څه ډول کولای شم د ځان لپاره ښه دنده ومومم؟

له کومه ځايه د کار او زده‌کړو په اړه مشوره ترلاسه کړم؟

دلته موږ د {videoservice} د منځپانګې لرونکي يو. د نورو مالوماتو لپاره {socialhintlink_end}(دلته){socialhintlink_begin} کلېک وکړئ.

که له ماشومانو پوښتنه وشي چې غواړې څه شئ جوړ شې؟ سملاسي يو ځواب درکوي. وروسته بيا د دې پوښتنې ځواب يو څه سختيږي. په جرمني کې ډېرې زياتې دندې شته او د هغو لپاره د زده‌کړو يا اوسبیلډونګ د وړ څانګې غوره کول د هر چا لپاره آسانه نه دي. ځکه د جرمني د کار ادارې (Die Agentur für Arbeit) ډېر زيات مالومات راټول کړي دي او ډېر مرستندوی مواد يې چمتو کړي څو له خلکو سره د دندو په ټاکلو کې مرسته وکړي.

د دندو لپاره کوم مشورتي خدمتونه شته؟

د دندې يا مسلک مالومول

د دندو په اړه د مالوماتو موندل

د اوسبیلډونګ لټون

د کار او زده‌کړو په اړه مشوره ترلاسه کول

مهم

د کډوالو لپاره د جرمني په ډېرو ښارونو کې پروګرامونه شته چې کولای شي له تاسې سره دندې ته په تيارۍ او اوسبيلډونګ موندلو کې مرسته وکړي. په دې اړه لا ډېر مالومات زموږ په بل څپرکي (څوک زما سره د اوسبيلډونګ په موندلو کې مرسته کوي) کې موندلای شئ.