په جرمني کې د استوګنې ازمایښتي اجازه

اوسمهالیز 29.09.2023

دا نوی قانون به راسره د استوګنې د دایمې اجازه اخیستلو کې مرسته وکړي؟

د جرمني د استوګنې د ازمایښتي اجازې نوی قانون (§104c Aufenthaltsgesetz) د ۲۰۲۲ز کال د ډسمبر میاشتې له ۳۱ نېټې وروسته نافذ او د ۲۰۲۳ز کال د جنوري‌ له لومړی وروسته پلي کېږي.‌ د دغه استوګنې د اجازې موده به ۱۸ میاشتې وي،‌ دا اجازه به هغه کسانو ته ورکول کېږي چې پنځه کاله یې په جرمني‌ کې له ډولډونګ يا ډولډونګ لایت سره ژوند کړی وي،‌ کوم جرم یې نه وي‌ کړئ او د جرمني‌ اساسي قانون ته ژمن وي.‌ د دې تر څنګ تاسو باید په دغه ۱۸ میاشتو کې دننه د اوږد مهاله استوګنې اجازې د تر لاسه کولو شرطونه پوره کړئ په ځانګړې توګه هغه د استوګنې اجازه چې د §25a   او 25b§ قانون په اساس ورکول کېږي.‌ که په دغه ۱۸ میاشتو کې د دې کار په کولو بریالي نه شئ بیا به ډولونګ درکړل شي.‌

اړین

که ډولډونګ لرئ، په دې اړه‌ باید له وکیل سره مشوره وکړئ،‌ چې ایا تاسو کولی شئ د §25a  او 25b§ قانون د مادو په اساس د استوګنې اجازه تر لاسه کړئ.‌ د دې ډول استوګنې اجازې د تر لاسه کولو لپاره باید مخکې له مخکې ځینې شرطونه پوره کړئ.‌ د دغه شرطونه په اړه ډولډونګ څه ډول په قبولۍ بدلولی شم؟ په څپرکي‌ لا ډېر مالومات لوستلی شئ.‌

په څه باید وپوهېږم؟‌

د استوګنې ازمایښتي اجازه چاته ورکول کېږي؟‌

دا اجازه به هغه کسانو ته ورکول کېږي چې ډولډونګ يا ډولډونګ لایت ولري. له دې پرته دوی بايد د ۲۰۲۲ز کال د اکټوبر میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې په جرمني کې له وقفې پرته د ژوند کولو پنځه کاله پوره کړي وي. په دې پينځه کالونو کې دوی بايد د استوګنې دا ډول اجازه درلودلې وي:‌

  • ډولډونګ يا ډولډونګ لایت
  • د استوګنې لنډمهاله اجازه (Aufenthaltsgestattung)
  • د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubnis)

په دغه موده کې باید کوم جرم نه وي کړی (هغه واړه جرمونه نه حسابيږي چې نغدي سزا يې د ورځني نرخ له ۵۱ ورځو او زندان يې له ۹۱ ورځو کم وي) او د جرمني اساسي قانون ومنئ.‌ د استوګنې د ازمایښتي اجازې غوښتنه،‌ چې د استوګنې د قانون د § 104c  مادې په اساس ورکول کېږي باید د خپل ښار له اوسلنډربېهوردې څخه وکړئ.‌ د دې استوګنې موده یوازې ۱۸ میاشتې ده او په هېڅ صورت به بیا تمدید نه شي.‌

مهم: د ازاد دیموکراتیک بنسټیز نظم (freiheitlich demokratische Grundordnung) يادونه په اساسي قانون کې شوې ده. دا خبره په جرمني کې د ګډ سوله‌يیز ژوند کولو بنسټ روښانوي. له دې پرته، دا مسله دیموکراسي د حکومت د سیاسي بڼې په توګه په رسميت پېژني. په ياد مو وي چې د اوسلنډربېهورده ځينې ادارې په دې اړه له تاسې پوښتنه وکړي. ښه به وي چې په دې اړه مالومات ولرئ او هلته سم ځوابونه ورکړئ. په دې اړه ډېر مالومات د ويتموند ولسوالۍ پر پاڼه لوستلای شئ.

زما هویت نامالوم دی،‌ د استوګنې د ازمایښتي اجازې غوښتنه کولی شم؟‌

هو،‌ د استوګنې د ازمایښتي اجازې د تر لاسه کولو لپاره چې د استوګنې د قانون د § 104c   مادې په اساس ورکول کېږي د هویت ثبیت ورته شرط نه دی.‌ سربېره پر دې هغه کسان چې §60b Aufenthaltsgesetz قانون په اساس ډولډونګ لایت لري هم د دغه اجازې غوښتنه کولی شي.‌ د لا ډېرو مالوماتو لپاره (د نامالوم هویت لرونکو کسانو ډولډونګ یا ډولډونګ لایت) څپرکی ولولئ.‌ د ډولډونګ لایت موده هم په دغه پنځه کلونو کې شمېرل کېږي.‌

اړین:‌ بالاخره په پای کې د دې لپاره چې د §25a   او 25b§ قانون پر اساس د استوګنې اجازه تر لاسه کړئ،‌ په ۱۸ میاشتو دننه کې باید خپل هویت ثابت کړئ او داسې سند (د بېلګې په توګه پاسپورت او يا د سفر سند) وړاندې کړئ چې ستاسو هویت پکې ثابت شي که بیا هم دا سند تر لاسه نه کړئ باید وښيئ چې تاسو خپله ټوله هڅه کړې ده. د ډولډونک لایت څپرکي (څه ډول ثابتولای شم چې د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره مې ټوله هڅه کړې ده؟)‌ په برخه کې په دې اړه بشپړ مالومات لوستلی شئ.‌

د ځینو کسانو لپاره د پاسپورټ اخیستل سخت او حتا ناممکن وي.‌ نو ځکه اړینه ده،‌ چې هر څوک باید په دغه برخه کې له مشورتي مرکزونو سره مشوره وکړي.‌ وکیل او مشورتي مرکزونه کولی شي له تاسو سره په دې برخه کې مرسته وکړي.‌

په ياد مو وي چې د وکيل نيولو لګښت ښايي زيات وي. په خپله سيمه کې مشورتي ادارې زموږ د سيمه‌ييز لټون پر پاڼه موندلای شئ. هلته د خپل ښار نوم او د پنا غوښتنې، استوګنې اجازې يا قانوني مشورې توري وپلټئ. 

 

 

زه څه موده له جرمني بهر وم،‌ څه باید وکړم؟‌

که یوازې د لنډې مودې لپاره له جرمنی بهر وی، کومه ستونزه نشته بیا هم کولی د استوګنې د ازمایښتي اجازې غوښتنه وکړئ.‌ دا لنډه وقفه یعنې یوازې دری میاشتې.‌ اړینه دا ده،‌ چې تاسو په رسمي توګه خپل د استوګنې ځای نه وي بدل کړئ.‌

څه وخت د استوګنې د ازمایښتي اجازې غوښتنه نه شم کولی؟‌

 

په لاندې حالتونو کې د دغه اجازې غوښتنه نه شی کولی:‌

  • که داسې جرم مو تر سره کړئ وي چې جزا یې ۵۰ ورځې زندان یا هم د دې معادل نغدي جریمه وي د استوګنې د ازمایښتي اجازې غوښتنه نه شئ کولی.‌ د پناغوښتنې او استوګنې د قانون له مخې دا قانون په هغه کسانو هم پلي کېږي،‌ چې د جرم سزا یې له ۹۰ ورځو زندان څخه ډېره وي.‌
  • که د نویو ځوانانو د ساتنې په مرکز کې مو داسې جرم کړئ وي چې زندان ته لېږل شوی وی بیا هم نه شئ کولی د استوګنې د ازمایښتي اجازې غوښتنه وکړئ.
  • که څو ځله مو د خپل ملیت او هویت په اړه ناسم مالومات یوازې د دې په خاطر ورکړي وي چې دیپورټ نه شئ بیا هم تاسو د استوګنې د ازمایښتي اجازې غوښتنه نه شئ کولی.
که د استوګنې ازمایښتي اجازه تر لاسه کړم،‌ بیا هم ممکنه ده چې له جرمني څخه دیپورټ شم؟‌

نه،‌ د استوګنې د ازمایښتي اجازې په ۱۸ میاشتنۍ موده کې نه دیپورټ کېږئ.‌

آیا کورنۍ مې هم د استوګنې ازمایښتي اجازه تر لاسه کولی شي؟‌

که ټول شرطونه پوره کړئ،‌ ستاسو د ژوند ملګری/ملګرې او همدارنګه کم عمره ماشومان مو هم د استوګنې د ازمایښتي اجازې برخه کېدلی شي. او دا هم اړینه نه ده،‌ چې ماشومانو او د ژوند ملګری/ملګرې مو په جرمني کې پنځه کاله ژوند کړئ وي.‌

 خو لاندې شرطونه مو د کورنۍ د ټولو غړیو لپاره اړین دي:‌

  • د ژوند ملګری/ملګرې او ماشومان مو باید درسره په یوه کور کې ژوند وکړي.
  • د ژوند ملګري/ملګرې او ماشومانو مو باید کوم جرم نه وي کړئ.‌
  • د ژوند ملګري/ملګرې او ماشومانو د دیپورټ‌ د مخنیوي لپاره د خپل هویت او ملیت په اړه ناسم مالومات نه وي وړاندې کړي.
  • د ژوند ملګری/ملګرې او ماشومان مو باید د جرمني اساسي قانون ته ژمن وي.‌

اړین:‌ هغه ماشومان مو چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو ډېر وي هم کولی شي د دغې اجازې برخه شي خو یوازینی شرط یې دا دی،‌ چې باید له تاسو سره یو ځای ژوند وکړي،‌ مجرد وي او جرمني ته د ننوتلو پر مهال یې عمر له ۱۸ کلونو څخه کم وو.

ما ټول شرطونه پوره کړي،‌ څه باید وکړم؟‌

خپل استوګنځي ته نږدې د کډوالو چارو ادارې ته ورشئ او د استوګنې د ازمایښتي اجازې غوښتنه وکړئ ښه به دا وي،‌ چې په لیکنی بڼه یې وکړئ.‌ د کډوالو چارو د ادارې له مسوولینو وپوښتنئ چې د استوګنې د دغه ډول اجازې د غوښتنلیک لپاره باید کوم فورم ډک شي او کومو سندونو ته اړتیا ده،‌ چې له دغه فورم سره یو ځای شي. که ټول شرطونه مو پوره کړي د استوګنې دا ډول اجازه درکول کېږي. د قانون له مخې هغه کسان چې په شرایطو برابر دي، باید د استوګنې دا ډول اجازه تر لاسه کړي، د کډوالو چارو د ادارې مسوولین یوازې په ځینو او استثنایي حالتونو کې ستاسو غوښتنلیک ردولی شي.‌

د کډوالو د چارو د ادارې مسوولین باید دلیل وړاندې کړي چې ولې یې ستاسو غوښتنلیک رد کړئ دی همدارنګه د ردېدلو په صورت کې بیا هم په دغه پرېکړه اعتراض کولی شئ.‌

که د غوښتنلیک په جریان کې له کومې ستونزې سره مخ شوی له وکیل سره مشوره وکړئ.‌ هغوی کولی شئ په دې برخه کې له تاسو سره مرسته وکړي.‌ مشورتي مرکزونه زموږ د پلټونکي ماشين په مرسته موندلای شئ. هلته د خپل ښار نوم او (Asyl, Aufenthaltsrecht   یا  Rechtsberatung) کلمې ورکړئ او پلټنه وکړئ.

که د استوګنې ازمایښتي اجازه واخلم څه ډول قبولي راکول کېږي؟

که د استوګنې ازمایښتي اجازه واخلئ د §104c قانون پر اساس قبولي درکول کېږي، چې د دغه قبولۍ موده ۱۸ میاشتې ده. دا قبولي تمدیدولی نه شئ یوازې یو ځل درکول کېږي.‌

پاملرنه: کله چې دا قبول درکړل شي د کډوالو چارو اداره مو باید خبر کړي چې د دغه کارټ ۱۸ میاشتنی مودې وروسته باید څه وکړئ.‌ په ځانګړې توګه دا باید درته واضح کړي چې څه وخت کولی شئ د  §25a و §25b قانون پر اساس قبولي تر لاسه کړئ تر څو مو د قبولیو په منځ کې ډېر وخت تېر نه شي.

د استوګنې د ازمایښتي اجازې سره د کار کولو حق لرم؟‌

هو، د کارکوونکي په توګه او همدارنګه د خپل شخصي کاروبار د کولو اجازه لرئ. که داسې ډولډونګ مو درلود چې د کار کولو اجازه یې درنه اخیستې وه، په دغه ۱۸ میاشتنۍ موده کې بیرته د کار کولو حق لرئ او کولی شئ چېرته کار ومومئ، خو د لا ډاډمن کېدو لپاره بیا د کډوالو چارو د ادارې له مسوولینو پوښتنه وکړئ چې له دغه قبولۍ سره د کار کولو اجازه لرئ او که نه.

د کار د اجازې په اړه مالومات باید ستاسې د قبولۍ پر کارټ لیکل شوي وي، یا هم باید په جلا توګه د کار د اجازې سند درکړل شي.‌ په جرمني کې د کار په اړه زموږ پر ویبپاڼه لا ډېر مالومات لوستلی شئ.‌ د ډېریو کارونو لپاره باید خپل تحصیلي سندونه رسمي کړئ. په دې اړه زموږ د بهرنیو سندونو د رسمي کولو څپرکی ولولئ.‌

اړین: پام مو وي،‌ چې له کار کولو مخکې باید د کار رسمي سند (قرارداد) تر لاسه کړئ. له دغه رسمي سند پرته ستاسو کار غیرقانوني بلل کېږي او ممکن ستاسو پر قبولۍ ناسم اغېز ولري. د لا ډېر مالوماتو په جرمني کې ناقانونه کار‌ څپرکی ولولئ.‌

 

د استوګنې د ازمایښتي اجازې له اخیستلو وروسته څه پېښېږي؟‌

د دغه ۱۸ میاشتنۍ قبولۍ وروسته څه ډول قبولي اخیستلی شم؟

که د § 104c   قانون پر اساس قبولي واخلی، د دغه ۱۸ میاشتو څخه وروسته کولی شئ د  §25a یا §25b قانون پر اساس قبولي تر لاسه کړئ.‌ د دې قبولۍ د تر لاسه کولو لپاره باید ځینې شرطورنه پوره کړئ.‌

د ۱۸ میاشتنۍ قبولۍ د تر لاسه کولو وروسته شرطونه څه دي؟‌

دا چې کوم شرطونه باید پوره کړئ ستاسو په عمر پورې اړه لري:‌

کولی شئ د §25b Aufenthaltsgesetz  قانون پر اساس د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ چې پدې کې ستاسو عمر مهم نه دی.‌ ټول غوښتونکي کسان باید لاندې شرطونه پوره کړي:

  • باید د ژبې A2 سند ولرئ. که ناروغه،‌ معلول او یا مو هم عمر ډېر وي، د دغه شرط پوره کول اړین نه دي.
  • معاش مو لږ تر لږه د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره بسنه وکړي.‌ دا په دې مانا چې لږ تر لږه مو د ژوند ۵۱٪ سلنه لګښتونه پوره کړئ شئ. یا هم په راتکونکي کې د دې وړتیا ولرئ چې د خپل ژوند لګښتونه پوره کړئ شئ.‌ د بېلګې په توګه اوسبیلډونګ کوئ یا هم نورې زده کړې کوئ چې په راتلونکي په یقیني توګه دنده موندلی شئ.
  • په جرمني کې کاري یا هم تحصیلي سند ولرئ. یا مو په جرمني کې د ژوند کولو ازموینه په بریالۍ توګه وکړې وي.‌ که په جرمني کې کاري او تحصیلي سند ونه لرئ د دغه ازموینې سند هم د §25b قانون پر اساس د قبولۍ د تر لاسه کولو لپاره اړین دی. دا ازموینه په دې مانا ده، چې د جرمني د تاریخ، سیاست او ټولنې په اړه عمومي پوهه لرئ. دغه ازموینې ته د تیاري لپاره  Test لینک کلیک وکړئ.‌
  • که مو ماشومانو ښوونځي ته د تګ عمر پوره کړئ وي باید ښوونځي ته ولاړ شي.‌
  • باید پاسپورت یا هم Ausweisersatz هویتي سند ولرئ. هویت مو باید ثابت وي،‌ یا هم باید دا ثابته کړئ چې د خپل هویت د تثبیت لپاره مو له هرې ممکنې لارې کار اخیستی دی،‌ خو د پاسپورټ یا هم بل هویتي سند په اخیستلو بریالي شوي نه یاست. د لا ډېرو مالوماتو لپاره زموږ (د نامالوم هویت لرونکو کسانو ډولډونګ یا ډولډونګ لایټ) مالوماتي څپرکی ولولئ.‌  
  • باید جرم ونه کړئ،‌ چې له امله یې له جرمني څخه ستاسو د دیپورټ احتمال زیات شي. همدارنګه لږ تر لږه په شپږ میاشتني حبس نه وی محکوم شوي.‌
  • که مو د ژوند ملګری/ملګرې او ماشومان له تاسو سره په یو کور کې ژوند کوي،‌ کولی شئ د یادو شویو شرطونو په پوره کولو سره دا ۱۸ میاشتنۍ قبولي تر لاسه کړئ.

تاسو ته د  §25b قانون له مخې دوه کلنه قبولي در کول کېږي چې دا قبولي د تمدید وړ هم ده.

که مو عمر د ۱۴ او ۲۶ کلونو تر منځ‌ وي کولی شئ  د §25a قانون پر اساس قبولي تر لاسه کړئ.‌ خو لاندې شرطونه باید پوره کړئ:‌

  • دری کاله مو باید په جرمني کې ښوونځی په بریالیتوب سره پای ته رسولی وي.‌ یا هم داسې تحصیلي او کاري سند ولرئ چې په جرمني کې د کار موندل په ممکن وي.‌
  • که تاسو ښوونځی یا پوهنتون لولئ،‌ یا هم کاري اوسبیلډونګ کوئ،‌ کولئ شئ چې دولتي مرسته هم ترلاسه کړئ. دا مرستې ستاسو د استوګنې په اجازه کوم اغېز نه کوي.‌ خو په نورو ټولو مواردو کې د کډوالو چارو پریکړه کوي چې ایا عاید مو د ژوند د لګښتونو لپاره بس دی کنه.‌ چې په دې برخه د کډوالو چارو اداره د بشردوستانه قبولۍ د وړکړې او نه ورکړې په برخه کې خپلواکه ده.‌
  • باید پاسپورت یا هم Ausweisersatz هویتي سند ولرئ. هویت مو باید ثابت وي،‌ یا هم باید دا ثابته کړئ چې د خپل هویت د تثبیت لپاره مو له هرې ممکنې لارې څه کار اخیستی دی،‌ خو د پاسپورټ یا هم بل هویتي سند په اخیستلو بریالي شوي نه یاست. د لا ډېرو مالوماتو لپاره زموږ (د نامالوم هویت لرونکو کسانو ډولډونګ یا ډولډونګ لایټ) مالوماتي څپرکی ولولئ.‌  
  • ستاسو کورنۍ، د والدینو،‌ د کم عمره خویندو او وروڼو،‌ د ژوند ملګری/ملګرې په شمول ټول دغه د استوګنې اجازه تر لاسه کولی شئ. چې تاسو ته د §25a قانون پر اساس یوازې دوه کلنه قبولي درکول کېږي چې بیا یې وروسته تمدیدولی هم شئ.‌

اړین: که له جسمي او رواني ستونزو کړېږئ د دغه قبولۍ د اخیستلو لپاره درته شرایط نور هم اسانه کېږي.‌

د §25a یا §25bمادې پرته د بل ډول قانون پر اساس د استوګنې د اجازې غوښتنه کولی شم؟

نه، په پیل کې باید له دغه دوه ډولونو څخه یو تر لاسه کړئ. که د استوګنې د بل ډول اجازې شرطونه مو پوره کړي وي یوازې په هغه صورت کې یې غوښتنه کولئ شئ چې د دغه قبولۍ مو وخت پوره شي.‌

د دغه کار لپاره باید له وکیل یا هم مشورتي ادارو سره مشوره وکړي.‌

په ياد مو وي چې د وکيل نيولو لګښت ښايي زيات وي. په خپله سيمه کې مشورتي ادارې زموږ د سيمه‌ييز لټون پر پاڼه موندلای شئ. هلته د خپل ښار نوم او د پنا غوښتنې، استوګنې اجازې يا قانوني مشورې توري وپلټئ. 

 

که ۱۸ میاشتې وروسته ځینې لازم شرطونه پوره نه کړم څه به وشي؟

 که د دغه ۱۸ میاشتنۍ دورې په پای لازم شرطونه پوره نه کړئ یو ځل بیا ډولډونګ درکول کېږي.‌ البته په هغه صورت کې چې اوس هم تاسو د ډولډونګ د درکولو دلایل معتبر وي.‌ په دغه صورت کې ژر تر ژره له وکیل سره مشوره وکړئ.‌

اړین

که په جرمني کې مو د ډولډونګ موده له پنځو کلونو کمه وي، کولی شئ د کډوالۍ §25a  یا §25b قانون په اساس د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ. د لا ډېرو مالوماتو لپاره (د ډولډونګ لرونکو کسانو لپاره د استوګنې اجازه) څپرکی ولولئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: