لګښتونه (د بېلګې په توګه د کور کرايه، خوراک، جامې، درمل) ورکړي چې دلته يې ستاسې تضمين کړی دی او ژمنليک (Verpflichtungserklärung) يې لاسليک کړی دی. که د چا ډيپورټ شونی وي، هم دا حالت ورباندې تطبيقيږي. د ژمنليک په اړه نور مالومات په بل څپرکي کې ولولئ.

مهم

د استراليا، اسراييلو، جاپان، کاناډا، نيوزيلنډ، کوريا، بريتانيا، شمالي ايرلند او امريکا وګړي اړ نه دي چې د اوږدمهاله ويزې ترلاسه کولو لپاره له وړاندې غوښتنه ثبت کړي. دوی کولای شي دلته له راتګ وروسته د دې ويزې غوښتنه وکړي.

Gefördert durch:

Gefördert durch:

Ein Projekt von: