جاب‌سنټر

Das Bild zeigt das Gebäude eines Jobcenters.
اوسمهالیز 31.01.2024

جاب‌سنټر له چا سره مالي مرسته کوي؟

که څوک په جرمني کې ژوند کوي او د خپل ځان يا کورنۍ د غړو د ژوند لګښتونه پوره نه کړای شي، له دولت څخه مرسته ترلاسه کوي. د دې مرستو ترلاسه کولو لپاره يو مهم ځای جاب‌سنټر دی. جاب‌سنټر د ځينو شرايطو په پوره کولو سره له هغو کسانو سره مرسته کوي چې تر اوسه يې په جرمني کې کار نه وي کړی، له يوه کال راهيسې اوزګار وي او يا هم په کار کې کم معاش اخلي. دغه مرستې ته د اړمنو کسانو پیسې یا هم Burgergeld ویل کېږي چې پخوا ورته د بېکارۍ لومړی ډول پیسې نوم کارېده. د جاب‌سنټر کارکوونکي له تاسې سره د کار موندلو لپاره هم مرسته کوي. که د کار لپاره اړتيا وي، جاب‌سنټر به ستاسې د ژبې د کورس او يا اضافي زده‌کړو (Weiterbildungen) لګښتونه هم پر غاړه واخلي.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

د جاب‌سنټر پیسې څه ته وايي؟

په جرمني کې اړمنو کسانو ته د جاب‌سنټر له لوري د ژوند د لومړنيو لګښتونو لپاره نغدې پیسې ورکول کيږي. پخوا دې مرستې ته د بېکارۍ دویم ډول پیسو نوم کاریده چې اوس ورته د اړمنو کسانو پیسې يا د خلکو پیسې (Burgegeld) نوم کارېږي.‌ تاسې کولای شئ په دې پیسو د خپل ځان او کورنۍ د غړيو لپاره خواړه، جامې، د پاکۍ توکي، برېښنا، ترانسپورتي ټکټ او نور ورته شيان وپېرئ. په ۲۰۲۴ز کال کې به هر مجرد کس چې یوازې ژوند کوي، د میاشتې ۵۶۳ یورو، هغه ښځه او مېړه چې یو ځای ژوند کوي، هر یو به یې په میاشت کې ۵۰۶ یورو تر لاسه کوي. همدارنګه د ماشومانو لپاره مرسته د هغوی په عمر پورې اړه لري چې له ۳۵۷ تر ۴۷۱ یورو پورې ده.‌ په دې اړه نور مالومات لاندې په بله برخه کې ولولئ.

څوک د جاب‌سنټر پیسې ترلاسه کولای شي؟

هر هغه څوک چې د خپل ځان او کورنۍ د غړو لګښتونه پوره نه کړای شي او لاندې شرطونه پوره کړي، د جاب‌سنټر د پیسو غوښتنه کولای شي:

  • تر اوسه يې په جرمني کې هېڅ کار نه وي کړی؛
  • له يوه کال راهيسې وزګار وي؛
  • په کار کې ډېر کم معاش ترلاسه کړي.

پاملرنه: په دې برخه کې ستاسې د کورنۍ د هغو غړيو عايد هم مهم دی، کوم چې له تاسې سره یوځای ژوند کوي. په دې اړه نور مالومات لاندې په بله برخه کې ولولئ.

د پورته يادو شوو شرطونو تر څنګ بايد لاندې شرطونه هم پوره شي:

  • ستاسې د استوګنې اصلي ځای جرمني دی. په دې مانا چې په جرمني کې ژوند کوئ.
  • د پناغوښتونکي (Asylberechtigter)، کډوال (Flüchtling) يا فرعي خونديتوب د مستحق (Subsidiärschutzberechtigte) کس په توګه پېژندل شوي ياست او يا هم د جرمني تابعيت لرئ.
  • که د اروپايي ټولنې اړوند د بل هېواد تابعيت لرئ، بايد له وړاندې مو په جرمني کې کار کړی وي.
  • عمر مو له ۱۵ کالونو لوړ او د تقاعد له عمر څخه کم دی.
  • د کار وړتيا لرئ. د دې خبرې مانا دا ده چې په عمومي توګه کولای شئ د ورځې ۳ ساعته کار وکړئ.

مهم: جاب‌سنټر د لاندې کسانو مسؤوليت پر غاړه نه اخلي:

  • ډولډونګ لرونکي او د پنا غوښتنې په جريان کې پنا غوښتونکي. د دې کسانو د ژوند لګښتونه د سوسيال‌امت (Sozialamt) پر غاړه دي.
  • محصلان. د محصلانو لپاره د مالي تمويل د فرصتونو په اړه مالومات زموږ په بل څپرکي کې موندلای شئ.
  • ډېر زاړه او يا ناروغ کسان چې د کار کولو وړتيا ونه لري. د دې کسانو مسؤوليت د سوسيال پر غاړه دی.
  • جرمني ته د ماهرو کارګرو (Fachkraft) په توګه او په ورته ويزو نور راغلي کسان.
  • هغه کسان چې په جرمني کې يې ۱۲ مياشتې يا زيات کار کړی وي او د بېکارۍ د بيمې ونډه (Arbeitslosenversicherung) يې ورکړې وي. دا ډله کسان د کار له ادارې څخه د بېکارۍ لومړی ډول پیسې (Arbeitslosengeld I) ترلاسه کوي.
د کورنۍ د غړو شتمني يا عايد هم په حساب کې راځي؟ ګډ ژوند څه ته وايي؟

که کار کوئ خو عاید مو ډېر کم وي او یا هم دنده نه لرئ نو کولئ شئ‌ له جاب سنټر څخه دا مرسته تر لاسه کړئ. البته په دې حالت کې ستاسې تر څنګ ستاسې د کورنۍ د هغو غړو عايد او شتمني هم حسابيږي، کوم چې له تاسې سره ګډ ژوند کوي. جاب‌سنټر دې حالت ته ګډه استوګنه (Bedarfsgemeinschaft) وايي.

د جرمني دولت انګيري چې په ګډه استوګنه کې ټول غړي يو د بل اړتياوې پوره کوي. په دې مانا چې دوی يو له بل سره خپلې پیسې شريکوي او که کوم يو لږ پیسې ولري، نور يا يو پر بل پام کوي.

په ګډه استوګنه يا ګډ ژوند کې لاندې کسان حسابيږي:

  • مېړه/ښځه او يا د ژوند ملګری يا ملګرې (eingetragene Lebenspartner*innen
  • له ۲۵ کالونو د ټيټ عمر لرونکي او له تاسې سره اوسېدونکي ناواده شوي هغه ماشومان يا نوي ځوانان چې خپل عايد نه لري او د خپل ژوند لګښتونه نه شي پوره کولای؛
  • د ژوند هغه ملګري (Partner*innen) چې له يوه کال راهيسې له تاسې سره ګډ ژوند کوي او‌ يا هم په ګډه يو ماشوم سره لرئ او ګډ ژوند کوئ او يا هم يو د بل بانکي حساب ته لاسرسی لرئ او يا په ګډه د يوه ماشوم يا بل خپل چا پالنه کوئ.

مهم: د شريکو کورونو (Wohngemeinschaft) يا  WGاوسېدونکي او يا په ټولنيزو کورونو (Gemeinschaftsunterkunft) يا هايمونو کې د يوې کوټې اوسېدونکي په ګډ ژوند کې نه حسابيږي.

خپله شتمني يا پس‌انداز بايد وکاروو؟

د اړمنو کسانو دغه مرسته چې د جاب سنټر له خوا کېږي یوازې هغه وخت تاسو ته درکول کېږي‌ چې د خپل ژوند لګښتونه پوره نه شئ‌ کړئ. د بېکارۍ د دویم ډول پیسو د تر لاسه کولو پر وخت لومړی تاسو اړ واست چې خپل شتمني یا پس انداز مصرف کړئ‌ او بیا له جاب سنټر څخه د مرستې غوښتنه وکړئ‌،‌ خو د اړمنو کسانو د‌ پیسو د اخیستلو لپاره اوس تاسو اړ نه یاست چې لومړی خپله شتمني یا پس انداز مصرف کړئ.

مهم:‌ دا قانون یوازې ستاسو د شتمنی د یوې ټاکلې اندازې په اړه د پلي کېدو وړ دی او همدارنګه یوازې یو کال اړ نه یاست چې خپله شتمني یا پس انداز مصرف کړئ یعنې که بېکاره شئ‌ یو کال جاب سنټر درسره مرسته کوي، که په یوه کال کې دنده ونه مومئ بیا نو اړ یاست چې لومړی خپله شتمني مصرف کړئ او بیا له جاب سنټر څخه د مرستې غوښتنه وکړئ. یو مجرد کس باید له ۴۰۰۰۰ زره یورو څخه زیات پس انداز ونه لري او همدارنګه د کورنۍ بل هر غړی مو باید له ۱۵۰۰۰ یورو څخه زیاته شتمني یا پس انداز ونه لري.

 

استثناوې:

زده‌کوونکي او محصلين کولی شئ چې ۵۲۰ یورو پورې په میاشت کې کار وکړي چې دا اندازه عاید یې د جاب سنټر په مرسته هېڅ ډول اغېز نه لري که له دغه اندازې لوړ شي ممکن د جاب سنټر مرسته پرې کمه شي.

د فدرالي رضاکارۍ خدمتونو ترسره کوونکي (Bundesfreiwilligendienst) د داوطلبانه ټولنيز کال (Freiwillige Soziale Jahr (FSJ)) او رخصتيو د دندو (Ferienjobs) ترسره کوونکي هم مستثنا دي. داوطلبان کولای شي په کال کې د لګښتونو د مرستې (Aufwandsentschädigung) په توګه ۳زره يورو ترلاسه کړي.

که خپل کور یا هم اپارتمان ولرئ د جاب سنټر لپاره مهم نه دی. اړ نه یاست چې ترې ووځئ او اړمنو کسانو د پیسو د اخیستلو غوښتنه وکړئ. کله چې یو کال د اړمنو کسانو مرسته تر لاسه کړئ لاندې شرطونه باید پوره کړئ:‌

که د چا شخصي اپارتمان ۱۳۰ متر مربع وي او یوازې ژوند کوي.

که د چا شخصي کور تر ۱۴۰ متر مربع وي او یوازې ژوند کوي.

د جاب سنټر د مرستې د تر لاسه کولو لپاره اړ نه دي چې خپل کور وپلوري. که په کور کې څلور کسان ژوند کوي د کور اندازه د مرستې د اخیستلو لپاره په نظر کې نه نیول کېږي ۲۰ متر مربع د هر اضافي کس لپاره په نظر کې نیول کېږي. که ستاسو کور لوی وي دا په دې مانا نه ده، چې باید خپل ځای بدل کړئ.

له جاب‌سنټر څخه کومې مالي مرستې ترلاسه کولای شو؟

جابسنټر له اړمنو کسانو سره لاندې مالي‌ مرستې کوي:

  • د اړمنو کسانو پیسې
  • د زده‌کړو او ګډون د بستې مرسته.
  • د کور د کرايې او کور د ګرمېدو په شان د کور اړوند لګښتونه.
  • د زده‌کړو او کار د بهرنيو سندونو د ژباړې او رسمي کولو لپاره پیسې.
  • د امېدوارۍ يا سختې ناروغۍ په شان په ځانګړو حالتونو کې د اړتيا وړ اضافي پیسې.
  • د لومړني کرايي کور لپاره د اړينو وسيلو پیسې. ځينو کسانو ته ښايي خپله وسيلې او يا د وسيلو پېرلو لپاره ګوټشاين يا کوپون ورکړل شي.
  • د پيل مرسته (Einstiegsgeld). دا هغه مالي مرسته ده چې له بېکارۍ وروسته د بيا کار د پيل يا خپل کاروبار د پيلولو لپاره ورکول کيږي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (پانګونه او کاروبار) او (ازاد کار) کې ولولئ.

له دې پرته جاب‌سنتر ستاسې د روغتيايي بيمې او پالنې د بيمې (Pflegeversicherung) ونډه هم ورکوي

کولای شم له دندې يا ازاد کار سره سره د جاب‌سنټر مرسته هم ترلاسه کړم؟

هو. که په کار کې لږ عايد ترلاسه کوئ، کولای شئ تر څنګ يې د جاب‌سنټر مرسته هم ترلاسه کړئ. البته پر دې مهال لږ پیسې درکول کيږي او په کار کې ترلاسه کېدونکې پیسې مو د جاب‌سنټر له مرستې څخه کميږي. هر څومره مو چې معاش لوړ وي، په هماغه اندازه به له جا‌ب‌سنتر څخه کمې پیسې ترلاسه کړئ. مهم: تر ۱۰۰ پورو پورې عايد په حساب کې نه راځي. په دې مانا چې که څوک په مياشت کې یوازې ۱۰۰ يورو وګټي، د جاب‌سنټر مرسته يې نه کميږي.

 

د لوړو بيو له کبله کافي پیسې نه لرم، له جاب‌سنټر څخه مرسته ترلاسه کولای شم؟

هو. د اړتيا پر مهال له جاب‌سنټر څخه مرسته ترلاسه کولای شئ. که د خپل ځان او کورنۍ لپاره مو پیسې بس نه شي، جاب‌سنټر مرسته درسره کولای شي. دې مرستې ته بشپړوونکی مبلغ (Ergänzungsbetra) وايي. د دې مرستې اندازه ستاسې د کورنۍ د غړيو له شمېر، پیسو او لګښت سره اړه لري.

د بشپړوونکي مبلغ ترلاسه کولو لپاره د خپلې سيمې جاب‌سنټر ته ورشئ. د دې کار لپاره بايد د اړمنو کسانو د پیسو غوښتنليک ډک کړئ. دا کار بايد پر وخت وکړئ او بيا د دې غوښتنليک د وړاندې کولو له ورځې پیسې درکول کيږي.

د يادونې وړ ده چې محصلان او د اوسبيلډونګ ترسره کوونکي دا مرسته نه شي ترلاسه کولای. د محصلانو لپاره د بافوګ په نوم پیسې ورکول کيږي. د ښوونځيو د اوسبيلډونګ يا () ترسره کوونکي هم بافوګ ترلاسه کولای شي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د ښوونځيو اوسبيلډونګ) کې ولولئ.

کوم جاب‌سنټر زما مسؤوليت لري؟

هر څوک چې په هره سيمه کې ژوند کوي، د هماغسې سيمې جاب‌سنټر يې مسؤوليت پر غاړه لري. خپل اړوند جاب‌سنټر پر (jobcenter-ge.de) وېبسایت موندلای شئ. هلته خپل ايالت او د ښار نوم غوره کړئ او خپل جاب‌سنټر ومومئ. که ستاسې د ښار نوم په لړ کې نه وي، کولای شئ د کار ادارې پر وېبسایټ پلټنه وکړئ. هلته د خپلې سيمې نوم او يا پوستي کوډ ليکلای او د اړوند جاب‌سنټر پلټنه کولای شئ.

څه ډول د جاب‌سنټر د پیسو غوښتنه کولای شم؟

د اړمنو کسانو د پیسو غوښتنه له خپل اړوند جاب‌سنټر څخه کولای شئ.

مهم: که پخوا مو د بېکارۍ دویم ډول پیسې تر لاسه کولې نو اوس اړ نه یاست چې بیا د دې مرسته غوښتنه وکړئ بلکې تاسو ته به عادي شکل هغه مرسته درکول کېږي. یوازې د دې مرسته په ډول او ځینو شرايطو کې بدلون راغلی دی. ممکن په لومړیو کې مرسته د بېکارۍ د دویم ډول پیسو په شکل درته راشي خو هیله ده چې په تازه فورمونو او پوسټونو پسې وګرځئ ځکه ممکن په دوه درېیو میاشتو کې دا پروسه عادي شي او تاسو به د اړمنو کسانو مرسته له جاب سنټر څخه تر لاسه کوئ. که د ۲۰۲۳ز کال له جنوری میاشتې څخه مو مخکې له جاب سنټر څخه مرسته نه وي تر لاسه کړې بیا نو اړ یاست چې د اړمنو کسانو د پیسو غوښتنه له جاب سنټر څخه وکړئ.

د يوې کورنۍ د ګډو اوسېدونکو لپاره د يوې فورمې ډکول بسنه کوي. په دې ډله کې يو کس اصلي غوښتونکی (Hauptantragssteller*in) بلل کيږي او بايد د جاب‌سنتر د پیسو ترلاسه کولو لپاره ټول شرطونه ولري.

د غوښتنليک فورمه له (arbeitsagentur.de) وېبسایټ څخه کښته کولای شئ. دا فورمه چاپ او ډکه کړئ‌ او خپل اړوند جاب‌سنټر ته يې ولېږئ. البته په انلاين ډول هم دا فورمه ډکولای شئ. د دې کار لپاره بايد په (Burgergeld beantragen) کلېک وکړئ او د خپل اړوند جاب‌سنټر له موندلو وروسته د انلاين غوښتنې (Online-Antrag) له لارې وړاندې ولاړ شئ. له دې پرته کولای شئ دا فورمه په خپله له جاب‌سنتر څخه په کاغذي بڼه ترلاسه او ډکه کړئ.

د اصلي غوښتنليک تر څنګ ځينې نورې اضافي فورمې (Anlagen) هم شته چې د اړتيا پر مهال بايد ډکې شي. له دې پرته بايد د غوښتنليک د مالوماتو ثابتولو لپاره د کور د کرايې د تړون په شان نور سندونه او ثبوتونه هم مل کړئ.

له جاب‌سنټر څخه د ترلاسه کېدونکو پیسو اندازه ستاسې له اړتيا سره تړلې ده. په اصلي پیسو (Regelbedarf) د پاسه، ځينو کسانو ته اضافي پیسې هم ورکول کيږي خو د دې کار لپاره بايد ځينې ضمیمه فورمې ډکې شي. له دې ډلې ځينې مهمې يې په لاندې ډول دي:

  • د عايد د څومره‌والي فورمه - Anlage zur Einkommenserklärung (EK)

په دې فورمه کې بايد د خپل عايد اړوند مالومات زيات کړئ. که کار لرئ او لږ عايد ترلاسه کوئ، د کار درکوونکی مو بايد د عايد د تاييد فورمه (Einkommensbescheinigung) درته ډکه کړي.

  • د ازاد کارکوونکي د عايد فورمه - Anlage zum Einkommen Selbständiger (EKS)

که ازاد کار کوئ خو کافي پیسې نه لرئ، کولای شئ له جاب‌سنټر څخه مرسته ترلاسه کړئ. د دې کار لپاره بايد د اصلي غوښتنليک تر څنګ د ازاد کارکوونکي د عايد فورمه هم ډکه کړئ. هلته بايد په راتلونکو مياشتو کې د خپل عايد تخمين وکړئ. د جاب‌سنتر مرسته بيا په همدې بنسټ درکول کيږي. وروسته بيا بايد هره مياشت څرګنده کړئ چې څومره عايد مو ترلاسه کړی دی. پايلې ته په کتو بيا بايد بېرته جاب‌سنټر ته پیسې ورکړئ او يا به له جاب‌سنټر څخه بېرته پیسې ترلاسه کړئ.

  • په کور کې دګډو اوسېدونکو ماشومانو فورمه - Anlage zu Kindern in der Bedarfsgemeinschaft (KI) که په کور کې ماشومان ګډ ژوند درسره کوي، چې عمرونه یې له ۱۵ کلو کم وي، بايد د ماشومانو اړوند فورمه هم ډکه کړئ. په دې ډول به د ماشومانو لپاره هم اړينې پيسې ترلاسه کړئ.
  • په کور کې د اضافي کسانو لپاره فورمه - Anlage zu weiteren Personen in der Bedarfsgemeinschaft (WEP) که په کور کې نور اضافي کسان هم له تاسې سره ګډ ژوند کوي، بايد د هغوی لپاره اړوند فورمه ډکه کړئ.
  • د اوسېدو د ځای او ګرمېدو د لګښتونو فورمه - Anlage zu Kosten der Unterkunft und Heizung (KDU) دا فورمه ډېره مهمه ده او په مرسته يې د کور د کرايې او ګرمېدو (Heizkosten) لګښتونه ترلاسه کولای شئ.
  • د شمتنو فورمه - په دې فورمه کې بايد د نغدو پیسو، پس‌انداز، ارزښت‌لرونکو سندونو (Wertpapiere) او نورو په شان د شتمنيو اندازه وليکئ. په دې ډول جاب‌سنټر ګوري چې څوک خپله شتمني د ژوند د لګښتونو لپاره کارولای شي او که نه.
  • د ځانګړو اړتياوو فورمه - Anlage für besondere Bedarfe (BB)

په دې فورمه کې بايد د يوه ځانګړي حالت لپاره د اوږدمهاله اړتياوو مالومات وليکل شي. د بېلګې په توګه که څوک د يوې ناروغۍ له کبله په دوامدار ډول طبي وسيلو او يا ځانګړو خوړو ته اړتيا ولري، بايد دلته يې وليکي.

  • د اساسي وسيلو د غوښتنې فورمه - Antrag auf Erstausstattung

که دا فورمه وړاندې کول غواړئ، بايد له وړاندې يې په اړه له جاب‌سنټر سره خبرې وکړئ. د دې غوښتنليک په وسيله يو ځل د يوه شي لپاره مرسته درکول کيږي. دا فورمه د لاندې شيانو لپاره وړاندې کولای شئ:

  • په جرمني کې د لومړي کرايي کور لپاره اړينې وسيلې.
  • د نوي زېږېدلي ماشوم لپاره رېکشا، تخت يا نورې اړينې وسيلې.
  • له يوې حادثې يا ټکر وروسته ځانګړي اړين مرستندوی توکي يا وسيلې.

دا ټولې فورمې له خپل اړوند جاب‌سنتر څخه ترلاسه کولای شئ. د دې تر څنګ د کار ادارې له وېبسایټ څخه يې په انلاين ډول هم کښته کولای شئ.

يادونه: که غوښتنليک مو ومنل شي نو په نورمال ډول د ۶ مياشتو لپاره معتبر دی. له شپږ مياشتو وروسته بايد د تاييد د وخت د غځېدو غوښتليک (Weiterbewilligungsantrag (WBA)) ولېږئ. دا غوښتنليک پر (arbeitsagentur.de) وېبسایټ موندلای شئ.

له جاب‌سنټر سره د لومړي ځل ثبتېدلو پر مهال کومو سندونو ته اړتيا ده؟

له جاب‌سنټر سره د لومړي ځل ثبتېدلو پر مهال بايد لاندې سندونه له ځان سره ولرئ:

  • ستاسې او له تاسې سره د کورنۍ د نورو یوځای اوسېدونکو غړيو د پېژندنې سندونه.
  • ستاسې او له تاسې سره د کورنۍ د نورو یوځای اوسېدونکو غړيو د استوګنې د اجازې سند(کارت) او که موجود وي، بل اړوند زرغونه رنګه کاغذ يا سند.
  • په جرمني کې د ثبت يا د پوليسو د ثبت سند (polizeiliche Anmeldung).

له دې پرته بايد لاندې سندونه هم له ځان سره يوسئ:

  • ډکې شوې فورمې.
  • که موجود وي، د سوسيال‌امت وروستی درکول شوی خبرليک (Bescheid) يا سند.
  • که موجود وي، د کور د کرايې سندونه او د تودوخې او خدماتو د لګښتو وروستي بېلونه.
  • که موجود وي، د ماليې شمېر (Steuer-ID) او د روغتيايي بيمې کارت.
  • د بانکي حساب نمبر؛ څو جاب‌سنتر وکړای شي ستاسې پیسې دې حساب ته وليږي.
  • که موجود وي، په تېرو درېيو مياشتو کې د جرمني د بانکي حساب مالومات.
  • که واده شوي ياست، د واده تاييدليک يا نکاح‌خط (Heiratsurkunde).

مهم: جاب‌سنټر ته د تګ پر مهال تل د خپلې پېژندنې سندونه له ځان سره ولرئ. وروسته که جاب‌سنتر تاسې ته د ګډې استوګنې شمېره (Bedarfsgemeinschaftsnummer) يا د غړيتوب شمېره (Kundennummer) درکړي، بيا کولای شئ هغه وکاروئ.

د جاب‌سنټر پیسې کله او څنګه ورکول کيږي؟

کله چې ستاسې غوښتنليک ومنل شي، د هرې مياشتې په پای کې د بلې مياشتې لپاره د جاب‌سنتر پیسې ستاسې د جرمني بانکي حساب ته لېږل کيږي. د بېلګې په توګه د جون مياشتې پیسې به د مې مياشتې په پای کې درکړل شي.

په ياد مو وي چې جاب‌سنټر ته د غوښتنليک وړاندې کولو پر مهال ټول سندونه پر وخت او چټکۍ جاب‌سنټر ته ولېږئ. که کوم څه کم وي، ښايي د پیسو درکول وځنډيږي.

که څوک د جرمني بانکي حساب ونه لري، ښايي د اړونده پیسو چک ورکړل شي. دا چک بيا په اړونده بانکي څانګه کې نغدولای شئ.

په ياد مو وي چې په جرمني کې د بانکي حساب درلودل ډېر مهم دي. د بانکي حساب پرانستلو پر مهال داسې يو بانک غوره کړئ چې مياشتنی فيس يې کم يا هېڅ وي او د پيسو پر لېږد رالېږد پیسې وانخلي. که انګليسي او جرمني خبرې نه شئ کولای، ښه به وي چې يو ژباړن له ځان سره کړئ او په ټول شرطونو ځان وپوهوئ. که په څه نه پوهېږئ، لاسليک مه کوئ. د بانکي حساب پرانستلو لپاره يوه معتبر پاسپورت او يا د پاسپورت بديل (Passersatz) ته اړتيا ده.

که مشورې ته اړتيا لرئ، کولای شئ د مصرفوونکو له مرکز (Verbraucherzentralen) سره اړيکه ونيسئ. د دې مرکز کارکوونکي په وړيا ډول تاسې ته مشوره درکوي. د خپلې سيمې د مصرفوونکو مرکز پر (verbraucherzentrale.de) وېبسایټ موندلای شئ. په ياد مو وي چې د دې مرکز ډېری کارکوونکي يوازې په جرمني ژبه خبرې کوي او يوازې ډېر کم يې په نورو ژبو پوهيږي.

کور باید په کومه اندازه وي؟

د خلکو د پیسو د وړکړې د قانون له مخې د دې مرستې د اخیستلو په لومړي کال باید د کور لپاره کرایه هم تر لاسه کړئ.‌ تاسو اړ نه یاست چې کور مو بدل کړئ تر څو د کرایې پیسې تر لاسه کړئ.‌ د کور د ګرموالي پیسې یوازې تر معقولې کچې پورې درکول کېږي.‌ خو د کرایې تر څنګ باید د خپل کور د ګراموالي پیسې هم جاب سنټر درکړي. د ۲۰۲۳ز کال د ډسمبر میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې د کور د ګراموالي او سون توکو لګښتونه د یوې میاشتې لپاره په هغه صورت کې درکول کېږي چې مصرف مو زیات وي.

‌‌مهم: د برېښنا پیسې د کور د ګراموالي او سون د توکو د پیسو برخه نه دي، د برېښنا پیسې په هغه پیسو کې شاملې دي چې تاسو یې د ورځینو لګښتونو لپاره تر لاسه کوئ.

جاب‌سنټر د کور څومره کرايه ورکوي؟

لومړی باید له جاب سنټر څخه یو تایید لیک تر لاسه کړئ چې پکې لیکل شوي وي‌ چې کولی شئ ځانته کور پیدا کړئ. چې ټول ممکن ټول شرايط پکې لیکل شوي چې څومره اندازه پیسې د کور د کرایې لپاره درکول کېږي او په کومو شرایطو برابر کور باید پیدا کړئ. د کور د کرایې قانون په هر ښار کې توپیر کوي او په دې پورې هم اړه لري چې د کور اندازه څومره ده او د ګرموالي لپاره پرې څومره لګښت راځي. اکثر جاب سنټرونه د کرایي کورونو هغه غوښتنلیکونه ردوي چې د وخت په تېرېدو یې کرایه لوړيږي یا هم تاسو ته د موقت وخت لپاره کور په کرایه درکوي، نو ښه ده چې د کور له لټولو مخکې ځان په ځینو شرایطو پوه کړئ. کله چې د کور له څېښتن څخه تایید تر لاسه کولئ نو باید هغه ټول مالومات د کور له څېښتن څځه واخلئ چې جاب سنټر یې درنه غواړي. اکثره جاب سنټرونه د کور د کرایې کولو لپاره ځانګړي فورمونه لري، چې هغه باید د کور په څېښتن ډک او لاسلیک کړئ. هر څومره ژر چې امکان ولري باید د کور د کرایې غوښتنلیک له جاب سنټر سره شریک کړئ تر څو هغوی په لیکې بڼه تاسو او د کور څېښتن ته ډاډ درکړي چې د کور د کرایې لګښتونه پر غاړه اخلي. د دغه تایید له تر لاسه کولو وروسته کولی شئ د کور له څېښتن سره قرارداد لاسلیک کړئ.

مهم: که تاسو پیسې نه لرئ، نو جاب سنټر د کور ضمانتي پیسې هم درکوي. چې په دې اړه لا ډېر مالومات د خپلې سیمې له جاب سنټر څځه تر لاسه کولی شئ.

جاب‌سنټر څه ډول د کار په موندلو کې مرسته کوي؟

کله چې ستاسې غوښتنليک ومنل شي، د جاب‌سنټر يوه کارکوونکي ته ورپېژندل کېږئ. دا کس د کار منځګړی يا استازی (Arbeitsvermittler*in) بلل کيږي او اړوند کس تر څار لاندې نيسي. جاب‌سنټر کولای شي له بېلابېلو لارو له تاسې سره په کار موندلو کې مرسته وکړي:

  • د جرمني ژبې د کورس لګښتونه ورکول: که په جرمني ژبه نه پوهېږئ او يا لږ پوهېږئ او لا مو انټګراڅيون يا ادغام  او يا د دندې لپاره د جرمني ژبې کورس نه وي بشپړ کړی، جاب‌سنټر به يې د زده کولو او ترسره کولو لګښت درکړي.
  • د دندې موندلو لپاره مشوره: په جاب‌سنتر کې د کار استازی له تاسې سره ستاسې د زده‌کړو او کار د فرصتونو په اړه خبرې کوي. که غواړئ په بل مسلک کې کار وکړئ او يا د ځان لپاره د وړ کار په اړه پوه شئ، کولای شئ له دې کسانو سره مشوره وکړئ. د ځانګړو شرطونو په پوره کولو سره کولای شئ د بلې دندې يا مسلک لپاره بيا زده‌کړه وکړئ. دې زده‌کړو ته بيا زده‌کړه يا بيا روزنه (Umschulung) وايي او دندې ته په کتو له ۲ تر ۳ کالونو دوام کوي.
  • د کار په غوښتنليک برابرولو کې مرسته: د کار استازي له تاسې سره د يوه کار لپاره د غوښتنليک (Bewerbung) په برابرلو کې مرسته کوي. تاسې کولای شئ له دوی سره خپله سي‌وي په ګډه اېډېټ کړئ او يا يو کاور لېتر (Anschreiben) جوړ کړئ.
  • د ازاد کار (Selbständigkeit) پيلولو لپاره مرسته: که څوک غواړي ازاد کار پيل کړي، د کار استازي مرسته ورسره کولای شي. دا کار د مشورې او يا د پيل پیسو (Einstiegsgeld) له لارې کيږي. دا هغه مالي مرسته ده چې له بېکارۍ وروسته د بيا کار د پيل يا خپل کاروبار د پيلولو لپاره ورکول کيږي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (پانګونه او کاروبار) او (ازاد کار) کې ولولئ.

د اړتيا وړ مرستې په اړه له بحث وروسته به له تاسې سره په ګډه د ادغام تړون (Eingliederungsvereinbarung) وشي. د دې تړون په اړه مالومات لاندې په بله برخه کې ولولئ. دا پروګرام د ۲۰۲۳ز کال له جولای میاشتې څخه د همکارۍ په پروګرام بدلېږي.

جابسنټر د نورو زدکړو او مسلکي کېدو په برخه کې راسره مرسته کولی شي؟‌

که غواړئ‌ چې اوسبیلډونګ یا هم وایټربیلډونک وکړئ نو جاب سنټر مو مالي لګښتونه پر غاړه اخلي. د خلکو د پیسې د طرحې موخه دا ده، چې زده کړې له لنډمهاله کارونو بهتره دي. تر دې دمه موخه دا وه، چې په هر څوک باید په کم وخت کې دنده ومومي،‌ حتا د لنډمهاله کار لپاره هېڅ ډول تحصیلي سند نه غوښتل کېده. چې دا موضوع پخوا کار ته د لومړیتوب ورکولو په نوم وه چې اوس دا طرحه لغوه شوې ده.

د ۲۰۲۳ز کال له جولای میاشتې څخه جاب سنټر کولی شي ښه شرايط وړاندې کړي‌تر څو تاسو وکولی شئ‌ چې ښه دنده او یا مسلک زده کړئ:‌

  • که وغواړئ زده ته مو دوام ورکولی او ښه تحصیلي سندونه تر لاسه کړئ. همدارنګه کولی شئ په اوږده مهاله او منظمه توګه (مثلا دری کاله) کولی شئ زده کړې وکړئ او له جاب سنټر څخه مالي‌ مرسته تر لاسه کړئ.‌
  • د لومړیو مهارتونو د زده کړې لپاره لکه (د لوستلو،‌ ریاضي او IT مهارتونو د تر لاسه کولو لپآره هم مالي‌ مرسته تر لاسه کولی شئ.)
  • که داسې وایټربیلډونګ کوئ چې په خپل مسلک کې مو لا پیاوړي شئ کولی شئ په میاشتنی توګه تر ۱۵۰ یورو پورې د دې زده کړو لپاره مرسته تر لاسه کړئ.‌
  • که په داسې پروګرامونو د برخې اخیستلو لېواله یاست چې په اوږد مهاله کار کې درسره مرسته وکړي کولی شئ په میاشتنی توګه تر ۷۵ یورو پورې مرسته تر لاسه کړئ. دا مرسته د وایټربيلډونګ او (Berufsabschluss) ترسره کوونکو ته هم ورکول کيږي.
  • همدارنګه داسې فرصتونه هم شته چې ځانګړی استاد ولرئ دا هغه څه دي چې جاب سنټر د خپل خدماتو په برخه کې نوي زیات کړي دي. د استاد په مرسته کولی شئ خپلو زده کړو او مسلک ته دوام ورکړئ.‌

د کار بازار ته مو د لاسرسي خدمات هغه څه دي چې جاب سنټر به په دایمي‌ توګه درسره مرسته وکړي. دا کار د هغو کسانو لپاره دی چې کار بازار ته په لاره موندلو کې له ستونزو سره مخ دي.

مهم: د جاب سنټر د مرستې په جریان کې د وایټربیلډونګ د کولو حق هم لرئ. دا چې جاب سنټر مو باید د زده کړو لپاره مالي ملاتړ وکړي باید ځینې ځانګړي شرايط پوره کړئ. جاب سنټر به ستاسو حالت ته په کتو سره ځینې ځانګړي شرايط وړاندې کړي.

له دې ټولو سره سره تاسو حق لرئ، چې د مسلکي زده کړو،‌ پوهنتون او ښوونځي سند تر لاسه کړئ.‌

د پام وړ:‌ که په داسې وایټربیلډونک کې مو ګډون کړئ وي چې د ۲۰۲۳ز د جولای میاشتې له لومړۍ نېټې وړاندې پيل شوی وي، کولای شئ د پاتې وخت لپاره میاشتنی توګه ۱۵۰ یورو تر لاسه کړئ.

د جاب‌سنټر کارکوونکي په څو ژبو خبرې کوي؟

د اصولو له مخې د جاب‌سنټر کارکوونکي يوازې په جرمني ژبه خبرې کوي. دوی ځينې وخت په انګليسي يا نورو ژبو هم خبرې کوي خو د دې کار ضمانت نشته. که خپله په جرمني ژبه خبرې نه شئ کولای، ښه به وي له ځان سره داسې يو څوک بوځئ چې په جرمني ژبه پوهيږي. که خپله څوک نه پېژنئ، په خپل شاوخوا کې له مشورتي ادارو مرسته وغواړئ. که د دې ادارو پتې نه لرئ، کولای شئ زموږ په څوژبيز مشورتي پلتفورم (Together in Germany) يې په اړه پلټنه وکړئ.

د جاب‌سنټر په ځينو څانګو کې وړيا ټليفوني ژباړن هم وي. دوی ستاسې د ورتګ پر مهال د‌ ټليفون له لارې ستاسې او د جاب‌سنټر د کارکوونکو تر منځ ژباړه کوي. ښه به وي چې د دې فرصت په اړه له اړوند جاب‌سنټر څخه پوښتنه وکړئ.

له جاب‌سنټر سره کوم حقونه او مسؤوليتونه لرم؟

له جاب‌سنټر سره کوم مسؤوليتونه لرم؟

کله چې د جاب سنټر د مرستې غوښتنه کوئ، د جاب‌سنټر پر وړاندې ځانګړي مکلفيونه لرئ. دا مکلفيتونه يا مسؤوليتونه تنظيم شوي دي او د همکارۍ د مکلفيتونو (Mitwirkungspflicht) په نوم ياديږي.

د همکارۍ په مکلفيتونو کې د بېلګې په توګه لاندې شيان راځي؛

  • ستاسې پته بايد مالومه وي او جاب‌سنټر وکړای شي تاسې پوسټ وليږي. مهم: تاسې کولای شئ په کال کې يوازې درې پرله‌پسې اونۍ  د خپل اوسېدو له ځای څخه ليرې يا ناسوب واوسئ او په دې اړه هم بايد جاب‌سنټر ته خبر ورکړئ.
  • که په ژوند کې مو کوم بدلون راځي، بايد جاب‌سنټر ته خبر ورکړئ.
  • که ناروغ ياست او د بېلګې په توګه د ژبې کورس يا د جاب‌سنټر ترمين ته نه شئ تللای، بايد جا‌ب‌سنټر ته خبر ورکړئ. که ناروغي مو له ۳ ورځو زياته شي، د ډاکټر تاييدليک ته اړتيا لرئ. دا تاييدليک بايد جاب‌سنټر ته ښکاره کړئ.
  • ټول غوښتنليکونه او فورمې بايد په سم ډول ډکې کړئ.
  • بايد د هغې دندې غوښتنه وکړئ، کومه چې ستاسې د کار استازي له لوري درته پيدا کيږي.
  • په هغو اضافي زده‌کړو (Weiterbildungen) کې  بايد ګډون وکړئ، کومې چې ستاسې د کار استازي له لوري يې سپارښتنه کيږي او تاسې ورسره موافق ياست. تاسې خپله هم د کورسونو او اضافي زده‌کړو ترسره کولو وړانديز کولای شئ.
  • که د جاب‌سنټر لپاره د طبي معايناتو اړتيا وي، بايد د دولتي ډاکټر (Amtsärzt*innen) له لوري معايناتو ته غاړه کېږدئ. که دا کار کول نه غواړئ، له مشورتي ادارو څخه مرسته وغواړئ.

که څوک دا مکلفيتونه ترسره نه کړي، ښايي جاب‌سنتر يې پیسې کمې کړي. په دې اړه نور مالومات لاندې په بله برخه کې ولولئ.

د همکارۍ د مکلفيت تر څنګ د ثبت د مکلفيت (Meldepflicht) هم شته. په دې اړه نور مالومات لاندې د ترمينونو په برخه کې ولولئ.

د ګډون، ادغام او همکارۍ تړون (Eingliederungsvereinbarung/ Kooperationsplan) څه ته وايي؟

د ګډون يا يوځای کېدنې تړون (Eingliederungsvereinbarung) ستاسې او جاب‌سنټر تر منځ د همکارۍ تړون دی. په دې تړون کې ستاسې او د جاب‌سنټر د کارکوونکو تر منځ، ستاسې لپاره د دندې موندلو او په دې برخه کې د جاب‌سنټر د مرستې په اړه توافق کيږي. د بېلګې په توګه، هلته د ژبې د کورس يا اضافي زده‌کړو يادونه کيږي. له تړون وروسته بايد دواړه لوري په هغه عمل وکړي. که د تړون په جزئياتو نه پوهېږئ او يا له کوم څه سره موافق نه ياست، کولای شئ د تړون له لاسليک وړاندې مشوره ترلاسه کړئ. که څوک په تړون عمل ونه کړي، جاب‌سنټر ښايي ورکول کېدونکې پیسې بندې کړي.

پخوانی تړون به د ۲۰۲۳ز کال د جولای له میاشتې څخه د همکارۍ په یوه تړون بدل شي. په دغه پلان کې د جاب سنټر تر څنګ ځینې ځانګړي پړاونه د یوې ښې دندې د موندلو لپاره وټاکل شي. که په جاب سنټر کې له خپل مسوول کس سره ستونزه لرئ‌ کولئ شئ مشوره تر لاسه کړئ.

جاب‌سنټر ته بايد د کوم بدلونونو په اړه خبر ورکړل شي؟

که ستاسې يا ستاسې سره د کورنۍ د اوسېدونکو غړو په ژوند کې مهم بدلونونه راشي، بايد جاب‌سنټر ته يې په اړه خبر ورکړئ.

جاب‌سنټر ته بايد د لاندې بدلونونو په اړه سملاسي خبر ورکړل شي:

  • کله چې تاسې يا مو د کورنۍ کوم غړی بل ځای ته کډه وکړي او يا کډه کول وغواړي.
  • کله مو چې پته، ټليفون شمېره يا برېښناليک پته بدله شي.
  • که  د کور په کرايه يا د ګرمېدو په پیسو کې بدلون راشي.
  •  که نوی بانکي حساب پرانستل شي.
  • که څوک امېدواره شي او يا مو د ژوند ملګرې ماشوم نړۍ ته راوړي.
  • که څوک سره بېل شي او يا طلاق واخلي.
  • که څوک واده سره وکړي او يا ګډ ژوند پيل کړي.
  • که تاسې يا مو د کورنۍ کوم غړی نوی کار، اوسبيلډونګ يا لوړې زده‌کړې پيل کړي.
  • که تاسې يا مو د کورنۍ يو غړی د تقاعد غوښتنه وکړي.
  • که تاسې يا مو د کورنۍ کوم غړي ته يو ځل اضافي پیسې راشي او يا په کومه مياشت کې زياتې پیسې ترلاسه کړي. د بېلګې په توګه که څوک ميراث ترلاسه کړي، له دولت‌ څخه اضافي مرسته ترلاسه کړي او‌ يا يې معاش زيات شي.
  • که کوم ازاد کارکوونکی (Selbständiger*inn) زياتې پیسې وګټي  او نور د جاب‌سنټر مرستې ته اړتيا ونه لري.

جاب‌سنټر ته بايد د دې بدلونونو په ړه د (Veränderungsmitteilung) فورمې په وسيله خبر ورکړئ. البته دا فورمه يوازې په جرمني ژبه ده. ځينې وخت ښايي د نورو ضميمو ډکولو ته هم اړتيا پېښه شي. په دې فورمو کې بايد اضافي مالومات وليکل شي. د دې تر څنګ بايد نور ثبوتونه هم مل شي څو ستاسې څرګندونې تاييد کړي. په دې برخه کې د بېلګې په توګه د روغتيايي بيمې د غړيتوب تاييدليک او يا د کور د کرايې د لوړېدو په اړه د کورونو د شرکت ليک يادولای شو.

يادونه: اړتيا نشته چې جا‌ب‌سنټر ته اصلي سندونه ولېږئ. د سندونو د کاپي لېږل بسنه کوي.

جاب‌سنټر ته د سندونو د لېږلو لپاره پوسټ کارولای شئ. البته خپله هم کولای شئ ټول سندونه هلته يوسئ. د جاب‌سنټر ځينې څانګې انلاين‌ خدمتونه هم لري. د دې خدمتونو د کارولو لپاره انلاين اکونټ يا کارن ته اړتيا ده. د دې کارن پرانستلو په اړه له خپل جا‌ب‌سنټر څخه مالومات اخستلای شئ.

بل ځای ته د کډه کېدو اجازه لرم؟

له جاب‌سنټر څخه مرسته ترلاسه کوونکي بايد بل ځای ته له کډه کولو مخکې په دې اړه جاب‌سنټر ته خبر ورکړي. که جاب‌سنټر ته ثابته شي چې کډه کول اړين دي او دوی يې تاييد کړي، بيا کولای شئ د کډه کېدلو او د اړتيا پر مهال د کور د کرايې اضافي لګښتونه ترلاسه کړئ. که د جاب‌سنټر له توافق پرته کډه وکړئ، د کډه کېدلو او کور د اضافي کرايې پیسې نه درکول کيږي.

د اصولو له مخې جا‌سنټر په لاندې حالتونو کې د کډه کولو اجازه ورکوي:

  • کله چې د کډه کولو لپاره ښه دليل ولرئ او؛
  • د نوي کور کرايه مو لوړه نه وي او ستاسې لپاره کافي ځای ولري.

د کډه کېدلو لپاره يو ښه دليل د بېلګې په توګه دا کېدای شي چې اوسنی کور مو ډېر کوچنی وي، په کور کې مو بل ماشوم نړۍ ته راشي او يا مو د کور قرارداد لغوه شي.

يادونه: که بلې سيمې ته کډه وکړئ، ښايي د جاب‌سنټر بله څانګه مو مسؤوله وي. ښه به وي چې په دې اړه د اوسني جاب‌سنټر له کارکوونکو سره خبرې وکړئ څو هلته ستاسې د دوسيې د لېږد پروسه اسانه کړي.

مهم: قبول شوي کډوال (Anerkannte Flüchtlinge) او د فرعي خونديتوب درلودونکي (Menschen mit subsidiärem Schutz) ډېری وخت اړ دي څو د (Wohnsitzregelung) قانون له مخې په يوه ټاکل شوي‌ ځای کې ژوند وکړي. که تاسې هم له دې ډلې ياست او بلې سيمې ته کډه کول غواړئ، بايد ځينې ځانګړي شرطونه پوره کړئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (په جرمنی کې د استوګنې اجازې يا قبولۍ ډولونه) کې ولولئ.

د جاب‌سنټر پرله‌پیسې ترمينونو ته حاضرېدل اړين دي؟

جاب‌سنټر له تاسې سره د کار په موندلو کې مرسته کوي او د بېکارۍ دوهم ډول پیسو ترلاسه کولو لپاره ستاسې د غوښتنې د ارزولو مسؤول دی. له همدې کبله تاسې ته هر وخت ليکونه ليږي او هلته د ورتلو غوښتنه درڅخه کوي. دې ټاکل شوې نېټې ته ترمين (Termin) وايي.

دې ترمينونو ته بايد په خپله ورشئ او دې کار ته د حاضرۍ يا راپور ورکول مکلفيت (Meldepflicht) وايي.

جاب‌سنټر ښايي تاسې لاندې ترمينونو ته وروغواړي:

  • د دندې لپاره د مشورې ترمين.
  • د کار موندلو لپاره ترمين.
  • د کار استازي له لوري د مرستو د بېلابېلو وړانديزونو په اړه د خبرو لپاره ترمين.
  • د بېکارۍ دوهم ډول پیسو ترلاسه کولو لپاره ستاسې د غوښتنې په اړه د پوښتنو ځوابولو ترمين.
  • د طبي معايناتو لپاره ترمين.

د اصولو له مخې ترمين د پوسټ له لارې ترلاسه کوئ. البته جاب‌سنټر کولای شي تاسې ته ټليفون وکړي او هلته مو وروغواړي. ځينې وخت بل ترمين همالته جا‌سنټر ته د تګ پر مهال درکول کيږي. مهم: که نه شئ کولای پر وخت ترمين ته حاضر شئ، بايد سملاسي جاب‌سنټر ته خبر ورکړئ او بل ترمين واخلئ. که له دليل پرته يو ترمين پرېږدئ او هلته حاضر نه شئ، ښايي جاب‌سنټر مو پیسې بندې يا کمې کړي.

جا‌ب‌سنټر ته وروتګ لپاره د ترانسپورتي وسيلو د ټکټ پیسې هم درکول کيږي. له خپل اړوند جاب‌سنتر څخه په دې اړه پوښتئ چې بايد د دې کار لپاره يو غوښتنليک وړاندې شي او که نه.

د جاب‌سنټر مرسته ترلاسه کوونکي بل ځای ته سفر کولای شي؟

د جاب‌سنټر مرسته ترلاسه کوونکي کولای شي په کال کې درې اونۍ د خپل اوسېدو ځای پرېږدي. جاب‌سنټر دې مودې ته رخصتي (Urlaub) نه بلکې له د اوسېدو په ځای کې ناسوبتيا (Ortsabwesenheit) وايي.

مهم: بل ځای ته د سفر پر مهال بايد له ۷ تر ۱۴ ورځې مخکې له جاب‌سنټر سره دا خبره شريکه کړئ. که د جاب‌سنټر انلاين کار ن يا اکونټ لرئ، کولای شئ پر (arbeitsagentur.de) وېبسایټ د خپلې ناسوبتيا غوښتنه ثبت کړئ. همدا شان کولای شئ جاب‌سنټر ته يو برېښناليک ولېږئ. د اړوندې ادارې برېښناليک د جا‌ب‌سنټر په سندونو او ليکونو کې موندلای شئ. په ياد مو وي چې په برېښناليک کې د ګډې استوګنې شمېره (Bedarfsgemeinschaftsnummer) يا د غړيتوب شمېره (Kundennummer) وليکئ. جاب‌سنټر به تاسې ته په دوو ورځو کې ځواب درکړي. که داسې ونه شي، ورشئ او خپله له دوی په دې اړه پوښتنه وکړئ.

پاملرنه: د ناسوبتيا پر مهال بايد د خپل سفر لپاره يوه ښه دليل ولرئ. د دليل ښايي د بېلګې په توګه په بل هېواد، ښار يا سيمه کې د کورنۍ له غړيو سره ليدل وي.

که څوک د جاب‌سنټر له پرېکړو سره موافق نه وي، څه بايد وکړي؟

که د جاب‌سنټر له پرېکړو سره موافق نه ياست، کولای شئ پر وړاندې يې اعتراض وکړئ. له اعتراض سره دا ډاډ ترلاسه کيږي چې د جاب‌سنټر کارکوونکي يو ځل بيا پرېکړ ته کتنه کوي او ښايي خپله پرېکړه بدله کړي.

اعتراض بايد په ليکلې بڼه وي او کولای شئ خپله يا د پوسټ له لارې يې جاب‌سنټر ته ورسوئ. که خپله اعتراض‌ليک وروړئ، بايد له هغوی څخه د اعتراض ترلاسه کولو تاييد ترلاسه کړئ. په دې ډول وروسته د اړتيا پر مهال ثابتولای شئ چې جا‌ب‌سنټر ته مو خپل اعتراض وړاندې کړی او هغوی ترلاسه کړی دی. که د‌ پوسټ له لارې يې لېږل غواړئ، د ثبت شوي پوسټ (Einschreiben) له لارې يې ولېږئ څو د ترلاسه کېدو تاييد هم ترلاسه کړئ. دا تاييدليکونه بايد په ښه ډول وساتئ.

د اعتراض ثبتولو لپاره د ځانګړو فورمو ډکولو ته اړتيا نشته. يوازې د يوه ليک ليکل بسنه کوي. په دې ليک کې روښانه کړئ چې ولې د جاب‌سنټر له پرېکړې سره توافق نه لرئ. په ياد مو وي چې په ليک کې د ګډې استوګنې شمېره (Bedarfsgemeinschaftsnummer) يا د غړيتوب شمېره (Kundennummer) او د پرېکړې د حوالې يا دوسيې شمېره (Aktenzeichen) وليکئ. که مرستې ته اړتيا لرئ، له مشورتي ادارو سره اړيکه ونيسئ.

مهم: دا چې تر کومه وخته اعتراض کولای شئ، د جاب‌سنټر د پرېکړه‌ليک په پای کې يې د قانوني خبرتيا (Rechtsbelehrung) په برخه کې موندلای شئ. په معمول ډول په قانوني خبرتيا کې ليکل کيږي چې تاسې کولای شئ تر يوې مياشتې پورې خپل اعتراض ثبت کړئ. که ستاسې په ليک کې قانوني خبرتيا او مهلت نه وي، تر ۱۲ مياشتو پورې د اعتراض حق لرئ.

جاب‌سنټر بايد د درې مياشتو په موده کې ستاسې اعتراض ته ځواب درکړي. که په دې موده کې ځواب ترلاسه نه کړئ، کولای شئ ټولنيزې محکمې (Sozialgericht) ته عريضه وکړئ. دې عريضې ته د د عمل نه کولو عريضه (Untätigkeitsklage) وايي. د دې کار لپاره وکيل ته اړتيا نشته خو ښه به وي چې په اړه يې مشوره ترلاسه کړئ. د خپلې سيمې ټولنيزه محکمه پر (www.justizadressen.nrw.de) وېبسایټ موندلای شئ. هلته د (Suche des zuständigen Gerichts / Staatsanwaltschaft) په برخه کلېک وکړئ او د (Sozialsachen) برخه وټاکئ. وروسته د خپلې سيمې پوستي کوډ او د سيمې نوم ورکړئ. په دې ډول د خپلې سيمې د ټولنيزې محکمې پته موندلای شئ.

که جاب‌سنټر په درې مياشتو کې د ننه له تاسې سره اړيکه ونيسی او ستاسې اعتراض رد کړي، کولای شئې پر وړاندې يې ټولنيزې محکمې (Sozialgericht) ته عريضه وکړئ. د دې کار لپاره وکيل ته اړتيا نشته خو ښه به وي چې په اړه يې مشوره ترلاسه کړئ. په ياد مو وي چې دا عريضه له رد وروسته د يوې مياشتې په موده کې وکړئ. که دا کار ونه کړئ، بايد د جاب‌سنټر پرېکړه ومنئ.

که جاب‌سنټر بېرته پیسې وغواړي، څه کولای شو؟

ځينې وخت ښايي جاب‌سنټر له تاسې بېرته درکول شوې پیسې وغواړي. دا کار د بېلګې په توګه په هغه وخت کې کيږي چې تاسې په خپله شتمنۍ يا عايد سربېره د جاب‌سنټر مرسته هم ترلاسه کړې وي او يا مو له جاب‌سنټر څخه اضافي پیسې اخيستې وي. بېرته ورکول کېدونکې پیسې په قسطونو کې هم ورکولای شئ. په دې ډول په هره مياشت کې يوه اندازه ټاکل شوې پیسې ورکړئ، تر هغې چې ټولې پیسې پوره شي.

د هرې کورنۍ لپاره تر ۵۰ یورو پورې هېڅ ډول پیسې باید بېرته جاب سنټر ته ورنه کړل شي البته دا اندازه پیسې حداقل بلل شوې دي. که له دغه اندازې څخه زیاتې وي باید بېرته یې جاب سنټر ته ورکړئ همدارنګه تاسو اړ یاست د خپلو ژوند د شرايطو په برخه کې د هر بدلون په اړه جاب سنټر خبر کړئ.

که د بېرته ورکول کېدونکو پیسو له مقدار يا خپله له دې پرېکړې سره موافق نه ياست، کولای شئ پر وړاندې يې اعتراض وکړئ.

که د جا‌سنټر کارکوونکي توکمیز يا توپيري چلند وکړي، څه کولای شو؟

که د جاب‌سنټر کارکوونکي له تاسې سره تبعيضي يا توکميز او يا هم توپيري چلند وکړي، بايد په هېڅ صورت يې تحمل نه کړئ. په جرمني کې توپيري او توکميز چلند منع دی. تاسې کولای شئ په دې اړه پوليسو ته شکايت وکړئ. د دې شکايت يوه بېلګه يا نمونوي فورمه پر (antdikriminierungsstelle.de.) وېبسایټ موندلای شئ. که د فورمې په ډکولو کې ستونزه لرئ، کولای شئ له مشورتي ادارو څخه مرسته ترلاسه کړئ.

مهم: پوليسو ته د توکميز يا توپيري چلند پر ضد شکايت کول له دولت څخه په ترلاسه کېدونکې مرسته يا ستاسې د استوګنې په اجازه اغېز نه لري. له شکايت وروسته د جاب‌سنټر دا کارکوونکي ستاسې له دوسيې لرې کيږي او بل څوک دنده پر غاړه اخلي. څوک نه شي کولای تاسې ته د شکايت له کبله جزا درکړي. په عمومي توګه جاب‌سنټر ستاسې د استوګنې په اجازه هم اغېز نه لري.

د دې تر څنګ کولای شئ اړوند جاب‌سنټر ته هم د کار څارنې شکايت (Dienstaufsichtsbeschwerde) وړاندې کړئ. په دې ډول ښايي هغه کارکوونکی جريمه شي او يا له کاره وشړل شي. د دې ډول شکايت لپاره يوه بېلګه پر (hartz4.org) وېبسایټ موندلای شئ. تاسې کولای شئ دا شکايت‌پاڼه په خپله جاب‌سنټر ته يوسئ. په ياد مو وي چې له دوی څخه د ترلاسه کولو ليکل شوی تاييد ترلاسه کړئ. شکایت‌پاڼه د پوست له لارې هم لېږلای شئ. که د‌ پوسټ له لارې يې لېږل غواړئ، د ثبت شوي پوسټ (Einschreiben) له لارې يې ولېږئ څو د ترلاسه کېدو تاييد هم ترلاسه کړئ. دا تاييدليکونه بايد په ښه ډول وساتئ. پاملرنه: د شکایت ثتبولو لپاره وروستۍ نېټه نشته خو ښه به وي چې هر څومره ژر شکايت ثبت شي. په دې ډول ستاسې د بريا چانس زياتيږي.

له کومه ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شو؟

پر (faire-integration.de) وېبسایټ، په خپل شاوخوا کې داسې مشورتي مرکزونه يا مشوره ورکوونکي موندلای شئ چې د کار حقونو او د جاب‌سنټر اړوند قوانينو په اړه بشپړ مالومات لري. د دې ادارو مشوره وړيا ده او کارکوونکي يې په بېلابېلو ژبو خبرې کولای شي.

د دې تر څنګ د کډوالو له مشورتي مرکزونو او يا د ځوانو کډوالو له خدمتونو سره هم اړيکه ونيسئ. د ځوانو کډوالو د خدمتونو مرکز د هغو کسانو لپاره دی چې عمر يې له ۲۷ کالونو کم وي. د دې ادارو کارکوونکي هم په بېلابېلو ژبو خبرې کوي او مرسته يې وړيا ده. دوی همدا شان کولای شي له تاسې سره د فورمو په ډکولو او د غوښتنليکونو په لېږلو کې مرسته مرسته وکړي.

که په ورځني ژوند کې د خپل اصليت، مليت، جنسيت، جنسي لېوالتيا يا عمر له کبله توپيري چلند درسره وشي، کولای شئ له فدرالي تبعیض ضد ادارې (Anti-Diskriminierungsstelle des Bundes) سره اړيکه ونيسئ. د دې ادارې کارکوونکي هره دوه‌نۍ يا دوشنبه د ماسپښين له ۱ تر ۳ او هره څلورنۍ يا چهارشنبه او جمعه د سهار له ۹ بيا د غرمې تر ۱۲ بجو ستاسې ټليفوني اړيکو ته په (۰۳۰۱۸۵۵۵۱۸۵۵) شمېره ځوابونه وايي. دوی ته په (beratung@ads.bund.de) پته برېښناليک هم لېږلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په جرمني، انګليسي او عربي ژبو خبرې کوي او مرسته يې وړيا ده.

که په خپل شاوخوا کې مشورتي اداره نه شئ موندلای، کولای شئ زموږ له انلاين ټولنيز پلټفارم (Together in Germany) سره په اړيکه کې شئ. زموږ مرسته وړيا او په څو ژبو ده.

 

Ein Projekt von:

Gefördert durch: